تاند، شنبه، د میزان ۲۰م: د ولسي جرګې ځینو غړو وروسته له هغې چې د کابل په سرک نو سیمه کې پولیسو د یو وکیل بدمعاش ساتونکو سره د موټر د تورو شیشو د سپینولو پر سر اخ و ډب وکړ، تېره شپه ناوخته بیړنۍ غونډه کړې او د امنیتي معین خوشال سادات د منفکۍ غوښتنه یې کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت یوه سرچینه تاند ته وايي، تېره شپه د کابل ګمرک ته څېرمه پولیسو د یو وکیل موټر درولی او د شیشو د سپینولو غوښتنه یې ترې کړې، خو په ځواب کې یې د وکیل ساتونکو مرمۍ تېرې کړې دي چې پولیسو له دغې ډلې د وکیل یو ساتونکی نیولی او بندي کړی دی.
سرچینه د وکیل نوم نه ښکاره کوي، خو وايي په ولسي جرګه کې د ختیځو ولایتونو استازی دی چې له پېښې وروسته یې ګڼ نور وکیلان راغوښتي او د ګمرک ساحه کې یې تر ډېره پورې لویه لار تړلې وه.
له دې وروسته وکیلان د ولسي جرګې تالار ته ورټول شوي او په بیړنۍ غونډه کې یې غوښتنه کړې چې د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي معین خوشال سادات دې له دندې ګوښه شي.
خو د ولسي جرګې ځینې غړي بیا وايي، دغه مسئله دومره لویه نه ده لکه ځینې وکیلان یې چې د شمال ټلوالې په اشاره لویول غواړي.
خوشال سادات د سنبلې د ۱۸مې له کبله چې د مسعود اوباش پلویان یې پر سړکونو او واټونو کې د خلکو د ځورونې له کبله وځپل، د شمالي ټلوالې له توندو نیوکو او مخالفتونو سره مخ دی.
PEOPLES ARE WITH GENRAAL SAADAT.
SAADAT BRING SECURITY FOR PUBLIC.
WE ARE WITH GENRAAL SAADAAT.
THANK YOU
په دي خاوره کې وطنپال او اتل یا په دار ځړول شوی یا هسې ټاپې پرې لګول کیږی وز اودسقاوزوی ته اتل ویل کیږی – دوی غواړی لکه چې جنرال پتنګ یې لیرې کړ اوس دغوجلې تړل شوی حیوانات دوطن اصیل بچیان له دندو ګوښه کول غواړی هی هی وطنه!
په دی هیواد کی څوک چه دغله قاچاق وړونکی قانون ماتوونکي او ظالم مخه نیسی او دشومو کړنو مخ نیوی یی کوی قدر یی نه شته
هو دا وکیلان ځان فرعون ګڼی دهیواد مطلق اکثریت وګړی ددی څیرو نه ستړی دی او هیواد امنیتی ځواکونونه غوښتنه کوی چه ددی قانون ماتوونکو مخه ونیسی او هیواد وال ددوی دکړنو سخت ملا تړ کوی
دقانون دپلی کولو دپاره دخوشحال سادات په څیر دنورو با وجدانه او پر وطن مینو خلکو ته ضرورت شته او دهیواد وګړی ددوی کلک ملاتړ کوی
اشرار ځپونکی جنرال لڼډغر ځپونکی جنرال سقاو ځپونکی جنرال… د قانونواکه نظام اقامه دخوشال ارادې غواړي او په همداسې ارادو به پایي
حنرال صایب! که مې وس وی، یودرجن پارلماني ځناور مې په همدا نیمه شپه له غوجلې بیول پښوکې مې درته حلالول