تاند- د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې که د نوې کابینې د غړیو په معرفي کولو کې نور ځنډ هم وشي دوی له دې پرته چې ولسمشر استیضاح کړي بله لار نه لري.

ولسي جرګې د وزیرانو د معرفي کېدو لپاره د ولسمشر غني حکومت ته ضرب الاجل ټاکلی و چې په ختمېدو دی.

وکیلانو خبرداری ورکړ چې پر ولسمشر غني او اجرايي ريیس عبدالله عبدالله به فشار ډېر کړي. دوی دا خبرداری هم ورکړ چې د اساسي قانون د ۶۹ مادې پر اساس به ولسمشر ولسي جرګې ته احضار کړي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال صالح محمد سلجوقي وویل چې د کابینې د غړیو د معرفي کولو په باب د ولسي جرګې له لوري ټاکل شوی ضرب الاجل سبانۍ شنبه پای ته رسېږي.

ده وویل چې ولسي جرګه به په لومړي ګام کې پر حکومت فشار زیات کړي څو خپله کابینه ژر تر ژره ولسي جرګې ته د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره ورمعرفي کړي او که فشار نتیجه ورنه کړه بیا به ولسمشر استیضاح کړي.

څرګنده نه ده چې په ولسي جرګه کې څومره وکیلان د دې نظر پلویتوب کوي.

سلجوقي په عین حال کې وویل چې د ولسي جرګې غړي به داسي کوم اقدام ونه کړي چې د ولس اندېښنې وپاروي.

ویل کېږي چې د ولسمشر او اجرايي ريیس او د هغوی د ټیمونو ترمنځ د ځینو وزارتونو لپاره د کاندیدانو پر سر اختلاف دی.

4 thoughts on “د ولسي جرګې غړي وايي، که کابینه ژر معرفي نه شوه ممکن ولسمشر استیضاح کړي”
  1. داسی معلومیږی چی کار تر کار اوښتنی دی، زه خو بیا وایم چی ډاکټر صاحب اشرف غنی د ځان او عبدالله دواړه استهضا کړی اعلان د وکړی چی دا وړی خو شړۍ نه شوی د عبدالله خان له لاسه یوه قدم وړاندی نه ایښودل کیږی. ټاکنی لغوه کوم نوم. او د نویو ټاکنو لپاره د وخت وټاکی ، پدی سره به یوخوا د اشرف غنی محبوبیت لوړ شی او بله خوا به د عبدالله متاجنسه ډله له سیاسی سنی څخه ووباسل شی.
    دغه کار که ډاکټر صاحب اشرف غنی هر ځومره ځنډوی هغومره به خپل محبوبیت په ولس کی له لاس ورکوی.
    باور وکړی چی که د دغه حکومت څخه هیڅ هم په لاس راشی.خو چی اشرف غنی له لاسه لاړ نه شی.

  2. ډیر د افسوس ځای دی چی زمونږ واکمنان خصوصا ډاکتر عبدالله نه غواړی افغانستان ته خدمت وکړی. هغه غواړی یواځی خنډونه واچوی . څنګه کیدای شی ملا معنوی د یوداسی هیواد لکه افغانستان چی زرګونه کورنی او باندینی لانجی لرو ، رهبری کړی.
    آیا د افغانستان په تاجیکانو کی کوم مسلکی ، په کارپوه ، تجربه لروکی ملی شخصیت نه پیداکیږی چی د کورنیو چارو وزارت ته منسوب شی چی حتما په سلګونو داسی ملی شخصیتونه شته. اما دوی له خپلی ولسوالی د باندی نور تاجیکان، ازبکان ، هزاره ګان ، پښتانه ، بلوڅان ، نورستانیان او… نه منی . اوس د افغانستان خلکو ته پکار ده چی په « اجراییه رییس » فشار راوړی ترڅو له خپل لجاجت نه لاس واخلی. زمونږ د هیواد ټول مشران د له پنجابه زده کړی چی د ډیری کوچنی حادثی په مقابل کی څومره ژر سره متحد شول او ټول اختلافات یی یوی خواته کيښودل . اما زمونږ خود خواه او ځان منونکی « سیاسی» څلورم نمبر مشر د ملا معنوی نه ټول افغانستان ځاروی. زمونږ سیاسی تاریخ به د هغه توره دوره هیڅکله هیره نه کړی. افسوس او په زرګونو واری بیا هم افسوس.

  3. دا چی تولوته بهتره معلومه ده چی دیوی اداری واک چی په دوو او له دی سخه په زیاتو کسانو وویشل شی نو انجام یی داسی وی لکه اوسنی داافغانستان د کابینی مشکل او اوس پارلمان په ریس جمهور فشار راوری چی که چیری کابینه په خپل وخت د باور رایی لپاره معرفی نه شی نو ولس مشر به استیضاح کر
    نو ولی پارلمان هغه وخت کی په اساسی قانون سترگی پتولی چی واک یی ویشلو آیا دوی نه پوهیدل چی دواک ویشل په راتلونکی کوم دول مشکل رامنز ته کوی ؟

  4. زه نه بوهيزم اوبه كوم قانون كي مي هم ونه ليده جه اولسي جركي ته دريس جمهور به توكه يو شخص دكابيني مسول دي او يا ديو نه زياد تر.هيله مند يم ما رهنماءي كري..
    داولسي جركي خخه لاندي سوالونه لرم.
    ١-ايا به قانون اساسي كي يو ريس جمهور راغلي كه دوه.
    ٢-ايا به قانون اساسي كه داجرايوي ريس به نامه خه شته او كه نه.
    ٣-ايا به قانون اساسي كي داجرايوي ريس صلا حيتونه ذكر شوي اوكه نه كه جواب بلي وي كوم دي او كومو مادو كي ذكرءي راغلي..
    ٤-ايا به قانون اساسي كي كوم بدلون راغلي كه راغلي ؟ به قانون اساسي كي تغير راوستل دجا صلاحيت دي تغير راوستل دريس جمهور صلاحيت دي كه داولسي جركي.. أويا دلوءي جركي.
    ٥كه اولسي جركي دا تغيرات به قانون اساسي كي راوستي ولي ملت ءي به جريان كي نه دي اجولي.
    ٦-ايا ريس جمهور داجرايوي مقام به بشو درول او هغي ته شخص معرفي كول داولسي جركي به مصلحت شوي اوكه نه كه جواب نه وي ولي دا اولسي جركي ته سبكاوي نه دي.
    ٧-لازم ده جه اول تشكيل جور شي بيا اشخاص ورته وتأكل شي دومره لوي تشكيل جه ٧٠٠ نفره برسونل ولري اي اولسي جركه دي به دي غور وكري اوكه نه..
    ٨-معاشات دجوكي او دشخص به نامه حواله كيزي أويا بي نامه د٧٠٠نفرو به نامه دبانك خخه بيسي اخستل كيزي او داجه معلومه نه ده جه بيا دجا جيب ته لويزي .ايا به دي هكله كوم قانون شته ايا كوم دستورالعملونه شته اوكه نه.،عجبه داده جه ريس جمهور دكرزي ددولت وزير ماليه اوفهيم عسكرو دمعا سأتو بشنهاد وكر مكر ده ورخخه ليست وغوشت هغه ليست تهيه نه كري شو او ده معاش ورنه كره قرباني ومنله استعفا ءي وكره ولي نن ورخ دي ريس حمهور او دلوي صلاحيت خاوند سر جبه كارونه كوي جنازه شته مكر مري نه .د٧٠٠ نفرو نوم تش به نامه شته نه اشخاص درك لري نه وظيفي اوحتي نه داشخاصو سيوري او ٥٥٠٠٠،٠٠٠ ميلونه افغاني آيستل كيزي دي ته واءي سر به خوده باجاهي وابه خان د غريب ملت نوشي جان دمافيا وي غرو.
    ٩- ملت دلوزي مري او مشران به بيت المال جور لز ولي؟زه به اولسي جركي زغ كوم او بايد ءي و كرم جه ايا تاسي دملت أستاذي ءي أويا تجاران ولي زمونز حقوق بايمال يزي او تاسي ورته كوري اقدام نه كوي. زمونز به لاس وي او ستاسي به كريوان وي.
    ١٠-مونز داولسي جركي خخه ريس جمهور غوارو .،هغه هم يو ريس جمهور غوارو جه هر خوك وي. ددولت اداره ديوه لإسه كيزي نه دؤو او زيادو.
    كه اولسي جركي مسول شخص اومسول أويو ريس جمهور ونه تاكه دابه به تاريخ كي داولسي جركي لوي خيانت او.
    ،وطن فروشي.وي
    اولسي جركي وأوري جه:خبله سر لوري غواري او يا غلامي .تاريخي نيك نامي غواري أويا دشاه شجاع غوندي تاريخي بد نامي .
    زه داخبله ليكنه اينده نسل ته انتقال وم جه هغوي بيا به تاس قضاوت وكري.

ځواب ورکول shakir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *