تاند: (جبارخېل)- د لومړي ځل لپاره د ملي شورا د ولسي جرګې تالار په سپیو و پلټل شو.

د ولسي جرګې تالار وروسته له هغې په سپیو وپلټل شو چې د افغان ولسمشردویم مرستیال محمد قسیم فهیم د باور رایې د ترلاسه کولو په موخه د شنبې په ورځ ۵ سرپرست وزیران ولسي جرګې ته د باور رایې د اخستلو لپاره ور وپېژندل.

د ولسي جرګې تالار د یادو پنځو وزیرانو له پیژندلو وړاندې د محمد قسیم فهیم د ورتګ لپاره او د ډاډمن امنیت د ټینګښت په موخه پلټل شوی دی. په سپیو د ولسي جرګې د تالار پلټلو د وکیلانو غصه راوپاروله او دا کاریې د ملت کور ته سپکاوی وباله.

د ولسي جرګې غړې آرین یون تاند سره په مرکه کې د فهیم د امنیتي کسانو له لوري په سپیو د جرګې د تالار پلټل د ملت کور ته سپکاوی ګڼي او په کلکه یې غندي.

هغې په سپیو د تالار د پلټلو کیسه داسې را لنډه کړه: (( نن کله چې مارشال صیب ملت کور ته راته نو د ده امنیتي کسانو له هغې وړاندې د جرګې تالار په سپیو وپلټه، دوی همیش له زور څخه کار اخیستی، ملت ته یې سپکاوی کړی خو هیڅوک له دوی څخه پوښتنه نه شي کولی.))

خو محمد قسیم فهیم بیا وویل چې د جرګې تالار د ده امنیتي کسانو نه ده پلټلی بلکې د امنیتي ارګانونو له لوري ترسره شوی او ډیروي چې دی په خدای بشپړ باور لري او ځان ناتوانه نه بولي.

یو شمیر نورو وکیلانو په ټینګار سره غوښتنه کوله تر څو دغه مسله دې وڅیړل شي چې د جرګې دویم مرستیال د څېړنو ژمنه وکړه. د یادولو وړ ده چې د طالبانو له پراځېدو راوروسته د ولسمشر کرزي په راتګ سره په دولسو کلونو راهیسې په افغان دولتي ادارو کې د ډاډمن امنیت په موخه ورتلونکي خلک په سپیو پلټل کیږي.

یاده دې وي، چې محمد قسیم فهیم ضرار احمد مقبل د بهرنیو چارو، محمد عارف نورزی د اوبواو برېښنا، دین محمد مبارز راشدي د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې، شاکر کاګر د سوداګرۍ او محمد اکبر بارکزی د کانونو د وزیر په توګه ولسي جرګې ته پیژندلي او له وکیلانو یې هیله وکړه چې ورته د باور رایه ورکړي.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

17 thoughts on “د ولسي جرګې تالار په سپیو و پلټل شو”
  1. شرم ورته پكار ده دي وكيلانو ته
    كه چيرته دوي واقعي دافغانانو نمايندگي كړي واي نن په د فهيم په شان سپيانو د اولس كور ( پارلمان ) ته سپيان نه راوستل او په داسي سپك نظر به يي نه ورته كتل خو خبره دلته ده چي دا ټولي پلورل شوي څيري دي دا به د ځان نه او يا د اولس دكور ( پارلمان ) نه څه دفاع وكري
    دا دبل په لاس گډيدونكي نانزكي دي دا هيڅ نشي كولاي هسي خپل زړه مه خوري ورته

  2. ولسی جرګه باید د باندینیو چارو وزارت لپاره یو داسی وړ شخص ته رایه ورکړی چی د سیمی او نړیوالو اړیکو پر مخ بيولو لپاره وړتیا ، مسلکی تحصیلات او د ملت باور ولری. ضرار احمد مقبل په ټولو وزارتو کی یو ناکام مامور دی او د دی حساسی دندی لیاقت او وړتیا نه لری. افغانستان له قحط الرجال سره نه دی مخامخ. الحمد الله ډیر وطن دوسته ، مسلکی ، ژبه ور او پو ه کسان شته چی داسی مهمی دندی ته وټاکل شی. راځی له دی سهامی شرکت نه راووځو او د افغانستان په سطحه فکر وکړو.

  3. داسی کسان چی دملت کوو ته په سپکه ستر گه گوری، نو وطن ته به سنگه وفاداره وی؟؟؟؟ ؟ الله دی نور هم وشرمه وی

  4. هاهاها څومره ښه کار سوی، تر څو دا بی غیرته وکیلان پوه سي، چې جومات او د ولسي خلکو کورونه په سپیو تلاشی کول څومر سپک کار او څومره زور غواړي

    زنده باد مــــــــــــــــــــــــــــــار مارشال

  5. دولسی جرګی دغړوسره همدا فهیم برابریږی، فهیم خان ډیر ښه کار کړیدی سپیان خو پریږده چه خوږان(خوګان) ورولی هم په کمه ده، ځکه په ولسی جرګه کی زیاتره په ډالرو خرځ شوی خلک ناست دی ، که داسی نه وای نو دوی به هیځکله هم بسم اله دوزیر په توګه انتخاب کړی نه ، .وای،
    داچه نن دوی په سپیانو تالاشی کیږی دا ډیر ښه کار دی دغلو دتالاشۍ لپاره په دنیا کی خلک همدا سپی کاروی

  6. هر ورځ دافغانانو کورونه او ښځی د امریکایانو په سپیو تلاشی کیږی هیڅوک څه نه وایی نن چه په ډالرو د خرڅ شوو وکیلانو ځای د افغانانو په سپیو تلاشی کیږی عکس العمل ښیی دا ښه کار شوی دی پریږده چه د بیوزله افغانانو له حالته یو څه خبر شی

  7. له بد بتره یی توبه دا خویو عادی کاردی وکیل صاحبان دی په دی نه خفه کیږی له هغی ورځی دی وویریږی چه له ایکسری شعاع څخه په تیریدو یی سیکس تلاشی هره ورځ وشی

  8. د خلکو د خوښې کاریې کړی. څوک وايي چې دغه وکیلان د افغانستان د خلکو نمایندګان دي؟ دوی ټول پلورل شوي څیرې دي. ډیر ښه کارشوی. زنده باد مارشال.

  9. وکیلان دې سپي ته سپکاوی نه کويو، دوی (۹۹٪)که خپل ځان نه پيژني، خلک یې ښه پیژني. تاسو د سپیو خصوصیاتو ته لږ وګورئ بیا قضاوت وکړئ، سپی خپل کور ساتي، خو وکیل یې هره ورځ خرڅوي. سپی خپل کور ته تعهد او وفا لري خو په وکیل کې به یې په ذره بین هم ونه ګورې. سپی خپله دنده او مسولیت پیژني لکه څنګه چې پارلمان تلاشي کړ، خو وکیل کله هم خپل مسوولیت نه دی پیژندلی. سپی یوازې خپل څښتن له لاسه ډوډی خوري او په پردۍ ډوډی کورساتنه نه پریږدي خو وکیل لګیا دي لسګونو کورونو دروازو ته ولاړ دي او دخپل کور جاسوسي په بدل کې ډوډۍ غواړي. او داسې نور ډیر صفتونه… ډیر ښه کار یې کړی د ملت ګور او د لیوانو کور باید همداسې تلاشي شي هه هه هه … چې دا بیچاره سپی به د تلاشي پر وخت څومره په ویره کې وو چې د سلهاو … په منځ کې راګرځیده.

  10. دادی ولسی جرګی محترم وکیلان چه دخلکو په رایه دی ځایی ته رسیدلی دی
    کله چی دخلکو کورونه او جماعتونه په سپیو پلټل کیږی هلته خوهیځ خبره هم نشته ای د ملت دښمنانو تاسی خو لږ په خپلو هیوادوالو هم غیرت وکړی کچیری مو په خپلو هیوادوالو غیرت کړی وایی داسی به نه کیدل تاسی چه په خپل ولس اعتماد نه کوی نو په تاسو به څوک اعتماد وکړی تاسو کله دمظلومو افغانانو په کور باندی چه پلټل کیږی غصه ښکاره کړی او کله موویلی چه دا دافغانانو سپکاوی کیږی په تاسو باندی هیځوک اعتماد نه کوی داعتماد خلک نه یاستی

  11. سلام: ټولو کتونکو ته!
    ډیر ښه کار سوی دهغو خرڅ شوی وکیلانو په باره کښی چه دفهیم رحبری غواړی او ډیر بد کار سوی دهغو لپاره چی په رشتیا دملت استازی دی ، خو دملت استازی باید هغه وخت له غونډی وتلی وای چه سپیان یی لیدلی وای او یا یی فهیم هلته ښه بی عزته کړی وای،
    خوداسی هم کیدای شی چی دسپیانو په ورتګ سره دملت ریښتنی استازی وقهروی تر دباور رایه ورنکړی ولی چی دوه دری بښتانه وزیران دی او بل ځلی به ټول دپښتنو زد دافغان زد او دملت زد کسان ورولیږی او فهیم به ساختګی بخښه وغواړی ټول به په قبول کړی.

  12. ډیرښه یی کړی دی په ټوله دنیاکی دسپوتلاشی اخیستل کیږی ځکه که تاسوفکروکړی دټولی دنیا حاجی صاحبان چی سعودی عربستان ته دحج لپاره زی دجدی په میدان کی اول سپی تلاشی تری اخی بیاهرم شریف ته داخلیږی چی هغه
    حاجان هم دی ددی نیکټایی والاتلاشی خوعدی کاردی

  13. ډیره دشرم او دغیرت خبره ده چی نن دولس کور او دهغو کسانو کور چی هغه خلګو ټاکلی دی هغه دافغانستان دخلګو نمینده ګاندی هغو ته داصلیت او غم خوردګی خطاب کیږی هغه دحیواناتو په ذریعه تلاشی کیږی ایا دا مارشال دغو خلګو نه کی مارشال ټاکلی دی قدرت ته دغو خلګو ونه رساوه نن دی پر هغو خلګو اعتماد نه لری او دوی تلاشی کوی او وایی چی زه پر تاسو اعتماد نه لری ای دا افغانستان جوړیږی په دی افغانستان کی داعتماد فضا رامنځ ته کیداشی او دا وکیلان چی ځانونه دملت نمیندګان بولی او دوی هم سر کښته ورته ناست دی هیڅ نه وایی دوی ته پکار ده چی ورته ووایی محترما ته دا کار کوی ایا اعتماد نه لری نو موږ ته څوک مه معرفی کوه ته خپله اجرات وکړه موږ باندی چی اعتماد نه لری ته دخپل سر یی نو ته خپل کړه نه عملی کړه که چیری دوی خپل دحق دفع ونه کړی او په دالوی لوی ږرو او لنګو ټو سره سره یی داسی بی عزتیا وشی دا به ددوی لپاره ډیره دبیغیرتیا خبره وی

  14. دسپکو به څه سبک شی هر څوګ چی د ی قوم ته سپک اوګوری خدای به یی یو ه ورځ همداسی سپک کړی دا بی شرمه خلک به سبا ددی بی شرمه دولت وزیرانو ته د اعتماد رایه هم ورکوی خو یو خبره چی مهمه ده هغه داده چی له ۱۲ کاله وروسته هم دا دولت په دی کی پاته راغلی چی امنیت تامین کړی یو چاه راته قصه کوله چی د استاد سیاف لیدو ته ورغلو له خبرو ورسته یی له مونږ سره تر دروازی پوری راووته نو په اخر کی یی مونږ ته وویل چی له خپل جیبه هم ډاریږو چی کوم ماین پکی نه وی له دومره ویری سره حکومت کول د حیرانی خبره ده وایی چی یواځی هغه خلک ویریږی کوم چی ایمان نه لری .

  15. ګل احمد . سعودی ته موږ تللی یو ولاکه مو سپی لیدلی دی دا دځا نه وایه او بل هغه دیوه ملک او بل ملک خبره ده دلته ستا کورته ستا ورور راځی اوته ورته وایی چی زه پر تا اعتماد نه لرم زه دی تلاشی کوم ایا دا ستا دورور سره به کوم عیزت پاته شی او دا دخپل ورور عیزت به تا څومره مسخره کړی وی نن چی یو ورور دبل ورور کره ورځی او دروازه په ټک ټک ورخلاصه شی لا یی دا نفس نه اخلی څه داچی پر ټک ټک سربیره ورته ووایی ته ودریږه یوه پلا رانه شی چی زه دی تلاشی کړم مرګ او زندګی ټوله دخدای(ج)په اختیار کی ده او پر خدای(ج)هم اعتماد نه لری

  16. ددی ټولو نظرونو په تاید دا وایم دی وکیل صاحبانو ته چی دغه نظرونه چی دغو اشخاصو درته ویلی دی ټوله چی خپل کورو ته ولاړاست او دهرو خبرو خوراک چښاک څخه مو ځان فارغه کړ نو دځان سره دا خپل کړه او عمل تر مطالعی لاندی راولی یوه پله یی په ډیر دیقت سره وګوری او قضاوت وکړی چی ولی پر موږ داخلګ داسی وایی ایا موږ نه یو برابر او که دوی ناحقه وایی یو به ناحقه وی دوه به ناحقه وی او یا دری به ناحقه وی ټول ولی موږ ملامته وی

ځواب ورکول mirajan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *