تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د کرکټ نړیوالو اتلولیو ته د افغانستان د ملي لوبډلې د بریالیتوب په ویاړ یوه کمیسون ته دنده وسپارله چې د د کرکټ ټیم د لوبغاړو د راتګ د تود هرکلي تابیا ونیسي.

د وزیرانو د شورا د دارلانشا او د چارو د لوی ریاست په خبرپاڼه کې د دې حکم د اعلانېدو ترڅنګ ویل شوي:

«د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ډیرو ستونزو په ګاللو، د یو شمیر هېوادونو لوبډلې له ماتې سره مخامخ او په وروستۍ لوبه کې، چې د متحده اماراتو د شارجې په ښار کې وشوه، د کینیا هېواد لوبډلې ته د کلکې ماتې په ورکولو، د کرکټ نړیوال جام پنځوس اوریزو لوبو ته لاره ومونده.»

د ولسمشر کرزي په حکم کې وړاندې راغلي: زموږ ځوانو لوبغاړو، په میړانې، زړورتوب او لوړ افغاني همت، د کینیا هېواد لوبډلې ته چې په دې برخه کې یې 114 کاله تجربه درلوده، سخته ماته ورکړه، د افغانستان ملي بیرغ یې د لوبو په ډګر کې ورپاوه خپل هېواد ته یې ویاړ او هېواد والو ته یې سر لوړي ورپه برخه کړه.

کابل ته د دي څوانانو د رارسیدو پر مهال د تاوده هر کلي لپاره د تیاریو کمیسیون په لاندې توګه منظوروم.

1.      د کورنیو چارو وزارت سترامنیتي مرستیال ښاغلی سترپاسوال محمد ایوب سالنګي، د رئیس په توګه؛

2.      د کرکټ بورد لوی رئیس ښاغلي شهزاده مسعود د غړي په توګه؛

3.      د ملي امنیت اوپراتیفی مرستیال ښاغلی برید جنرال محمد مسعود اندرابي، د غړي په توګه؛

4.      د سرحدونو چارو وزارت مرستیال ښاغلی عبدالمالک صدیقی د غړي په توګه؛ او

5.      د چارو ادارې او وزیرانو شورا د دارالانشا لوی ریاست استازی ښاغلی لوی پاسوال محمد اسلم مسعود د غړي په توګه.

کمیسیون دنده لري چې د کرکټ ملي تیم لوبډلې ته د مناسب ښه راغلاست چاپیریال مساعد، د هرکلي مراسمو امنیت په هوایي ډګر او د کرکټ استدیوم ته د غزیدلې لارې په اوږدوکې په بشپړه توګه تامین او د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې د هرکلي ویونکو ښاریانو لپاره پوره آسانتیاوې برابرې کړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په شارجه کې له کینیا سره یوه شل اوریزه، دوې پنځوس اوریزې او یوه څلور ورځنۍ مسابقه وکړه او ټولې یې په خورا زیات تفاوت وګټلې. د پنځوس اوریزو سیالیو ګټلو افغانستان د دې جوګه کړ چې په مستقیم ډول د ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړیوال جام ته لاره پرانیزي. د کرکټ د ۲۰۱۵ کال مسابقې په استرالیا او نیوزیلنډ کط کېږي.

څلور ورځنۍ یا ټسټ سیالي، چې نن پای ته ورسېده، له دې سره سره چې تنکي او کم تجربه لوبغاړي یې پکې ولوبول، په اتو ویکټونو وګټله.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان محمد نبي وویل چې په انترکانتینیتل څلور ورځنیو لوبو کې قصداً ځوانانو ته موقع ورکړه او د ده په نظر ځوانان ښه ولوبېدل.

9 thoughts on “د ولسمشر په امر د کرکټ د لوبډلې د هرکلي لپاره کمیسون وګومارل شو”
  1. Mr. President is doing a lot better at the end of his term. Wish he could do the same thing at the beginning. We want our sports men rewarded in any field of sport and etc, so they can do better. All I want to say is that, thank you Mr. president for paying attention in this regard.
    We should not deny that, president did a lot for that poor country which was ruined by war in the last decades. I am sure that any other president would have not done anything more and better than Mr. Karzai. Our people only seeking for the minor error to talk about, but they (we) do not appreciate what have be done for us. Hope Mr. president smoothen the path for the next president. The next president should have a better foreign policy and close relation with his people. Once again, thank you Mr. Karzai.

  2. کرزی صاحب خوډير ښه کار وکړ، خو دا یی ډیر بد کار کړی دی چئ ایوب سالنګی د مشر په توګه ګمارلی دی. ولی دا کوم د سنګرجنګ دی او يا هم د جګړي لپاره يی تیاری نيسی، یارا کرزيه ځغله چی نور و دریږی دغه د لوټمارانو کونه دی ټینګه کړیده.

  3. د تاند د چلونكى بايد د هغه چا نظر خپور نه كي
    چي د ولسمشر سپكاوئ يي كرئ وي

  4. ښاغلی ولسمشره!!! ستا له هڅو ډیره ډیره مننه، زمونږ خوار ولس د له سیالانو سره سیال کړ، پوهیږو چې ډیر مجبوریتونه لرې او د همغو مجبوریتونو پر بنسټ غلو او مجرمینو ته هم لالا وایې او دا هم پوهیږو چې دا چاره له مینې او ښه زړه نه بلکه د هیواد د ځمکنی بشپړتیا او په سلهاوو دښمنانو د شتون له امله کوې.

    هغه متل دی وایي د دوو هوښیارانو تر مینځ یوه ډیره نازکه اړیکه هم نه شکیږي خو د دوو بیعقلو تر مینځ یوه ډیره ټینګه اړیکه هم ختمیږي، تاسو هغه هوښیار یاست چې بلې خواته مو ټول بیعفلان دي او مجبور یاست د اړیکې د ساتلو لپاره تر ډیرو شیانو تیر شئ.

    یوه ورور برسیره د بصیر سالنګي پر اړوند نیوکه کړیده، زه دا وایم چې د امنیت د تامین لپاره یې بل څوک ټاکلي وی، ولې بصیر سالنګی د دغې خاورې نه دی او بل دا چې ملا صایب مادومر یا ګلبدین خو نشي ورته راوستلای چې امنیت یې وساتي خو د همدغه لپاره یې دا کمیسون ټاکلی چې هغوی زمونږ اتلان د پاکستان په امر په بمونو وا نه لوزوی او دغه خوښي مو په ویر بدله کړي.
    هر څه ته په منفي نظر مه ګورئ، راځئ خپلې ژبې، قوم، او هویت ته په پوره میړانه او د خولو په تویولو سره خدمت وکړو. هیله لرم چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر یو ځوان، تکړه او پوه کس واوسیږي چې لا ډیر خدمتونه وکړای شي، نه پخپله په جرمونږ کې ښکیل وي، نه یې مالي فساد کړی وي او نه هم د اوسني فاسد ټیم کوم غړی واوسیږي.

    ګرانه ولسمشره! له تا نه غواړو چې لږ تر لږه په مالي او معنوي لحاظ په شخصي ډول د حکومت په استازیتوب نه د یوه داسې چا ملاتړ وکړې او خپله رایه ورکړې چې پوه وي، پاک او رښتینی افغان وي، په افغانستان نکې اوسیدلی وي او همدا اوس هم واوسیږي نه دا چې د واک تر لاسه کولو لپاره اوس راغلی وي او بیا بیرته تښتي او پیسې وباسي، مرستیالان یې هم پاک او پوه خلک وي، بشري حقونو ته درناوی ولري او مجرم نه وي، د بیان ازادی ته ژمن وي او د فساد پر وړاندې کلکه مبارزه وکړي او داسې کس بل څوک نشي کیدای مګر هغه چې خپله یې هم هیڅکله فساد نه وي کړی او د نشی توکو کاچاقبر نه وي. ډیره مننه

  5. پخپله ولسمشر چې یې هوایې ډګر ته د استقبال لپاره ورنشي زه یې نه منم بلکې ټول افغانان یې نه منی ځکه چې دا ویاړ د فوټبال څخه ډير زیات لوی او ارزښتمن دی نو ډير زیات باید وویاړل شي

  6. زما نظر د کرکټ لوبغاړی اتلان باید داسی هرکلی ورته شوی لکه د بوټ بال ملی اتلان کر زی د یوی خوا فرق پکی پیدا کړ د بلی خوا د مور د میری رقا بتونه پکی پیدا کړ ولی کرکت اتلان او دبوت بال اتلان باید فرق پکی پیدا نکړی دوی ټول ورزشکا ران افغانان دی باید فرق پکی پیدا نکړی کرزی صاحب باید ملی احساس ولری نه قومی ،سمیز،مذهبی ،دبلی خوا کمیسون يي جوړ کړی دی دوی خو ورزشکاران دی نه مخا لفین دوی نظا می کسان ګماروی دوی باید کرکت بورد په خپله دخیل شی زه خو بوت بال ملی ټیم او کرکت ملی ټیم هیځ فرق نشته یوازی زما غوښتنه داده چی فرق پکی پیدا نکړی باید یو رقم تشویق شی او هرقم کمکونه باید مساوی ورسره وشی . سمیع الله صمیمی له کا بل څخه

  7. اې خلکو تاسو ولې ولسمشر په هر څه تورنوئ او وایئ چې هغه د هوایي ډګر ته ورشي ، داسې مه کوئ ولسمشر به هرو مرو ورسره وګوري خو که هغه هوایي ډګر ته ورتګ وغواړي نو بیا به د کابل ښاریانو ژوند خورا تریخ شي ځکه بیا به ټول سړکونه تړل کیږي او بل دا چې که رښتیا را باندې وایاست تیر ځل هم ولسمشر هوایي ډګر ته د فوټبال اتلانو ته نه وو ورغلی هماغه ورځ یې د قزاقستان د استانې ښار ته سفر درلود نو سیاسي هوښیاری او موکې څخه یې ګټه واخیسته او هغه د فوټبال ځوانان یې تشویق او وروسته په سفر لاړلو. مننه

  8. تر ټولو مهم شی زمونږ د کرکټ اتلانو ته باید په کابل ښار کې کورونه او نور ډیر مالي امتیازات ورکړل شي چې هغوی په ډاډه زړه پخپلو لوبو تمرکز وکړي نه دا چې خوارکی یو بایسکل هم نه لري او په ملي بس پسې پایدان کشال وي. د دوی مالي امتیازارت خورا مهم دي، د ولسمشر ورتګ او یا نه ورتګ معنوي اغیز لري خو هومره ډیر نه، او بل دا چې ولسمشر باید د دوی غوره لوبغاړو او تنکیو لوبغاړو ته هم د هیواد د لوړ مقام مډالونه ورکړي.

ځواب ورکول عبدالله امین ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *