یوه تازه سروې ښيي چې د افغانانو لوی اکثریت د ولسي جرګې په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون نه کوي.

دا نمونه يي سروې چې ( ولسي جرګه د ولس له نظره) نومېږي، د فوکس انکشافي ادارې له خوا ترسره شوې ده.

په دې سروې کې ټولټال (۷۱) سيمه ييزو رسنيو مرسته کړې چې  (۶۱) راډيوګاني، پنځه ټلويزيونونه او پنځه يې چاپي رسنۍ دي. سروې  د (۱۲۶) خبريالانو په رضاکارانه همکارۍ ترسره شوې چې په دوی کې  (۲۹) ښځينه  او  (۹۷) نارينه خبريالان دي. د يادونې وړ ده چې پر رسنیو سربېره يو شمېر خپلواکو خبريالانو هم له موږ سره په دې سروې کې مرسته کړې ده.

د سيمه يیزو ارګانونو د خپلواک رياست د معلوماتو له مخې افغانستان دا مهال( ۳۶۴) رسمي ولسوالۍ او

 ( ۱۸۲) ښاري ناحيې لري. په هره ولسوالۍ او ناحيه کې  له شلو نفرو سره مخامخ په صوتي (آډيو) بڼه مرکې شوي دي. دغه ډ‌ول ( ۴۱۲) کوچيان پوښتل شوي چې  ټول (۱۰۵۱۲)  نفرپوښتل شوي دي. د يادونې وړ ده چې په (۴۱) ولسواليو کې د ناامنيو له امله سروې نه ده ترسره شوې.

په پوښتل شويو خلکو کې( ۶۷، ۸۸) فيصده نارينه،( ۳۳، ۱۱)  فيصده ښځينه،( ۸۶، ۳۰) فيصده لوستې او

  ( ۱۴، ۶۹) فيصده نالوستې خلک شامل دي. مرکې د يو ځانګړي پوښتنليک له مخې ترسره شوي او يوازې هغه خلک پوښتل شوي چې د ولسي جرګې په تېرو انتخاباتو کې يې رايې ورکړې وې. د سروې لپاره دا شپږ عمده هدفونه ټاکل شوي دي:

۱: څومره خلک د ولسي جرګې په راتلونکو انتخاباتو کې ونډه نه اخلي او  دلايل يې څه دي؟

۲: د ولسي جرګې په راتلونکو انتخاباتو کې ټول ولايت يوه حوزه وي او که پر څو انتخاباتي حوزو ووېشل شي؟

۳: د ولس او ولسي جرګې د وکيلانو تر منځ د اړيکو سيسټم څنګه دی؟

۴: څومره وکيلان په فساد کې لاس لري؟

۵: هر وکيل په تېره دوره کې کوم خدمتونه کړي او خلک په کومه سترګه ورته ګوري؟

۶:  هغه خلک چې د دې سروې لپاره پوښتل کېږي، هغوی ته د ولسي جرګې د وکيلانو د قانوني مسئوليتونو په اړه پوهاوی ورکول.

په (۱۰۵۱۲) پوښتل شويو  خلکو کې  (۴۷،۶۶) فيصده يې ويلي چې د ولسي جرګې په راتلونکو انتخاباتو کې رايه ورکوي او   (۵۲،۳۴) فيصده يې ويلي چې رايې نه ورکوي او دا دلايل يې وړاندې کړي دي:

۱: (۱۴.۲۳) فيصده خلکو ويلي چې د انتخاباتو سيسټم فاسد دی.

۲: (۲۰.۹) فيصده خلک باور لري چې ولسي جرګه د ملت کور  نه، بلکې د کمېشن کارانو او دوکاندارانو  کور دی. ۳: (۱۵.۸۳)  فيصده خلک وايي چې د ولسي جرګې اکثره وکيلان په فساد کې لاس لري.

۴: (۹.۴۷) فيصده خلکو ويلي چې وکيلانو تر بريالي کېدو وروسته  د دوی احوال نه دی اخیستی.

۵: (۱۲.۰۵) فيصده خلک په دې عقيده دي چې د انتخاباتو قانون ستونزې لري، آن دا چې خپله قانون  دې ته لاره اواره کړې چې ځينې بې سواده او نااهل خلک هم ولسي جرګې ته لاره پيدا کړي.

۶: (۷.۹۶) فيصده خلک وايي چې د ملت او نظام په بربادۍ کې ولسي جرګه تر بل هر چا لوی  لاس لري.

۷: (۹.۵۶) فيصده خلک وايي چې ولسي جرګې په تېرو لسو کالو کې د پام وړ خدمتونه نه دي کړي.

۸: (۷.۴۷) فيصده خلکو ويلي چي د ناامنۍ له امله رايه نه ورکوي.

۹: (۲.۵۳) فيصده خلکو ويلي چې نه  غواړي  په خپلو رايو او په خپل لاس زور واکان جوړ کړي.

د انتخاباتي حوزو په اړه  (۱۴.۰۶) فيصده خلکو ويلي چې ټول ولايت دې يوه حوزه وي، خو (۸۵،۹۴) فيصده يې ويلي چې بايد ولايت پر څو انتخاباتي حوزو ووېشل شي او دا دلايل يې ويلي دي:

۱: (۱۶.۷۸) فيصده خلکو ويلي چې د افغانستان اکثريت خلک بې سواده دي، تر ډېره حده سياسي فکر او سياسي  ګوند ته نه، بلکې شخص ته رايه ورکوي او معمولاً هغه شخص ته رايه ورکوي چې د دوی په قوم، قبيله، مذهب او ژبې پورې اړه  لري، نو په ټول ولايت کې کمپاين کول  هسې د وخت او امکاناتو ضايع کول دي.

۲: (۱۴.۹) فيصده خلکو ويلي چې که ټول ولايت يوه حوزه وي، وکيلان ټولو سيمو ته پام نه کوي، ځکه هغوی پوهېږي چې ځانګړي  قبيلې، مذهب او سيمې رايه ورکړې او ځان يوازې د هغوی استازی ګڼي او يوازې هغوی ته خدمت کوي.

۳: (۱۲.۳۲) فيصده خلکو ويلي چې که ټول ولايت يوه حوزه وي، قومي، قبيلوي، مذهبي او ژبني اقليتونه خپل کانديد نه شي بريالی کولای.

۴: (۱۲.۵۳) فيصده خلکو ويلي چې  وکيلان په انکشافي پروژو کې ټول ولايت نه، بلکې يوازې خپلو سيمو ته توجه کوي چې په دې ډول  د يوه ولايت ټولې سيمې متناسب او عادلانه انکشاف نه شي کولای.

 ۵: (۹) فيصده خلکو ويلي چې که ټول ولایت یوه حوزه وي، نو يوه ولسوالي، يو قوم، يوه قبيله او يو مذهب به څو استازي ولري او نور به بيا يو استازی هم   نه لري.

۶: (۱۰.۱۴) فيصده خلکو ويلي چې په څو انتخاباتي حوزو کې د درغلۍ او ګډودۍ چانس لږ  دی، ځکه چې نظارت او څارنه يې اسانه کېږي.

۷: (۵.۶) فيصده خلکو ويلي چې په څو انتخاباتي حوزو کې د رايو شمېرل شفاف او  اسانه  وي.

 ۸: (۶) فيصده خلکو ويلي چې په څو انتخاباتي حوزو کې کمپاين لږ مصارف غواړي  او هغه خلک هم ولسي جرګې ته لاره موندلای شي چې لږ  پيسې لري.

۹: (۸.۲۷) فيصده خلکو ويلي چې په څو انتخاباتي حوزو کې رايه اچول لږ وخت نيسي او نتيجه يې هم ژر معلومېږي.

۱۰: (۴.۴۶) فيصده خلکو ويلي چې په څو انتخاباتي حوزو کې د انتخاباتي ټيمونو او محلونو امنيت ساتل اسان کار دی.

د ولس او وکيلانو تر منځ د اړيکو د سيسټم په اړه  ( ۸۷.۸۹) فيصده خلکو ويلي چې  د وکيلانو د اړيکو له سيسټم څخه ناراضه دي اودا دلايل يې وړاندې کړي دي:

۱: ( ۴۱) فيصده خلکو ويلي چې دوی په کابل کې خپل وکيلان په اسانۍ سره نه شي موندلای. اکثريت وکيلان په هغو دفترونو کې له موکلينو سره نه ويني چې دولت د دوی لپاره ځانګړي کړي دي، هر يو يې ځان ته جلا جلا  دفترونه او استوګنځايونه لري.  که يو موکل وغواړي چې د خپل ولايت ټول وکيلان وويني، نو دا کارګران او ډېر وخت نيسي.

۲:  (۹.۸۰) فيصده خلکو ويلي چې وکيلان په وزارتونو کې په ملاقاتونو او بهرنيو سفرونو بوخت وي، دوی يې نه شي پيدا کولای چې خپلې ستونزې ورسره شريکې کړي.

۳: (۱۲.۳۳) فيصده خلکو ويلي چې د وکيلانو د دفترونو او استوګنځايونو ساتونکي له دوی سره ناوړه چلند کوي، ځکه نو دوی خپل وکيلان نه شي ليدای.

۴: (۱۰.۲۰) فيصده خلکو ويلي چې وکيلان د دوی ټيليفونو ته ځواب نه وايي، باالاخره دوی مجبوره کېږي  چې د يو کوچني مشکل لپاره هم کابل ته ولاړ شي.

۵: (۲۶.۶۷) فيصده خلک وايي چې وکيلان ولايتونو ته لږ سفرونه کوي، په دې لږ سفرونو کې هم ولسواليوته نه ځي.

دا چې څومره وکيلان په اداري فساد کې لاس لري،  د دې سروې يو مهم هدف دی.په دې اړه  (۳۶،۷۳) فيصده خلکوويلي چې وکيلان په اداري فساد کې لاس لري.

دا چې کوم وکيل ولس ته ډېر خدمت کړی دی د سروې يوه بله مهمه برخه ده. د مرکې پر مهال خلکو ته لومړی د قانون له مخې  د ولسي جرګې د وکيلانو مسئوليتونه تشريح شوي او بيا ورڅخه غوښتل شوي چې په ولسي جرګه کې ستاسې له  ولايت څخه تر ټولو نارينه خدمتګار وکيل يا ښځينه خدمتګاره وکيله څوک ده؟  د کوچيانو په اړه هم ورته پوښتنه شوې ده. په دې اړه خلکو بېلابېل وکيلان ياد کړي دي، چا يو او چا بل وکيل خدمتګار بللی دی. چا نارينه او چا ښځينه وکيله ياده کړې ده. چا د يوه وکيل يو خدمت ياد کړی او چا بيا د يوه وکيل څو خدمتونه ياد کړي دي. په (۱۰۵۱۲) پوښتل شویو خلکو کې  (۳۳.۷۹) فيصده یې ويلي چې وکيلانو دوی ته د پام وړ خدمتونه کړي او د دوی رښتيني استازي دي.  موږ دا رايې تر خپل منځ سره پرتله کړي او د هر ولايت وکيلان مو درجه بندي کړي دي. وروسته مو د هر ولايت وکيلان د حوزې په کچه سره پرتله کړي او په پای کې مو د حوزو خدمتګار وکيلان په ملي کچه درجه بندي کړي چې ګراف يې په دې ډول دی:

په ملي کچه لس نارينه خدمتګار وکيلان

۲

۲

په ملي کچه لس ښځينه خدمتګارې وکيلانې

۲

3 thoughts on “د ولسي جرګې په راتلونکو انتخاباتو کې به د خلکو ونډه تر نيمايي لږ وي”
  1. Da wolesi jerge oseny kasan tol la watan aw watanwalo sara pa jafa akhta di doy de Allah taba ki tol melat la doy na her da aw yawaze aw yawaze pa boxing ke takra di aw yaw bl pa paiso khpale chauwkeyane pa zarhawo dallaro plori.doy la kabul na tol afganistan jorkarai aw kum de jahan komakuna che de Afghanistan mazlomo khalko sara shawai tol pa de ghulbad kabul ke wrak saway aw hamda benamosan aw de afghanano pa wino tagi charwaki mare nawo aw os hm la melat na khpl ahdafo ta pa entizar di. Cha de talib pa num, cha de pashton pa num aw cha de nalidonki prozo (project ) pa num aw cha de etimano aw kwando aw malolino pa num, cha de maktab pa num aw cha de zed ye zari motr pa num paise tr lasa kre .kho melat os pa de fekr ke da che kume khwata la de zalemano aw berahma aw plorl shawi aw de allah pa qahr akhta kasano na makh ki aw da khainan tark kri

  2. پرون انتخاباتو ما ته داسې سبق راکړ۰
    پرون انتخابات ووــ ما ویل مورې زه به ورشم
    په ستوغه ئې راته وکتل، تندئ ئې راته تریو کړ
    او وې ئې ویل خوله کړه پټه، سترګې وخورې، پزه غوځه۰
    ځان مه سپکوه لورې دغه کار دښځو نه دئ
    غږ پورته نکړې ګوره چې لالک دې خبر نشي۰
    ماویل ادکې ولې دې کې کومه غلطي ده؟ ۰
    غوصه ئې شوله ډیره وې خبره دغیرت کړه۰
    ماویل ولې مورکې دا خبِر دپيغور نه ده
    دې وویل اې بې عقلې، بې خبرې ځان دې پوی کړه۰
    ماوویل ګُلې مورې، دې کې ګټه زما او ستا ده
    یو ښه مشر به راشي دا وطن به شین ګلزار شي
    یو ښه مشر به راشي او لالک به مو په کار شي۰
    دظلم دغه تندر او ګلۍ به نه وریږي
    کوترې به د سولې دهر کور په سرالوزي
    ته مه کوه توپیر په زوی او لور کې ګرانې مورې
    لالک او زه یوو دواړه د یوه بدن دوه غړي
    ته ئې زمونږ زړه او موږ دې دواړوخواه ته سږي
    که سږي ساه وانخلي ــ زړه دۍ ځاې په ځاې دریدلئ
    دزړه په دریدونشته بهیرپه ټول بدن کې
    چې زړه خوځښت ونه کړي ــ د ژوندون اثرئې ورک شي۰
    مورکې راته وویل: پلسپې دې نورې بس کړه
    تا ژوند لیدلئ نه دی او په هیڅ نه ئې خبره
    ته هرسړي او خـــره ته نشې رائې وکولئ
    او هر قاتـــل او غـــله ته خپل رهبر وېلئ نشې
    ته ګورې به سبا ته چې دا ټول ولس ته غــله دي
    أ، یو چې پکې ښه وي، هغه ورک شي په ګله کې د لیوانو
    داهغه خناور جګړه ماران دی چې لاسونه ئې دي سره ــ په سرو وینود ولس
    لکه لاس د پیغلو نجونو چې سره کړي په اختر او په واده وي۰
    رښتیا ــ نن مې کتل چې دا خبره ئې رښتیا شوه
    زمونږ انتخابات لکه بازار د منډیي وو
    د یوه «پټي ټيپِر» دي ئې بدل، بدل نرخونه۰
    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
    چې( جان کیري ) دافغانستان سرنوشت تعینوي نو انتخاباتو ته څه ضرورت دی، هسې وخت ضایع کول دي۰ دا دې پردو بهرنیو انتخابات دي نه د افغان ولس۰

ځواب ورکول pashton ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *