د پکتيا د اريوب ځاځيو ولسوالۍ لپاره نومول شوی ولسوال عبدالرحمان  سوله مل وايي، له تېرو څلورو مياشتو را په دې خوا مقرر شوی، خو د دې ولايت ولايتي ادارې له لوري دندې ته نه پريښودل کيږي.

بل لوري د پکتيا د والي وياند روح الله سمون بيا دا خبره نه مني او وايي چې راليږل شوی ولسوال وړتيا نلري.

د اريوب ځاځيو ولسوالۍ لپاره مقرر شوی ولسوال عبدالرحمان سوله مل وايي، د اداري اصلاحاتو له خوا د ازاد رقابت له لاري مقرر شوی خو د پکتيا د ولايت مقام له لوري دندې ته نه پرېښودل کېږي او يوازې د ولايت په مقام کې حاضري امضا کوي.

ښاغلی عبدالرحمان وايي (( زه د ازاد رقابت له مخې په ۱۳۹۲/۸/۴ نېټه د جمهور رييس د ځانګړي حکم په اساس مقرر شوی يم خو يوازې حاضري امضا کوم، څوک مې دلته د ولسوال په توګه نه پېژني او هغه ولسوال چې له ما پخوا د اريوب ځاځيو ولسوال و، هغه اوس هم زما په ځای کار کوي))

نوموړی دا هم وايي، چې د پکتيا والي خلک په دې غلط کړل چې يو پښتون دی او د پښتنو  لپاره به کار وکړي او کله چې پکتيا ته په لومړي ځل راته خلکو يي په ډولونو او اتڼونو هرکلی وکړ خو خلک خبر نه وو چې نوموړی ډاکو او غل دی.

د عبدالرحمان پر وينا، له کله چې د اريوب ځاځیو ولسوال شوی، د پکتيا د ولايتي اداري له لوري له دندې ګوښه شوي ولسوال ازاد خان ته ستاينليک هم ورکړل شوی او په دنده کې هم پاتې ده، حال دا چې زه څلور مياشتې کيږي چې د اداري اصلاحاتو له لوري د ازاد رقابت له لوري ولسوالۍ ته راليږل شویم.

ولسوال عبدالرحمان سوله مل وايي چې د پکتيا والي جمعه خان همدرد د اداري اصلاحاتو د کميسون هغه مکتوب بې ارزښته بولي چې په اساس يې دی د اريوب ځاځيو ولسوال مقرر شوی دی.

د دې تر څنګ همدرد په دې هم تورنوي چې د د ولسمشر حامد کرزي حکم هم نه مني (( چمعه خان له قانون څخه لوړ ځان بولي فوق ځان بولي، هغه وايي چې زما سره دلته څوک په غلا کې شريک وي هغه به دنده اجرا کوي، هغه ته چې څوک پیسې نه ورکوي دندې ته يي نه پريږدي هغه ته د ولس مشر حکم هم ارزښت نلري))

همدارنګه د اريوب ځاځیو ولسوال عبدالرحمان سوله مل وايي چې د والي د دفتر د رييس حشمت الله يوسفي له لوري په مرګ ګواښل شوی او د اته زره امريکايي ډالرو رشوت غوښتنه هم ترې شوې، نوموړی وايي  (( د جمعه خان د دفتر ريس حشمت يوصفي دی، هغه له ما څخه د ۸ زره ډالرو رشوت غوښتنه وکړه، او وويل چې له نورو ولسوالانو څخه ۱۲ زره ډالره اخلو ته ۸ زره ډالره راکړه))

هغه وايي، ما دغه خبره ورسره ونه منله او ورته ومې ويل چې، زه به د رسنيو له لوري خپل اواز وچت کړم،خو راته يي وويل (( اګر صدا بلند کدي به دهن به مرمی می زنيم.))

د پکتيا والي وياند روح الله سمون بيا وايي چې عبدالرحمان سوله مل يې بې کفايته دی او نشي کولی چې د ولسوال په توګه دنده اجرا کړي.

همدا رنګه سمون د اداري اصلاحاتوپه اداره تور پورې کړ چې ولسوال عبدالرحمان سوله مل يې د وړتيا په اساس نه؛ بلکې د اړيکو په اساس رالېږلی (( دی په وړتيا ندی راغلی، په ضوابطو راغلی، مونږ نشو کولی چې يو ولسوال په دنده کې پاتي راشي او په بې کيفاتي يو ځل لري شوی وي او بيا مقرر شي))

د يادې ولسوالۍ لپاره دوه ولسوالان عبدالرحمان سوله مل او ازاد خان په يو وخت د ولسوالۍ د يوې څوکۍ دنده پر مخ بيايي چې يو يې د ولايت په ډاډ دنده سرته رسوي او بل د سيمه ايزو ارګانونو د مقررۍ رسمي مکتوب په لاس لري خو پکتيا کې د  ولسوال دنده نشي اجرا کولی او ورته ويل کيږي چې وړتيا نلري حال دا چې د ولش مشر په حکوم د اداري اصلاحاتو له لوري د وړتيا په بنسټ مقرريږي خو د دندې اجرا کولو حق نه ورکول کيږي.

One thought on “د ولسوالۍ مقام په ۸ زره امريکايي ډالره خرڅيږي/ همت”
  1. اوس ستاسی مقایسه کری د ملا عمر مقرری او د کرزی مقرري ، افسوس صد افسوس په دی ډیموکراسی.

ځواب ورکول کابلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *