تاند- د راپورونو له مخې د ولسي جرګې د رييس اوښی د تاجکستان خاورې ته د مخدرو موادو د وړلو په مهال ووژل شو.
د کندوز د امام صاحب امنیه قومندان احمد شاه فرامرز وړمه شپه د تاجکستان د سرحدي ځواکونو له لوري د بوته کشان په سیمه کې داسي مهال ووژل شو چې غوښتل یې ډېر مخدر مواد دغه شمالي ګاونډي هیواد ته قاچاق کړي.
ویل شوي چې له قومندان فرامرز سره د څلورم سرحدي کنډک د قومندان ورور مولوي صدي هم ټپي شوی او په تېښته بریالی شوی دی.
تاجک چارواکو د امام صاحب له امنیه قومندان سره زیاته اندازه مخدر مواد او یو کلاشینکوف نیولي او د نوموړي مړی یې په امام صاحب کې مسوولانو ته سپارلی دی. پر امام صاحب ولسوالي، چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د بهېدونکي امو دریا پر غاړه پرته ده، د ولسي جرګې د رييس کورنۍ او د مخدرو موادو مافیا کنټرول لري.
د ابراهیمي پر کورنۍ له پخوا څخه د مخدرو موادو د کارو بار تور پوري کېږي.
ډېر خواشينوونکی خبر و، اوس په کار ده، چې د مدني ټولنې فعالان او پر هېواد نور مين خلک د ملي تالان د مشر سره خپل تعذيت په مکارانه انداز کې څرګند کړي.
په نېکه لار کې يې شهادت نصيب شو.
انا لله وانا اليه راجعون اللهم اغفر له وارحمه
په ډیره خواشینی سره مو د تاند له ښکلی ویبپاڼی نه اطلاع تر لاسه کړه چی د افغانستان د اسلامی جمهوریت د ملی شورا د ولسی جرګی د رییس اوښی او د کندوز د امام صاحب امنیه قومندان احمد شاه فرامرز وړمه شپه د تاجکستان د سرحدي ځواکونو له لوري د بوته کشان په سیمه کې داسي مهال ووژل شو چې غوښتل یې ډېر مخدر مواد دغه شمالي ګاونډي هیواد ته قاچاق کړي.
د افغانستان مجاهد خلک د مخدره موادو د قاچاق شهید فرامرز شهادت د ولسی جرګی مشر او د دی جرګی ټولو غړو او د کندوز شریفو خلکو ته خصوصا علم سیاه ته تسلییت وایی ، شهید ته جنت الفردوس او خپلوانو ته یی د زړه صبر غواړی.
د مرحوم شهادت په داسی مهال کی واقع شوی دی چی د افغانستان د اجراییه شورا رییس د تاجکستان د دوست او ګاونډی هیواد نه په دوستانه او د ښه نیت په سفر بوخت دی. هیله ده چی زمونږ مشران د شهید د کورنی د تسلییت لپاره لازمه خساره جبران کړی.
الله تعالی په یو یو شرموی د چا دکورنه زانمرگی راوزی او دچا خپلوان په قاچاقو کی وژل کیژی
Mr. Ibrahimi and his family are above the law because he is the head of the parliament. He may be given the red card of immunity by Shorai Nizar and Northern Alliance.(:
deeer da koshali jai da che dasi munafiqeen la mandza zi. 🙂
چې د ښه بوره او ډېر قدرت او پیسو توان و نه لري کله قاچاق کولای شي ؟