د افغانستان د اساسي قانون د یوسلو څلورمې مادې مطابق د روان کال د ثور په شپږمه نیټه د افغانستان د ملي شورا د دواړو مجلسونو(ولسي جرګې او مشرانو جرګې) ګډه غونډه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په غوښتنه جوړه شوه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریس محمد اشرف غني په دې غونډه کې تاریخي وینا وکړه چې د ټول افغان ولس له تود هرکلي سره مخ شوه. جمهور ریس محمد اشرف غني په دې وینا کې عمدتآ هغو مسایلو او ستونزو ته اشاره وکړه چې په اوسنیو شرایطو کې زموږ هیوادوال ورسره مخامخ دي.

جمهور ریس محمد اشرف غني پخپله وینا کې د پاکستان پر وړاندې د افغان دولت وروستی دریځ څرګند کړ ویې ویل: (له پاکستان څخه نور دا هیله نه لرو چې طالبان سولې ته راولي، زموږ هیله دا ده چې پاکستان د څلور اړخیزې ناستې پر مهال پر خپلو ژمنو عمل وکړي. د دوې د سیاسیونو پر قول د هغه مخالفینو پر ضد د عملیات وکړي چې د پاکستان په خاوره کې دي. که داسې نه شي کولی موږ ته د یې وسپاري چې شرعي محکمه ورسره وشي. )

جمهور ریس غني دا هم زیاته کړه چې په څلور اړخیزو غونډو کې یې له پاکستان څخه داسې سندونه ترلاسه کړي دي چې دغه هیواد مجبوروي چې په هغه هیواد کې د میشتو تروریستي ډلو په وړاندې جدي اقدامات ترسره کړي ، له دې موضوع څخه د سرغړونې په صورت کې به نړیوالو مهمو سازمانونو د ملګرو ملتونو امیت شورا ته شکایت وړاندې کیږي.

افغان ولسمشر زیاته کړه(زموږ خلک توقع لري چې موږ د پاکستان له خاورې څخه د افغانانو پر ضد د تروریستي فعالیتونو د دوام او د دغه هیواد په خاوره کې د تروریستانو د روزلو، او په وسلو سمبالولو د دوام په اړه، چې د ملګروملتو د منشور او پرېکړه لیکونو خلاف کار دی، نړیوالې ټولنې او نړیوالو اورګانونو ته شکایت وکړو.)

زموږ ځینو رسنیو او ځینو کارپوهانو به تر دې دمخه تل دا ویل چې افغان دولت د افغانانو د دوست او دښمن په اړه روښانه تعریف نه لري، دې ډول رسنیو او کسانو ته د افغان ولسمشر د وینا دا څو ټکي په زړه پورې ځواب دی: (دښمنان هغه څوک دی د پردیو مزدوران دي، د ځوانانو له پاکو مذهبي احساساتو څخه ګټه پورته کوي، خپله د مخدره موادو د قاچاق له لارې ثروت او پیسې تر لاسه کوي، دوی عبارت دي له داعش ، حقاني شبکه او القاعده دوی سره د خبرو هیڅ ډول چانس نشته، او هغو طالبانو سره چې غواړی جنګ پای ته ورسوی زموږ دروازې خلاصې دي خو دا فرصت به هم همیشه نه وي. )

یو شمیر کسان کله کله یا د خپلو شخصي غرضونو له مخې یا هم په خپلو سیمو کې د پخوانۍ ټوپکواکي د احیا په مقصد داسې تبلیغات کوي چې ګویا افغان دولت د جګړه مارو تروریستي ډلو په مقابل کې جدي عمل نه کوي په هیواد کې دننه دغه تروریستي ځالې له منځه نه وړي او مستقلو عملیاتو ته اجازه نه ورکوي. جمهور ریس محمد اشرف غني پخپله تاریخي وینا کې دې ټکو ته هم اشارې لرلې: (تیر کال د مخالفینو د له منځه وړلو په موخه زموږ نظامي ارګانونو ۴۰ زره عملیات تر سره کړي دي. موږ تیر کال د خبرو او غیر نظامي لارو څخه له هیڅ ډول هلو ځلو څخه دریغ ونه ونه کړ تر څو سوله راشي. دا واقعي طالبان نه دی دا د حکومت پر خلاف را پورته شوي باغیان دي، او موږ حق لرو چې د باغیانو په خلاف اقدام وکړو او له خپلو خلکو دفاع وکړو. )

افغان ولسمشر د هیواد، ملت او دین دښمنان ، دښمنان، اجیران او غلامان وبلل. د جګړې په ډګر کي یې د قانوني او شرعي حق پر تطبیق ټینګار وکړ، د پاکستان له لوري یې د خبرو مېز ته د طالبانو د راوستلو هیله رده کړه، په نړۍ واله کچه یې د پاکستان پر خلاف د هلو-ځلو یادونه وکړه او په داخل کي یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو  د پیاوړي کولو هڅې یادې کړي. د ولسمشر وینا ډېره سنجیده او پر واقعیتونو ولاړه وه. جمهور ریس غني پخپله تاریخي وینا کې هغو ټکو ته اشاره وکړه چې د هر افغان په زړه کې ګرځیدل ، هر افغان هیله لري چې د ترهګرو ډلو پر ضد جدي ګامونه واخیستل شي تر څنګ یې د هغو کسانو لپاره چې د انسان ژوند ته ارزښت قایل دي او سوله غواړي د وسلې او خبرو اترو دروازې هم پرانیستې وي، افغان ولس نور له تیرې څلویښت کلنې جګړې ستړی دی د خپل هیواد له مشرتابه څخه هیله لري چې د سولې د تامین لپاره هلې ځلې وکړي، د افغانستان غرضي ګاونډیان پخپل  ځای کینوي او د هغو ی د ورانوونکو فعالیتونو مخه ونیسي،

جمهور ریس محمد اشرف غني پخپله تاریخي وینا کې د افغانستان د خلکو د زړه خبرې وکړې او یو ځل بیا یې خپلو هویاد والو ته ډاډ ورکړ چې افغان حکومت د خپل هیواد او خلکو د ستونزو هواري ته ژمن دی. دغه وینا د افغانانو د هیلو هنداره وه.

2 thoughts on “د ولسمشر تاریخي وینا د افغانانو د هیلو هنداره/ سمیع الله ارین”
  1. لږ ساړه خوره ګرانه، په تشو وينا ګانو هيڅ نه کيږي، پدې وينا ګانو خو مخکې هم و غوليدو د خداى لپاره ولې بيا ځان غولوئ او يا داچې ته به ېې د ټيم سړى ېې نو

  2. ډیر ښه مونږ پر ګران افغان ولس مشر محمد اشرف غنی ویاړو واقعآ چی د وطن خدمتګار دی اوکوشش کوی چی خپل ملک په پښو ودروی ولی بیا ځینی خلک ورڅخه راضی ندی خوزه فکر کووم چی هغوی هم یو خاص هدف لری یا قدرت ورته ندی رسیدلی او یاهم درک یی ډیر ضعیفه دی که چیری تیرو څو کلونو ته ځیر شو او دا دوه کاله سره پرتله کړو واقعآ چی ډیر څه شوی دی او روان هم دی مګر زما هیله له داسی کسانو څخه داده چی لومړی د ځان پدی مطمین کړی چی په مخکی کلونو کی څه کیدل او اوس څه کیږی لږ د مطالعه وکړی د ځینی مغرزی خلکو خبروته د غوږنه نیسی او عملآ د وګوری چی نوموړی پدی څه کم دوه کاله کی ډیرڅه وکړل نوهیله ده پدی باندی پوه شی چی واقعآ .یو وطن دوست ریس جمهور دی او ټول افغان ولس ورباندی ویاړی

ځواب ورکول عابد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *