تاند- د ډېرو افغانانو، په تېره د کابل ښاریانو غوسه هغه مهال لا زیاته وپارېده چې د د ولسي جرګې د یوه وکیل د بدماشو ساتونکو له لوري پولیس ووهل شول او د لانجې له کبله یې یوه اومیندواره مېرمن مړه شوه.

په ټولنیزو رسنیو کې د ولسي جرګې د غړي سمیع الله صمیم د ساتونکو او پولیسو د اخ و ډب ویدیو خپره شوې ده.

دا شخړه د یکشنبې په ورځ هغه مهال ونښته چې پولیسو د ولسي جرګې د وکیل سمیع الله صمیم موټر د تلاشۍ لپاره ودراوه خو د وکیل پر ساتونکو دا کار بد ولګېده او پولیس یې په خورا بې رحمۍ ووهل.

د پلازمېنې د اوسېدونکو، چې د دې بدماشۍ په لیدو غوسه شوي ول، قهر یې هغه مهال لا زیات شو چې خبر شول د زورواک د ساتونکو او پولیسو د لانجې له کبله یوه اومیندواره مېرمن د لارې د بندېدو په خاطر تر روغتونه ونه رسېده او په لاره یې سا ورکړه.

ګڼو خلکو د ولسي جرګې د غړي صمیم د باډي ګاردانو له لوري د پولیسو خلاف غیرقانوني اقدام او د هغو وهل غندلي او دا کار یې د قانون سرغړونه او له بدماشۍ سره مترادف بللی دی.

په خپرې شوې ویدیو کې لیدل کېږي چې د ولسي جرګې د غړي صمیم ساتونکي په ډېره بې رحمۍ پولیس وهي. حال دا چې د ښاریانو د امنیت د ساتنې لپاره دا د پولیسو حق دی چې هر مشکوک موټر تلاشي کړي او له سپرلیو څخه یې پوښتنې وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ولسي جرګې د غړیو ساتونکي پولیس وهي.

د ولسي جرګې غړی صمیم ادعا کوي چې د ده ساتونکو هیڅوک نه دي وهلي. دی دا ادعا هم کوي چې پولیسو د ده پر موټر ډزې کړي دي.

11 thoughts on “د ولسي جرګې د غړي د ساتونکو له لوري د پولیسو وهلو د خلکو غوسه پارولې”
  1. د يو وکيل د ساتونکو لخوا د يو پوليس د وهل کېدو په اړه د ځينو خلکو اعلاميې
    ولسمشر غني:
    په راتلونکو څلورو کلونو کې به د الاجلوشانوهو په مرسته داسې یو چارچوب رامنځته کړو، سي وکولای سو، خپل ملي پولیس د وکیل صاحبانو او سناتور صاحبانو د ساتونکو له وهلو ټکولو وژغورو او د تېښتې لار ورته برابره کړو.
    عبدالله:
    موژ په تول توان کوشش کوو چی خپل وکیل صاحبان ته داسی زمینه فراهم کلو چی هر وخت وکولای شی د پولیس د شکایت په وخت کې مراجعه وکړی، اجرائیه ریاست ته. که پوليس هحداسې سرکشي ته دوام ورکړي نو موږ موازي حکومت اعلانوو.
    طالبان:
    هغه زړور مجاهدین چی نن یې د یرغلګرو یو غلام عسکر وهلی و، د مجاهدینو له لیکو سره یو ځای شول. موږ ورته سر له اوسه د جنت زېری ورکوو او دوه سپېشل حورې مو ورته تيارې کړې.
    محقق:
    ده ای مملکت حق عقليت ها هميشه خورده موشه، وکلای محترم هزارستان هم بايد ای حق ره داشته باشن که پوليسه لت و کوب کونن.
    سیاف:
    هغه پولیس چې د مجاهد د موټر بې احترامي کوي، سل کاله به په دوزخ کې وي.
    دا زه نه وایم دا خدای وایي.
    د ضیا له طنزونو څخه

  2. قانون باید په ټولو باندی یو ډول تطبیق شی . د ولسی جرګی غړی دا حق نه لری چی ملی پولیس یا هغه څوک چی شپه او ورځ د هیواد ، خلکو او خپله د سمیع الله صمیم او نورو وکیلانو امنیت ساتی ، پداسی بیشرمی سره ووهي که کوم څوک اعتراض، شکایت ، ګیله او یا بل هدف لری ، مهربانی د وکړی عدلی او قضایی ارګانونو ته دی مراجعه وکړی. وکیل هیڅکله د حکومت دنده نشی ترسره کولی.

  3. موږ ډیر ځلی لیدلی چی دا اوباش وکیلان د فرعونانو په څیر په موټرو کښی سپاره وی او والله که داسی وایی چی به مرګ لری. سوال دلته دی چی اوس به زموږ دا بیغیرته او بی همته حکومت چی صرف د غریبو مسلمانانو د وژلو او ټکولو لپاره جوړ دی څه وکړی داو وهل او ټکول په دی معنی دی چی ددی خاوری نظامی قوواوی دا د پارلمان وکیلانو ته هیڅ ارزښت نلری نو ځکه دوی هر ځای هره ورځ په درجنو وژل کیږی زه که د پولیسو پر ځای وای نه وکیل او نه یی هم باډی ګارد راڅخه ژوندی تلای سوی. اوس نو حکومت باید څه وکړی ددوی فیصلی خو ټولی د نشی په حالت کښی دی څو ک په شرابو،څوک په چرسو او څو ک ددولت او د قدرت په نشه کشی( به اساس فرمان شماره ۳۹ جمهوری اسلامی افغانستان تمامی باډی ګاردان وکیل وطن فروش را نوازش نموده و سلاح های جدیدالنوع را برای ایشان اعطا نماید نظر به حکم ریس …………. پولیس مذکور را به محبس پل سوخته روان نماید تا بفهمد که همرای وکیلان فرعون صفت چی قسم برخورد نماید و هم وکیل را خواسته رهنمایی نمایید که در وقت افتتاح خانه جدید خویش تمامی اراکین بلند پایه دولتی را مهمان و هم پول دجالی ګریس بند را توزیع نماید در باره خانمی که جام شهادت را نوشید شوهرش را رهنمایی نماید که از راه های که اراکین دولتی عبور می نماید جلوګیری نماید ) حکم مذکور سر از فردا جنبه عملی خواهم ګرفت . دا ددی حکومت فیصلی دی چاته یی چی ټوپک ورکړی ظلم کوی

  4. دا زموږ دولت د ه … دو فارسی کی کنځلو ته وای لت هم لغتو ته لعنت دی وی به داسی دولت سره د ِغنی او ګلمرجان
    افسوس دا کوم چی په پارلمان کی هغه ځانمرګی بریدګر چی ټق چپکو له منځه ویوړل ډیر پری خفه شوم پدی چی په پارلمان کی دی سم دهماکی جوړی کړی وای خو هغه ټق چپکو پری نه ښودل افسوس چی دا وکیلان لعنتیان یو هم پکی ږوندی پاتی نه وای

  5. ورونو دافغانستان واحد ملته نور دی غلو ته دپيسو لپار رايه مه ورکوی که چيری نه پوهيږی دسياسی ګوندونو مرکزی دفترونوته مراجعه وکړی لکه دافغنستان دخلکوملی ترقی ګوند چی په ټول هيواد کی د فترونه لری تاسو سره به دانتخاب اوټاکنو په هکله مرسته وکړی

  6. هيوادوالو زه وايم هر هغه چاچی دی وکيل ته رايي ورکړی وی خپلی رايي دی دقانون سره سمی بيرته واخلی او داوکيل دی صلب صلاحيت کړی اوڅارنوالی دی تری تحقيق وکړی

  7. کارغه پاڅي په زمرو حکمراني کا
    هی افسو س دې زمانې په دې ستم شه
    دا تجاوز داسې معنې لري لکه دداخله وزیر یا غني په ناموس تجاوز
    اوس به یی غیرت ګورو!

  8. د تاند ور ځپاڼی محترم مسول ورور ته اسلام علیکم ورحمته اله وبرکا ته

    ګرانه وروره زما لیکنه چی ددی پورته متن په ارتباط می لیکلی وه ولی مو کنسل کړی الله دی پر تاسو ورحمیږی زما نو شتی خو کوم خاص مشکل نه درلود
    د جواب په انتظار ستاسی ورور حا جی لایق

  9. وکیل چې بې پته او په فسادونوکې ښکیل وي نو مزدوران اوساتونوکي ئې خود داسې د ځناورو په شان وي۰دا دقانون خلاف کار دئ ، د وکیل سره دې ټول محکمه شي۰
    آخر موږ په کومه پیړۍ کې ژوند کوو، دا دومره وکیلان (اقتصادي مافیاوې) څه کوو۰هر خرکار اوس وکیل ګرځیدلئ۰

  10. دا د کورنیو چارو وزارت د دریشي او بشریت بی عزتی ده
    که چیرته د بی ګناه پولیس حق همیشه همداسی تلف شی او پولیس ته د کنترول او تلاشی حق ورنکړل شی نو بیا څه ضرور چه پولیس په داغو سنګرونو کی په چوکونوکی یعنی په ښارکی دامنیت د راوستلو هڅه کوي نو د کورنیو چارو وزیرصاحب ته خو باید د خپل بیچاره سرباز پوښتنه لږ وکړه چه په کوم حال کی دی او لوی څارنوال صاحب تاسو صرف چوکی ته مه خوشحالیږی ددی خلکو او مظلومو افغانانو او خاصتاُ پولیسو دحق پوښتنه خو وکړه که نه د هیواد حالت به نورهم مخ په خرابیدو کیږي .
    د افغانستان محترم جلالتماب ولسمشر اشرف غني باید هم ددی پولیس دحق پوښتنه وکړی که نه دا هیواد به نور هم ویران کیږی

ځواب ورکول Faheem Nabizada ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *