تاند- راپورونه وايي چې نن سهار د کابل په دارلامان واټ کې د حبیبیې لېسې مخته په ځانمرګي برید کې د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ ټپي شوې ده.

په دې تروریستي برید کې له مېرمن بارکزۍ سره په موټر کې یوه زده کوونکې وژل ��وې ده. مخکې ویل شوي وو چې وژل شوې نجلۍ د مېرمن بارکزۍ لور ده تازه راپورونه وايي چې لور یې نه ده مګر دا لا څرګنده نه ده چې له دې سره څه خپلوي لري.امنیتي چارواکي وايي چې په پېښّ کې لږترلږه ۱۲ تنه ژوبل شوي خو ځیني شاهدان وايي چې شاوخوا ۲۰ تنه ټپیان دي.

شاهدان وايي چې د حملې هدف د ولسي جرګې مخکښه غړې شکریه بارکزۍ وه. نوموړې ولسي جرګې ته روانه وه.

اغلې بارکزۍ برسېرنه ټپي شوې- له پېښې وروسته عکس
اغلې بارکزۍ برسېرنه ټپي شوې- له پېښې وروسته عکس

په ټپیانو کې د مېرمن بارکزۍ موټرچلوونکی هم شامل دی.

د کورنیو چارو وزارت یوه ویندوی نجیب دانش پېښه تایید کړه، ویې ویل چې حمله کوونکی پلی و او د ولسي جرګې د یوې غړې موټر ته له نژدې کېدو وروسته یې ځان والوزاوه.

One thought on “د ولسي جرګې د مخکښې غړې شکریې بارکزۍ پر موټر ځانمرګی برید وشو”
  1. د لایقو، مهذبو او وطنپالو پښتنو د قتل عام د کړۍ یوه بله کړ ۍ. د شکریې د سر یو وېښته تر ټولو ترومخو، خیرمخو جاسوسانو زیات دی. خدای دې روغه او ژوندۍ لري. البته، تور مخو ته وایم چې ملت نه مري ، پښتون نه مري خو تاسې به د یزید او فرعون او حجاج او عبدالرحمن بن ملجم غوندې د شرم او خجالت نوم وګټئ او د دوزخ اورلړوني به یاست.

  2. دا کوم ډول اسلام ده ؟ په شریعت نبوی کی خودغه عمل ته مردود او عامل جهنمی ده ولی شکریه بارکزی کوم داسی جنایت کړی وو چه انتهاری دور باندی وشی اوهغه بی کناه کسان چه مړه او زخمی شول هغه تا پیداکړی وای پنجابیه ای سر کوزیه ای بی وجدانه جناوره ولی پدی کی ستا ګټه څه ده خو دومره به ووایم چه دغه عمل دانسان نده هغی ته کوم نام ووایم ؟

  3. د آی اس آی په ګوډاګیانو کی نن د افغانیت اسلامیت، او پښتونولی پخرکی غوندی احساس هم پاتی نده . میرمینو او تورسرو ته احترام او ضرر نه رسول زموږ د ویاړلي کلتور یوه برخه ده، افغان او پښتون بچی زنانه وو باندی توپل ویستل ځاله لوی شرم او بی عزتی بولی مگر موږ گورو چی پاکستانی گوډاگیانو تا هر جنایت مجاز دی.
    لوی خدای مو وشرموه د آی اس آی بچیانو

  4. هغه ځانمرګی برید چی شکریه بارکز باندی د وطن د دوشمنانو لخوا شوی د سختو غندلو وړ دی . هغه کسان چی پدی ټوکه د هیواد د بی ثباتی لپاره هر ډول خرابکارانه عملونه کوی تور مخ او شرمیدلی دی پدی توګه د ځان لپاره په حکومت کی لویه برخه غواړی . د داسی جاسوسانو وخت لنډ شوی او ډیر زر به ملت مخی ته رسوا او بربنډ ودریږی شکریه بارکزی د هیواد په کچه یو سیاسی موفقه او بریالی څهره ده چی همشه یی د سکتارستانو او مفسدینو په صد پارالمانی مبارزه مخ ته وړي . د شکریی د روغتیا لپاره د لوی خدای دربار ته دوعاوی کوو .ی

  5. هغه قاتل انتحاري به خدای ته اوس څه ځواب وایي؟ ولې باید پښتانه ، مسلمان او تعلیم یافته او مهذب کسان د انتحاري حملو قربانیان شي؟ پردي جاسوسان به تاریخ ته څه وایي؟ خدای ته به څه ځواب ورکوي او ضمیبر خو نه لري چې ورڅخه په تکلیف شي. قاتلانو، اوس یوه بارکزۍ نه ده چې انتحاري حمله ورباندې وکړئ، د دېرش میلیوني ملت په میلیونو نجونې د ملالۍ او بارکزۍ په لاره روانې دي. د سوات د ملالۍ قاتل او د کابل د بارکزۍ قاتل د غیرت، د اسلام، د پښتو ، د ناموس او د عزت قاتلان دي. مرګ په وحشي قاتلانو!

  6. دا وه د ولسمشر محمداشرف غني لمړۍ تخفه چې ورته پاکستان ورکړه او ورته په ځواب کې یې وویل چې مونږ به هیڅکله له دې پلان څخه وانه وړو او تل به د افغانانو په وژلو ستړي نشو

ځواب ورکول میوند وزیری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *