ارشاد رغاند

د مارشال قسیم فهیم له مړینې سره د ولسمشرکرزي د ښي لاس لومړۍ دولتي څوکۍ په داسې وخت کې تشه شوه،چې د ښاغلي کرزي د ولسمشرۍ دورې د پای ته رسیدو شاوخوا دوه میاشتې پاتې دي.

د جمعیت اسلامي ګوند ځینې لوړپوړي غړي چې ځانونه د ښاغلي فهیم سیاسي وارثین ګڼي،له اوسه پردې خبرې کوي،چې څنګه د هغه له مړینې وروسته د ده تشه شوې څوکۍ ډکه او له دغه امتیازه دوی برخمن شي.

دوی د سیاسي امتیازاخیستو هوس دومره اخیستي،چې د افغانستان شرایط او نورو لومړیتوبونو ته دقیق پام نه لري.

تشریفاتي څوکۍ

د ولسمشرد لومړۍ او دویمې مرستیالۍ څوکۍ  دواړه د افغانستان د ریاستي نظام په جوړښت کې داساسي  قانون مطابق ترزیاته حده پورې د اجرایوي صلاحیت او مسولیت پرځای تشریفاتي او سمبولیکه بڼه لري.

پرافغانستان سربېره په زیاتو نورو هېوادونو کې هم چې د نظام بڼه یې ریاستي ده،د ولسمشرمرستیال یا مرستیالان ډېرقانوني او اجرایوي صلاحیتونه نه لري.

په افغانستان کې د دولتي څوکیو یوه عامه ستونزه دا ده،چې کله د ځینو اشخاصو لپاره په امتیازي او مصلحتي ډول د اشخاصو لپاره مهم او باصلاحیته کیږي.

د افغانستان په اساسي قانون کې د ولسمشرد مرستیالانود صلاحیتونو په اړه په اوه شپیتمه او اته شپیتمه مادو کې په وضاحت سره د دوی دندې او صلاحیتونه تشریح شوي دي.

د دې صلاحیتونو لنډیز دا دی،چې د ولسمشرپه غیاب کې د هغه لومړی مرستیال او د لومړي مرستیال په غیاب کې دویم مرستیال د ولسمشر د نه موجودیت تشه ډکوي،هغه هم د هغه حکم او صلاحیتونو له مخې چې وارله مخه یې ولسمشرپه لیکلي ډول دوی ته مشخص کوي.

په عادي حالت کې چې ولسمشرخپلې دندې ته حاضریدای شي او په هېواد کې وي،د هغه مرستیالانو ته اساسي قانون کوم اجرایوي یا بل صلاحیت نه دی ورکړی.

په مشخص ډول د ولسمشر د مرستیالانو په اړه ویل کیدای شي،چې د ولسمشرپه موجودیت،صحت او دندې ته په عادي شکل د حاضریدو پرمهال د دوی نه موجودیت کومه تشه نه شي حسابیدای.

تراوسه پورې د مرستیالانو موقف

د بن له پریکړو سره سم،چې ولسمشرکرزی د موقتې ادارې رېس وټاکل شواو له هغې وروسته د انتقالي دورې له پای ته رسیدو پورې د ده په مشرۍ حکومت د مرحوم فهیم په ګډون ترڅلورو،پینځو پورې مرستیالان لرل.

هغه مهال هم د مرستیالۍ د دغو پوستونو کومه واضحه وظیفه او مسولیت نه و مشخص او کیدای شي همدا سبب به و،چې د ولسمشر د مرستیالۍ ترڅنګ ځینو مرستیالانو یې نورې دندې هم لرلې.

مارشال فهیم چې هغه مهال هم د ولسمشرلومړی مرستیال و،په موقته او انتقالي دورو دواړو کې د دفاع د وزارت دنده هم ورپه غاړه وه.

همدا شان په انتقالي اداره کې د ولسمشر بل مرستیال حاجي عبدالقدیر،چې وروسته په یوه برید کې ووژل شو،د فواید عامې وزیر او د ننګرهاروالي و.

د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې ټاکنو پرمهال چې ښاغلي کرزي ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړ،په دې وخت کې اساسي قانون تصویب او توشیح او د قانون مطابق یې د خپلې کاندیداتورۍ له اعلان سره هم مهاله دوه تنه (احمدضیامسعود او محمد کریم خلیلي)د خپل ټاکنیزټیم د مرستیالانو په توګه وټاکل.

په ټاکنو کې د ښاغلي کرزي د ټیم له بریالي کیدو وروسته د هغه لومړي مرستیال احمد ضیا مسعود سره له دې چې د  مرستیالۍ ترڅنګ د وزیرانو د اقتصادي کمېټې مشر هم و، څوځلې په علني ډول د خبریالانو پروړاندې د خپلې دندې له بې صلاحیتۍ او سمبولیک والي څخه شکایت وکړ.

ضیامسعود که څه هم دغه شکایت له ولسمشرکرزي څخه کاوه،خو واقعیت دا دی چې ده ته د افغانستان اساسي قانون د مرستیال ولسمشرپه توګه سمبولیک موقف ټاکلی و.

وروسته چې په دویمه ولسمشریزه دوره کې ښاغلي کرزي د ضیامسعود پرځای مارشال فهیم خپل لومړی مرستیال کړ او کریم خلیلي یې د دویم مرستیال په توګه وساته،ښاغلي فهیم ته یې د وزیرانو شورا د قوانینو د څارد کمېټې ریاست وسپاره.

په دې کمېټه کې د عدلي او قضایي سکتور لوړپوړي استازي غړیتوب لري او د هېواد پرقوانینو د کتنې ترڅنګ په نوبتي غونډو کې بحثونه،د بدلون او سمون وړاندیزونه او د نویو قوانینو او حقوقي سندونو په اړه پکې خبرې کیږي.

ښاغلی فهیم د دغې کمېټې پرمشرۍ سربېره وخت په وخت بهرنیو هېوادونو ته د ولسمشر د سفرونو پروخت له ځینو صلاحیتونو سره د جمهوري ریاست د مقام سرپرست په توګه ټاکل کیده.

د ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي هم په دومره کلونو کې د قانون مطابق ترزیاته حده سمبولیک موقف لرلی او کوم اجرایوي صلاحیتونه یا لوړ دولتي امتیازات که یې په برخه شوي وي،دا به د ولسمشر د خاصې پاملرنې او مصلحت نتیجه وي.

د دې بحث لنډیز دا دی،چې په افغانستان کې د ولسمشرمرستیالي دومره جدي مسولیت نه دی،چې له تشیدو سره به یې کومه لویه ستونزه یا کمی محسوس شي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال له وفات سره د ولسمشر دویم مرستیال کولای شي،چې د ولسمشرپه نه موجودیت کې د هغه پرځای د کابینې د غونډو یا هېواد ته د ځینو بهرنیو چارواکو د احتمالي سفرپرمهال له هغوی سره ملاقاتونه یا کوربه توب وکړي.

حساس حالت،لوی مسولیتونه

د ښاغلي فهیم ځای په اوسني حکومت کې په داسې وخت تش شو،چې د حکومت وروستۍ میاشتې دي او د عمومي وضعیت د حساسیت له کبله افغان دولت او شخصاً ولسمشرکرزی له لویو او جدي مسولیتونو سره مخ دی.

د وري د ۱۶مې ولسمشریزې او ولایتي شوراګانو ټاکنې،له امریکا سره امنیتي تړون او ترټولو مهمه په سوله ییز،شفاف او ټولمنلي ډول د ټاکنو ترسره کول او د پایلو منلو ته یې د ټولو ښکېلو غاړو قناعت د دې مسولیتونو مهم هغه دي.

د جمعیت اسلامي ګوند،چې په دغسې حالت کې د ښاغلي فهیم د دولتي ځای ناستي د ټاکنې وړاندیزکوي،باید دې ټولو مسایلو ته د ملي مسولیت او درک مطابق توجه وکړي.

په دې برخه کې سیاسي امتیازغوښتل واضحه خبره ده،چې له دې مسولیت سره برابرکارنه دی.

ولسمشرکرزی هم باید دغسې غوښتنو ته جدي پام ونه کړي،ځکه د اپوزیشن او اپوزیسیون مختلطه دغه ډله په داسې هڅو سره د ده بې ځایه مصروفول او په دې ډول یې په اساسي مسولیتونو کې د پاتې راوستو هڅه کوي.

ښاغلی کرزی باید پوه شي،چې جمعیت اسلامي ګوند د موقتې ادارې د مشرپه توګه د ده له ټاکل کیدو او له واکه د یاد شوي ګوند د مرحوم مشر استاد رباني له ایسته کولو سره پخپل منځ کې بې اتفاقه شوې او په دغسې غوښتنو کې واحد نظرنه لري.

دا ډله که اوس پرولسمشر فشار راوړي،چې د دوی یو معرفي کړی کس د خپلې څومیاشتینۍ مرستیالۍ لپاره قبول او د تایید لپاره ولسي جرګې ته معرفي کوي،کیدای شي د جمعیت د خپلمنځي اختلاف او یا د ولسي جرګې د نه رضایت په سبب معرفي شوی کس رد او د دولت مهمې قوې د یوه ناضرورته کارلپاره بې ځایه مصروف شي.

د افغانستان په دغه حساسه مرحله کې لوی ملي مسولیت د لومړیتوبونو لپاره متعهد کیدل،کار او قرباني ورکول دي.

4 thoughts on “د ولسمشر د ښي لاس تشه څوکۍ د چا حق دی؟”
  1. سلامونه لکه څنګه چه یوی خور په ټول افغانستان وزمینې وبپاڼی کی په دری ژبه لیکلی ،دا په اساسی قانون کی نه دی راغلی چه حتمن دی دولتی لوړی څوکۍ میراثی؛ یا یو تنظیم(نا تنظیم!)ته او یا د یوی علاقه دارۍ(تش په نامه ولایت!!) ته اومخصوصاهغه ازمايل شووچهرولکـهء۰۰۰۰۰ته هغه هم په داسې حساس وخت کې؟تقديم!شي۰داسهامي شرکادې دف۰ق۰له اجل مطلق نه عبرت واخلي۰وسسلام

  2. ماشاالله ټولو ډير شه نظرونه لیکلی ژوندی اوسی خصوصاً ارشاد جان رغاند چی زه ډير مینه دده له لیکنی او خپله له ده سره لرم

ځواب ورکول Zghard ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *