چهارشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۴ (24 June 2015)

 

  • جمهور رئیس غني: په راتلونکو لسو کلونو کې به افغانستان د وسپنې او مسو یو لوی صادرونکی هېواد وي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د چین د حکومت له یوه پلاوي او د دغه هېواد له یو شمېر پانګوالو سره وکتل. جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې حکومت د وسپنې د پټلۍ، د ګازو د نل لیکې او د سړکونو جوړونې، دکرنې او اوبو لګولو د سیستم عصري کولو او د ځوان نسل روزنې ته ډېره توجه لري.د هېواد جمهور رئیس له چینایي پلاوي وغوښتل چې چین دې د وسپنې پټلۍ په جوړولو سره افغانستان د واخان له لارې  له هغه هېواد سره ونښلوي. جمهور رئیس غني همدا راز وویل چې افغانستان د اوبو پریمانه سرچینې لري خو د اوبولو لګولو د زاړه سیستم له امله له دغو اوبو څخه هغسې چې لازمه ده استفاده نه کېږي خو که چیرې له دغو اوبو څخه په نوې ټکنالوژۍ ګټه واخیستل شي شپږ ویشت زره میګا واټه برېښنا به تولید کړي چې نه یوازې افغانستان به روښانه کړي، بلکې د سیمې هېوادونو، په ځانګړې ډول پاکستان او هندوستان ته به هم صادره شي چې دغه دواړه هېوادونه دې ته لېوال دي چې په دې برخه کې له افغانستان قراردادونه ولري. جمهور رئیس غني افغانستان د لمریز برېښنا د تولید لپاره مناسب هېواد وباله، وې ویل چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د لمریزې برېښنا د تولید امکانات ډېر دي چې په ټوله کې افغانستان کولای شي له ۸۰ زرو میګا واټو څخه تر ۱۵۰ زرو میګاواټو پورې لمریزه برېښنا تولید کړي. جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې د افغانستان تر ځمکې لاندې سرچینې په سلو کې ۳۳ فیصده کشف شوي چې ارزښت یې له یو تریلیون ډالرو څخه زیات اټکل شوی دی او په راتلونکو لسو کلونو کې به افغانستان د وسپنې او مسو یو لوی صادرونکی هېواد وي. جمهور رئیس د چین له پلاوي څخه وغوښتل چې افغانستان علاقه مند دی په ساختماني چارو کې د چین له موډل څخه تقلید وکړي او د دغه کار لپاره به یو افغاني پلاوي چین ته واستول شي تر څو په هغو ساحو کې چې چین په افغانستان کې د پانګونې لپاره لېوالتیا لري مشخصې او دواړه لوري قراردادونه لاسلیک کړي. چینایي پلاوي د افغانستان او سیمې د اقتصادي ودې په اړه د جمهور رئیس غني لید لوری وستایه او وې ویل چې دوی چین ته د افغان پلاوي ورتګ ته سترګې په لاره دي او د چین دولت به د افغانستان لخوا شوي وړاندیزونه وڅيړي او په کومو برخو کې چې په افغانستان کې د چین لخوا د پانګونې امکانات موجود وي په هغو به پانګونه وکړي.

  • جمهور رئیس غني وکیلانو ته په خطاب کې: که پایداره امنیت غواړئ په اصلاحاتو کې لاس راکړئ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني له وکیلانو سره په ناسته کې وویل، د امنیتي ارګانونو غیر سیاسي کېدل، په مقرریو کې د معیارونو تطبیق او په دې برخه کې د افغانستان د سیاسي قشر او ولسونو ملاتړ په هېواد کې د پایداره امنیت یوازینۍ لاره ده. جمهور رئیس غني د غزني ولایت د امنیتي وضعیت په هکله د وکیلانو د نظریاتو او وړاندیزونومننه وکړه او وې ویل، له بده مرغه او له نېکه مرغه د سږکال د وضعې په اړه زموږ وړاندوینه سمه وه، له بده مرغه ځکه چې جګړې زور اخیستی او له نېکه مرغه ځکه چې موږ ورته چمتو یوو. موږ د غزني ولایت په ګډون په مهمو ولایتونو کې د درې ډوله، یانې تصفیوي، خاصو  او دوامداره عملیاتو تابیا لرو. د وسله وال پوځ اعلی قوماندان وویل، په امنیتي قوتونو کې د نظم له پلوه وضعیت ورځ تر بلې ښه کېدونکی دی، خو په دې برخه کې د وکیل صاحبانو په ګډون د ټولو سیاسیونو جدي مرستې ته اړتیا ده. نوموړي زیاته کړه، د محلي پولیسو انسجام او د خاصو ځواکونو موثرې کارونې ته به ځانګړې توجه وکړو. جمهور رئیس د غزني له وکیلانو وغوښتل چې د یرغمل نیونو مسلې د قومي کولو مخنیوی وکړي،  ترڅو یرغمل نیونه په یو ناوړه فرهنګ بدله نشي. جمهور رئیس وویل، موږ په لومړي ځل د افغانستان د جنګ نقشه چمتو او ولسوالۍ مو د امنیتي اهمیت له پلوه  درجه بندي کړي دي،  د جدي عملیاتو قصد لرو ،خو دغه کار به په تدریجي ډول او د ځانګړو لومړیتوبنو له مخې وکړو. امید دی چې زموږ ژمنتیا او محدودیتونه دواړه درک کړل شي.

One thought on “د ولسمشر د ورځنیو چارو لنډ راپور”
  1. هرڅه لا خبري اویا هم دکاغذ پر مخ دي !
    د اوسپنی صادرولو ،اونوروکارونو لپاره دوطن لري سیمو ته تګ په کار ده اوسپنه په ارګ ،اویاهم سړک پرتوره لیکه نه ده داظالم دولت خو یوازي پرارګ او لویولارو کی نیمه ورځ وي. اول امنیت ضرور ده چی ته کلی ،ساحی ته تللی نه شی داوسپنی په لاسته راوړلو خبري به هسی ځان خوشحاله کول دملت په سترګو کی خاوري اچول وي .

ځواب ورکول khalid ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *