تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوو کاندیدانو استازو د شپې ناوخته رسنیو ته وویل چې د ملي وحدت حکومت پر سر د دوی ټول اختلافات حل شوي او نن /شنبه/ به موافقه لاسلیک کړي.

د موافقې متن ترتیب شوی. دا متن، چې د واک وېش جزییات پکې څرګند شوي دي، څلور مخه دی.

د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم استازو ویلي چې واک یې په خپل منځ کې په اجراییه او قضاییه قواوو کې نیم په نیمه وېشلی دی.

په همدې حال کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون سرچینې وايي چې د نتیجو د اعلان لپاره پوره تیاري لري او ممکن نن یا سبا /یکشنبه/ د رایو پایلې اعلان کړي.

ملګروملتو پرون دواړو کاندیدانو ته دوې ورځې مهلت ورکړی و چې په خپل منځ کې اختلاف حل کړي.

د چارو کتونکي وايي چې دا به یو کمزوری حکومت وي او هر وخت به په هغه کې د درز او پاشل کېدو احتمال موجود وي.

دې ته په پام سره چې چوکۍ نیم په نیمه وېشل کېږي د غلا او فساد روان بهیر به دوام وکړي ځکه چې هر کاندید به مجبوره وي چې د خپل فاسد متحد ملاتړ وکړي.

د کتونکو په بارو دا ډول یو کمزوری حکومت به د لوېدیځوالو لپاره تر یو لاسي متحد حکومت ځکه ښه وي چې د کرزي د وروستۍ دورې په شان به د لوېدیځوالو په وړاندې د بغاوت جرات نه لري.

کرزي وروسته له دې د امریکا د هوايي بمباریو او د افغانانو پر کورونو د یرغ��ونو په وړاندې د مخالفت ږغ پورته کړ چې د ځان په وړاندې یې په حکومت کې بل قوت نه لیده چې د ده ځای ونیسي.

11 thoughts on “د ولسمشرۍ کاندیدانو د ملي وحدت پر حکومت جوړجاړی وکړ”
  1. دا حکومت به د شپږو میاشتو زیات دوام ونه کړي. زه فکر کوم چه شپږ میاشتی وروسته به ډاکتر غنی مجبور شي چه لویه جرګه راوغواړي او د حکومت چاری دریمګړي ته وروسپاري. ځکه چه ملی حکومت به د داخلي اختلافاتو له وجی ډیر دوام ونه کړي.

  2. دا به دملي نفاق اوګلمرجانیزم نیم ژواندی لنډغریت وي! ټوله ورځ به په خپلو کې سره لاس او ګريوان وي او دملت به څیرې ګرېوان وي. دملت دې خدای دبل لوري غیبانه سبب وکړي.

  3. اشرف غنی تــــــــــــــــه !!
    عالی قدر ورور اشرف غنی صاحب تاخو دخپلو وعدو برخلاف د ملي یووالي حکومت(سهامی شرکت) په جوړیدوصلاح شوی نو اوس ته دی په تن لغړو او په لوڅو ماشومانـــــــو ته چی پهګنډه هم ماړه ندی څه جواب وایی دویی خو په دی فکردی چی وایی( خدایه مونږ دی بیا دداسی چا په لاس کی ورکړو چی داځل به څرمنی هم راڅخه وباسی ترڅو دیی دانتخاباتو شوی مصارف بیا ترلاسه کړی) او ته یی هډوکی پلوری او که ……….نوری

  4. دا که رښتیا يي نو د زهرو غړپ دی چې احمدزي صایب په سر الوړی. داسې حکومت به ډیر لږ دوام وکړي او دریم ګړي حکومت ته به لار اواره شي.

  5. لعنت پرتااشرغنی مونژخوتاته ددی لپاره رایه نه ودرکړی چی زمونژپه تصمیم تجارت وکړی

  6. سلام عليكم ورحمة الله دير دشرم خبره ده دستاسو به صفحه داسي بي حياء اعلانونه خبريزي اول قدم كي ايماني او بيا بشتني غيرت ددي اجازه نه وركوي . اوس نو ددي دوارو نه خو به يو درسره وي او كه ديوه اعلان به قيمت مو دواره وركري دي

  7. اشرف غني ته دا پکار وه چې دافغانانو رايو څخه يي دفاع کړي واي,ځګه ټول ملت پدي باور ؤ چي دا يو طلاي چانس دي, دافغانستان د حالاتو د بدلون لپاره, چي د قدرت د ويشلو دکبله د ټول ملت هيلي يي د خاورو سره خاوري کړي,اوس نو هغه پخوانۍ خبره ددي ډول حکومت نه څه تمه نشته.

  8. که چيرته دا رښتيا وي زه په خپل وار دواړو ريس جمهور صاحبانو ته مبارکي وايم خو ددۍ جنابانو څخه يوه پوښتنه لرم هغه دا چۍ د شپۍ ريس جمهور څوګ دۍ او د ورځۍ ريس جمهور څوګ دۍ. د افغان ولس دۍ الله په لوري شي چۍ دوۍ په دا ډول موافقۍ ته رسيدل دا دومره مصارفو او قربانيو ته څه ضرورت وو.

  9. که چيرته دا رښتيا وي زه هم په خپل وار دواړو ولسمشرانو ته مبارکي وايم خو يوه پوښتنه لرم هغه دا چۍ د شپۍ ولسمشربه څوګ وي او د ورځۍ ولسمشر به څوګ وي. که دوۍ په دا ډول جوړجاړۍ کاوه دومره مصارفو ته څه ضرورت وو.دواړه ولسمشر صاحبان به د انتخاباتو قربانيانو ته په کومه خوله ځواب ووايي.

  10. له یوی خوا ښه خبر دی چی د ولسمشری دواړه کاندیدان یوی روغی جوړی ته سره ورسیدل. اوس پوښتنه داده چی د چا مرام به عملی کیږی؟
    له بلی خوا زمونږ د هیواد والو تشویشونه هم پر ځای دی. ځکه چی دوی د اویایمو کلونو اوهم د ښاغلی حامدکرزی د واکمنی دوره ښه په یاد ده.
    خوبیاهم راتلونکی حکومت به د عطا محمد له نارنجی او امرالله صالح له شین انقلاب نه ښه وی. حد اقل د اوس لپاره د وینو بهیدو او د کابل د ښکلی ښار د ورانیدو مخنیوی خو وشو.
    ښه به دا وی چی دواړه کاندیدان حکومت ته پاک او هیواد ته خدمتګاره کسان معرفی کړی. د ملا معنوی ، فضل الرحمن اوریا او مجیب الرحمن رحیمی ،عبدالجبار شولګر په شان مختوری ، درواغجن ، بیشرمه کسان باید پداسی ادارو کی ځای ونه لری چی له خلکو سره سرو کار ولری او که نه ټول افغانستان به د درواغو په رنځ اخته شی.
    د ښاغلی احمدزی د ټیم کورنی او باندینی مجبوریتونه د احساس او پوهیدو وړ دی. مونږ به بیا هم په ټول توان سره څه مو چی له لاسه کیږی د خپل منلی او با احساسه ملی مشر جلالتمآب ښاغلی دوکتور محمد اشرف غنی احمدزی او د هغه د ملګرو ترڅنګ ودریږو. ځکه ډیرو غوښتل چی په کوم شکل سره د ښاغلی احمدزی واکمنی سبوتاژ کړی او قطعا د هغه اشتراک او ګډون په راتلونکی حکومت کی ناممکن کړی. زما په فکر تر ډیرو به دا جوجاړی او تفاهم د افغانستان د خلکو په خیر تمام شی. مونږ به ورته د بریالیتوب دعا کوو

  11. دوستانو هر څه چه وشول دخیر په سترګو به ورته وګورو اوس اصلی خبره داده چه:دډاکتر صاحب سره څنګ په څنګ داساسی قانون په رڼا کی قدم په قدم مخ پر وړاندی په ډیر اختاط قدمونه اوچت کړو هره لحظه خپل کارونه دقیدسنجش او بیا عمل پری وکړو کور کورانه عاجولانه تصمیم ونه نیسو رهبری کمیټی باید موجودی وی سالمی مشوری باید موجودی وی تر څو په واقعی او حقیقی ډول خلکوته وښایو چه موږ ستاسو او تسی زموږیاست نه بیلیدونکی یو هم سالم کارونه وکړو هم دخلکوزړونه لاسته راوړو دا به بهتره وی په خصومت او تور بورګلوی څه نه کیږی .

ځواب ورکول رحمت الله ځلاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *