د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون په څلور دیرشمه ماده کې راغلي: (هــر افغــان حــق لــري چــې خپــل فكــر د ويــــــنا، ليكنـــې، انځـــور او يــــا نــــورو وسـيـــــلو لـــــه لارې، پـــــه دې اسـاســـــي قـانـــــون كــــې د راغلــــو حكمونــــو پــــه  رعايت، څرګند کړي)

د قانون د حکمونو په چوکاټ د خپل فکر بیانول  د هرچا حق دی او قانون د دې ضمانت کړی چې هر افغان کولی شي خپل فکر څرګند کړي د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ افغان دولت په هیواد کې دننه دغه حق ټولو افغانانو ته ورکړی دی او هیڅ ډول بندیز په دې برخه کې نشته. موږ پخپل هیواد کې زموږ د وطنوالو د دا ډول مدني فعالیتونو شاهدان یو خوکه چا ته پخپل هیواد کې د هر مدنی اعتراض لاره هواره وي او هغه بیا په بل هیواد کې د خپل ولسمشر او ټول ملت ته سپکاوی کوي دا نو له قانونه ښکاره سرغړونه او د ټول افغان ملت توهین دی.

تیره ورځ یو افغان توکمه انګلیس وګړي چې د ټولنیزو شبکو د سندونو له مخې یې نه یوازې افغان تابعیت یې پرې ایښی بلکې د اسلام د مقدس دین پر ځای یې بل دین غوره کړی،  په ډیر بي شرمانه ډول په یوه نړیواله غونډه کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني توهین وکړ.

د افغانستان ولسمشر ته دغه سپکاوي په هیواد کې دننه او بهر د وطنپالو افغانانو سخت غبرګونونه راپارولي دي. د افغان ولسمشر د وینا په پیل کې دغه پردیپال کس افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دروغ ویلو تورن کړ، په داسې حال کې چې په دې غونډه کې تر هماغه مهاله پورې ولسمشر لا خبرې نه وې کړې او په اصطلاح نه یې لا دروغ ویلي و نه رښتیا. خو د پردیو په لمسون دغه کس د ولسمشر د وینا له پیل دمخه هغه توهین کړ او د هغه د وینا پر وخت یې مزاحمت وکړ چې د هر وطنپال افغان غوصه یې راوپاروله.

ځینې کسان به پرونی سپکاوي یوازې په ولسمشر غنی او دهغه په پالیسیو پورې تړي، خو دوی باید پوه شي چې ستونزې زیاتې ژورې ریښې لري، دغه سپکاوی د ټول افغانستان لپآره بي عزتي وه، ویل کیږي ددغې غونډې تابیا یوه پاکستاني توکمه برتانوي نیولې وه او د دوو ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران په لمسون یې غونډې ته داسې کسان ور پرې ایښي و چې واردمخه یې له استخباراتي شبکو څخه دستورونه ترلاسه کړي و.

په دې وروستیو کې چې پاکستان په څو څلوراړخیزو غونډو کې د کړیو ژمنو خلاف عمل وکړ او پخپل هیواد کې د ترورستي مرکزونو پیاوړتیا ته دوام ورکړ پاکستان په نړویاله کچه له انزوا سره مخ شوی و. او د نړۍ د انتقاد ګوته د پاکستان په لوري نیول شوې وه. په همدې غونډه کې هم افغان ولسمشر محمد اشرف غني په روښانه ټکو پاکستان له تروریزم سره په مبارزه او له افغانستان سره په دوه مخي سیاست تورن کړ.

بل خوا په دې وروستیو کې د افغانستان له لارې له منځنۍ آسیا څخه د برښنا د مزیو غځولو زموږ بل غرضي ګاونډی ایران هم په غوصه کړی و او په افغانستان کې یې د خپلو لاسپوڅو په وسیله ددغې سترې ملي پروژې د مخنیوي بې مخینې هڅې پیل کړې وې، نو زموږ دوو غرضي ګاونډیانو هڅه کوله چې په دې توګه خپلو شومو اهدافو ته د افغانانو په جامه کې ددو پردیپالو په وسیله ورسیږي. نو په دې نړیواله غونډه کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وینا لپاره مزاحمت جوړ کړ.

دې پیښې ډیرې پوښتنې را ولاړې کړې دي چې د ګاونډیو او آن نورو بهرنیو هیوادونو د نیتونو په اړه شکونه راپیداکولی شي . کله چې د یوه هیواد مشر په بل هیواد کې لیدنې کتنې لري او یا هم په غونډو کې وینا کوي نو د کوربه هیواد له خوا ټول تدابیر په پام کې نیول کیږي خو د حیرانتیا خبره داده چې محمد اشرف غني د افغانستان غوندې له امنیتي ستونزو ډک یوه هیواد ولسمشر دی، دې غونډې ته په رسمي ډول بلل شوی و، ولې پوره پروتوکول په پام کې ونه نیول شو او د څو پردیپالو عناصرو لخوا یې خبرې قطع شوې؟ چې دا یو قصدي عمل بلل کیدای شي.

افغان دولت باید په دې برخه کې سمه او جدي څیړنه وکړي او په پیښه کې د کورنیو او بهرنیو کړیو د لاس لرلو موضوع په ډاګه کړي.دغه راز په کار ده افغان دولت په بریتانیا او نورو هیوادونو کې د خپلو دیپلوماتیکو نمایندګیو په اړه هم څیړنې ترسره کړي.

لکه څنګه چې وویل شول په لندن کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سپکاوی د ټول افغان ولس سپکاوی دی، دې پیښې افغانستان ته بي عزتي رسولې ده، عادي خبره نه ده او افغان دولت یې عادي تیره نه کړي په دې اړه پراخې څیړنې وکړي هغو یچې په دې پیښه کې ګرم ثابت شي باید د خپل جرم سزا وویني او په راتلونکي کې د دا ډول پیښو مخه ونیول شي.

One thought on “د ولسمشر توهین د ټول افغان ملت توهین دی/ رومان”
  1. زمونږ لویه ستونزه دا ده چې د تبرګي لاستئ مو خپل دۍ۰ که زمونږ افغانانو په خپلو کې اتفاق لرلاې، چا به مونږ ته داسې په سپکه نشواې کتلاې۰
    قسم دۍ چې که زه د داسې بې اتفاقه افغان مور وائ، ما به وختي د( سـپـږو دارو) څښلي واې۰له بې ننګه زویه نه زوی۰
    رب دې هغه میندې شنډې کړي چې نور داسې له نفاقه ډک پړسیدلي زامن یا لوڼې زیږوي۰

ځواب ورکول خالده خالد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *