محمد محقق

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه فرمان کې د اجرايي ريیس دوهم مرستیال محمد محقق له دندې ګوښه کړ.

د ارګ له لوري په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ بند پر اساس د اجرايي ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق له دندې ګوښه کېدل منظور شوي دي.

د اساسي قانون د یادې مادې په دیارلسم بند کې راغلي چې د قاضیانو، د وسله والو ځواکونو، پولیسو، د ملي امنیت د منصبدارانو او د لوړرتبه مامورینو ټاکل، تقاعد ورکول، د استعفا منل او عزلول د جمهور ريیس په صلاحیتونو کې شامل دي.»

محمد محقق د ۱۳۹۸ د سرطان د ۲۹ نېټې د انتخاباتو لپاره د محمد حنیف اتمر د دوهم مرستیال په توګه کاندید دی.

د ارګ په خبرپاڼه کې د عبدالله عبدالله او د هغه د لومړي مرستیال په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اساسي قانون له مخې ، له ولسمشره پرته نور ټول دولتي چارواکي د کاندیدو په صورت کې باید دندې پرېږدي.

One thought on “د ولسمشر غني له لوري د اجرايي رييس دوهم مرستیال ګوښه کړل شو”
  1. ولسمشر محمد اشرف غنی په دي فکر وه، چه ښاغلی محمد محقیق به په خپله شرافتمندانه استعفآ وړاندی کړی مګر ښاغلی محقیق دا کار ونکړو

    اوس د ښاغلی عبدالله عبدالله وار دی چه خپله شرافتمندانه استعفآ وړاندی کړی، مګر فکر کووم چه ښاغلی عبدالله عبدالله په زورواکۍ اوهم په جانکیر واکۍ عقیده لری

ځواب ورکول ع عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *