تاند – د افغانستان د ولسي جرګې رییس عبدالرؤف ابراهيمي په هند کې د خپلې پزې له عملیات څخه وروسته خپل معالج ډاکتر ته د ولسي جرګې له خوا ستاینلیک ورکړی دی.
د ستاینلیک ګڼه ۱۴۸۳ ده او په ۶/۸/۱۳۹۴ نېټه صادر شوی دی.
د ټولنیزو رسنیو افغان کارکوونکیو د ولسي جرګې د مشر له خوا دغه کار شرموونکی ګڼلی دی او غوښتنه یې کړې چې ملي ارزښتونه دې خوندي او له شخصي استفادې څخه وژغورل شي.
اباسین بریال په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، « د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي په هند کې د پزې عملیات کړی، بیا یې هندي ډاکتر ته تقدیرنامه ورکړې. ښایي ریس صیب د تقدیرنامو فارمټ ځان سره ګرځوي. کوم خاص معیار، موقعیت او پروسیجر نشته، بس هرځای مو چې وکیل دلاسا کړ تقدیرنامه ځنې اخستی شي. هندي ډاکتر دا تقدیرنامه له ځان سره معاینه خانه کې اېښې او هر افغان مریض ته وایي، ما دې لا هغه ریس درتداوي کړی او جوړ شوی.»
ښاغلي بریال خپله لیکنه په دې پای ته رسولې چې، «#وطن_وژغورئ. اول یې له بې عزتو، عزت وژغورئ.»
ښایسته خان ابراهیم خېل لیکلي، « تقدیر نامی یی دومره بی قدره کړی چی وکیل څنګ ته ګړه یوه مړی ډو ډی د ورګړه تقدیر نامه واخله.»
ویل کیږي چې عبدالرؤف ابراهیمي هم په وروستیو کالونو کې د نورو جنګسالارانو په څېر کافي اندازه شکونې کړي، او د پټو او ښکاره شتمنیو تر څنګ یې په ۲۰۱۴ کال کې (په دې هکله معلومات) د خپلې کورنۍ له ۱۲ غړو سره یوځای په یوه خارجي سفر کې د ملت له بودجې نه خواوشا څلوېښت زره ډالر لګولي وو چې په ولسي جرګه کې یې سخت بحث راوپاراوه.
Salamooona
De lekwal na manana che Afghanistan mili gato ta zaman de aw de speen stargo benanga karoona efsha kawe bayad yaw zhoornalist khpalwak watan dost mili gato ta aw qanoon asasi ta zhman me dagha ibrahimi pa hes shai sarafa na kawe bas allah de dagha jang wahalai hewad da jasoosano na mofseedino na tash pa noom mujahidinoo na aw demokratano na beghama kri de lekwal de la barya pa hela aw ziat omer pa hela.
وایی ابراهیمی کابل کی ډاکترانو ته ورغلی و خو هغوی بیا تری معذرت وغوښت او کوم وټرنر ته راجع کړ. پزه دی د هندی وترنر غوڅه شی چی دغه ځناور تقدیرنامه یی منله دوی نه دی خبر چی دلته ملی موسسات لکه پارلمان او نورو کی د ځناورو غوبل جوړ دی