تاند- یوه ځانوژونکي د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ولسي جرګې پر یوه مخکښ غړي برید وکړ چې په نتیجه کې یې درې تنه ووژل شول.
د کورنیو چارو وزارت وویل، د دې برید له کبله په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو استازی ګل پاچا مجیدي او اووه تنه نور ټپیان شول.
د کورنیو چارو وزارت سرچینې وايي چې دا برید داسي وخت وشو چې مجیدي د موټرو په یوه کاروان کې روان و.
خو د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وویل، مجیدي له یوې غونډې د راوتلو په حال کې و چې پلي انتحاري ځان والوزاوه.
د کابل امنیه قومنداني وايي چې د مجیدي پښې ژوبلې شوي دي.
تراوسه پوري چا د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
این همه و همه کارهای موبی گروپ است، چون انها را اقای مجیدی وادار به معذرت خواستن از اقوام مختلف ولایت پکتیا و خوست کرد. موبی گرپ یک گروپ که برای منافع بیگانه ها در کشور عزیز ما کارمیکند، است. در جای شک نیست که در پشت همین دسیسه به شکلی از اشکال دست موبی گروپ است.
محتوم وكيل صاحب ته عاجل صحت غوارو اونورو وكيل صاحبانو ته ددي واقعي درس اخستل غوارو. تاسي فكر وكري خه غت نوم لري داولس نماينده.
مكر يو تعداد داولسونو نمايندكان دولسونو به دشمنانو تبديل شوي داجه دفساد مخه ونيسي دوي خبله فساد بيشه وكر خيده.
كل باجا مجيدي شه سري دي مونز ورته عاجله روغتيا غوارو .
سلام- له مودو راهیسی وینو چه د پښتنو د سر سړي په نښه کیږي ـ مجیدی صاحب چه زه یی کله کله مرکی د لمر له تلویزیون څخه اورم یو د خورا پوهو او باغیرته پښتنو له ډلې څخه ښکاری ، د خدای څخه ورته بیړنی شفا غواړم . الله ج د ده ته بیرته خپل همغه پخوانی صحت ور په برخه کړي .
پښتنو را ویښ شی کوڅو ته را ووزی د خپل ولس د فرد فرد پوښتنه وکړی . له ځان څخه پوښتنه وکړي چه ولې پدغه جینوساید جګړه کی یوازې پښتانه مري . ولې دا بدمخې جګړه یوازې د پښتنو په ضد روانه ده . له یو بل څخه پوښتنه وکړی چه ستاو دښمنان ولې ستاسو سره دومره ژووره دښمنی پالي . دا ځکه تاسو اتنفاق نلری، تاسو سیاسی پوهه نلری ، دښمنانو تاسو په ډلو ویشلی یاستی ، دوی چاته طالب، چاته تروریست، چاته کمونست، او بل او بل وايي. دا ستاسو د ورکې لپاره د ددوی چوړ شوی نومونه دی .دوی په تاسو رحم نکوی دادی په تیرو دیارلسو کلونو کی یی تر دری نیمو لکو زیات پښتانه یوازې په افغانستان کې ووژل. اخر تاسو ټول وژني . راویښ شی . موبی، پاکستانی ، امریکایی ، شمال ټلواله بل او بل هیڅوک ملامت نه دی ، ملامته ټوله ستا سو ده – ای پښتنو.! ترڅو به داسی د فیل په غوږ کې ویده واوسی. یو مو وژل کیږی او بل ورته چک چکې کوی . که د خپل حق غوښتلو لپاره نارینه او ښځې کوڅو او سړکونو ته راووزی او نړۍ ته دا وسیی چه ستاسو په حق ظلم روان.
په هر صورت سره د مجیدي صاحب لپاره بیاهم د ښې روغتیا غوښتونکی یم.