تاند- په ولسي جرګه کې نن افشا شوه چې د دې جرګې دوهم نایب په الیکترونیکي تذکره کې د افغان او اسلام کلمې په خپل سر ایستلي او مشرانو جرګې ته یې لېږلي دي.

صالح محمد سلجوقي، چې د هرات د خلکو یو وکیل دی، له افغانیت او اسلامیت سره د شخصي اختلاف له کبله د ولسي جرګې د پرېکړې خلاف مشرانو جرګې ته په استولي مکتوب کې دا دوه کلمې د جرګې له پرېکړې ایستلي دي.

ولسي جرګې څو میاشتې پخوا په الیکترونیکي تذکرو کې د وکړو د مشخصاتو ترڅنګ د هغوی د دین او ملیت یادونه ضروري بللې وه. د جرګې په غونډه کې یو شمېر وکیلانو، چې د ملت پر ځای یې پر قومیت تاکید درلود، د افغان کلمې له لیکلو سره مخالفت کړی و.

د ولسي جرګې ځینو مخکښو او خوله ورو غړیو نن /شنبه/ د جرګې په غونډه کې په زغرده وویل چې ښاغلي سلجوقي مشرانو جرګې ته په استولي لیک کې خپل شخصي اغراض شامل کړي دي.

ولسي جرګې په خپله پرېکړه کې ویلي و چې د قومونو د ذکرولو پرځای د افغان او مسلمان کلمې ذکرول کافي دي او د هر فرد قومیت دې په ډتابېس یا اسنادو کې ولیکل شي.

د ولسي جرګې یوه غړي کمال ناصر اصولي په جرګه کې ټولو حاضرو وکیلانو ته د ولسي جرګې د پرېکړې اصلي کاپي او د سلجوقي له لوري مشرانو جرګې ته استولې کاپي وښوده او غوښتنه یې وکړه چې باید سلجوقي د دې ملي خیانت او د ولسي جرګې د پرېکړې د سپکاوي ځواب ووايي.

ده چې د ولسي جرګې د پرېکړې کاپي او د سلجوقي له لوري استول شوی مکتوب په لاس کې لرل، وویل:«د غه مکتوب د سلجوقي صاحب په امضا مشرانو جرګې ته تللی دی. سلجوقي صاحب ما او تا چې په دفتر کې ناست وو، درته مې وویل چې قضیه تصویب شوه او تا وویل، هو، تصویب شوه، نو له هغې وروسته دی بیا دوه بیل بیل مکتوبونه مشرانوجرګې ته استولي دي.
له اداري هیات څخه هیله ده، دا د افغانستان موضوع ده، په دې کې خیانت کول، جواز نه لري او عامل یې باید څارنوالۍ ته معرفي شي.»

سلجوقي سره له دې چې په غونډه کې حاضر و، سر ټیټ نیولی و او د نیوکې په وړاندې پټه خوله پاتې شو.

د جرګې ځینو غړیو څارنوالۍ ته د سلجوقي د معرفي کولو غوښتنه کوله خو د ولسي جرګې ريیس عبدالروف ابراهیمي وویل چې څلور تنه وکیلان ګوماري چې د جرګې په دارالانشا کې د جرګې پرېکړه او د مکتوبونو اصلي بڼه ترلاسه کړي.

ښاغلي ابراهیمي وویل :« محترم کټوازی صاحب، عثماني صاحب، غفاري صاحب، منګل خور او نجرابي صاحب دې په دارالانشاء کې دا مکتوب او د ولسي جرګې پرېکړه وپلټي او موږ ته دې راوړي.»

27 thoughts on “د ولسي جرګې دوهم مرستیال له افغانیت او اسلامیت سره په دښمنۍ تورن شو”
  1. To be proud to have a great MP KAMA NASIR USSOLY from loya paktia khost who always confronting anti afghans internal enemies in afghans parliament . Shame to the other pashtoon names MP who only fighting for their dirty pocket listening to internal enemies which always insulting our motherland and our national heroes .

  2. سلجوقي ډېر لوی ملي خیانت کړی، باید موضوع يي څارنوالۍ ته د لا نور تحقیق لپاره واستول شی . ځکه په تحقیق کې به راووځي چې نوموړي داسې خیانت ته ایا د ایران او یا د کوم بل چا لخوا او یا د ډالرو په مقابل کې هڅول شوی دي، که څنګه ؟ ښايي په تحقیق کې نورې خبرې هم راووځي. ي

  3. در هر چیز مزاق ، در ریش بابه هم مزاق.
    اګر نه دیدی ، دزدی و اګر دیدی مزاق.
    سلجوقی به فکر کړی وی چی د ا دومره نور کارونه وشول ، دایی پر باندی. د نورو چا پوښتنه وکړه چی د دی به څوک پوښتنه وکړی.
    که مونږ ځانونه افغانان و نه بولو او زمونږ پر تذکرو کی فرضا پښتون ، تاجیک ، ازبک ، ترکمن ، هزاره ، سلجوقی ، ایماق ، بلوچ یا …. ولیکل شی نو بیا به نړیوال زمونږ هویت څنګه وپيژنی چی مونږ له کوم هیواده راغلی یو او څوک یو؟ پښتانه په پاکستان کی، تاجیکان په تاجیکستان کی ، ازبکان په ازبکستان کی ، ترکمنان په ترکمنستان ، ایران او ترکیه کی ، بلوچان په ایران او پاکستان کی ، هزاره ګان په ایران او پاکستان کی د میشت خلکو قومونه هم دی ، نو بیا به زمونږ او د هغوی ترمنځ فرق په څه سره کیږی؟ او که برعکس د هغو هیوادونو خلک چی په پورته قومونو پوری اړه لری ، که فرضا ادعا وکړی چی زه هم ستاسو د ملک تبعه یم او دلته د کور، مځکی او ملکیت دعوه وکړی نو په څه به یی ورسره سپینه وو؟
    درنو هیواد والو راځی له قوم نه را ووځو او لږ شانته وسیع فکر وکړو ، یو بل په غیږ کی ونیسو او د مینی او محبت په فضا کی ګډ ژوند سره وکړو. زمونږ له اختلافاتو زمونږ د هیواد او سیمی دښمنان ګټه اخلی . زه به خپل بلوڅ او هزاره یا بل څوک د نړۍ له بل هیڅ انسان سره بدل نه کړم. زما بلوڅان او هزاره ګان ماته تر هرچا ښه دی. زه له دوی سره مشترکه ژبه ، کلتور او هیواد لرم. یوپر بل باید چی د ښمن مقابل کی ملاتړ وکړو او له ځانه تیر شو. اختلافات او بی اتفاقی اچول د شیطان کار دی او له شیطان سره باید چی مبارزی ته دوام ورکړو.
    که مونږ سره یو اوسو د هیچا زور په مونږه نه رسیږی د روس په مقابل کی د افغانستان ټول ورونه قومونه سره یو شول او هریوه د خپل وس اوتوان په اندازه مبارزه وکړه او فرضا دوی په قومونو ویشل شوی وای . نو دښمن به هم یو یو قوم ته ماته ورکوله او له منځه به یی ووړ.
    نن په امریکا ، استرالیا یا اروپا کی داسی ملک نشته چی خالص د یوه قوم خلک دی پکی و اوسی . په هر هیواد کی تر دوسوو زیات قومونو خلک اوسیږی اما په پاسپورت کی یی یواځی مثلا برتش، فرانس ، جرمن یا ایالین لیکل کیږی. نو مونږ به ولی د افغان پر کلیمه شرمیږو.

  4. سلام ،
    نه با كرزي غيرت و همت مانده نه با وكيلان ، مژده با روز روشن با وطنفروشان تماس ميگيرد و دسيسه ضد ملت را طرح ريزي ميكند و اين مژده ثاني در خود پارلمان خانه ملت سر خود را مثلكه .. ن داده باشد قرار در خود پارلمان شسته . اين است حا و احوال ملت و خانه ملت .

  5. ابراهیمی صاحب نه اوس خپله پریکړه هیره ده اوکه له حقیقت سخه سترګی پټوی چه د مسلی ته اوس هیات ټاکی لعنت دوی پر ده اودده په هم فکرانو

  6. داسلجوقیان دایران داستبدادی اومزدور رژیم جاسوسان دی چه شپه اوورځ دسپاه پاسداران په چوپړکی دی اوله هغوی څخه دستور اخلی اودهغوی ددستور اوهدایاتو مطابق خپل کارونه مخته وړی په هرصورت داجاسوس اوغلام باید په عاجله توګه لوی څارنوالی ته معرفی شی ترڅودخپلو ناولو اعمالو په سزاورسیږی

  7. داخلکہ ناشکرتہ دی دوئ یوگولہ مڑی فیدا کڑہ لزکہ داخبری کوی او کرزی صاحب لحد زیات انجازات ورکڑی اوخلک باید داسی وکیلانوتہ رائ ورنکہ چیدیئتہ مشکیلات رافیداکوی پہ عمومی ڈول دی افغان پکی ولکی خوپہ ارشیف کیدی هرسوک دخپل قوم پہ نامہ ولیکل شی خلاص گڈوڈیتہ ضرورت نشتہ

  8. دا سلجوقی دی که ساجوقی دی په هرحال دا نه یوازی چی ملی خیانت یی کړی بلکی دولسی جرگی داستازو پریکړی ته یی په سپک نظر کتلی با ید سمدستی د هیواد لوی څارنوالی ته ور وپیژندل شی ترڅو دخپلو اعمالو په سزا ورسیزی او په راتلونکی کی نورو داسی مغرضو او بی هویته اشخاصو ته چی هغه ملی خیانت کوی او ملی یوالی ته زیان رسوی دعبرت درس وی

  9. ملی خاینان څه ته وایی دخپل هویت نه انکار او نوروته کار کول دی ښاغلی ملی خیانت کری او دافغانستان دجزا دقانون له مخی دتزویرجرم کری دی اوڅارنوالی ته دملی خیانت او دتزویر دجرم په مظنونیت معرفی شی.

  10. ډیر ډیر افسوس دافغا نستا ن دملت په کور کی دغسی بی مسو لیته مکتو بونه اسلا م اوافغا نیت ته سپکوی کیږی ابراهیمی صا حب دمو ضوع پلټنه کوی دا ولی؟ دپا رلمان غړی هغه څوک چه ور با ندی حسا ب کیده نن دومره فا سد او کا ذب چه اسلا م ته سپکوی افغا نیت ته سپکوی دغسی منفور بی وجدانه خلک رښتیا چه پرادی مزدوران دی ملت به څه طمعه او توا قع ولری ددغسی مز دور صفته وکیلا نو رټل شړل او سپکوی پکار ده مرګ پر دوی:

  11. وطنپا لو افغا نا نو وروڼو !!!!!!!!!! نن ورځ چې ګران افغانیستان دتا ریخ دډیرو حسا سو شیبو څخه تیریږې نو پوهه او یو والی ډیر ضرورې دی.تاسې فکر وکړی چې نن اقلیتونه ملیتونه غواړې چې ځا ن اکثریت او موږ اقلیت وښیې.دخدای بخښلې پا چا خان خا ن عبدالغفا ر خا ن وینا ته پا م وکړی چې:یا به یو کیږو کنې ورکیږو.اقلیتونه غواړې چې دلته فډرالې نظام منځ ته راوړې.فډرالې نظام په نړۍ کښې منل سوی ښه نظام دی.خونه زموږ دپاره.ځکه زموږ سویه ډیره ټیټه ده حتا چې تر اوسه پورې موږ دبیګا نه و په اشا ره مکتبونه ،شفاخانې ، پلونه حتا ټول هیواد تخریبوو. ڼوټ:زه شخصا دپا چا دمفکورې پلوې او همفکره نه یم او مذهبې سړی یم.خوخو څو کاله مخکې مې یوه شپه امریکاږغ راډیو ته غوږوم.چې په راډیو کښې میلمه په صوبه سرحد دمتحده مجلس عمل دخزا نې وزیر او دجما عت اسلامې غړی سراج الحق (زه یې سراج البا طل)بولم.ده د دجنوب ختیځ ګا ونډی دموسس علې جناح دنامه سره یې رحمه الله علیه وویل. تاسې فکر وکړی چې علې جناح داسلا م او زموږ دهیواد سره څه کړیدې؟ (صرف دښمنې) زه شخصا هم یو وخت دګلبدین او نورو……….به خبرو غولیدلی وم.. خواوس اتیا ییزه لسیزه نه ده ډیرو افغا نا نو زما په شا ن ګلبدین ، جما عت اسلا مې ،مودودی ،تازې حسین اوددوی استخبا راتې با دارا ن پیژندلی دې.په اخیره کښې یوه دوعا کوم چې: یا الله (ج) افغانان داسلا م پر مبارک دین قا یم اودایم ولری امین خو یا الله (ج)داسلام په نامه یې نور مه غولوې.ځک ه زموږدهیواد والوزیاته برخه سپین زړګیا ن او سا ده ګا ن یا الله (ج) نورد وې دجهل د مر تبې څخه را وبا سې امین ثم امین

  12. په الکترو نیکي تذکرو کې د افغانیت او اسلامیت د نومونو ایستل او لیرې کول
    کومه اشتباهي او ناڅاپي پېښه نه ده . ځکه د افغان له نوم سره له هغې ورځې را په ایسته اختلاف روان دﺉ په کومه چې د تاجیکستان له کولاب ، ازبېکستان ، ترکمنستان ، ایران او ځینو نورو هېوادونو څخه پردي غیر افغاني خلک د یوه دستور او اوږد مهالې برنامې له مخې را د ننه کړی شول .په دغه ډول خلکو کې د مذهب اواقلیتونو د محرومیت په نومونو د نفاق او کرکې روح له بهره ور پوکېدله .ځینو سیمه ییزو او نړیوالو استخباراتي کړیو او جاسوسي سازمانونو خو آن د افغانستان د سره وېشلو او واک خپلولو سبقونه ور کړي وو . او دا لړۍ لا تر ننه پورې همداسې غځېدلې په میراٍ ث را پاتې ده . چې دا ټولې دسیسې او تو طیْې په اسرا ایْلو کې جوړېږي ، منافق انګلیسان یې تیتوي او زموږ ساده خلک یې مني . دوی نه یواځې د افغانیت کلمې ته پاخه ناست دي ، بلکي د اسلامیت کلمه لا په سر کې نه مني . ځکه خو یې لومړی په اروپایي هېوادونو کې د شیطاني وحی په نامه د حضرت محمد (ص) کاریکاتور و ایسته . بیا یې د احتجاج په توګه قر آن عظیم الشأن په امریکا کې وسو ځاوه او اسلام یې د افراطي دین په نامه معرفي کړ . خو اوس په افغانستان کې لګیا دي چې د افغانانو دین او هویت دواړه له یوې مخې په یوه بټن وهلو ور ورک کړي . په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې تذکره او پاسپورټ دواړه د یوه انسان د پېژند ګلوۍ رسمي هویت په ګوته کوي . استعمار په تېرو انتخاباتو کې د د همداسې پرېکړو د تسوید له پاره په ؤلسي جرګه کې خپل دغه ډول خود فروخته او خود غرضه عناصرو ته د کابل په کوڅو کې د رأیو تر لاسه کولو زمینه برابره کړه چې نن سلجوقي غوندې کسان هم په افغانستان او اسلام باندې ملنډې وهي . خو یهودو او عیسویانو د خپلو اسلافو په څېر په افغانستان کې هم د سلجوقي په خوله د قرآن آیتونه له رسمي مقننه آدرسه ردوي .ځکه چې دا د قرآن صریح نص دﺉ چې خپله الله تبارک وتعالی په خپل کتاب قرآن عظیم الشأن کې فرمایلي : ((ما تاسې د یوه نر ( آدم ) او یوې ښځې ( حوا ) څخه پیداکړي یاست . بیا مې په خپلو کې قوم قوم او قبیلې قبیلې وګرځولۍ، دا ځکه تاسې یو بل سره و پېژنۍ .تاسې یو پر بل فضیلت او بر تري نه لرۍ ، مګر په نزد د خدای (ج) له تاسو څخه هغه څوک غوره او دوست دﺉ چې ډېره تقوا ولري )) . بل لور ته (رجم ) د الله (ج) ښکاره حکم دﺉ . خو د اروپایي هېوادونو څخه د یوه هېواد صدر اعظم افغانستان ته ګواښونه کوي چې که دا ماده فسخ نه کړۍ ، موږ به خپلې مرستې در باندې بندې کړو . ددې معنا دا ده چې ددوی د خپلې کاذبانه ډمو کراسۍ تر شعار لاندې افغانان او افغان حکومت د الهي اوامرو د تطبیق څخه منع کوي . او ور ته وایي چې الهي امرونه مه منۍ ، بلکي زموږ امرونه ومنۍ ، ځکه چې موږ پیسې درکوو . مرګ په داسې بشر دوستانه مرستو چې د خدای تعالی له بندګۍ مو پرې ایساروي . د ؤلسي جرګې غړی او دوهم مرستیال صالح محمد سلجوقي چې په لوی لاس یې د خدای تعالی قانون ته په سپکه سترګه کتلي او د ( لتعارفوا ) آیت یې په بېباکانه ، منافقانه او مرموزانه توګه در کړی ، یو آیت او ټول قرآن ټول یوشی او یو اصل دﺉ ، څه د یوه آیت ردول ، او څه د ټول قر آن نه منل ټول یو دي . حکومت که په ریښتیا د اسلام دغوا لري او ځان د افغانستان د مسلمان ملت اصلي وارث او استازی ګڼي ، نو ور ته لازمه ده چې د سلجوقي په څېر عناصر شرعي محکمې ته را کش کړي تر څو د افغانانو یقین ور باندې پوخ شي . که نه نو هسې خوشې په خوشې دې ځان بې اوماچه نه خولې کوي ، والسلام . او نه دې ټر په پرو بدلوي

  13. زه خو داسی فکر کوم چه باید به تذکره کی باید قوم او دین ولیکل شی که ونه لیکل شی نو زه سنگه کولی شوم په راتلونکو کی دخپل دینی او ملی ارزشتونو سخه دفاع وکرم، خینی خلک په دی نظر دی چه که چیری په الکترونیکی تذکره کی افغان ولیکو نو ملی وحدت تامین کیدی شی خو ملی وحدت هغه وخت پیدا کیژی چه مونژ افغانان یو بل ته متقابل احترام ولرو او یو بل ومنو

  14. دجرګی مشر ښاغلی ابراهیمی صاحب ښه پریکړه کړی ده چی لمړی باید تحقیق وشی، کله چی تحقیقات بشپړ شول او دا یی وښوده چی نوموړی قصدا دا کار کړی نو په هغه صورت کی داسی غټ ملی خاین ته معافی کول له ټول ملت سره جفا ده دی باید د خپلو اعمالو په سزا ورسیږی ، په لمړی قدم کی دی د ملت له کور څخه وایستل شی، پارلمانه مصونیت دی تر لری شی، سرحدی پولیسو ته دی دده په هکله رسمی خبر ورکول شی چی دهیواد څخه بهر ونه تښتی او بیا دی دافغانستان دنافذه قوانینو سره پخپله په افغانستان کی محاکمه شی.

  15. سلام
    دا خو لومړی ځل نه دی چې دا ډول ملی خیانتونه په وطن د مینو کسانو له خوا افشاه کیږي. داسې خیانتونه د حکومت په لوړه سطحه هم شوي دي لکه له ایران څخه په پټه د ریس جمهور له خوا ډالر اخیستل کیدل، د ځمکو غضبول او داسې نور موضوعات چې موږ او تاسو یې شاهدان یو. داسې ملی خاینین باید محاکمه شي او په دار وڅړول شي تر څو نورو ته د عبرت درس شي. هر ځل چې داسی ملی خیانتونه شوي یوازی یو څو ورځې په هغه مطبوعات خبری وکړي بیا له ټولو له یاده څي او څوک نشته چې بیا یی پوشتنه وکړي. خدای د وکړي چي دا شروع وي او په کلکه دا ډول موضوعات وڅیړل شي او نتیجه یی ټول ملت روښانه شي تر څو خلک ډاډمن شي چي دا وطن لکه په سر پوښه دیک نه دی

  16. سلجوقی دا کار پدی خاطر کړیدی چه پښتانه په قهر کړی اوپه راتلونکی کی داروپا لپاره دخپلو وتلو لپاره اسناد پیدا کړی،

  17. ما په هرات پوهنتون کی تحصیل کری دی د سلجوقی صاحب په هکله دیر معلومات لرم سلجوقی صاحب دیر متعصب او شعلیی او کمونیست دی او دی غوریانو د والسوالی اوسیدونکی دی او له حد نه زیات اخلاقی ضعف لری
    او تاسی به د لطیف فدرام او فوزیه کوفی په قیصو نه وی خبر راشی زه یی قیصی درته وکوم

  18. که دا نوشیروان وی دیری خرابی به ووینی

    داسی بی دینان او احمقان دیر سته په دی وطن کی لا نور پسی گوره چی نور به چومره دسلجوقی په شان دخرجدال پسی جی

    سلجوقی یو بی دینه حیوان دی

  19. دغه شان غلامان او ارامیان دپه دار شی ترڅو نور غلامان او ملی خاینان تری درس زده کړی

  20. عزتمند اصولی صاحب!
    ځما احترامات ومنه.
    نه پوهیږم چه په کومو الفاظو دی وستایم؟
    هر څه چه فکر کوم نشم کولی چه څرنګه دی وستایم.
    ځما د پلار تره زوی چه د انګلیسانو په مقابل کی جنګ ته تله موری ورته دمخه ښی په وخت کی وویل:
    زویه په مخه ښه شه، هم غازی شی هم شهید شی، هم صحیح سلامت کورته راشی.
    تا د مشرانود جرګی خرڅ کړی اسلام وګټه، ته غازی شوی.
    تا د مشرانو د جرګی خرڅکړی افغان ملت وګټه، ته شهید شوی.
    دا چه میدان دی وګټه او صحیح سلامت یی دافغانستان د خلکو ملی قهرمان یی.
    مرګ په وطن فروشانو او اسلام خرڅوونکو.
    ژوندی دی وی د وطن او دین خواخوږی.
    پ درناوی.
    جنرال حبیب الله جلال زوی خوګیاڼی!

  21. Deall All Salam
    This is Afghanistan, not (Iron, Tajijistan, Uzbakistan, Turkmanistan…) if any people want any other name they can go to there original country.
    Out of Afghanistan we are called Afghani only and we are Afghan.
    this person must see what he did (removing of Islam and Afghan from Tazkara)

  22. سلجوقي د ملت او اسلامیت خاین دی او دا خبره باید جدي ونیول شي یو خو یې ملي او اسلامي خیانت کړی او بل يې د ولسي جرګې !د پریکړې سپکوی کړی نه یوازې سلجوقي بکلې زیاتره نور هم شته او خدای ج د ټول جاسوسان همداسې د ملت په وړاندې وشرموې

  23. داخلک دامریکایانو په موجودیت کی داخبری اوجرآت کوی، انشآاله حالات په بدلون کی دی دخدای نه به خیر غواړو

ځواب ورکول انجینیر فیض احد فیضی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *