تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ څو کاندیدان وايي، د جوزا له میاشتې وروسته د ملي یووالي د حکومت عمر پای ته رسېږي او باید بل حکومت ته واک وسپاري.

دوی وايي، پر یوې طرحې کار کوي چې پر اساس یې د جوزا له لومړۍ څخه یو بل څوک د ولسمشر محمد اشرف غني ځای ونیسي او نظام اداره کړي.

د ولسمشرۍ کاندید نورالحق علومي ادعا وکړه چې ټول کاندیدان دې نتیجې ته رسېدلي چې د جوزا په لومړۍ نېټه د دې حکومت عمر پای ته رسېږي نو د بحران د مخنیوي لپاره دې سیاسي او حقوقي مسایل په پام کې ونیول شي.

ښاغلی علومي د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د ښاغلي عبدالله د ډلې ملګری و او وروسته د کورنیو چارو وزیر وټاکل شو. د ده پر وزارت په پلازمېنه کابل کې د تروریستي حملو د ډېرېدو له کبله زیات انتقادونه وشول او بیا هالنډ ته د سفیر په توګه واستول شو چې د خپلې کورنۍ له غړیو سره نژدې وي.

په هند کې د افغانستان پخواني سفیر او د ولسمشرۍ کاندید شید محمد ابدالي هم د جوزا له لومړۍ وروسته د اوسني حکومت د کار دوام غیرقانوني وباله، ویې ویل چې د دې د انتخاباتي ډلې لپاره دا سره کرښه ده چې باید حکومت له کاندیدانو او سیاستوالو سره یوې موافقې ته ورسېږي.

فرامرز تمنا د ولسمشرۍ د انتخاباتو بل کاندید دی. ده د اساسي قانون ۶۷ او ۶۸ مادو ته ګوته ونیوله، ویې ویل، دې ته په پام چې تر انتخاباتو مخکې د حکومت د کار موده پای ته رسېږي، باید ولسمشر او مرستیالان یې دنده پرېږدي او واک د مشرانو جرګې ريیس ته وسپاري.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ولسمشر د پنځه کلنې دورې وخت د جوزا په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي او د ولسمشرۍ انتخابات باید د ولسمشر د پنځه کلنې دورې تر پای ته رسېدا ۳۰ یا ۶۰ ورځې وړاندې وشي.

خو د جوزا په لومړۍ نېټه د افغانستان د اوسني حکومت پنځه کاله نه پوره کېږي ځکه چې دې حکومت ناوخته په کار پیل وکړ.

له همدې کبله د ولسمشرغني ویندویان وايي چې د اوسني حکومت د کار د پای ته رسېدو لپاره لا ۶ میاشتې وخت پاتې دی.

ټاکل شوې وه چې د ولسمشرۍ انتخابات د سږکال د حمل په ۳۱ نېټه وشي، وروسته د سرطان پای ته وځنډېدل او بالاخره د مسزان شپږمه د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره وروستۍ نېټه وټاکل شوه.

7 thoughts on “د ولسمشرۍ ځینې کاندیدان وايي اوسنی حکومت دې بل حکومت ته واک وسپاري”
  1. د ملي وحدت موافقتنامه د 1393 کال د سنبلې په 30 چې د 2014 کال دسپتامبر له 21 نېټې سره مطابقت کوي امضا اود هغې پراساس ښاغلي دوکتور محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر وټاکل شو.
    له دې نېټې مخکې ښاغلي حامدکرزي د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشرۍ چارې مخې ته بوولې . ټول حقوق او امتیازات هغه اخیستي دي.
    د افغانستان د اساسي قانون یو زیات شمېر مادې د یو نورمال حالت لپاره وضعه شویدي. که د مخکېنیو انتخاباتو نتایج په خپل وخت اعلان شوي وای او ولسمشر په هغه نېټه خپل کار شروع کړی وای ، بیا د اساسۍ قانون دغه ماده د تطبیق وړ وه.
    په هر حالت سره د افغانستان د اساسي قانون د همدې 62 مادې پر اساس د جمهور رییس د کار موده پنځه کاله ده .
    ښاغلي نورالحق علومي هغه شخص دی چې په 1371 کال کې یې د خپلو نورو پرچمي ملګرو سره یوځای د دوکتور نجیب الله په مقابل کې کودتا وکړه ، د افغانستان په باب د ملګرو ملتونو د سازمان د سولې پلان یې شنډ کړ او کابل ښار د احمدشاه مسعود ، د دوستم جنبشي او د حزب وحدت ډلو په لاس کې ورکړ او بیا یې په کنډواله بدل کړ.

  2. uloomy&atmer is soldout of russia;this was uloomy who sabotage najibullah peace process.
    my dear afghans please don,t give chance to this soldout irani&russian agents to become more anarshey in country,
    the best choice for afghans is doctor ashraf ghani,
    thank you

  3. مع الاسف دی کاندیدانو کی داسی کسان هم شته چی دټولی کورنی سره بیاهم ونشوای کولی چی ۲۰۰۰ رایی وګټی نو بیا کاندیدل ریاست ته د څه لپاره؟
    آیا لست نهایی ندی که قانون نیمګړی دی؟
    دا جنابان چی د قانون خبره کوی کوم یو یی قانونی ځلانده سابقه لری او یا خادم د ملت تیر شوی؟
    زموږ ناکام او بد سابقه سیاسیون ، غورځولو او تخریب کی همغږی خو تعمیر او خدمت کی د قرآنکریم په ژبه (تحسبهم جمیعا و قلوبهم شتی) بیا هیڅ خلا نشی ډکولی او سالم کار او خدمت ته بلا وهلی
    اوس په خدمت او کار کی له تاسو غنی ګټلی ،یو یی هم جوګه نه یاست که پاتی شو ملت ته به خدمت کوی او یو څه به ګټی نه چور او غلا ، تشویش مو بی ځایه او خود غرضی ده ، اوبه مه خړوی یا اولی الالباب ، تعاون او ترمیم تجربه کړی چی ارزانه او کار ساز دی
    مصلحت د ملت لپاره دا دی چی کار احسن خادم ته وسپارل شی چی ناکامه سابقه ونلری ملوث،معامله ګر او د بیت االمال چوراو ملی ګټوپه تالان کی قوی بزکش نه وی پاتی شوی و لو که ټول قوم یی هم تر شا ولاړ وی خو بیا هم غل،غل دی

  4. SOME OF THIS ARE AGENT OF RUSSIA/IRAN AND ISI.THEY WANT TO PUSH AFGHANISTAN TO
    NON CONSTANT ABILITY.
    AFGHANISTAN IN THE WAR WITH TERORISM.IF ONE HOLE OF POWER OR LEADER SHIP COME IN.WHO CAN CONTROL THE SITUATION.
    SUPREME COURT CAN MAKE DECISION ABOUT THIS NOT THIS CANDIDATE
    THANK YOU

  5. د مادو تطبیق په هغه صورت کې کیږی چې هېواد کې سوکالی وی نه داسی ستونزو باران هغه څوک چې دا ډول څرګندونې کوی باید خپل ګریوان کې سرښکته او پوښتنه وکړی چې دغه قانون یې څومره په خپل ځان عملی کړی ، بل
    داچې ستاسو طرحې پوچې دی تاسو د هېواد نزاکات ندی درک کړی افغانانو ته معلوم شول چې تاسو د خپلو ګټو په لټه کې استی نه د هېواد.

ځواب ورکول داود ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *