تاند، چهار شنبه، د جدي ۴مه: د لوګر د ښوونځیو پر ۵۴۴ زده کوونکو د جنسي ځورونې د راپور او ادعاو په اړه د ولسي جرګې حقیقت موندندونکي پلاوي ویلي، دا ادعاوې ورته ثابتې نه شوې.

دغه حقیقت موندونکي پلاوي چې یوه میاشت وړاندې یې په دې اړه پلټنې پیل کړې وې ویلي، د لوګر هغه مدني فعالان چې ګارډین ورځپاڼې ته یې په لوګر کې پر زده کوونکو د جنسي تېریو راپور ورکړی و، دوی ته د ثبوت په ډول د څه ورکولو او ویلو لپاره حاضر نه شول.

د ولسي جرګې د وکیلانو حقیقت موندونکي پلاوي ته د لوګر د پوهنې مسوولانو ویلي چې پر زده کوونکو د جنسي تېریو د تورونو د راپور له خپرېدو وروسته په دې ولایت کې د ښوونځیود زده کوونکو شمېر کم شوی دی.

د ولسي جرګې غړی او د دغه پلاوي رئیس اسدالله شهباز وايي، د پرله پسې هڅو نه وروسته هم د لوګر د مدني ټولنې له رئیس موسی محمودي سره په خبرو بریالي نه شول.

موسی محمودي هغه کس دی چې ګارډین ورځپاڼې ته یې ویلي وو چې د لوګر د ۶ ښوونځیو ۵۴۶ زده کوونکي د معلمانو او سرمعلمانو لخوا په جنسي ډول ځورول شوي دي.

اوس د ولسي جرګې غړی اسداله شهباز وايي، له پرله پسې استعلامونو وروسته ورته د لوګر ولایتي ادارو مسوولانو هم منفي ځواب ورکړی او په وینا یې چې تر اوسه د زده کوونکو لخوا هم داسې کوم شکایت نه دی ثبت شوی چې په کې هغوی له جنسي ځورونې شکایت کړی وي: (( زیاتره زده کوونکو او کورنیو یې موږ ته ویلي چې موسی محمودي، فرید ستانکزی او متین سروري باید مجازات شي چې د دغسې یو راپور په چمتو کولو کې یې مرسته کړې ده.))

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې یوه میاشت وړاندې په لوګر کې د زده کوونکو د جنسي ځورونو د پلټنې په اړه یو پلاوی واستاوه چې د ولسي جرګې غړي خالد مومند، شاه پور حسین زي، اصف نبي زي، هما احمدي، نوریه حمیدي، نعمت الله کریاب، ننګیالي لونګ، رسول خان کوچي په کې ګډون درلود او اسدالله شهباز ته یې مشري ور له غاړې کړای شوه.

2 thoughts on “د ولسي جرګې پلاوي لوګر کې د زده کوونکو د جنسي ځورونې ثبوتونه ونه موندل”
  1. دیر افسوس په دی پلاوی او‌په هغه کسانوچی د پلتونکو د مجازات غوشتنه کوی. ددی پر جای چی تاسو د دی عاملین مجازات کری حالنکه په دی ۱۰۰ فیصده پوهیگی چی دا عمل دلته داسی مروج دی چی تری نه هر چوک اگاه دی مونگ او تاسی تول په دی اعمالو داسی پوهیگو لکه قرآن چی وایی دوی حق او نا حق داسی پیژنی لکه دوی چی خپل اولادونه پیژنی. د خدایی لپاره خپل مسئولیت وپیژنی خپل اولادونه مو وژغوری او الله ج ته سرخرویه ورشی سترگی مه بندوی . یوه با غروره تولنه او پاکه تولنه ایجاد کری. نور بس دی ‌الله ج لپاره صرف حق ووینی.

  2. ما خو په هماغه مهال ویلی ول چې دادلوګر دشریفو خلکو دبنامولولپاره یوه دسییسه وه- ملا لنډی چې په شمال کې په لسهاوو ښځې بلاربې کړې – هیڅ څوک یې په قصه کې نه دی

ځواب ورکول Amin Shirzad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *