تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید عبدالرب رسول سیاف له دوو مخکښو کاندیدانو او د هغو له پلویانو وغوښتل چې داسي څرګندونې ونه کړي چې له کبله یې د افغانستان ملي یووالي ته زیان اوړي.
عبدالرب رسول سیاف نن په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوو مخکښو کاندیدانو ته په خطاب کې ویلي:«زه باوري یم چې ستاسو هم د نورو په شان پر هیواد زړه سوځي، په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکي یاست او د افغانستان ملي یووالي ته لېوال یاست. په دې ورځو کې د دواړو خواوو د پلویانو په منځ کې مضرې خبرې تبادله کېږي چې دا نه یوازې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دواړو کاندیدانو حیثیت ته زیان اړوي بلکې د ملت د پیوستون او ملي یووالي د مینه والو احساساتو ته تاوان رسوي.»
عبدالرب رسول سیاف، چې ویل کېږي ژر به د ولسمشرۍ د انتخاباتو د یوه کاندید ملاتړ اعلان کړي، همداراز ویلي:«زما په نظر قومي، ژبنیو او سمتي مسایلو ته لمن وهل به په ځانګړي ډول د افغانستان د تاریخ په اوسني حساس پړاو کې ناوړه پایلې ولري.»
له ښاغلي سیاف سره، چې د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې ۷ فیصده رایې ګټلې وې، اشرف غني احمدزي او د عبدالله عبدالله پلویانو خبرې کړي څو د دوی ملاتړ وکړي خو پروفیسر سیاف تراوسه پوري د هیڅ کاندید ملاتړ نه دی اعلان کړی.
ویل کېږي چې سیاف لېواله دی چې له ډاکتر غني سره یوځای شي. په دعوت تلویزیون کې د ده وروستۍ څرګندونې ښيي چې د عبدالله عبدالله په پرتله ډاکتر غني غوره بولي.
د ډېرو نورو کاندیدانو خلاف له هرکاندید سره د پروفیسر سیاف ملاتړ د کاندیدانو پر رایو اغېز لري.
سره له دې چې له ښاغلیو عبدالله او غني وروسته په درېمه درجه زیاتې رایې زلمي رسول وړې وې خو د باور نه کېږي، هغه کسان دې په دوهم پړاو کې هم د زلمي رسول په خاطر عبدالله عبدالله ته رایې ورکړي.
د ښاغلي رسول لومړي مرستیال او ګڼو پلویانو د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړی دی.
رښتیاهم چی درانه استاد سیاف دافغانستان ډیر حساس او سرنوشت ټاکونکی پړاو کی دملی وحدت اواز اوچت کړی، چی ټول افغان اولس باید ورته متوجه اوسی، استاد سیاف چی دمجاهدینو داتحاد نه تر ډیرونورو ملی اتحادونو پوری ښه تجربه لری ، اوس یی داموضوع درک کړی او ښاغلی سیاف په دی هم پوهیږی چی دغه اختلاف ته کوم کاندید او دهغوی پلویان لمن وهی، نو زموز غوښتنه له استاف سیاف ځخه داده چی زرترزه دی خپل ملاتړ له هغه ملی ټیم ځخه چی دافغانستان یووالی غواړی ،دافغانستان زمنکنی بشپړتیا لپاره ، دسراسری سولی دتامین لپاره اودټولو قومونو دیووالی او همغزی لپاره مرام او هدف لری یعنی دښاغلی ډاکتر اشرف غنی د ملی ټیم سره یو څای شی .او خپل دغه غږ ته دعمل جامه واغوندی. په درنښت
روکی جان
استاذ په هر سه پوهیژی او هر سه یی په یاد دی چی د شمالی تلوالی منافقو اوبد بخته دلو له هغه سره د استاذ د نیکیو په بدل کی سه کری خو سه خندونه شته چی باید د داکتر صیب غنی تیم باید په مسلسل کوشش سره د استاذ ملاتر تر لاسه کری د راتلونکی پارلمان چوکی منلو او په دولت کی د وندی ورکلو شکل او نورو شکلولونو سره او پدی هکله له احمدشاه احمدزی نه دیره شه استفاده کولای شو چی د غنی صیب له تیم سره یو زای سوی دی او که بیا هم استاذ تصمیم برعکس ونیسی نو نو دیره اشتباه چی د افغانستان د تجزیی اولنی گام دی پورته کری وی. مننه
باید استاد سیاف زرتر زره د ډاکټر صاحب اشرف غنی احمدزی ملاتړ اعلان کړی تر څو افغانستان له یوه لوی ناورین څخه وژغوړی.
ما فکر کولو چی استاد بیا کوم چلینج ورکوی …….
دا د ښاغلي استاد سیاف دیني، وجداني، اوافغاني مسولیت دی چې په دې حساسو شرایطو کې د غوره نوماند څخه
.ملا تړ وکړي
سلامونه اونیکی هیلی می ومنی استاد په هرڅه خبر دی هیله ده چی زمونږ له ښاغلی اشرف غنی څخه ملاتړ وکړی