تاند، چهار شنبه، د قوس ۱۳مه: نن په ولسي جرګه کې د دوو وکیلانو بلقیس روشن او الله ګل مجاهد تر منځ شخړه شوې ده.
بلقیس روشن تاند ته وايي، چې الله ګل مجاهد په مرګ ګواښلې ده، خو الله ګل مجاهد بیا دا تور ردوي او وايي چې بلقیس روشن مجاهدینو ته سپکاوی کړی دی.
وکیلان وايي، دا نښته تېره ورځ سه شنبه د شکایتونو په کمېسیون کې شوې وه، خو نن یې سر د جرګې عمومي غونډې ته هم وتلی او دواړ وکیلانو یو بل ته سخت ګواښونه کړي دي.
بلقیس روشن وايي: (( تېره ورځ په کمېسیون کې جنګ وشو او اوازه شوه چې بلقیس روشن مړه شوېده، خو انسان وژونکي چې په دې کار کې پخه سابقه لري، په دې خبره خاندي، تېره ورځ الله ګل مجاهد وویل چې بلقیس روشن له کابله ورکوم، وژنم یې، ځکه هغه یوه ښځه ده، باید په کور کېني.))
بلقیس روشن وايي، الله ګل مجاهد ورته ښکنځل کړي دي او ورته یې ویلي دي چې ته خو ورکه شه چې اوس دې ورته وهم.
نوموړې وايي، له پېښې وروسته نورو وکیلانو هم پر ځای د دې چې دفاع یې وکړي ورته ویلي چې دا سړی وبخښه یا یې پر وړاندې خاموشه کېنه.
خو الله ګل مجاهد بیا وویل، میرمن بلقیس په مړو، شهیدانو او مجاهدینو پسې له خبرو کولو پرته بل کار نه لري: (( تېره ورځ کمېسیون ته دوه سپین ږیرو عریضه راوړې وه چې د کمیسیون کارمندانو ورسره ناسم چلند وکړ او ما یې مخه ونیوله، په دې وخت کې بلقیس روشن زه په قاب وویشتم، زه په دې کار هغې ته څه ووایم؟ پر ما تر اوسه هیڅ نارینه ګوزار نه دی کړی.))
په غونډه کې رمضان بشردوست بیا وویل، کله چې د افغانستان په پارلمان کې د ښځو سره تاوتریخوالی کېږي دا د هغه په وینا د تاسف وړ خبره ده.
د جرګې مشر میر رحمان رحماني هم د دواړو وکیلانو تر منځ شخړه د خپګان وړ بللې او زیاته کړې یې ده چې پارلمان د ټول کور دی او په دې کور کې باید د یو بل درناوی وشي.
خو دا په داسې حال کې ده چې په ولي جرګه کې دننه د وکیلانو تر منځ شخړې کومه نوې خبره نه ده .
AL LAGUL JAANAH;THE WORLD OF JIHAAD MORE EXPIRED;
WE DON,T HAVE GOOD MEMORY FROM JIHAAD&MUJAHD;
NOW IS TIME TO WORK FOR PEOPLES.
DO NOT TREAT PEOPLES ANY MORE.
ZENDA BAD SISTER BALQIS ROSHAN
هر څوک چې د ملت په کور کې جنګ کوي ، او بیا دغه شان جاهله ، آن پړه ، ټوپک پاله او یو چې ځان ته مجاهد وایي او بله ځان ته خلقۍ پرچمۍ او شوروۍ وایي ، دا هرڅه نور په دې هیواد کې نه چلیږي ، مونږ عام خلک ، ولسونه نور د دې ډرامو نه په تنګ شوي یو ، زما په فکر سره چې دوی شرم ، حیا، عزت ناموس نه لري ، د غیرت او انسانیت په نوم څه نه پیژني ، دغه الله ګل مجاهد شین خر دی ، دغه ځورواکی دی ، او دغه بلقیسه هم چندانې ښځه نه ده ، بې کاره پرزه ده چې سړي په قابونو ولي او بیا سړو سره خولی وهي ، دوی دواړو ته باید یوه عبرتناکه سزا ورکړل شي ، چې بیا چارواکي داسې کارونه ونه کړي ، دوی باید د هیواده جلا وطنه شي ، او د افغانستان څخه وژړل شي ، تر څو دوی ته د دې خاورې قدر او ارزښت مالوم شي .
نور مونږ د ویشل کیدو او جبهییز کیدو ته اړتیا نه لرو ، مونږ نور د مجاهد جهاد روس امریکا ټلواله طالب داعش او جنبش د دې نومونو نه نفرت لرو ، مونږ یواځی سوله ، امن ، سوکالي ، زده کړې ، هوساینه او خپلواکۍ او کار او زیار او د وطن د پرمختیا او د افغانانو د مینې او یووالي سره اشنا یو ، دغه نومونه زمونږ خوښیږي ، تیرې سناریوګانو مونږ ته یواځې بدبختي ، ویشلتیا او پروپاګنده او دروغ راوړي ، زه په داسې جهاد به څه وکړم ، چې یو افغان بل افغان په ډیره بې رحمۍ سره وژنې ، وطن لوټې لوټې کوي ، همدغه جهاد د روس او امریکا د ښکرورو طاقتونو جنګ و، او مونږ ورله د ځان مال ایمان او افغانستان د بربادۍ قرباني ورکړه .
نور وخت د ولسواکۍ ، زده کړو، سولې اتحاد او ساینس او نړۍ سره د سیالۍ او پرمختګ دی . د خدای لپاره نور د دغه شرم او ذلت نه وتل پکار دي .
لعنت دخدای دې په هغه چا وی چې ده ته یې رایه ورکړې – دا تاریخ تیرشوی به څه وخت ورک شی
چی د ولسی جرګی د وکیلانو تر منځ شخړه کومه نوی خبره نده نو بیا څه ضرورت وو چی دا خبر مو خپروی؟