ټاکل شوې د (۱۳۹۳ل) کال دوري پر (۱۶)مه نېټه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي، دا ټاکنې خپل خپل مشکلات او ننګونې لري، خو داسې اټکل کېږي چې له ننګونو او ستونزو سره سره به انتخابات تر سره شي، د ولسمشرۍ د ټاکنو په باب لا وار د مخه رڼې او نا رڼې  سروې ګانې شوي او وړاندې کېږي، دا انګېرنې او سروې ګانې اکثره پر اټکلونو ډډه لګوي، ما هم وغوښتل د ځينو  واقعيتونو، حقيقتونو او د کمپاين د اوسني بهير په رڼا کې د ولسمشرۍ د اوسنيو نوماندانو د راتلونکو دريځونو په اړه ځينې وړاندوينې او اټکلونه وکړم، دلته يوازې د ولسمشرۍ پر نوماندانو بحث کوم، د ولايتي شوراګانو د ټاکنو پر څرنګوالي څه نه وايم او نه زموږ د ملي درسونو دا ځانګړی بحث ددې جوګه دی چې ټولو پوښتنو ته ځواب ووايي، خو مخکې تر دې چې د اټکلونو او احتمالاتو پر بنسټ پر ولاړ بحث خبرې پيل کړم، غواړم  د ټاکنو د  قانونيت او مشروعيت په باب  څو مهمو ټکو ته اشاره وکړم:

د انتخاباتو قانونيت:   په افغانسان كې د انتخاباتو د قانونيت تر ټولو غټه او معتبره سرچينه د افغانستان اساسي قانون دی. ددې قانون ( ۴، ۳۳، ۶۰، ۶۱، ۶۲، ۶۷، ۸۳، ۸۴، ۸۵) ماده په مستقيم او نامستقيم أول د انتخاباتو او د هغو د څرنګوالي يادونه كوي:

۴ مه ماده:  په افغانستان كې ملي حاكميت په ملت پورې اړه لري، چې په مستقيم ډول يې په خپله يا يې د  استازو له لارې عملي كوي.

۳۳ مه ماده:  د افغانستان اتباع د انتخابولو او انتخابېدلو حق لري.

۶۰ مه ماده:  د جمهوري رياست كانديد د خپلو مرستيالانو نومونه د ځان له كانديدولو سره يو ځای ملت ته اعلاموي.

۶۱ مه ماده:  جمهور رئيس د رايې وركوونكو د ازادو، عمومي، پټو او مستقيمو رايو له لارې په سلو كې تر پنځوسو  زياتو رايو په ترلاسه كولو انتخابېږي.

  • · د جمهور رئيس وظيفه تر انتخاباتو وروسته د پنځم كال د غبرګولي په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي.
  • ·  دجمهور رئيس د كار تر پای ته رسېدو دمخه د نوي جمهور رئيس د ټاكلو لپاره انتخابات له دېرشو تر شپېتو ورځو پورې موده كې كېږي.
  • ·  كه چېرې په لومړي پړاو كې له كانديدانو څخه يو هم ونه كړای شي چې په سلو كې تر پنځوسو زياتې رايې ترلاسه كړي، انتخابات د دوهم ځل لپاره د انتخاباتو نتايجو دنېټې تر اعلان وروسته د دوو اوونيو په اوږدو كې تر سره كېږي، دا ځل هغه دوه تنه كانديدان په انتخاباتو كې برخه اخلي چې په لومړي پړاو كې يې تر ټولو زياتې رايې ترلاسه كړې وي.
  • ·   د انتخاباتو  په دويم پړاو كې هغه څوك چې د رايو اكثريت ترلاسه كړي، جمهور رئيس ګڼل كېږي.
  • ·    كه چېرې د جمهوري رياست يو كانديد د راى ګيرۍ د لومړي يا دويم پړاو په جريان او يا تر انتخاباتو وروسته او يا د انتخاباتو د نتايجو له اعلان څخه پخوا مړ شي، نوي انتخابات د قانون له حكمونو سره سم كېږي.

۶۲ مه ماده:   څوك چې جمهوري رياست ته كانديدېږي، بايد د لاندنيو شرطونو لرونكی وي:

۱– د افغانستان تبعه، مسلمان، له افغان مور او پلار څخه زېږېدلی وي او د بل هېواد تابعيت ونلري.

۲– د كانديدو پر ورځ يې عمر تر څلوېښتو كلونو لږ نه وي.

۳– د محكمې له خوا د بشري ضد جرمونو او جنايت په ارتكاب او يا له مدني حقوقو څخه په محرومۍ محكوم شوی نه وي.

  • ·  هېڅ شخص نشي كولای له دوو دورو زيات د جمهور رئيس په توګه وټاكل شي.
  • · په دې ماده كې راغلی حكم د جمهور رئيس دمرستيالانو په برخه كې هم تطبيقېږي.

۶۷ مه ماده:  ·  د جمهور رئيس د استعفی، عزل، مړينې او يا په صعب العلاجه ناروغۍ د اخته كېدلو په صورت كې چې د وظيفې د اجرا مخه نيسي د جمهور رئيس لومړی مرستيال د جمهور رئيس واكونه او وظايف په غاړه اخلي.

  • · جمهور رئيس خپله استعفی په خپله ملي شورا ته اعلاموي.
  • · د صعب العلاجه ناروغۍ تثبيت د هغه طبي هئيت له خوا كېږي چې ستره محكمه يې ټاكي.
  • · په داسې حالاتو كې د نوي جمهور رئيس د ټاكلو لپاره په درې مياشتو كې دننه ددې اساسي قانون د يوشپېتمې مادې له حكم سره سم انتخابات كېږي.
  • · د جمهور رئيس مرستيالان ددې اساسي قانون له حكمونو سره سم كولای شي ځان جمهوري رياست ته كانديد كړي.

۸۳ مه ماده:   د ولسي جرګې غړي د خلكو د ازادو، عمومي، پټو او مستقيمو انتخاباتو له لارې انتخابېږي.

  • ·  د ولسي جرګې د كار دوره د پنځم كال د چنګاښ په لومړۍ نېټه د انتخاباتو د اعلان څخه وروسته پای ته رسېږي او نوې شورا په كار پيل كوي.
  • · د ولسي جرګې د دورې تر ختمېدو دمخه له دېرشو څخه تر شپېتو ورځو پورې موده كې د ولسي جرګې د غړو انتخابات كېږي.
  • · د ولسي جرګې د غړيو شمېر د هرې حوزې د نفوسو د شمېر په تناسب زيات نه زيات تر (۲۵۰) كسانو پورې دی.
  • · انتخاباتو په قانون كې بايد داسې تدبيرونه ونيول شي چې انتخاباتي نظام د افغانستان د ټولو خلكو لپاره عمومي او عادلانه استازيتوب تامين كړي او د نفوسو په تناسب دې له هر ولايت څخه په اوسط ډول لږ تر لږه دوه ښځينه وكيلې په ولسي جرګه كې غړيتوب ترلاسه كړي.

۸۴ مه ماده:    د مشرانو جرګې غړي په لاندې ډول انتخاب او ټاكل كېږي.

۱– دهرې ولايتي جرګې له غړيو څخه يو تن دمربوطې جرګې په انتخاب، د څلورو كلونو لپاره.

۲– د هر ولايت د ولسواليو د جرګو له غړيو څخه يو تن، دمربوطو جرګو په انتخاب، د دريو كلونو لپاره.

۳– پاتې درېيمه برخه غړي دمعلولينو او معيوبينو د دوو تنو او كوچيانو د دوو تنو استازيو په ګډون د هېواد له خبيرو او تجربه لرونكو كسانو څخه د پنځو كلونو لپاره دجمهور رئيس له خوا ټاكل كېږي.

  • · جمهور رئيس له دې اشخاصو څخه په سلو كې پنځوس ښځې ټاكي.
  • · هغه شخص چې د مشرانو جرګې د غړي په توګه انتخابېږي، په مربوطه جرګه كې خپل غړيتوب له لاسه وركوي او دده پر ځای د قانون له حكمونو سره سم بل شخص ټاكل كېږي.

۸۵مه ماده:   دا ماده د ملي شورا دغړيتوب لپاره د كانديدانو شرايط په ګوته كوي. د ولسي جرګې لپاره د عمر (۲۵) كاله او د مشرانو جرګې لپاره (۳۵) كاله قيدوي.

۸۶ مه ماده:  د ملي شورا د غړيو انتخاباتي وسيقې، د انتخاباتو د څارنې خپلواك كميسيون له خوا د قانون له حكمونو سره سم څېړل كېږي.

دغه راز د اساسي قانون ( ۸۷، ۸۸، ۸۹، ۹۲، ۹۷، ۱۰۰) ماده د ولسي جرګې د داخلي چارو لپاره انتخاباتي عناصر لري.

د اساسي قانون شپږم فصل، (۱۱۰ )مه ماده د لويې جرګې په باب ده، په دې ماده كې راغلي چې لويه جرګه دملي شورا له غړيو او د ولايتونو او ولسواليو د جرګو له رئيسانو جوړېإي.

۱۳۸ مه ماده:  د ولايتي جرګو په باب ده.

دغه راز په اساسي قانون كې په ځينو نورو ځايونو كې هم په ضمني او تلميحي ډول د انتخاباتو او يا د انتخابي جرګو د جوړښت او په هغو كې د رايو څرنګوالي ته اشاره شوې ده.

د افغانستان تر اساسي قانون وروسته دقانونيت بله مرجع د انتخاباتو هغه قانون دی، چې د انتخاباتو د خپلواك كميسيون له خوا جوړ شوی او دې اساسي قانون كې يې د جوړېدو سپارښتنه شوې: دا قانون تر ډېرو بحثونو او جنجالونو وروسته د ملي شورا له خوا تصويب شوی او ولسمشر توشيح کړی دی.

د انتخاباتو مشروعيت: د انتخاباتو تر قانونيت وروسته بل مهم ټكی چې د انتخاباتو لپاره ډېر مهم دی، هغه د ټاكنو مشروعيت دی. د ټاكنو د مشروعيت لپاره دغه لاندې څو ټكي ډېر مهم دي:

  • · د انتخاباتي كميسيون ناپېيلتوب:  كوم شی چې د انتخاباتو د مشروعيت لپاره مهم دی، هغه دادی چې د انتخاباتو ناظمين بايد بې طرفه، ناپېيلي او ناګوندي اشخاص وي، چې د ټولو كانديدانو د باور وړ وګرځي.
  • · شفافيت:   بل ټكی چې د انتخاباتو د مشروعيت لپاره مهم دی، هغه د انتخاباتو د پروسې يا بهير شفافيت دی، هر ډول، ابهام، شك او د پوښتنو نه ځوابونه د انتخاباتو مشروعيت ته زيان رسوي.
  • · درايو كميت:  د رايو وړ اشخاصو او رايو وركوونكو د شمېر زياتوالی د انتخاباتو له مشروعيت سره مستقيمه رابطه لري، څومره چې د ثبت شويو اشخاصو او رايه وركوونكو شمېر زيات وي، همغومره پر پروسې د خلكو د باور څرګندويي كوي او د ټاكنو مشروعيت قوي كېږي.
  • ·  د امكاناتو متوازن او متناسب وېش:  كه چېرې د انتخاباتو چارواكي ټولو سيمو ته انتخاباتي امكانات په متوازن او متناسب ډول ونه وېشي، نو طبعاً يوه خوا يا ځينې كانديدان په كې زيان ويني، عدالت نه رامنځته كېږي او دا كار د ځينو خلكو د نارضايتۍ سبب ګرځي.
  • ·  د شكايتونو اورېدنه او ځوابونه:   د انتخاباتو په بهير كې او د نتيجو تر اعلان وروسته كه د معترضينو غوښتنو او شكايتونو ته معقول ځواب ور نه كړای شي او د هغوی مشروع غوښتنې او پوښتنې په سم ډول ځواب نه شي، نو طبعاً د انتخاباتو مشروعيت ته زيان رسېږي. د پورتنيو يادو ټكو ترڅنګ يو شمېر نور مسايل هم شته، چې د انتخاباتو مشروعيت ته ګټه او زيان رسولای شي، په مجموعي ډول معمولاً همغه انتخابات بريالي او درست ګڼل كېږي، چې قانونيت، شفافيت او مشروعيت ولري.

ددې زيات احتمال شته چې اوسنۍ ټاکنې به پوره قانونيت، مشروعيت او شفافيت ونه لري، خو داسې ښکاري چې هم حکومت او هم نړيواله ټولنه تر بلې هرې لارې، کمزوري او ناشفافه انتخابات هم ښه او غوره لار ګڼي او ځانته د وړو پوزه، ما غوښتل چې د ټاکنيزو سستمونو په  اړه هم خبرې ولرم، خو د وخت د کمښت له امله په دې بحث کې ځای نه شم ورکولای، اوس راځم د ولسمشرۍ  نوماندانو ته.

۱-  د نوماندانو د انصراف يا کمښت اټکل: مخکې هم داسې اټکل کېده چې پوره يوولس کانديدان به تر پايه خپله ټاکنيزه مبارزه ونه غځوي، قيوم کرزی لومړی نوماند و چې انتخاباتي وېکټه يې له لاسه ورکړه. پرته له دې چې کومه منډه تر سره کړي، په صفر کې اوټ شو، د دا ډول نورو ويکټو احتمال هم شته.  اټکل کېږي چې د وري تر (۱۶) مې نېټې به په ترتيب سره او يا هم لږ وړاندې وروسته،(هدايت امين ارسلا)، (محمد نادر نعيم)، (جنرال رحيم وردګ)، (داود سلطان زوی)، (ګل اغا شېرزی) او (قطب الدين هلال) هم د بېلا بېلو تعاملاتو او امتيازاتو په مقابل کې له خپلې نوماندۍ لاس په سر شي،  ددې حقيقت په پوره تطبيق سره به يوازې څلور نوماندان، (ډاکټر اشرف غني احمدزی)، (ډاکټر عبدالله عبدالله)، (ډاکټر زلمی رسول) او (استاد عبدالرب رسول سياف) پر ټاکنيز ډګر پاتې شي او که پورتنی اټکل پوره سم ونه خېږي، نو کېدی شي، (ګل اغا شېرزی)، (قطب الدين هلال) او د دوی پر ځای کوم بل يو پاتې شي ،د نوماندانو وروستی نوملړ (۵-۷) پورې اټکلېدی شي، پورتنو نوماندانو کې کېدی شي (ګل اغا شېرزی) او (قطب الدين هلال) تر هغو نورو څلورو لږ زياتې رايې ولري، خو اصلي مقابله به د ډاکتر احمد زي، ډاکټر عبدالله، ډاکټر رسول او استاد سياف تر منځ وي او په دې څلورو کې بيا د لومړنيو دريو  او په لومړنيو دريو کې بيا د ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله او يا هم ډاکټر احمدزي او زلمي رسول تر منځ وي، د ډاکټر عبدالله او زلمي رسول تر منځ هم په دويم پړاو کې د سيالۍ ضعيف احتمال شته، نو ددې يوولس نوماندانو د لومړنی سياسي انتخاباتي کمپاين رياضي په دې ډول اټکلېدی شي.

 ۱۱- ۱ =۱۰

۱۰ -۴  = ۶

 ۶   – ۲ = ۴

۴  –  ۱ = ۳

۳  – ۱  = ۲

  ۱ x  ۱ =۱

کله چې موږ د دريو (۳)  اساسي نوماندانو اټکل کوو او د هغو د ټيم جوړښت ته نظر کوو، نو د هغو ترکيب د يوه مثلث بڼه خپلوي، يا هم په ساده مثال د (ريکشا) په شان جوړښت لري، چې يو ټاير يې مخکې او دوه ورپسې وي، دې نوماندانو کې ډاکټر عبدالله عبدالله، ډاکټر زلمی رسول  او ډاکټر اشرف غني احمدزی شامل دي، د دوی هر يو سياسي مثلث خپل خپل مميزات او ځانګړنې لري چې دلته به هر يو له څو اړخونو وارزو

۱-  د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټيم جوړښت:

لومړی دا مثلث له سياسي پلوه ارزو:

د سياسي ترکيب له مخې د اسلامي جمعيت. (۸) په سلو کې برخه د ډاکټر  عبدالله تر شا ولاړه ده، اسلامي وحدت ګوند (۵۰) په سلو کې او اسلامي  حزب  کې (٪۳) په سلو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله ملاتړ کوي، يانې د عبدالله ترکيب:

اسلامي جمعيت (نظار شورا)

اسلامي حزب

(ارغنديوال ګروپ)

اسلامي وحدت ګوند (محقق ګروپ)

عبدالله

اسلامي جمعيت ۸۰٪

اسلامي وحدت   ۵۰٪

اسلامي حزب       ۳٪

سيمه ييز ترکيب:

له سيمه ييز پلوه دا مثلث د افغانستان ډېرې برخې نه رانغاړي، تر ډېره حده د هېواد مرکزي برخې او څه نا څه د شمال ځينې برخې تر پوښښ لاندې نيسي.

بلخ

پنجشېر

غزنی

مذهبي ترکيب: ډاکټر عبدالله+ انجنير محمد خان سني مذهبه او محقق شيعه مذهبي دي.

له مذهبي پلوه کولای شي د هېواد زياته برخه تر پوښښ لاندې راولي، له مذهبي پلوه دا ترکيب کومه خاصه ستونزه او نيمګړتيا نه لري.

قومي ترکيب: سره له دې چې ډاکټر عبدالله عبدالله اوس ځان ډېر  په تاجک قوم پورې نه تړي، ددې ترڅنګ پښتون هويت هم نه په ډاګه کوي، خو عبدالله عبدالله که ځانته له تاجک پرته هر څومره د بل قوم رنګ ورکوي، څوک يې نه مني، هغه څوک چې د جمعيت او نظار شورا په خم کې رنګېدلای وي او يو زيات شمېر پښتون ضد اشخاص يې هم تر څنګ ولاړ وي، ډېره سخته ده چې د پښتنو په ذهن کې د هغه پښتون تصوير کېنول شي، حقيقت هم دا دی چې پښتانه هېڅکله ډاکټر  عبدالله ته د پښتون په سترګه نه ګوري، بله ستونزه يې داده چې په تاجکو کې هم دی يوازې په پنجشېر درې پورې تړلی دی. که له  ډاکټر عبدالله سره د تاجکوالۍ تصور نه وای او ځان يې پښتون  ګڼلی، نو بيا خو انجنير محمد خان ته اړتيا نه وه چې هغه دې د لومړي مرستيال په توګه وټاکي،  د هېواد اوسنيو جنګي، قومي او سياسي واقعيتونو ته په پام سره هېڅ بل کانديد دا کار نه دی کړی، چې له يو قوم څخه دوه تنو ته دې په يو ترکيب کې ځای ورکړي.

نو د ډاکټر  عبدالله ترکيب د قومي هندسې له مخې دغه بڼه خپلوي.

ډاکټر عبدالله (تاجک)

حاجي محمدمحقق (هزاره)

انجنير محمد خان (پښتون)

په دې ترکيب کې د ډاکټر عبدالله اصلي  رايې په تاجک مېشتو سيمو کې خوندي دي.

عبدالله کولای شي له قومي پلوه  په تاجک ټبر کې  په سلو کې تر (۸۰٪) رايې راخپلې کړي. محقق هم کولای شي د هر سلو هزاره ګانو له جملې څخه (٪۵۰) رايې راخپلې کړي، خو د انجنير محمد خان رايه په پښتون مېشتو سيمو کې صفر ته نږدې ده، عيناً لکه احمد ضيا مسعود چې څومره رايې له پنجشېر څخه  ولسمشر کرزي ته راوړې د انجنير محمد خان حال هم  همدا ډول دی، نو د عبدالله قومي رايې په دې ډول محاسبه کېدی شي.

تاجک: ۸۰٪

هزاره: ۵۰٪

پښتون: ۰٪  ته نږدې يانې له (صفر) څخه تر (يو) پورې.

 البته په خپله ډاکټر عبدالله عبدالله له يو شمېر پښتون مېشتو سيمو څخه پام وړ رايې اخيستلای شي، خو نه د انجنير محمد خان په واسطه، د انجنير محمد خان سياسي يا مذهبي رايې، د حکمتيار په لارښوونه قطب الدين هلال او قومي رايې يې  ټولې اشرف غني ته ځي.

ژبنی ترکيب:

د ژبني ترکيب له مخې د عبدالله مثلث دوه ضلعې فعالې دي، خپله عبدالله په (دري) او (پښتو) غږېدلای شي، لومړی مرستيال يې په پښتو او دري او دويم مرستيال يې په دري غږېدلای شي. د ژبني ترکيب له مخې په ډېر  ضعيفه موقعيت کې نه دی.

عبدالله (دري)

محقق (دري)

محمد خان (پښتو)

د ډاکټر عبدالله ژبنی ترکيب

عبدالله: دري ۹۰٪. پښتو: ۱۰٪

محمد خان:  پښتو: ۹۰٪ . دري ۱۰٪

محقق: دري ۱۰۰٪

دا ډول ژبنی ترکيب اکثريت پښتنو ته د ډېر زيات تائيد وړ نه برېښي، خو د ژبني  ترکيب له مخې د عبدالله ټيم د زلمي رسول تر ټيم په قوي دريځ کې دی.

د مسلکي ترکيب له مخې: ډاکټر  عبدالله او انجنير محمد خان رسمي تعليم لري، خو محقق که څه هم رسمي تعليمي اسناد نه لري، خو په ديني او اجتماعي علومو کې يې په شخصي تشبث ځان يو حد ته رسولای دی.

د ماضي ترکيب له مخې: ددې ترکيب  درې واړه غړي په داسې تنظيمونو پورې تړلي،  چې وخت پر وخت يې خپل منځ کې سره شخړې لرلې دي او  بيا يې هم احتمال شته، خو اوس ټول واحد مجبوريت سره تړلي او تر ټاکنو پورې يې ډېر کم احتمال شته چې ټيم يې وپاشل شي او که پاشل کېږي هم، نو د انجنير محمد خان په حذف به تمامېږي.

اقتصادي امکانات: د اقتصادي امکاناتو له مخې هم دا ترکيب  په  قوي دريځ کې دی، بهرني اړيکي او کورني امکانات، ددې سبب کېږي چې له اقتصادي پلوه له ډېرو ستونزو سره مخ نه شي، د زياتې پانګې له مخې دوی کولای شي تر ټاکنو پورې خپل کمپاين په ښه ډول تر سره کړي او د ټاکنو پر ورځ خپلو پلويانو ته د ترانسپورت زمينه برابره کړي.

رسنيز امکانات: ډاکټر عبدالله د رسنيز فعاليت له مخې په قوي دريځ کې دی، (نور)، (راه فردا) او (نورين) ټلوېزيونونه ورته په مستقيم ډول کمپاين کوي، ځينې نور ټلوېزيونونه د تجارتي اعلانونو او ځينې نور هم د ناپېيلتوب د اصل له مخې د عبدالله عبدالله کمپاين ته ګټه رسوي، په چاپي او راډيويي رسنيو کې هم په قوي دريځ کې دی.

بهرنی ملاتړ: اوسنۍ روسيه، تاجکستان، ايران، هند او ځينې اروپايي هېوادونه له ډاکټر عبدالله سره خواخوږي لري، خو دا په دې مانا نه ده چې دی دې ضرور له ټولو څځه مالي امکانات تر لاسه کوي، امريکا د تېر ځل په شان دا ځل له ډاکټر عبدالله څخه  د يوې وسيلې په توګه کار نه اخلي، کېدی شي امريکا د تېر په انډول دا ځل په ټاکنو کې څرګنده  لاسوهنه ونه کړي.

کاري ټيم: د اسلامي جمعيت او نظار شورا غړي د عبدالله عبدالله د کاري ټيم اصلي زړی جوړوي، دوی پر انتخاباتي مهارتونو او چلونو پوهېږي، د دولتوالۍ څه نا څه تجربه هم لري او د کمپاين څو ځلي عملي تجربه  هم، دويم قوت يې د محقق اسلامي وحدت ګوند دی چې دا ډله هم د محقق لپاره په کمپاين کې خپله غوښنه ونډه لري.

خو په دې کمپاين کې انجنير محمد خان هم د مالي امکاناتو، هم  د انګېزې هم او هم د نورو لازمو امکاناتو  د نشتوالي له امله تر ډېره حده د عبدالله مټ نه شي پياوړی کولای.

انګېزه: د عبدالله د کمپاين اصلي زړی د کمپاين لپاره قومي انګېزه لري، خو دا انګېزه په ډاګه بيانولای نه شي، جهادي انګېزه د ټولو تر منځ تقسيم ده، د ولسواکي انګېزه  لا هم د ولس پر ذهن دومره تاثير نه شي کولای، محقق هم د لږ کي هزاره څرګند شعار ځکه نه شي ورکولای چې هزاره لږ کي په هر ترکيب کې په ورته دريځ کې ځای لري، د فساد او بې عدالتۍ پر ضد شعار او انګېزه د دوی له خولې ولس ته بې مانا ښکاري. د انګېزې پټ انتقال هم اسانه او موثر کار نه دی، د عامو تاجکانو پر حقوقو د پنجشېر درې انحصار، د دوی د قوميت شعار او انګېزه کمزوري کړي:  نو په دې خاطر د عبدالله ټيم د انګېزې له بحران سره مخ دی، د انجنير محمد خان موقعيت او د هغه ساتنه ډاکټر عبدالله ته په خورا درانه زيان تمامه شوې، د هغه حذف هم څه اسانه کار نه دی، لنډه دا چې که عبدالله د پورتنيو ټولو برياوو او نيمګړتياوو په پام کې نيولو سره ټاکنو ته لاړ شي، نو د ده د ټيم انتخاباتي سياسي رياضي او هندسي جوړښت به په دې ډول وي:

80

50

0

عبدالله

دا هغه حالت دی چې ډاکټر عبدالله د بشپړ بري  پوړۍ ته نه شي رسولای. د عبدالله د مثلث يوه ضلعه نيمګړې او صفر  ته نږدې ده. هر هغه ټيم  چې د مثلث  هره  ضلع يې پوره وي، د برياليتوب چانس يې زياتېږي.

۲: زلمی رسول:

د زلمي رسول ټيم هم د يوه مثلث بڼه لري، دا به هم په لنډيز سره وڅېړو:

سياسي ترکيب: زلمی رسول د کوم تنظيم غړی نه دی، پخوا يې د روم د بهير او بيا د ولسمشر کرزي په حکومت کې د يوه تکنوکرات شخص په توګه کار کړی، کوم ايډيالوژيک خط نه تعقيبوي، خو ځان يو معتدل ملتپال شخص ګڼي، داسې ملتپال چې د ملت له اکثريت سره يې تر ډېره حده ژبني او ټولنيز اړيکي پرې شوي، خو د نيکونو له تېرې ماضي سره د ارتباط له لارې غواړي خپله ولسي خلا ډکه کړي، لومړی مرستيال يې احمد ضياء مسعود، د اسلامي جمعيت او په تېره بيا د نظار شورا غړی دی، له سياسي پلوه يې دده په انډول ډاکټر عبدالله عبدالله  ته  فکري او قومي خواخوږي څو ځله زياته ده. دويمه مرستياله يې که څه هم د اسلامي وحدت ګونډ غړيتوب لري يا نه، خو  د همغوی له ادرسه له ده سره يو ځای شوې، اسلامي جمعيت او اسلامي وحدت بيا په تېره ماضي کې خپل ناتصفيه شوي حسابونه هم لري، د سياسي پيوند له مخې دا ترکيب معيوب ښکاري، اوس يو عاجل مجبوريت سره يو ځای کړي، څرنګه چې هر يو ته تر خپل استعداده پورته مقام ته رسېدلی  او بل درې واړه د يو نرم ذهنيت لرونکي دي، نو ځکه ددې احتمال شته چې ټيم يې تر ټاکنو ورسي او که بريالی شي، نو د جنجالونو او ګوزارې په يوه موازي مسير کې به حرکت کوي. د سياسي ترکيب له مخې به دا ترکيب دا بڼه خپله کړي.

متعدل ملتپال (زلمی رسول)

اسلامي وحدت (حبيبه سرابي)

اسلامي جمعيت يا نظار شورا

 (احمد ضيا مسعود)

د سياسي ترکيب له مخې د زلمي رسول د رايو احتمال په دې ډول دی.

متعدل ملتپال د زلمي رسول لپاره په سلو کې (۱۰٪) رايې

اسلامي جمعيت او نظار شورا د احمد ضياء مسعود لپاره په سلو کې (۱۰٪) رايې

اسلامي وحدت د حبيبې سرابي لپاره په سلو  کې ۲۰٪ رايې

البته ددې اټکل  هم شته چې  د اسلامي جمعيت په سلو کې (۱۰٪) برخې محمد اسمعيل خان ته هم لاړې شي او که استاد سياف ا انصراف وکړي،   نو پاتې لس به يې بيا هم  زياته برخه  ډاکټر عبدالله او څه يې هم  احمد ضيا مسعود ته تللی شي.

د اسلامي وحدت ګوند د سياسي برخې زياته برخه محقق، په دويمه کټه ګورۍ کې سرور دانش او په درېيمه کې حبيبي سرابي ته کېدی شي لاړه شي، چې په سلو کې (۲۰٪) اټکلېدی شي، نو د زلمي رسول د سياسي ترکيب وروستۍ نتيجه به دا شي.

۱- متعدل ملتپال په سلو کې (۱۰٪)

۲- اسلامي جمعيت په سلو کې (۱۰٪)

۳- اسلامي وحدت په سلو کې (۲۰٪)

نو په دې ډول به د سياسي جوړښت له مخې تر ډاکتر عبدالله عبدالله په ضعيفه موقف کې راشي.

مذهبي ترکيب:  د  مذهبي ترکيب له مخې د اکثريت  اهل تسنن  او اقليت اهل تشيع  دواړه برخې لري، خو لکه څرنګه چې دوی ځانته د اعتدال ټيم وايي، نو ځکه يې مذهبي عنصر دومره قوي نه دی، دلته هم د ډاکټر  عبدالله تر  ټيم په ضعيفه موقف کې دی.

قومي ترکيب: که څه هم زلمی رسول له قومي پلوه ځانته پښتون وايي، خو پښتانه ورته د خپل استازي او بشپړ پښتون  په سترګه نه ګوري، نو دده په مقابل کې چې هر بل پښتونه ولاړ وي، د پښتنو رايې اتومات همغه ته ورماتېږي، په پښتنو کې د اشرف غني احمدزي په مقابل کې دده رايه په نشت او يا هم په ډېره کمه کچه حسابېږي، دده لومړی مرستيال هم قومي رايه نه لري او يا هم ډېره کمه، ځکه  چې د مرستيال قومي رايه يې  اتومات ډاکټر عبدالله ته ځي، د جمهوري رياست په لومړۍ دوره کې د احمد ضياء مسعود رايه په صفر حساب وه، په دويمه کې فهيم خان په نشت حساب و او په درېيمه کې هم د احمد ضياء مسعود رايه بيا هم په همغه بڼه ده، لکه څنګه چې د عبدالله په ټيم کې انجنير محمد خان د عبدالله پر اوږو بار دی، دغسې احمد ضياء مسعود هم د زلمي رسول پر اوږو بار دی، البته جبيبه سرابي د هزارګانو يو څه قومي رايې راخپلولی شي، په دې ډول به له هرو سلو هزارګانو څخه نږدې (۵۰) رايې  محقق واخلي، (۳۰) به سرور دانش واخلي او (۲۰) به حبيبه سرابي راخپلې کړي، په ډې ډول حببيبه سرابي د قومي رايو له نظره د زلمي رسول په ټيم کې تر ټولو ښه مقام لري، دا مثلث کېدی شي دا بڼه خپله کړي.

زلمی رسول (نسلي پښتون)

حبيبه سرابي (هزاره)

احمد ضياء مسعود (تاجک)

زلمی رسول په هر سلو  پښتنو کې (۱۵٪)

احمد ضيا مسعود په هر سلو تاجکو کې (۲٪)

حبيبه سرابي په هر سلو هزاره و کې (۲۰٪)

د قومي ترکيب له مخې دا ټيم په خورا کمزوري موقعيت کې دی.

ژبنی ترکيب: د ژبني ترکيب له مخې دا ټيم  په ټولو لسو ټيمونو او بيا وروسته احتمالاً په دريو، څلورو يا پنځو ټيمونو کې تر ټولو کمزوری ټيم دی، په دې ټول مثلث کې يو تن هم په پښتو خبرې نه شي کولای، البته زلمی رسول يې د کاغذ له مخې لوستلای شي، خو که کاغذ يې باد يووړ، نو همغه د چارلي پاپلين سندره ورڅخه جوړېږي. د ژبني ترکيب له مخې دا ټيم دابڼه خپلوي.

زلمی رسول (دري)

حبيبه سرابي (دري)

احمد ضياء مسعود (دري)

په دې ټيم کې د پښتو ونډه کېدی شي (۰،۲) وي، دا په داسې يو حالت کې چې په افغانستان کې ژبني حقوق يوې حساسې مرحلې ته رسېدلي، هېڅ پښتانه او نورو پښتو ژبو ته ددې ژبني ترکيب د صفر کچه د منلو وړ نه ده.

د ماضي ترکيب: له احمد ضياء مسعود پرته چې سياسي ماضي يې ټولو ته د منلو وړ نه ده او متنازعه ده، د زلمي رسول او حبيبې سرابي سياسي ماضي د ډاکټر عبدالله عبدالله تر ټيم غوره برېښي، په سياسي ماضي کې دی ان تر نورو سياسي سيالانو د مخه دی، خو دلته رايې يوازې د سياسي ماضي له مخې نه کارول کېږي، که سياسي ماضي د تائيد يا رد وړ وه، نو دې ترکيبونو دا بڼه نه شوه خپلولای.

اقتصادي امکانات: دا ټيم د مالي امکاناتو له نظره په ضعيفه موقف کې نه دی، يو شمېر پانګوال شته چې ورسره مرسته کوي او ويل کېږي چې لا هم ناڅرګندې منابع شته چې دده د کمپاين لګښتونه ورکړي، خو خپله زلمي رسول ددې لپاره پانګه نه ده ټوله کړې، ځکه چې دده په تصور کې هم نه و چې دی به ټاکنو ته ودرېږي.

د اداري فساد له مخې هم، دی يو پاک انسان دی، له ډېرو لوړو مقامونو يې هم ناوړه اقتصادي ګټه نه ده پورته کړې، لومړی مرستيال يې هم دده د اوږو بار دی، که هغه پيسې ولري هم، نو  پر کمپاين يې نه مصرفوي، دويمه مرستياله يې هم همداسې درواخله.

رسنيز امکانات: د زلمي رسول ټيم مشخص ټلوېزيونونه، راډيو ګانې او د تبليغ نورې ذرايع نه لري، د تبليغاتي کمپاين خلا يې د پيسو په بدل کې په اعلانونو ډکه کړې، ايډيالوژيک بېنر هم نه لري، چې ځينې ټلوېزيونونه ورسره  وړيا مرسته وکړي، البته متحد المال خبرونه يې طبعاً په ټولو ټلوېزيونونو کې خپرېږي.

بهرنی ملاتړ: کېدی شي ځينې هېوادونه د زلمي رسول د اعتدال له مخې دده ملاتړ وکړي او يا ورسره خواخوږي ولري، خو دا ملاتړ به زياتره تر ټاکنو وروسته وي، نه تر ټاکنو دمخه.

کاري ټيم: کاري ټيم يې اکثره د ملي شورا له وکيلانو، يو شمېر پټو دولتي مامورينو، ځينو ځوانانو او د اسلامي جمعيت او وحدت ګوند له يو شمېر غړو جوړ دی، ټيم يې  نا متجانس دی، خو نرم خلک په کې دي، ګوزاره کوي، اکثره په کې داسې اشخاص دي چې يوه نه يوه عارضه لري، په دې خاطر له ده سره يو ځای شوي چې د برياليتوب په حالت کې ورسره ګوزاره  وکړي، دې ډول اشخاصو د ډاکټر عبدالله او ډاکټر  اشرف غني له وېرې ده ته پناه وروړې ده، ځينې په دې خاطر ورسره ملګري شوي چې فکر کوي دی د دولت کانديد دی او د برياليتوب چانس يې زيات دی.

انګېزه: دا ټيم نه قومي انګېزه لري او نه هم ملي، د دوی انګېزه له مقابلو او سيالو کانديدانو او د هغوی له چلند څخه د ځينو خلکو وېره ده، دوی اعتدال يوه انګېزه ګڼي او دا انګېزه هغه وخت کارنده رول لوبولای شي چې د افراط او تفريط دواړو خطر موجود وي.

نو په وروستۍ نتيجه کې ددې ټيم د رايو عمومي اټکل په دې ډول کولای شو:

15%

20%

0,3 %

ډاکټر اشرف غني احمدزی:

د کانديدانو په منځ کې يو مطرح او زيات مطرح کانديد ډاکټر اشرف غني احمد زی دی، د اشرف غني احمدزي ټيم هم د يو مثلث بڼه لري، دلته به د دې مثلث پر بېلا بېلو ضلعو، جوړښت او څرنګوالي هم لږه رڼا واچوو.

سياسي ترکيب:په خپله ډاکټر اشرف غني احمدزی د کوم سياسي تنظيم غړی نه دی، خو د يو ملتپال تکنوکرات په توګه يې د تېرو (۱۲) کلونو په بهير کې د ملي سياسي بهيرونو دپياوړتيا لپاره  مستقيمه او نا مستقيمه ونډه لرلې ده. لومړنی مرستيال يې (جنرال عبدالرشيد دوستم) له پيله بيا تر دې دمه  (د افغانستان ملي اسلامي جنبش) په نامه د يوه سياسي  جريان مشري کړې او دويم مرستيال يې د اسلامي وحدت ګوند د (کريم خليلي) د ګروپ يو اساسي او مرکزي غړی دی.

په ډې ډول دا مثلث د يوه بشپړ سياسي او له يوه بل نيم سياسي مذهبي ګوند او د يوه ازاد سياستوال له يو ځای کېدو څځه رغېدلی دی.

غوڅ ملتپال تکنوکرات (اشرف غني احمدزی)

اسلامي وحدت د کريم خليلي ګروپ (سرور دانش)

ملي اسلامي جنبش

(جنرال دوستم)

له سياسي پلوه ددې ترکيب د رايو احتمال په دې ډول دی.

ملتپال تکنوکرات اشرف غني په سلو کې (۵۰٪ )

ملي اسلامي جنبش (دوستم) د خپل ګوند او د ورته افکارو لرونکو اشخاصو په سلو کې (۹۰٪)

اسلامي وحدت ګوند (سرور دانش) ددې حزب په سلو کې (۳۰٪)

د سياسي جوړښت له مخې دا ترکيب د ډاکټر  عبدالله او زلمي رسول تر ټيمونو قوي برېښي.

مذهبي ترکيب: په مذهبي ترکيب کې هم دا مثلث څه خاص مشکل نه لري، د اکثريت اهل سنت او اقليت شيعه مذهب دواړه برخې په کې محسوسې دي، سره له دې چې خپله د اشرف غني احمدزي او جنرال دوستم د مذهب پالنې عنصر د نورو کانديدانو په پرتله زيات مطرح نه دی.

قومي ترکيب:  د اشرف غني احمدزي په ټيم  يا مثلث کې چې کوم څه د زيات قوت وړ برېښي هغه دا دی چې ددې مثلث يوه ضلع هم خالي نه ده، د اکثريت پښتنو او دوه نورو غټو قومونو ټولو تصوير په کې ښکاري، په نور يوه ټيم کې هم دا تصوير دومره روښانه نه دی، په دې ترکيب کې اشرف غني احمدزی په خپله د اکثريت پښتنو په سلو کې تر (۶۰٪) زياتې رايې را اخلي، دوستم د ازبکو په سلو کې تر (۸۰٪) زياتې رايې راخپلوي او سرور دانش هم په هر سلو هزاره و کې (۳۰٪) رايې راخپلولای شي.

اشرف غني احمدزی (پښتون)

سرور دانش (هزاره)

جنرال دوستم (ازبک)

ددې ترکيب د احتمالي رايو د شمېر تصوير په دې ډول کاږلای شو.

۱-  اشرف غني د پښتنو د رايو تر (٪۶۰) زياتې رايې

۲- جنرال دوستم د ازبکو تر (۸۰٪ ) زياتې رايې

۳- سرور دانش د هزارګانو تر (۳۰٪) زياتې رايې

البته دا په دې مانا نه ده چې دا ټيم په نورو قومونو کې رايې نه لري او يا هم ډاکټر عبدالله او زلمی رسول په پښتنو او ازبکو کې رايې نه لري، خو دلته موږ يوازې د غټو او زياتو رايو يادونه وکړه.

ژبنی ترکيب:

 د ژبني ترکيب له مخې د تحول او تداوم ټيم تر ټولو ښه موقعيت کې دی، پښتو + دري+ ازبکي، درې واړه په کې په داسې ډول محسوسې دي، چې اشرف غني احمدزی پر پښتو او دري بشپړ حاکميت لري، دوستم په ازبکي او دري خبرې کولای شي او پښتو د کاغذ له مخې لوستلای شي، سرور دانش د دري ژبې پوخ ليکوال دی او پښتو د کاغذ له مخې لوستلای شي. د  ډاکټر زلمي رسول په ټيم کې د (پښتو) او د ډاکټر عبدالله په ټيم کې د (ازبکي) محروميت، د ډاکتر اشرف غني ټيم ته د برياليتوب يو بل چانس په لاس ورکوي.

پښتو

دري

ازبکي

د (ډاکټر اشرف غني) په شتوالي  کې (پښتو)، د (دوستم) په شتوالي کې  (ازبکي) او د (سرور دانش) په شتوالي کې د (دري) حقوق خوندي دي.

ماضي ترکيب: د ماضي ترکيب له مخې د اشرف غني ټيم هم مصون  نه دی. په دې ترکيب کې د اشرف غني مرستيالان هم د تېرو ترخو قضايا وو يوه برخه ګڼل کېږي، ددې ترکيب له مخې دوه نور مطرح کانديدان هم ورته ستونزې لري.

اقتصادي امکانات: د اشرف غني احمدزي ټيم له اقتصادي پلوه په متوسط حالت کې دی، زياته مرسته د ولس له خوا ورکول کېږي، د ولس د بېلا بېلو برخو ډېره کمه کمه بسپنه د غني مټ ډېر پياوړی کوي.

رسنيز امکانات:

د رسنيزو امکاناتو له مخې  ډاکټر اشرف غني په قوي موقف کې دی، (اينه)، (نګاه)، (سبا) ټلوېزيونونه يې په بشپړ ډول مرستندويان او خپرندويان دي، ژوندون راډيو ټلوېزيون يې هم وړيا مرستندوی دی، رسنۍ يې د تجارتي اعلان په توګه غونډې تر پوښښ لاندې راولي او ځينې نورې رسنۍ يې د خپل ورځني خبري ضرورت پر بنسټ غونډې خپروي. په دريو ژبو د (تحول) ورځپاڼه، فيسبوک، محلي راډيوګانې او ويبپاڼې هم اشرف غني ته وړيا کمپاين کوي، په رسنيز ډګر کې تر ټولو زيات مطرح دی.

بهرنی ملاتړ: په خپله اشرف غني يوه نړيواله څېره ده، له نړيوال باور څخه برخمن دی، لويديځه نړۍ کې خاص محبوبيت لري، خو کېدی شي د ګاونډيو هېوادونو ډېر خوښ نه شي، لومړي مرستيال سره يې د ترکيې، ازبکستان او يو شمېر نورو هېوادونو خواخوږي ردېدی نه شي، له دويم مرستيال سره يې کېدی شي ايران پخوانۍ خواخوږي ولري، خو اوس له اشرف غني سره د ودرېدو له امله دا خواخوږي کېدی شي پخوانی رنګ ونه لري.

کاري ټيم: د ډاکټر اشرف غني احمدزي کاري ټيم متجانس نه دی، له بېلا بېلو سياسي او اتنيکي ډلو څخه جوړ شوی دی، په تېره بيا د کمپاين رسمي ټيم يې خپلې خپلې ستونزې لري، د کمپاين تشکيل يې هم د تنظيمي غړو په نا متجانس ترکيپ پوښلی، په دې برخه کې ښکاره ستونزې لري، خو څرنګه چې د ولس يوه درنه برخه په خپله د ډاکټر اشرف  غني شخصيت ته درناوی لري، نو ځکه يې د کمپاين د رسمي غړو نيمګړتياوو او مرضونو ته  دومره د چا پام نه کېږي.

انګېزه: د اشرف غني احمدزي ټيم د کمپاين لپاره پوره انګېزه لري، هغه بېلابېل محروميتونه  چې په تېرو (۱۳) کلونو کې رامنځته شوي او همدا رنګه مثبت پرمختګونه، د مثبتو هغو تداوم او د منفي بدلونه د دوی لپاره د انګېزې ښه عوامل دي.

نو په وروستۍ نتيجه کې ددې ټيم د احتمالي رايو جوړښت دا بڼه خپلوي.

60%

30%

80%

۴: استاد عبدالرب رسول سياف:

استاد سياف او د هغه کاري ټيم هم په هېواد کې د پام وړ رايې لري، خو دا رايې په دې کچه نه دي  چې استاد سياف يا  برياليتوب او يا هم د ټاکنو دويم پړاو ته ورسوي، که استاد سياف تر ټاکنو وړاندې له خپلې نوماندۍ لاس په سر نه شي، نو د ډاکټر عبدالله پر رايو به منفي اغېزه وکړي، يو څه رايې به د ډاکټر اشرف غني او ډېرې کمې به د زلمي رسول هم راکمې کړي او که انصراف يې وکړ، رايې به يې په ترتيب سره يادو کانديدانو ته لاړې شي.

۵: قطب الدين هلال:

قطب الدين هلال هم د پاموړ رايې لري، که دی تر اخره پاتې شي، نو د سياسي رايو زيان يې تر ډېره حده انجنير محمد خان او د قومي رايو زيان يې ډاکټر اشرف غني ته رسي او که انصراف يې وکړ، نو د رايو اغېز يې هم په همدې ډول دی.

۶ پاتې نور پنځه کانديدان:

پاتې نور پنځه کانديدان يا ډېرې کمې رايې لري او يا هم يوازې محلي رايې، خو  لکه څنګه چې د مخه مې وويل؛ د انصراف زيات احتمال يې هم شته.

راځو اوس وروستي تحليل او نتيجې ته!

درې کانديدان تر ټولو زيات مطرح دي چې په ترتيب سره ورته اشاره کېږي.

۱- – ډاکټر اشرف غني احمدزی

۲-  ډاکټر عبدالله عبدالله

۳- ډاکټر زلمی رسول

که پورتني درې او جمع دوه نور نوماندان او بيا  جمع يو دوه نور نوماندان تر پايه ودرېږي، نو زيات احتمال دی چې ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي، د دغو واقعيتونو له مخې زيات اټکل دی چې د ټاکنو په دويم پړاو کې به ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر  عبدالله عبدالله يو بل سره سيالي کوي.

په دويم پړاو کې زيات احتمال دی چې ډاکټر اشرف غني به بريالی شي، د اشرف غني برياليتوب د اوسني ((پوزيشن)) او ((اپوزيشن)) دواړو ته د زغملو وړ نه دی، هر څومره چې داشرف غني د برياليتوب چانس زياتېږي، نو په پورتنيو معادلو کې هم د تغير احتمال زياتېږي.

يو بل احتمال هم شته چې که د نظار شورا او اسلامي جمعيت مشران دا درک کړي چې په وروستي تحليل کې ډاکټر عبدالله عبدالله حتمي ماته خوري او ډاکټر اشرف غني حتمي بريالی کېږي، نو دوی پر دويم اپشن يا انډول هم فکر کوي، د دويم انډول لپاره دوی پر ډاکټر زلمي رسول فکر کوي، دوی تر اشرف غني احمدزي، زلمي رسول ته ډېره ترجيح ورکوي، د زلمي رسول په ترکيب کې عملا اسلامي جمعيت او نظار شورا دخيل دي.

دوی به د ډاکټر عبدالله د حتمي ماتې د احتمال په حالت کې هڅه وکړي چې ډاکټر عبدالله د زلمي رسول په ګټه تېر شي، ډاکټر عبدالله به د خاصو او زياتو امتيازاتو په بدل کې انصراف وکړي. کله چې ډاکټر عبدالله عبدالله د زلمي رسول په ګټه تېر  شي، نو د هغه په نتيجه کې به د زلمي رسول په ټيم کې د تاجکو او اسلامي جمعيت د رايو کومه خلا چې اوس محسوسه ده،  هغه به ډکه شي، حکومتي امکانات به هم د دوی په خوا شي، اسلامي جمعيت به د تېرو (۱۳) کلونو په شان بيا له زعامت څخه تېر شي، خو قدرت به په بشپړ ډول ترلاسه کړي، د پښتون  په نامه به يو څوک تش په نامه د يوه عنوان په توګه د واک په سر کې وي، خو د قدرت اصلي متن او محتوا به له دوی سره وي.

البته دا په هغه حالت کې ده چې د نظار شورا او اسلامي جمعيت ټول مشران سل په سلو کې پر دې  باوري شي چې ډاکټر عبدالله نه شي بريالی کولای. البته که دوی د عبدالله د برياليتوب چانس وګوري، نو بيا دوی هم د مملکت زعامت غواړي او هم قدرت. د اشرف غني د ټيم په وجود کې  دوی هم زعامت له لاسه ورکوي او هم نامشروع قدرت، نو ځکه خو له ټولو هغو لارو چارو څخه کار اخلي چې د ډاکټر غني د برياليتوب مخه پرې نيول کېدی شي، البته که ډاکټر اشرف غني احمدزی خپل انتخاباتي ټيم منسجم او مستحکم وساتي او د ولس پيوستون همداسې له ځان سره ولري، نو د عبدالله او د هغوی حکومتي او تنظيمي ملاتړي نه شي کولای، دده د برياليتوب مخه ونيسي.

د ولسمشر کرزي رول به څه وي؟

 ظاهراً خو ولمسشر (حامد کرزی) وايي؛ په ټاکنو کې هېڅ ډول مداخله نه کوم، خو دا واقعيت هم  نه شي پټېدلای چې که د ولسمشر ملاتړ او فشار نه وای، نه به زلمي رسول ځان نوماند کړی و او نه به قيوم کرزی د هغه په ګټه تېر شوی و، طبيعي خبره ده چې ولسمشر د خپل مابعد رول لپاره زلمی رسول تر ټولو مناسب شخص ګڼي، نه ډاکټر عبدالله او نه هم ډاکټر اشرف غني احمدزی هغه رول ته غاړه ږدي، چې ولسمشر کرزی يې له زلمي رسول څخه هيله لري، خو دې سره سره  بيا هم ولسمشر نه غواړي او نه هم کولای شي په ټاکنو کې ډېره څرګنده مداخله وکړي، البته د  عطا محمد نور، صلاح الدين رباني او نورو جمعتيانو په مرسته به هڅه وکړي چې ډاکټر عبدالله، د زلمي رسول په ګټه منصرف کړي، دا که څه هم ضعيفه احتمال دی، خو رېدلای هم نه شي، په دې حالت کې به ولسمشر په اسانۍ سره د زلمي رسول ملا وتړي او د ډاکټر اشرف غني احمدزي مخې ته به تيږې تولې کړي. د ولسمشر تېرې ماضي ته په کتو سره، ده زيات وخت د پښتنو او ازبکو د خفګان په بيه اسلامي جمعيت، نظار شورا او د هغوی قومي ملاتړي خوشاله کړي. هزاره ګان د زلمي رسول او اشرف غني په ټيم کې ورته مقام لري، نو ځکه خو کرزي ته د هغوی خوشاله ساتل اسانه کار دی. پښتنو او ازبکو پر تېره دوره کې  تر هر چا زياتې رايې ولسمشر کرزي ته ورکړې، خو په  حکومت  کې  تر هر چا زيات بې برخې شول او ځای  يې هغو کسانو ونيو چې د کرزي مخالفين وو او لا هم دي. که کرزی په دې پوه شي چې اشرف غني حتمي ګټونکی دی، نو بيا کېدی شي خپل چلند بدل  او ناپېيلتوب غوره کړي، که چېرې عبدالله منصرف نه شي او دويم پړاو ته زلمی رسول او اشرف غني ووځي، نو په دې حالت کې لومړی احتمال دادی چې اسلامي جمعيت، خبره په دې دليل بحران ته بوځي چې ووايي،  په رايو کې  تقلب شوی او د دوی په اصطلاح ولې د يوه قوم دوه نوماندان سر ته ووتل؟  او دويم احتمال دادی چې عبدالله ته د احمدضيا مسعود پر امتيازاتو سربېره نور زيات امتيازات ومنل شي او تر هغه وروسته اسلامي جمعيت او تاجک ټبر د زلمي رسول ملاتړ وکړي.

په دې حالت کې به بيا مقابله يو حساس پړاو ته داخله شي. دا مهال که ډاکټر اشرف غني احمدزی خپل ټيم متحد وساتي او يا يې وساتلی شي او د دولت د مداخلو مخه ډب کړي، نو بيا هم احتمال شته چې ډاکټر اشرف غني احمدزی ګټونکی شي.

ددې ټول بحث وروستۍ نتيجه داده چې که ډاکټر عبدالله عبدالله له زلمي رسول سره دويم پړاو ته لاړل، نو زلمی رسول به ټاکنې وګټي، که عبدالله او اشرف غني دويم رونډ ته لاړل نو اشرف غني به ټاکنې وګټي، که زلمی رسول او اشرف غني دويم پړاو ته لاړل، نو اشرف غني به ټاکنې وګټي، وروستی وروستی تحليل دادی چې که حکومت هېڅ مداخله ونه کړي او کانديدان دوه يا درې پاتې شي او ټيمونه هم په همدې بڼه پاتې شي،  نو زيات احتمال دی چې ډاکټر اشرف غني احمدزی په  اول او يا هم په دويم پړاو کې د ټاکنو ګټونکی شي.

19 thoughts on “د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات او احتمالات/ پوهنوال محمد اسمعيل يون”
  1. یره یونه، وایم خدای دې ۱۰۰ کاله عمر درکړي، د صحت، سیاست، فرهنګ او ټولو ښېرازیو. څه کم ۷ زره لغته او د ورډ په مخونو ۱۶ مخه لیکنه ده چې ښه تحلیل په کې شوی دی. درته وایم زما له خوا خو هر څه درمعاف شول، هر څه 🙂

  2. د دې لیکنې لپاره ډیر په بښنې سره وخت نشته زما خوصله یې ختمه کړه د تاند له لیکوالانو څخه په مهربانی هیله کوم چې خپلې لیکنې خولص لنډ ولیکي او ډیری لوستونکی مو وظیفه دار خلک دی او پدې ویلو باندې به له کاره ولویږو!

    مننه

  3. يوځينی ښه تحليل تر اوسه پورې ٬ خو احصايي بيا هم يوه څه کره توب ته اړه لري ۔ دښځو اوځوان نسل په باب چې ټول داستاد اشرف ملاتړ کوي څه نه دې ويل شوي ۔ درسول داز خود بيگانگۍ په باب چې له خپل اولس نه پردی دی لږ څه ويل شوي دي ۔ شننه ډيره ښه اوپه زړه پورې وه ۔
    م۔الف ۔ک

  4. مننه محترم یون صاحب !
    داشرف غنی دټیم ټول کمپاینران باید په کلکه سره دحکومت دمداخله مخنیوی وکړي اوکه چیری یی ونه کړای شول نو دغه نامشروع انتخابات باید هیڅ ونه منل شی اوټول په ګډه باید خپلو مبارزو ته دوام ورکړو ، افغانستان خو یوازی دکرزی نه ده او نه داشاهی حکومت دی چی میراثی به وی

  5. You have totally taken the favor of Dr. Ashraf Ghani Ahmadzai.

    The point you have missed in your speeches about Dr. Ghani, is that he has the most corrupted team which will never cause his victory. Anyway, we hoped so from you and your idea.

  6. ښه تحلیلي لیکنه ده، خو قومي ترکيب (لکه تاسې چې تشریح کړی) ته په کتو فکر نه کوئ چې د ډاکټر اشرف غني په ټيم کې تاجک (دویم قوم) ځانونه ورک ګڼي!! دې ستونزې ته اشاره شوې نه ده ، خو د حل ښه لار يې دا ده چې ډاکټر غني سر له اوسه تاجک قوم علمي سټې ډاډه کړي

  7. ښه تحلیلي لیکنه ده، خو قومي ترکيب (لکه تاسې چې تشریح کړی) ته په کتو فکر نه کوئ چې د ډاکټر اشرف غني په ټيم کې تاجک (دویم قوم) ځانونه ورک ګڼي!! دې ستونزې ته اشاره شوې نه ده ، خو د حل ښه لار يې دا ده چې ډاکټر غني سر له اوسه تاجک قوم علمي سټې او ځوانان ډاډه کړي

  8. یون صاحب! که څه هم د امتحان شپه ده خو بیا هم تر اخری سطر ولوست ډیر ښه مقاله مو لیکلی ده .
    په ګوتو مو برکت شه!

  9. پوهنوال إسماعيل يون صيب: ډيره ښكلي تحليلي ليكنه مو كړي، په قلم دي بركت شه، هيله لرم چي په آينده كي هم خپلي علمي او تحليلي ليكني جاري وساتي
    پاتي شو ډاكټر أشرف غني أحمدزي، دهغه په أړه زه دومره وايم چي: دهغه أرګ ته رسيدل يواځي د وخت خبره ده، په انتخاباتو كي دهغه ګټل حتمي دي إن شاءالله

  10. د ډاكټر أشرف غني أحمدزي په خاطر مونږ له خپل ځان نه هم تير يو، يواځي د اشرف غني إشاره مونږ ته كافي ده،
    قسم په الله كه دسقاو بچي را نه په أفغانستان حكومت وكړي، كرزي دي هم په خلاصو غوږونو واوري

  11. ښاغلی يون!
    ستاسولړمنطق دغليمانو دسترګوازغی دی. همدا وجه ده چې هرې نادودې ته غليمان لاس اچوي.
    سرلوړی اوبريالی اوسې.

  12. السسلام علیکم د تاند لوستونکو،مبصرینو او محترم پوهاند! اسماعیل یون صاحب
    اما بعد،،په دا دومره وخت او رسنیو کی مو تر اوسه داسی علمی،افغانی،احصاییوی ،ټولنیزه هر اړخیزه تحلیل او مهمه دا د احتمالاتو ریاضی نه وه اوریدلی او نه لوستی.الله دی له یون صاحب څخه راضی سی.
    ۴۰کاله مخکی ما دحبییبی لیسه کی د ریاضی مضمون کی داهتمالاتو یو فورمول لوستی وو چه اوس می لږ په یاد دی:
    آي=دمنفی یوجذرمربع!!…نه پوهېږم په دې فورمول کې به څه نتيجه راووځي؟؟.فکرنه کوم چه صديق دېګان(تش په نامه درياضي فلسفې…)به ېې هم په حل وتوانيدئ شي!
    مهمه داده :یآ اشرف غني ياټول عمرګدايګري اوپنچرمايني!!!
    دالله په امان.
    ستاسوورور ډاکټر،حميدالله زړهور صاپئ ت.ب./۲۰حوت=۱۴مارچ=۱۳جماذۍلاول

  13. ښاغلی پوهنوال یون صیب ته درناوی . ډیر مفصل او سم تحلیل دی . داسي کم اړخ چي هغه دي روښانه شوی نه وي تر سترګو نه شو . پر قلم او فکر مو برکت

  14. يون صاحب
    ډير ښه تحليل مو کړي ، خو لکه څرنګه چې تاسې هم ورته اشاره کړې دا دعا به کوو چې حکومت مداخله ونه کړي ، او پريږدي چې هيواد جوړ شي او واک يي رښتيني بچي(احمدزي) ته ورشي
    مننه

  15. سلام محترم يون صاحب . بر قلم دي بركت بر ادراك او تفكر دى لا نور هم قوت او بركت اوبه صحت دى سلامت له باك خدايه غوارم. تحليل او ليكنه ديره شه او هر ارخحه وه . الله دي مو وطن او تول ملت ته ارامي ديوه شه مشر او ظعيم به موجود يت او افغانستان به سر لوري كي نصيب كري او بدي كار كو شش دهر افغان ملي او ايماني وجيبه بولم جه به صداقت اوملت به كته يي أجرا كري

ځواب ورکول امین باوري ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *