تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د الیکترونیکي تذکرې اداره وايي چې د ولسمشر غني له لوري د هیواد د نفوسو د احوال د ثبت د قانون له توشیح (لاسلیک) وروسته دا اداره چمتو ده چې د الیکترونیکي تذکرو وېش رسماً پیل کړي.
د افغانستان د الیکترونیکي تذکرې د وېش ادارې مخکې ویلي و چې د الیکترونکي تذکرو د توزیغ لپاره یې بشپړه تیاري نیولې او یوازې د ولسمشر له لوري امر ته انتظار ده.
خلک تمه لري چې د ولسي جرګې تر انتخاباتو به الیکترونیکي تذکرې ترلاسه کړي چې د انتخاباتي کارت کار هم ورڅخه اخیستل کېدای شي.
د الیکترونیکي تذکرې د ادارې سرچینو تاند ته وویل چې د ولسي جرګې تر انتخاباتو پوري په هیڅ صورت ټولو افغانانو ته الیکترونیکي تذکرې نه شي توزیع کولی خو لږ ترلږه په ښاري سیمو کې دا ډول تذکرې وېشلی شي.
د الیکترونیکي تذکرو د نوم ثبتونې ادارې رييس زمري بهر وویل چې په لومړي ګام کې به په کابل کې الیکترونیکي تذکرې ووېشل شي.
ده تېره اوونۍ ویلي و چې د ولسمشر فرمان ته منتظر دي چې د دغو تذکرو وېش پیل کړي.
ډیر په زړه پوری خبر دا څکه چه ډیری افغانانو د ملت یا نشنلیتی د کلمی په هکله تشویش درلود چه د تذکری څخه غورځول شوی وه . چه دا کلمه ډیره وزن داره کلمه ده. مننه
سلامونه نیکی هیلی تاسو تولو ته وایم دیر خوشحاله شوم چی د تذکره د افغان نوم می ولد حکه چی مونژ تول افغانان یو بعضی خارجی هیوادونو نه غوشتل چی افغان نوم د په تذکره کی راشی .
La har sa na makhke salamona
Daa de hoyat tazkare ba sa dawal we? aya de afghan aow aslam kalama ba we pa ki?
pa draksht
په دا پورته د تذکری په عکس کی د افغان کلمه تاند ورزیاته کړی ده که په رښتیا دا کلمه په برښنایی تذکره کی موجوده ده؟ هیله ده چی تاند پدی هکله یو څه ووایی
د مخابراتو وزارت د تذکرې مختلف عکسونه چاپ کړي. وروسته پکې بدلون راغلی دی. وروستی ورژن به یې د کورنیو چارو وزارت خپور کړي
په اوسني کې د افغان کلمه نشته
Salamona,
Za wahidullah da india da delhi pa ayalat ke lwari zadakri tarsara kwam,
Ka da Afghanistan dawlat da afghan aw islaam kalima pa elctronic taxkiro ke zekar na kri no awal ba za da yaw afghan pa hais da tazkira wa nakhlam.
Manana,
د نړۍ د هر هیواد د هویت په کارت کی چی زمونږ تذکری ته ورته سند دی ، د هغه هیواد د خلکو ملت یا نشنلتی ذکر شوی دی. کله چی د افغانستان په تذکره کی زمونږ نشنلتی نه وی ذکر نو دا به په دی معنی وی چی لا تر اوسه مونږ د کوم بل هیواد مستعمره یو او که کومه بله معنی ولری مهربانی وکړی خپل معلومات راته ولیکی.
Hey hey der de afsoos khbra da za dasi khbar shom che Islam aw Afghan kalma leri kri da
Ai Pakhtano wrono razi che ew moti sho aw dukhman ta qawi sapera war kro da sa badbakhti da
Islam aw Afghan che khatam sho nu mong ki sa pate shol.