ملي شورا

تاند، یکشنبه، د جدي ۲۲مه: د ولسي جرګې یوشمېر وکیلان وايي، پاکستان غواړي د حیرتان بندر وتړي له همدې کبله د هېواد په شمال کې ناامنۍ ته لمنه وهي.

په ولسي جرګه کې د بلخ استازی عباس ابراهیم زاده وايي، پاکستان طالبانو ته امر کړی چې د حیرتان بندر سقوط او شمالي سیمې ناامنه کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان غواړي لومړی اقینه بندر سقوط کړي او بیا پر حیرتان بندر ساحه راتنګه کړي څو شمال ته هیڅ واردات ونه شي: «که حیرتان بندر بند شو، نو یوه بوجۍ اوړه به څوک په ۵ زره افغانۍ هم پیدا نه کړي.»

ښاغلي ابراهیم زاده ویلي، دا مهال مزار شریف ښار د غلا او وحشت په مرکز بدل شوی دی، خو ولایتي مسوولان په دوبۍ او ترکیه کې د کورونو په اخیستلو بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو پنځو کلونو کې هغه مهال چې پاکستان له افغانستان سره په فرضي کرښه د سوداګریزو موټرو د بندیز زنځیرونه کش کړل، د افغانستان حکومت حیرتان، اسلام کلا او اقینه بندرونه پرانیستل چې ورسره افغانستان له منځنۍ اسیا واردات زیات کړل او د پاکستان دسیسه یې ناکامه کړه.

2 thoughts on “د ولسي جرګې غړی: پاکستان ځان ته د افغانانو د محتاجولو لپاره د حیرتان او اقینې بندرونو د سقوط لټه کوي”
  1. افغان دولت باید لاس په کار شی او هغه هم په پوره صداقت او میړانی او ټول شرپسنده باید صحرایی محاکمه شی ځکه چه دا دافغانانو د ژوند او بقاء سوال دی

  2. کچیری د پارلمان چارواکی رښتیا وایی نو دولت ولی چپ پاتی ده باید هغه بوره چی په کراچی بندر کی بنده پاتی ده باید جدی اقدام وکړی او مخکی لدی چی ژمی راشی باید د تجارت او اقتصاد وزارتونو باید مخکی له مخکی جدی اقدام کړی ځکه همدا اوس د هر وارداتی توکو قیمت لوړ شوی یعنی ګاز ۹۵ افغانی شوی اواوړه ۱۶۰۰ بوری شوی همدارنګه غوړی هم ۱۴۰۰ او ۱۶۰۰ په مینځ کی قرار لری په دی ورځو کی کچالو او پیاز په ۲۰۰ افغانی من شوی دی

    ښاروالی او د تجارت وزرات باید جدی ګام پورته کړی او ولسمشر صاحب باید ټولو چارواکوته حکم ورکړی

ځواب ورکول شمس ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *