کابو ټول افغان ښوونکي له اقتصادي ستونزو کړېږي او د دوی په میاشتني معاش کې دوی د میاشتې په پای کې پوروړي وي او د افغان ښوونکو تنخواګانې د دوی کورنۍ اړتیاوې نشي پوره کولای.

د ژوند د اساسي اړتیاوو له ډلې رواني امنیت او اقتصاد هغه مهمو اړتیاوې دي، چې د ژوند بقا ته لار هواروي. که د انسانانو په ژوند کې دا دوه اړتیاوې پوره وي، نو طبعي ده، چې ټولنه به هم باثباته او چارې به مثبتې پرمخ ځي.

که ښوونکی په خېټه موړ نه وي، نو د ښه اخذ او ښه تدریس تمه ترې نه ده پکار، زموږ ښوونکي چې نه په خېټه ماړه دي او نه يې رواني امنیت خوندي دی، بیا هم پرې افرین چې هر سهار د تورې تختې مخته راځي او خپل مسوولیت ترسره کوي.

د نورې نړۍ ښوونکي چې سهار ښوونځي ته ځي، نو دا وېره ورسره نه وي، چې څوک دې ووژنې، خو دلته ښوونکي له دې خطر سره هم مخ دي، چې طالب ور پسې ګوته په ماشه ګرځي.

د پوهنې وزارت د ۲۰۱۰ کال په یوه راپور کې ویل شوي وو، چې په دغه کال په افغانستان کې څه باندې درې سوه ښوونکي او زده کوونکي په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي او دغه راز شاوخوا دېریش ښوونځي هم سوځول شوي.

له څه کم پېنځو کلونو راپدېخوا د ښوونځيو سوځول او د ښوونکو او زده کوونکو وژل کومه نوې خبره نه ده، څو ورځې له مخه په لوګر کې یو ښوونځی وسوځول شو، په کونړ کې یو ښوونکی ووژل شو او همدا نږدې ورځې تېرېږي، چې په غزني کې د هاوان په یوه مرمۍ لګېدو کې څو زده کوونکي ووژل شول.

د ښوونې او روزنې بهیر په لرو سیمو کې له ډېرو ننګونو سره مخ دی، چې دغو ناخوالو ښوونیز بهیر ټکنی کړی دی.

د تېر میلادي کال د اکتوبر په ۱۵ مه چې د ښوونکې د ورځې په پلمه نمانځغونډه جوړه شوې وه، نوي ولسمشر اشرف غني ښوونکو ته ښې غوړې وعدې ورکړې او ښوونکو ته يې په خورا ډاډ وویل چې نور به يې ستونزې دایمي ور حل کړي.

ولسمشر دوی ته ژمنه ورکړه چې په شپږ میاشتو کې به ټولو ښوونکو ته یوه یوه نومره ځمکه ورکړي او د دې ترڅنګ به چې د فساد کچه څومره کمه شې په هماغه اندازه به د ښوونکو په تنخواګانو کې هم زیاتوالی راشي او د دوی معاشونه به لوړ کړي.

خو اوس چې د ولسمشر له ژمنې نږدې اووه میاشتې تېرېږي، د ښوونکو په ژوند کې کوم بدلون رانه غی او د ښوونکو د تنخواګانو او سرپنا نشتوالي ستونزه هماغسې چې په تېر حکومت کې ناحل پاتې وه اوس هم پاتې ده.

ښوونکي وايي، په تېرو کلونو کې چې د ښوونکي د ورځې په نامه کومې غونډې جوړېدې او د پوهنې د برخې مشرانو ورته وینا وې کړې دي، نو د ټولو خبرې یوازې تر ژمنو پاتې شوي دي د ښوونکو د ژوند د ښه والي لپاره عملي کار نه دی شوی.

افغانستان چې تر ډېره وارداتي هېواد دی، د لومړنیو خوراکي توکو بیې پکې لوړې دي او د ښوونکو معاشونه د دوی اړتیاوې ته بسنه نه کوي. د پوهنې وزارت مسوولینو په تېر کې د ښوونکو د معاشونو د لوړوالي لپاره د پي ـ ار ـ ار په نامه یو پروګرام پیل کړی دی، چې له مخې د ښوونکو معاش لوړېږي، خو ځينې ښوونکي شکایت کوي، چې په دغه پروګرام کې ټول ښوونکي نه دي شامل او د ځينو ښوونکو معاشونه څه نا څه لوړ شوي، چې بیا هم د دوی اړتیاوې پرې نه پوره کېږي.

د پوهنې وزارت مسوولین وايي، تر اوسه په دغه پروګرام کې یو سل او پېنځه اویا زره ښوونکي شامل شوي او پاتې نور به په راتلونکي کې له دې امتیازه برخمن شي.

د پوهنې وزارت د چارواکو په وینا اوسمهال په افغانستان کې دوه سوه او لس زره ښوونکي پر دندو بوخت دي، چې نیمايي یې مسلکي زده کړې نه لري.

په افغانستان کې د زورواکو له خوا د دولتي ځکمو غصب هغه لويه ستونزه ده چې هستوګنیزو کورونو لپاره يې د اړو کسانو هیلې خاورې کړې دي.

په دې لړ کې ښوونکي هغه کسان دي چې ډېرى يې خپل كورونه نه لري او له خپل کار یا ښوونځي نه لسګونه کیلومتره لرې په کرايي کورونو کې ژوند کوي.

ولسمشر اشرف غني تېر کال په اکتوبر کې امنیتي ادارو ته سپارښتنه وکړه چې په ټولو ولایتونو کې د پوهنې وزارت اړوند ځمکه د زورواکو له منګولو راخلاصه او دې وزارت ته يې وسپاري، چې ښوونكو ته د کور جوړولو لپاره ووېشل شي.

د پوهنې وزارت د مسوولینو په وینا اوسمهال په ټول هېواد کې د پوهنې وزارت اړوند لس زره او ۵۵ جریبه ځمکه د زورواکو یا ځينو ادارو له خوا غصب شوې چې باید بېرته يې دوى ته وسپاري او دوی يې ښوونکو ته ورکړي. دوى زياتوي چې د پوهنې وزارت نږدې ۶۹ زره جریبه ځمکې ته اړتيا لري، ترڅو د هېواد ټول ښوونکي د کورونو خاوندان شي.

په هېواد کې د روانو ګڼو ستونزو په لړ کې د ولسمشر دا ډول ژمنه چې په شپږو میاشتو کې به ښوونکي د کورونو خاوندان کړي د ځان له پاسه کار دی.

وايي، چې د خوشالۍ پر وخت چا ته د څه ورکولو ژمنه مه کوئ، ممکن هغه وخت مو احساسات په واک کې نه وي او وروسته بیا له خپلې ژمنې په شا شئ، په افغان ولسمشر هم همدا کیسه وشوه، دی چې نوی واک ته رسېدلی و، نو په ځان نه پوهېده او د کمپاین ژبه يې په خوله کې وه او له خلکو سره يې غوړې غوړې وعدې وکړې، چې اوس يې عملي کول د غويي په ښکر کې دي.

ولسمشر ته پکار ده چې د پوهنې د بهیر په وړاندې شته ټول خنډونه له منځه یوسي او د ښوونکو سره د دوی د سرپنا د حواري ستونزه تعقیب او حل لار ورته ولټوي.

One thought on “د ولسمشر له ژمنو نهیلي شوي ښوونکي/ خالد تکل”
  1. دا ستونزې خو اوسنۍ نه بلکې له پخوا راهیسې دي. دې ښوونکو پخوا ولې لارینونه نه کول چې اوس یې د سیاسي موخوپه بنسټ په دې بحراني حالت کې حکومت دخوږې ګوتې نیولی او د ماشومانو غوندې د بې صبرۍ کوکارې وهي.

ځواب ورکول speen ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *