په دې وروستيو کې د هېواد د يو شمېر ولايتونو ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس سقوط کيږي، خو د يو څو ساعتونو تېريدو وروسته بېرته افغان امنيتي ځواکونه يې په خپله ولکه کې اخلي، چې ښه مثالونه يې د هلمند، کندوز، تخار ولايتونو ځينې ولسوالۍ ښودلی شو، چې په دې وروستيو کې د وسله والو په لاس سقوط شوې او بېرته افغان ځواکونو نيولې دي او وروستی هغه يې د پکتيا ولايت د جاني خيلو ولسوالي ده، چې تېره شپه د وسله والو لاس ته ولويده.
داسې باورونه موجود دي، چې دا په هېواد کې د جنګ روان ساتلو لپاره د وسله والو طالبانو يوه نوې ستراتيژي ده، ځکه کله چې هغوی يوه ولسوالي نيسي، نو څومره مهمات او وسلې چې هلته موجودي وي، هغه له ځان سره اخلي او بېرته په همدغو مهماتو او وسلو باندې د افغان امنيتي ځواکونو سره جګړه کوي.
ځيني سرچېنې دا هم وايي، چې په داخل دې د حکومت کې يو شمېر کړۍ چې په جنګ کې خپلې ګټې لټوي په لوی لاس وسله والو ته د ولسواليو او د سقوط زمينه برابروي، چې ښه بېلګه يې د کندوز ولايت ښودلی شو، چې د يوې معاملې په ترڅ کې د څو ورځو لپاره د وسله والو طالبانو ته لاس ته ولويد.
زما په باور که چېرې مرکزي دولت ددغې ستونزې د مخنيوي لپاره ژر تر ژره په يو منظم پلان باندې کار ونه کړي، نو هغه وخت به لرې نه وي، چې د ولسواليو ترڅنګ به ولايتونه هم سقوط کوي، چې بيا به يې پايلې ډېرې بدې وي.
خوست
که څه هم دین او اسلامی شریعت د ژوند اوټولو معاملاتو لپاره قوانین لری خو زموږ قانون سازاو عملی کوونکی مراجع هغه خاینانو ته چه امنیتی واحد یا وسلی ،مهمات،روغنیات،البسه او ډوډی یی خرڅوی ،ددی جرایمود اشد مواردو مرتکبین یی باید محکوم په اعدام کړی وای، ولو که دنیم حکومت ملاتړ هم ورسره وی او نوری معاملی او مبادلی دی ودرول شی ورنه زیان به تر دی ډیر مضاعف وی.
نو یوازینی لار د خاین او مفسد لپاره قاطع فیصله او تطبیق یی دی چه هم خدای ربالعزت او هم مؤمنان دا خوښوی او هم د خلکو او حکومت واټن کموی او هم د مصلحینو اومفسدینو صفوف جلا او حق پر باطل غالبیږی