تاند، دوشنبه، د قوس ۲۵مه: د ولسمشرۍ نوماند عنایت حفیظ او د رحمت الله نبیل د ټاکنیزې ډلګۍ لومړۍ مرستیال مرادعلي مراد د اشرف غني په مشرۍ له دولت ساز ټاکنیزې ډلې سره یو ځای شول.

ښاغلي حفیظ تر دې وړاندې د کلیو پراختیا وزارت، د مخدره توکو پر ضد د مبارزې وزارت او د امریکا له سفارت سره کار کړی دی او په دې وروستیو کې د ولسمشرۍ نوماند و.

 همدا راز جنرال مراد علي مراد د رحمت الله نبیل د ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال و چې اوس له دولت ساز ټاکنیز ټیم سره یو ځای شوی دی.

تر دې وړاندې فرامرز تمنا هم له دولت ساز ټاکنیز ډلې څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او ژر تر ژره یې د ټاکنو د پایلو اعلان غوښتنه کړې وه، په داسې حال کې چې د میزان د شپږمې د ټاکنو درې میاشتې پوره کېدونکې دي او کمېسیون ایله نن په ټولو ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې د بشپړېدو د  احتمال خبر ورکړی دی.

2 thoughts on “د ولسمشرۍ نوماند عنایت حفیظ او د نبیل مرستیال مرادعلي مراد دولت ساز ته ولاړل”
  1. عجیبه نه ده چه د مختلفو انتخاباتی ټیکټونو ټیمونه او مشران یی ایله اوس یعنی د انتخاباتو نه وروسته تمایل ښیی چه ددولت ساز ملی او برنامه محورټیم سره یوځای کیږی ، دوی پوهیدلی چه انتخابات دولت ساز ټیم ګټلی . بهتره تصمیم ددوی د پاره دا ؤ چه د رایی ورکولو نه مخکی ددولت ساز ټیم سره یو ځای شوی وای تر څو ددوی د طرفدارانو رایی هم د ددولت ساز ټیم ته اچول شوی وای . خو واضح خبره داده او هر څوک په دی پو هیږی جه دغه ډول نا وخته آذانونه صرف د چوکی او مقام د پیدا کولو په خاطر دی .
    ملت د آینده حکومت څخه انتظار لری چه صلاحیتونه هغو کدرونو ته وسپاری چه فرصت طلب یا ابنالوقته نه وی ، داسی کدرونه په حکومت کی ځای په ځی شی چه قوی ملی هوډ ولری ، مسلکی او علمی وړتیا ولری ، هیڅ نوع تبعیض ونلری او دوطن ، نظام او خلکو مخلص او صادق خدمت ګاران وی .

  2. ما که ځان کاندید کړی وای
    نو پد ی حالت کی می څه کول ؟ منحیث افغان مسلمان، وضعیت د انتخاباتو می څارلو ، څوک چی ښه ځلیدو او لوړی رایی احتمال یی درلود ، ښه برنامه اواهلیت یی مناسب وو،هغی سره یو ځای کیدم او نور کار آمد او قابل حساب کاندیدان می هم هڅول چی دا نسبی کار آمد ټیم تقویه کړی تر څو نتیجه د ملت په نفع راووځی او ملی ګټی تقویه اوتاریخیی مفسدین د تاریخ کندی ته ټیل وهل کیدل
    خو ښه داوه چی نببل ،، حکمتیار او فرامرز تمنا د ملی ګټو لپاره دد..غنی سره یو ځای اودا اوسنی جنجالونه به نه وو او وخت به همم نه ضایع کیدو او ملی حیثیت هم دومره نه متضرر کیدوو..
    خو مع الاسف چی یوه یی د خاادم المفسدین لپاره د تخریب موقف نه یریږدی اودبل خو ذاتی تککلیف او مرض دی اود ۴۰ ککلن ااختلاف او تباهی نه وروسته اوس د شخصی ګټو لپاره د جمعیت د بقایاووو سره کینی چی ډیره حیرانوونکی او بی وخته ښکاری ،ایکاش دا نااسته د جمعیت او حزب ۴۰ کاله مخکی وای چیی له تباهی او بدنامی نه دا ملت ، مصؤن وای

ځواب ورکول Ajmal Nasar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *