تاند- د ولسمشر او اجرايي ريیس په دفترونو پوري اړوندې سرچینې وايي، د ولسمشر غني او اجرايي ريیس عبدالله ترمنځ کتنه لغوه شوې ده.

د ارګ سرچینې وايي، ټاکل شوې نه ده چې ولسمشر غني نن /شنبه/ له عبدالله عبدالله سره وویني.

د عبدالله یوه سلاکار حشمت رادفر په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې د دواړو مشرانو کتنه، چې ټاکل شوې وه نن مازدیګر په ارګ کې وشي، لغوه شوې ده.

رادفر ادعا کړې چې ولسمشر غني خپل حضور ته د اجرايی ريیس له منلو انکار کړی دی.

عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ د ځوانانو یوې غونډې ته په وینا کې پر ولسمشر غني د انتخاباتي اصلاحاتو د نه کېدو، د الیکترونیکي تذکرو د نه توزیع او د ده له مشورې پرته د اداري اصلاحاتو د رييس د ټاکلو په خاطر توندې نیوکې وکړې.

ځینو کتونکو د عبدالله دا څرګندونې د جمعیت ګوند د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره بللي او ولسمشر غني بیا ویلي«هرکله چې له فساد سره د مبارزې بحث مطرح شي، یو شمېر کسان جنجالونه جوړوي.»

7 thoughts on “د ولسمشر غني او اجرايي ريیس عبدالله ترمنځ کتنه لغوه شوې”
  1. د دی یو څو ورځی بحران دی هیواد وال باید لږ صبر وکړی غنی د خلکو مشر دی عبدالله د یو ورانکاروی ډالی مشر دی نو ځمه په ان عام خلک د غنی ورته کړنی ته په تمه دی نور د خلکو ځغم خطم شوی دی باید چی د غلو مخه ونیوائ شی عبد الله یو غل دی او بص

  2. زما په بل څه سر نه خلا صیږي، خو دو مره په یقین پو هیږم چې دا وړۍ نه شړۍ کیږي، دیوې ښځې دوه میړو نه، دوه پاد شا هان په یوه ملک کې او دوه خدا یان په یوه هستي کې نه ځا ییږي، الله (ج) وایی په ځمکه کې فساد پیدا کیږي.

  3. ولسمشرډیر ښه وکړل چې لغوه ئې کړ۰ دا وخت ضایع کول دي۰ د دوی ګیډې مړې دي او کورونه، اولادونه ئې په خارج کې اوسیږي۰ دغو خلکو هیڅکله د افـــغــانــســـتـــان آبادولو ته زیار ندی ایستلئ او نه به ئې وباسي۰

ځواب ورکول ایوب خاورین ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *