استاد امین یار

وایی د ملا نصر الدین ښار ته یو نوئ حاکم د مرکزي حکومت لخوا تعیین شوئ وو نو د رسم په منطق ټولو منورو، روڼ اندو او مشهورو خلکو به ورته ډوډۍ کوله. دوی به یا حاکم کورته میلمه کړ یا به يې هم ورته خواړه تیارول او د هغه کور ته به یې وړل. د ملانصرالدین دغه کار خوښ نه وو او ورباندې ډیر بد لګیده اما مجبوره وو ځکه هغه هم د ښار د یو ډیر مشهور وګړي په توګه مطرح وو.  

نو بالاخره یوه ورځ یې خپلې میرمنې ته هدایت وکړ چې د کور یو چرګ راونیسي او حاکم ته یې پوخ کړي ترڅو ورته ډالۍ یې کړي. د ملانصرالدین میرمنه چې  یوه ډیره پیاوړې آشپزه هم وه په خورا مهارت سره یې لذیذه خواړه تیار کړل. د ملانصرالدین میرمنې پوخ شوئ چرګ یې نورو فرعي سبزیانو سره ترتیب او پري سر پوښ کیښوده او ملانصرالدین ته ورغږ کړ چې د حاکم صاحب خورک د وړلو لپاره آماده ده. ملانصرالدین چې د خواړو خوند یې تر پوزه شو نو زړه کیې داسې وویل: «ای کاش چي هیڅ حاکم مو نه درلود نو اوس به مو دغه مزیداره خواړه خپلې میرمنې سره یوځائ خپل په کور کې نوش جان کړي وای اما افسوس چې اوس به یې حاکم ته ډالئ کووم.  

پدې سره ملانصرالدین د خواړو پطنوس لاس کې واخیست او د حاکم کور په لور روان شو. مګر په لارې کې به یې څو څو ځلې د خواړو سرپوښ خلاصولو او چرګ ته بې زیړې زیړې کتلې. ملانصرالدین چې وګئ هم وو نو کله به یې چې چرګ ته وکتل زړه ته به یې وسوله پیدا شوه او عجیبه فکرونه بې یې سرته راغلل. په همدغه کشمکش کې قرار درلوده چې بالاخره نفس پرې حاکم شو او نور یې ونشوه کولائ چې مخته قدم واخلي. چټک یې د خواړو سرپوښ خلاص کړ او د چرګ یو ورون يې نوش جان کړ. کله یې چه د چرګ ورون وخوړولو او خپله خوله یې پاکوله داسې یې وویل: دا څه کار وو چې ما وکړ؟ اوس که حاکم صاحب زما څخه تپوس وکړي چې د چرګ یو ورون چیره ده نو بیا به زه ورته ځه ځواب ورکوم؟   

زړه کې وویل چې ای کاش بیا کور ته لاړشم او سبا بل چرګ ورته پوخ کړم اما بالاخره داسې نتیجې ته ورسید چې چرګ باید هم نن هرمرو حاکم صاحب ته ډالئ کړي. هغه کله چې د حاکم کور ته ورسیدو نو نوي حاکم ته یې سلام او ښه راغلاست ویلو سره چرګ یې ورته ډالئ کړ. حاکم ډیر خوشحاله شو او د ملانصرالدین او د هغه میرمنې خلوص او مینې څخه مننه وکړه او د خواړو سرپوښ یې خلاص کړ. حاکم چې کافي پوه او زیرک انسان وو ژر پوه شو چې د چرګ یو ورون لادرکه ده. هغه ملا نصرالدین طرف ته خوا وکړه او په خندا یې وویل: «ملا صاحب لکه چې حتماً ستاسو میرمنې د دې لپاره چې په بشپړ توګه ډاډه شي چې خوراک سم پوخ شوئ د چرګ یو ورون یې خوړلئ». ملانصرالدین چې کافی حیران وو او هیڅ ځواب یې نه درلود، سترګې یې د حاکم کړکئ خوا کیږي او ناگهان ګوري چې د حاکم مرغان په یوې پښې ولاړ دي نو ژر یې حاکم ته داسې ځواب ورکړ: «حاکم صاحب زما میرمنه ډیره ماهره آشپزه ده نو هیڅکله اړتیا نلري چې خوراک وڅکي». اصل کیسه داسې ده چې پدې ښار کې ټول چرګان همداسې یوه پښه لرونکي دي. مهرباني وکړئ تاسو د کړکئ څخه خپل چرګانو ته وګورئ او لږ ځیر شئ.

کله چې حاکم کړکئ خوا وکتل په همدغه موقع کې چا چرګان وشړل او غوښتل یې چې چرګ خونې(مرغانچه) ته یې کړي او پدغه وضعیت کې چرګانو په دوه پښو منډې وکړي. حاکم ملانصرالدین ته مخاطب داسې وویل: « زما چرګان خو دوه پښې لري جناب ملا ؟»  ملانصرالدین چې خورا حاضر ځوابه انسان وو حاکم ته یې داسې ځواب ورکړ: «حاکم صاحب قسم دئ که تاسو پسې هم همدغه سوټئ راوخلم نو یقین لرم چې دوه پښې به د خپلې کړې او دوه نورې به هم د خلکو څخه قرض کړي او پر څلورو پښو به منډې کړې». لیکن ما ستاسو لپاره کوم چرګ چې پوخ کړئ هغه مې هغه وخت راونیوه چې کاملاً استراحت حالت کې قرار درلود او ویده وه.    

حاکم چې کافي هوښیار انسان وو پوه شو چې د ملانصرالدین نه په حاضر ځوابئ کې نشي ګټلئ نو خپل ملازم ته یې داسې وویل: « دغه چرګ دننه وویسې چې خپلې میرمن او څلورو زامنو سره یې نوش جان کړم». هغه د ملانصرالدین څخه یو ځل بیا مننه وکړه او ملا یې رخصت کړ.

د دغه ورځې نه وروسته هر څوک چې بې منطقه او بیهوده خبرې کوي او یا بې ځایه ضد کوي خلک ورته وایی چې « د ده سړي چرګ یوه پښه لري».  

اوس به دیته راشم چې دا کیسه مې ولې تازه کړه. لکه څنګه چې تاسو قدرمن لوستونکي هم اطلاع لرئ، پرون بالاخره یو ځل بیا ډاکتر غنی زموږ ګران او مفکر ولسمشر نوې کاندید وزیران یي د پارلمان څخه د اعتماد رایي اخیستلو لپاره ولیګل. مګر پدغه وزیرانو کې د صلاح الدین رباني (د بهرنیو چارو سرپرست وزیر) پر ځائ څوک معرفی شوي نه دي. دغه موضوع عامه ذهنیت ته ډیري پوښتني ایجاد کړي دي. خلکو داسې تبصرې وکړې چې ګویا ډاکتر صاحب غني قانون په ټولو باندې نشي پلي کولائ نو ځکه زورواکئ صلاح الدین رباني پرځاې یې نوئ کس معرفی نشوا کړئ.  

په همدغه باب وروسته بیا ښاغلي دواخان مینه پال( د ولسمشر د ویاند مرستیال)  وویل چې د بهرنیو چارو وزارت په هکله در پارلمان پریکړه ناقانونه وه نوځکه نوموړئ به خپلې دندې ته د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دوام ورکړي. دغه سلیقوي برخورد نه یواځې د عدالت او قانون څخه صریح سرغړونه ده بلکه یوه کاملاً تبعیضی پریکړه هم ده. ولسمشر چې وویل «هیڅ افغان د بل افغان څخه زیات او کم نه دئ» نن یې عملاً ثابته کړه چې هغه دغو شعارونو ته ژمن نه دئ. تاسو باور ولرئ چې دغه وضعیت د ډاکتر غنی او د ملي یووالي د حکومت نیمچه وقار او حیثیت به هم لاهو کړي. د بلې خوا دغسې سلیقوي چلند به یو ډیر ناوړي او غلط فرهنګ ته لا وده ورکړي. هغه فرهنګ چې پکې لنده غري او زورواکي د قدرت اخیستلو او حفاظت لپاره اساس ګنل کیږي. زما لپاره چې قانون د هرڅه څخه مهم دئ او واقعاً احترام ورته اړین ګنم، د ډاکتر غنی دغسې توپیري برخورد چې د قانون د عمومیت اصل سره واضح سرغړونه ده ، په کلکو ټکو یې غندم. دا د اولس لپاره د منلو وړ نه ده چې صلاح الدین رباني دي د قانون د تطبیق په جریان کې استثنا وګنل شي ځکه چې هغه زوواکئ دئ، د یو حزب رهبر دئ او د استاد رباني نوم ځان سره لري.

دا نو څه ډول همت او توره ده چې قانون دې پر عامو خلکو تطبیق شي اما بیا زورواکي او د جګړه مارانو زامن ترینه استثنا وګنل شي؟ آیا دا توپیري چلند نه دئ؟ آیا دا چلند د اساسي قانون او د هیواد د نورو قوانینو سره په ټکر که نه دئ؟ آیا دا انساني برخورد دئ؟  بیا صلاح الدین رباني خو هغه کس دئ چې عملاً  د ملي یووالي حکومت خلاف اجندا لري او فعالیت کوي. دا هغه کس دئ چې د کابل پروسې  کانفرانس کې د ګډون څخه ډډه وکړه او ملت باندې یې ملنډې ووښلې. نو بیا څنګه د ولسمشر ضمیر دا مني چې د هغه د وظیفې ناوړي دوام لپاره خپل ټول ارزښتونه لاهو وکړی.  

موږ ولسمشر ډاکتر غنی ته کافی درناوئ لرو او دا موږ وو چې هغه مو د ولسمشرئ ماڼئ ته بریالئ کړ. هغه باید ملت ته ځواب وواي چې ولې همیشه باید د هغه تله یو طرف ته سقوط کوي او ولي همیشه قانون باید یواځې پر پښتنو پلي شی؟ کله چې ولسمشر غنی ولسمشر شو د منفکي آغاز یې د یو پښتون منفک کولو سره وکړ، کله چې د فاسدینو سره د مبارزې عملي ګام یې واخیست بیا یې هم یو پښتو راونیوه، همدغه راز کله چې د تعصب موضوع برسیره شوه یوځل بیایې یو پښتون باندې قانون پلي کړ اما هیڅکه یې هم نورو ملیتونو باندې قانون تطبیق نشوه کړئ. نو دا نسبي عدالت دې ولسمشر غنی ته مبارک وي موږ یې هیڅکه هم نه منو او نه هم د هیواد پر ګته ده.  موږ قانون ته ژمن یو او غواړو پر ټولو باندې قانون یوشان تطبیق شي. موړ د «قانون عمومیت اصل» تطبیق غواړو، نسبي عدالت او د قانون نسبی تطبیق دي ولسمشر او ملي یووالي حکومت ته مبارک وي.

لنډه دا چې ولسمشر باید د پارلمان او د ملت پریکړې ته درناوئ وکړي که نه نو داسې به په عامه ذهنیت کې منفور شي چې تاریخ به پرې وخاندي. زه پدې پوهیږم چې غالباً ولسمشر غنی صلاح الدین رباني سره د څوکئ معامله کړې او ورته یې خامخا وویلي چې د نجات ایتلاف څخه لاس واخله نو زه به درته د وزارت دنده دوامداره کړم. اما باور وکړئ دا یوه نادرسته، فاسده او ناوړئ سیاسی تمرین ده. موږ سیاسي مصلحتونو باندې ښه پوهیږو اما دغه شرمناکه سیاسي معامل نشو تاییدولئ ځکه چې دا په اوږد مهال کې زموږ قانوني بنیادونه بي اعتباره کوي. موږ قانون د ټولو لپاره یوشان غواړو، توپیري او نسبی قانون پالنه نه غواړو او نه یې هم تاییدو. ولسمشر چې یو رون اندئ مفکر دئ زموږ ترینه دا تقاضا ده چې قانون باید پر ټولو باندې په عادله توګه تطبیق شي او نور نو باید دغه ناوړې حلقې ته «نه» ووايي که نه نو تاریخ هرڅه څاري ، هغه ملت چې ډاکتر غنی ولسمشرئ ته رسول شي هماغه یې بیا د ارګ څخه شړلئ هم شي. که څوک پر دغه خبره عقیده نلري تاریخ د ولوني ترڅو سر یې خلاص شي. پدغسې شرم نه ډک وضعیت کې دا وویل به درسته وي چې د ولسمشر غنی چرګه یواخې یوه پښه لري. ولسمشر يواځې پر پښتنو باندې د قانون تطبیق کولو لپاره چمتو دئ. نه پر دوستم، نه پر استاد عطا او نه هم پر پدرام، محقق او نورو مغرضو کړیو باندې یې زور رسیږي.  

په درنښت

امین یار

کالیفورنیا، آمریکا

۲۰۱۷/۱۱/۲۵

4 thoughts on “د ولسمشر غني چرګ یوه پښه لري! || ظریف امین یار”
  1. سلام

    لنډه پریکړه او فیصله
    وای چې په کلی کې یوچا دغوایی سر په کټوی کې بند پاتې وه دکلی خلک حیران شول چې اوس څه باید وکړی؟ یوچا وویل هله ملا نصر الدین ته ووایی. کله یی چې ملا نه پوښتنه وکړه هغه وویل کم عقلو خلکو هلی ژرشی د غوایی سر پرې کړی کله یی چې دغوایی سر پرې کړ بیا هم دغوایی سر په کټوی کې بند پاتې دی او نه راوځی ملا غږ کړ چې کټوی مات کړی
    هم غوایی او هم کټوی له منځه لا ړخو ملا دخپلې پرېکړې په پایلې لا خبر نه دی چرچیل وایی:
    دهېواد دمنځه وړلو لپاره جګړې ته اړه نشته. کافی ده چې ذپوهو اواوچتو سیا ستوالو ځای یوشمېرناپوهو او احمقو خلکو باندې بدل شی.
    له غنی اخوا ماشوم صلاح الدین دپلوماسی او پالیسی چیرې لوستې ده ایا په بهرکې دیوشمیر بی سواده اپه او ننه ګانو خبردی ایا بهرنی تشکیلاتو په سیستم اوانسجام کې کومه لاس ته راوړنه لری؟ع

  2. من نګویم از بدان بګریز و با پاکان نشین
    دست نا پاکان بشوی ودامن پاکان بګیر
    غنی بابا همیشه در موقع کمپاین خود بر سهامی شرکت تاکید می کرد که از اولویت های مهم کاری او خواهد بود اګر برنده شود ولی چه شد که انرا بباد فراموشی سپرد؟

  3. په تاسف سره باید وویل شي چې په پورته موضوع کې ښاغلی استاد محمد ظریف امین یار حق پرجانب دی. د ملي یوالې حکومت ټولې پرېکړې پر پښتنو تطبیق کیږي.
    ایکاش صلاح الدین ربانی د افغانستان د داسې مهم او حیاتي وزارت وړتیا او لیاقت درلودای. د باندینوچارو وزارت ته باید د ګاونډیو هېوادو پر مقیاس او تناسب د هېواد تر ټولو تکړه ، هوښیار ، مجرب او د ګران وطن ملي منافعو ته وفادار شخص ټاکل شوی وای. افغانستان له قحط الرجال سره ندی مخامخ خو افسوس د پنځوس پنځوس سلنه ویش کې د نظار شورا دا مهم وزارت په رښتیا هم د ديپلوماسي په عرصه کې یو ماشوم ته سپارلی دی.
    که غواړئ د افغانستان پخوانی برم او قدرت بیا راژوندی کړی ، نو مهرباني وکړي دا مهم او حیاتي وزارت یو بېطرفه ، مسلکي او خردمند تجربه کاره شخص ته وسپارئ.

ځواب ورکول شاهین افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *