ښه مې په یاد دي، اوسني ولسمشر په لسګونو هغو مرکو، مناظرو، بحثونو او ويناوو کې چې د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال یې له رسنیو سره کړي دي، دا خبره په جدیت او زغرده سره په ډاګه کړې، چې (( د هر دولتي پوست لپاره به له ټولو وړاندې تخصص، وړتیا او شایسته سالاري په پام کې نېول کیږي.))

همدارنګه ولسمشر په خپل کتاب د ( عادلانه نظام لار) کې د شایسته سالارۍ تر بغلي عنوان لاندې په ۱۱۲ صفحه کې لیکلي، چې ((د شایسته سالارۍ مفهوم دا دی، چې کارپوه، رېښتني او په روښانه اصولو ولاړ خلک باید د دولت د اصلي اقتدار په سر کې واقع شي. زموږ په ژبني اصل کې دېته کار اهل کار ته سپارل وایي.))

خو اوس خبره دا ده، چې جناب ولسمشر د خپلو کارونو له پیل وروسته دا ټول ټکي په نظر کې نیولي او کنه؟

زه په وروستيو ګامونو او ورځو کې د حکومت ګډو برخو او کمپونو ته د دوی تېرې هغه ژمنې وريادوم، چې له ولس نه يې د ټاکنو پرمهال رايه پرې راټوله کړه.

په دې وروستیو کې له ارګ یو شمېر کره سرچینو یو احتمالي نوملړ خپور کړی، چې په کې د تازه ټاکل کېدونکي کابینې د یو شمېر مهمو وزارتونو لپاره د اشخاصو نومونه ذکر شوي دي. شايد دا کار به تر ډېره د خلکو د ذهنيت معلومولو او غبرګونونو په تړاو وي، خو اوس يې موږ په دې خبرې کوو، چې کېدای شي، ځينې داسې کسان هم په کابينه کې وي، ځکه چې د کابينې جوړونې پر سر د ناندريو يو ټکی هم دا ډول کسان دي.

په دغه لېست کې له نورو پرته د يو شمېر خورا مهمو وزارتونو او ادارو لپاره ځينې داسې ازمويل شوې څېرې را وړاندې شوې، چې نه کاري اهليت پکې ښکاري او نه يې هم په تېر کې کومه داسې کړنه تر سره کړې، چې د افغانانو درد د يې ور دوا کړی وي، پرته له زهر شيندلو او فساد.

اوس پوښتنه دا ده، چې د ولسمشر او اجرايه ريیس غوړچاپې وعدې د دغو اشخاصو له کوم ډول شایسته سالارۍ، تخصص او ژمنتیا سره اړخ لګوي.

د دغو ازمويل شويو کسانو له لاسه د افغانستان د سولې بهير په ټپه ودرېد، د شخصي عقدو له مخې ځينې داسې کارونه تر سره شول، چې د سولې پروژه صفر شوه او پيسې يې ځينو شخصي جيبونو ته په يوه او بل نامه لاړې.

د روان کال په ټاکنيز بهير کې افغان ولس د ګڼو داسې پېښو شاهد وو، چې ټاکنې ځينو دا ډول کسانو چې اوس را مخته شوي، په لوی لاس بحراني کولې. دغو افرادو او ډلو د ټاکنو په کميسيون کې د خپلو با نفوذه کسانو په مټ ډېر داسې کارونه تر سره کړل، چې غوښتل يې دغه سياسي پروسه ناکامه او په ټپه ودروي، ترڅو د دوی شخصي ګټې خوندي شي.

د دې کسانو په لېست کې داسې نومونه هم د خواله رسنيو پر تندي راڅرخي، چې له سره د افغانستان لپاره ژمن نه وو او نه به وي او نه هم افغان ولس ورته لومړيتوب لري. د دغو کسانو له ډلې ځينې يې اوس هم ډیورنډ ته د پاکستان او افغانستان رسمي سرحد وايي، د پرديو هېوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډيانو ګټې په افغانستان کې خوندي کوي.

په حکومت کې د دوو انتخاباتي کمپونو له نيتونو داسې ښکاري، چې د ولس په ارادو ملنډې وهي او ورځ تر بلې کابينه په يوه او بل نوم سره ځنډوي.

موږ په هره برخه کې د هغې برخې متخصصينو ته اړتيا لرو، ځکه چې همدا اوس افغانستان کې ګڼې ادارې د کاري کسانو له کموالي سره مخ دي او په تېر کې چې کومې ادارې وېشل شوې وې، لويه برخه يې د سياسي جوړ جاړي له مخې وېشل شوې وه او حکومت مشر د امتياز او يا حق السکوت په توګه ورکړې وه.

هيلې دا وې چې داځل به له ولس سره د تېر په څېر کړنه نه تر سره کېږي، په سر به يې داسې کسان نه مسلطيږي، چې په تېر کې يې هرڅه ترې تروړلي وو.

One thought on “د ولسمشر شایسته سالاري!/ امید زهیرمل”
  1. What is Deviran Line?
    When U have power your Army pass the Attack & set at Karachi & Delhi ,
    Sham & Sham we said any thing about boundary line with Pakistan.
    Where is Boundary when Ahmad Shah Baba capture India that was power 7 Power ,please stop Durain line Issue by the time when we set then we Ask about It.

ځواب ورکول Wahab ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *