نوټ: دا مختصره مکالمه د ولسمشر او کرزي د خبرو اترو یوه شاهد لیکلې ده.

محمد اشرف غني: «ولسمشر: کرزی صیب، ته زموږ ملي مشر یې او په دې ژور باور لرو، چې خدای مه کړه، ستا په حق اندک ترینه بې احترامي د ډیموکراسۍ لپاره توره لکه ده. د نوي افغانستان د عمران لپاره ستاسو کوششونه د قدردانۍ وړ دي او موږ په لا ډېر موثریت ادامه ورکوو. خو موږ په دې هم عقیده لرو، چې د افغانستان نوي حکومت باید پرېښودل شي، چې د صادقانه خدمت لپاره ملت ته خپل تعهد ثابت کړي. موږ د بیان ازادۍ د خلکو بینادي مدني حق بولو او هر وطنوال د افغانستان د وضیعت په اړه، خپلې غوښتنې، سوالونه او نګرانۍ په ډېر وضاحت سره مطرح کولای شي. خو که دا هرڅه په یوه قانوني چارچوب کې ترسره شي، د مملکت له ثبات سره مرسته کوي.»

کرزی: «ښاغلی ډاکټر صیب، د وضیعت په اړه موږ یو شمېر اندېښنې لرو او دا اندېښنې مو په مختلفو وختونو کې شریکې کړې دي. موږ د افغانستان اوسنی امنیتی وضعیت ته شدیداً اندېښمن یو او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره هم د روابطو د څرنګوالي په اړه پوښتنې لرو. موږ دوولس کاله دلته حکومت کړی او په ځان فرض ګڼو چې د وضیعت څخه ځان باخبره وساتو.»

ولسمشر: مګر موږ دا وضعیت د تېرو دوو کلونو له وضیعت سره ډېر تفاوت نه لري. موږ هغه وخت کې هم متاسفانه شدید امنیتي مشکلات لرل. یعنې د ناامنۍ ریښې یا عوامل په تېرو دوولسو کلونو په داسې توګه رامنځته شول، چې زور یې اوس معلومومېږي. په هر حال د سیمې او نړۍ د هېوادونو سره زموږ په روابطو کې خاص توپیر نه دی راغلی. هو عمده توپیر دادی، چې دا ځل موږ یوازې د ښه نیت او خوشبینۍ په محدودو بیانونو اکتفا نه کوو. دا ځل موږ په نتیجو حساب کوو او د سیمې او دنیا هېوادونه په دې برخه کې زموږ له جدیته خبر شوي دي. تاسو رښتیا هم دلته ډېر کلونه حکومت کړی دی او د افغانستان خلک د وضیعت د بهبود لپاره له تاسو د مدبرانه، سنجول شویو او مسوولانه فعالیتونو توقع لري. د خلکو دا توقع ډېره جدي ده.

کرزی: موږ اندېښنه لرو، چې د سولې د راوستو لپاره د پاکستان په لومه کې ښکېل شوي نه وو؟

ولسمشر: د افغانستان د جمهور رییس په توګه د افغانانو د هرې اندېښې او پوښتنې ځوابولو ته حاضر یم. موږ د سولې خبرې اترې تر هرڅه د مخه رسمي، مخامخ او بین الافغاني کړې. دویم مو په پاکستان کې ترسره کړې او دریم به یې په یوه پروسه بدلې کړو. د پاکستان د سیمه ییزو برنامو څخه په کافي اندازه خبر لرو او په هېڅ صورت هیچاته اجازه نه ورکوو، چې د افغانستان بې ثباتي د خپلو منافعو سره وتړي. د پاکستان او نورو منطقه یي قدرتونو سره زموږ خبرې سنجول شوې او په حساب ولاړې دي. د افغانستان استقلالیت، تمامیت، نظام، د خلکو اساسي حقوق او زموږ د تېرو کلونو لاسته راوړنې زموږ لپاره سرې کرښې دي. له دې علاوه، موږ د خبرو اترو له لارې د خصومتونو پایته رسول، د ډیموکراسۍ او د افغانستان د لرغوني سنتونو غوښتنه ګڼو او خبرو اترو ته به تر هغه وخته ادامه ورکوو، چې سولې ته ورسېږو.

کرزی: د پاکستان سره استخباراتي معاهده باندې له خلکو او سیاسیونو سره مشوره ونه شوه.

ولسمشر: کرزی صیب موږ ته تاسو اجازه رانه کړه چې دا کار وکړو او مخکې له دې چې موږ یې له سیاسونو سره شریکه کړو، تاسو مسله مطبوعاتي کړه (په خندا). هغه سند چې تاسو یې معاهده بولئ تر اوسه یوازې د تخنیکي (ملاحظه شد) ترحده کار پرې شوی. ترڅو چې د افغانستان د خلکو له استازو، قومي مشرانو، مخورو او دیني عالمانو سره مشوره نه وي شوې او بیا د دواړو هېوادونو د اسختباراتي ادارو مشرانو لاسلیک کړې نه وي، اجرایيوي بڼه نه شئ لرلای. له بده بخته ځینو خلکو، چې اکثریت ځانونه ستاسو ملګري بولي، حکومت پر دې تفاهملیک د کار طبیعي بهیر ته پرېنښود. په هر حال زموږ اعتقاد دا دی، چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره امنیتي او اسختباراتي همکاریو ته اړتیا لرو او دا د مشترک دښمن پر وړاندې د مبارزې لپاره ډېرې مهمې دي.

کرزی: په سیمه کې د داعش په اړه اندېښنې وجود لري او موږ هم له دې بابته نګران یو!

ولسمشر: داعش یوه پردۍ پدیده ده او د افغانستان په خلکو باندې تحمیل شوې جګړې ته ادامه ورکوي. موږ داعش د افغانستان د خلکو دښمن بولو او په سیمه او دنیا کې مو تر ټولو لویه صدمه ورته رسولې ده. موږ د داعش تر ټولو لوړ پوړي چارواکي په تېرو څو ورځو کې وژلي دي او د داعش په مقابل کې د خاصو عملیاتو لپاره مو، د ملي امنیت ادارې په چوکاټ کې خاصه قطعه جوړه کړې ده. داعش د سیمې لپاره لوی امنیتي تهدید دی او موږ يې په باره کې د دنیا او سیمې سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي. د شانګهای او برېکس په غونډو کې مو دا موضع په ډېر صراحت سره مطرح کړه.

کرزی: په داخلي سیاستونو او چارو کې هم مشکلات موجود دي.

ولسمشر: موږ د مشکلاتو له شتون انکار نه کوو، خو وایو، چې د مشکلاتو د هواري لپاره قوي اراده موجوده ده. د ریفورم، فساد سره مبارزې او بېکارۍ کچې د له منځه وړلو لپاره زموږ اقداماتو وښوده، چې د چارو د بهبود لپاره جدي کار کوو. موږ یعنې پخواني سیال انتخاباتي ټیمونه اوس د یوه واحد ټیم په توګه د مملکت د ښېرزاۍ او خوشبختۍ لپاره کار کوو. موږ د یوه عادي روند یا پروسې په پایله کې دې ځای ته نه یو را رسېدلي او تاسو پوهېږئ، چې د وطن د بربادۍ لپاره څومره خلکو لاسونه سره یو ځای کړي وو. خو موږ اوس یو حکومت لرو، یو مشروعیت لرو او یو لوی ملت لرو، چې زموږ سره همکار او همغږی دی.

کرزی: څنګه مخکې تللی شو؟

ولسمشر: موږ درته وایو، چې ته موږ مشر او سپین ږیری یې او د وطن د نجات او ثبات لپاره همکاري راسره وکړه. د افغانستان خلک له تاسو د یوه پاخه سیاسمتدار په توګه، د مسوولانه فعالیتونو هیله لري!

کرزی: زه درسره یم

3 thoughts on “د ولسمشر غني او کرزي د وروستۍ لېدنې مکالمې/ سلیمان فانوس”
  1. وای !شنیدن کی بود مانند دیدن– عمل ګران ګفتار بسیار بسیار اسان
    تاسوسوالونه جوابونه مو ولوستل واقعیت دادی چه کرزی صیب به دوخت ښه ریس جمهوروی خو دده دزړه انتخاباتو او کاری ټیمونو خبره مر داره کړی وه دا واقعیت ده چه کرزی صیب یو ریښتنی مشر او سیاست مداروو او اینده کی به ډیر ژر ملت بیا ورته روجوع کوی ډیر مثبت کارونه سره دډیرو مشکلاتو یی کړیدی څوک سترګی تری پټولی نشی خو رابه شو دډاکتر صیبکړوته! وعدی وعدی وعدی خو یوه هم عملی نشوه فساد اوج ته ورسید برعله ومیز جبه درته خلاصه کړی دیوه عادی مکتوب په صادرولو روپی اخیست کیږی څارنولیو حال وګوری دزغم وړ نده دقاضیانو بډی اخیستل دزغم وړ ندی تا سو دیوه عادی څارنوال -دیوه عادی قاضی کورته ورغلی یی داروپا مډل کورونه او بنګلی له کومه شوی نظارت خانو او توقیف حانو محبسونو کی په بندیانو تچارت شروع شوی .بندی څوک ده ؟خوار غریب بی کسه او بی واسطه ستاسو دوری نه تقریبا ډیر وخت تیر شو خو په تاسف هیڅ نه تر سترګو کیږی داسی نه شی چه ۵کاله په انتظار دسبا تیرشی پړه ومنی.

  2. کرزی یو فاسد مشر دی چه د دنیا ټولی پیسی یی په شمالی ټلوالی وخوړلی .خدای پاک به ورسره حساب او کتاب کوی

ځواب ورکول Zirak Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *