تاند- د ولسمشرۍ د کاندیدانو د نوملیکنې له پای ته رسېدو وروسته اوس پر دوو موضوعاتو بحث کېږي؛ یو دا چې کوم کسان د کاندیدانو په توګه د سرطان د ۲۹ نېټې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته پاتې کېږي او بل هغوی چې کاندیداتوري یې منل کېږي، ایا استعفا کوي او که له زوره کار اخلي؟

پرون /یکشنبه د جدي ۳۰ مه/ د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو د نوملیکنې وروستۍ ورځ وه.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون به د ټولو کاندیدانو له لوري د وړاندې شویو تذکرو او نورو اسنادو له څېړلو وروسته د کاندیدانو نهايي لیست اعلان کړي. حاضردمه ۱۷ تنو خپل نومونه د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو په توګه ثبت کړي دي.

د ځینو کاندیدانو په اړه ډېر خلک شک لري چې څرنګه یې یولک تذکرې ټولې کړي چې د کاندیداتورۍ یو شرط دی.

بله پوښتنه چې د ډېرو خلکو په ذهن کې ده، هغه دا ده چې ایا کاندیدان به له خپلو دولتي دندو استعفا ورکړي؟

د افغانستان له اساسي قانون سره سم، برحال ولسمشر او مرستیالان یې که کاندید هم وي، کولی شي کار ته دوام ورکړي خو نور چارواکي مکلف دي چې دولتي دنده پرېږدي.

امرالله صالح یوه ورځ مخکې تر دې چې په راتلونکو انتخاباتو کې د ولسمشرغني د مرستیال په توګه کاندید شي، د کورنیو چارو وزارت له سرپرستۍ څخه استعفا ورکړه.

اجرايي ريیس عبدالله او مرستیالانو یې تراوسه استعفا نه ده کړې حال دا چې عبدالله عبدالله پرون /یکشنبه/ او دوهم مرستیال یې محمد محقق تر دې وړاندې د محمد حنیف اتمر د دوهم مرستیال په توګه د کاندیداتورۍ لپاره نوملکینه کړې ده.

له عبدالله عبدالله څخه پرون پوښتنه وشوه چې ایا د انتخاباتي مبارزو په وخت به له اجراییه ریاسته استعفا ورکړي؟

ده دې پوښتنې ته زغرد او روڼ ځواب ونه وایه خو ویې ویل چې هڅه کوي یوه داسې تکلاره جوړه شي چې له یوې خوا حکومتولي په ټپه ونه درېږي او له بلې خوا د ټولو کاندیدانو لپاره د سیالۍ مساوي امکان برابر شي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره شاوخوا ۷۴ تنو له دوی څخه معلوماتي کڅوړې اخیستې وې خو دا کسان وتوانېدل چې یو لک تذکرې کمیسیون ته وښيي او نومونه ثبت کړي:

۱- حکیم تورسن، ۲- لطیف پدرام، ۳- محمد حنیف اتمر، ۴- سید نورالله جلیلي، ۵- عنایت الله حفیظ، ۶- زلمی رسول، ۷- احمدولي مسعود، ۸- نورالحق علومي، ۹- ګلبدین حکمتیار، ۱۰- رحمت الله نبیل، ۱۱- فرامرز تمنا، ۱۲- ابراهیم الکوزی، ۱۳- نور رحمان لېوال، ۱۴- شهاب حکیمي، ۱۵- عبدالله عبدالله، ۱۶- محمد اشرف غني او ۱۷- شیدا ابدالي.

4 thoughts on “د ولسمشرۍ کاندیدان به دولتي دندې پرېږدي؟”
  1. عبدالله و محقق خو دا ۵ کاله داسې قانوني وو چې اوس به په نه استعفا غیرقانوني شي هههههه سیاست افغانستان کې د غلو او انسانوژوونکو تور مارکیټ دی د باړې بازار دی. دا چې پلانکی باید استعفا وکی د پلانکی باید تذکری وڅیړل شي دا ټول هسی تمثیلی ډرټی دي ههههه

  2. یوازی دندی نه بلکی غله،جاهلی تعصبات ، شرانګیزی، انواع د جهالت او انحصار په ټوله معنی که قومی او تنظیمی وی او که سمتی وی او ژبنی اونور… ټول باید پریږدی.
    مع الاسف قوانین اوبیا مدیریت د انتخاباتو ځینی نیمګړتیاوی لری مثلا:
    یو کس چی د وکالت لپاره کاندید او مطلوبه رایه یی نده ګټلی بیا څنګه کولی شی چی سل زره موافقی تذکری حاضری کړی ؟
    او هغه عالی جناب چی سل زره تذکری راوړی نو بیا د سلوزرو او حتی لسو زرو نه کمی رایی اخلی ،حال به یی څه وی ؟
    یو تنظیم چی ارکان یی په تیرو ۱۷ کلونو کی د غلا، انحصار اوجنایاتو سمبول ثابت شوی ، شهرت او دوسیی لری ، بیا هم ځان کاندیدولی شی ؟
    هغه څوک چی دری دورو کی ناکامه او حتی مضر ثابت شوی بیا هم کاندیدای شی؟
    د احزابو قانون هم ناقص او احزاب، مفید او د ملی ګټو سره سم عیارولی نشی نو ځکه لکه ان-جی-او ګانی ، ملکی انحصار ورباندی حاکم دی .او ملی اهداف ،خدمات ،اصلاح او خیر ورکی نشته او هر څه یی شخصی یا خاندانی دی.
    رئیس جمهور او ارکان د دولت نباید د لیسی په سویه مسلمان او دینی تعلیم ولری ، باید شرعی اهلیت ولری او د قرآنکریم ،احادیثو او سیرة النبی سره پوره آشنایی وی او هغه اهلیت ولری چی دین ورته تعیین کړی ورنه ځان او ملت تباه کوی.
    دی مسایلو ته باید د شرعیاتو دکاتره خاصه پاملرنه ولری نه د ملاریا داکتر یا داکتر دندان،نو قوانین او ژوند پری خوندور او مزین کړی او موجبات رحمت الهی په ګفتار ،قوانین او عمل کی زیات کړی تر څو الهی نظام سره حرکت مو همغږی شی .
    ورنه ګوری څومره دقیق یی ویلی
    پابند امر حق چو نه یی از وفا ملاف
    با خالقت چه کردی که با خلق او کنی

  3. له عبدالله عبدالله نه خو د لطیف پدرام انتخاباتي ټیم یو څه ښه والی لري . لږ تر لږه خو دپښتنو ته د ولسمشري د دوهم مرستیال په توګه اهمیت قایل شویدی.

  4. ښاغلی اشرف غنی لمړی مقام شاید د ۵۷ فیصده په شاه وخواکی یی رآیی حساب شی

    ښاغلی حنیف اتمر دوهم مقام شاید د۱۸ فیصده په شاه وخواکی یی رآیی حساب شی

    ښاغلی عبدالله عبدالله دریم مقام شاید د۱۳ فیصده په شاه وخواکی یی رآیی حساب شی

    باقی ۱۲ فیصده رایی به دغه ۱۵ ځوانانو او بوډاګانو ته ورسیږی، چه په دغه کسانو کی به ۱۱ کسان د ۰،۰۸۵ فیصدو څخه تر ۰،۷ فیصدو پوری رایی واخلی او ۴ کسان به د ۱ او ۲ فیصدو په مینځ کی رایی واخلی

    ….بیا هم د پخوانیو مشرانو متل دی، وای که مشهورتیا غواړی نو ولاړ شه په جماعت یا مسجد کی ………

    دغه محاسبه د نجومی ریاضی دفورمول پواسطه تر سره شوی ده

    په اخر کی به د محقیق د کاندیدو شعار ور اضافه کړم چه و إذا هاها او هاها او بیا هاها

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *