تاند- د ولسي جرګې یو شمېر غړیو د رباني د تلین په غونډه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د شمال ټلوالې د غړیو پر سپکاوي انتقاد وکړ.

د جمعې په ورځ د لویې جرګې په خیمه کې د شمال ټلوالې غړیو د حامد کرزي پر ضد شعارونه ورکړل، که څه هم د جمعیت ګوند ځینو مشرانو او لارویانو لکه عبدالرب رسول سیاف هڅه وکړه چې وضعیت کنټرول کړي او په دې اعتراف وکړي چې هغوی لوچکان دي، خو شعارونو ثابته کړه چې د حامد کرزي په اړه، چې ویل کېږي ۱۵ کاله د شمال ټلوالې په خدمت کې و، هغوی څه وړ تصور لري.

د ولسي جرګې د شنبې د ورځې په غونډه کې د کندهار یوه استازي سید محمد اخوندزاده د کرزي د سپکاوي په اړه وویل«دا توهین د زغملو نه دی. حامد کرزي ته دا سپکاوی له مخکې څخه د تظیم شوي پلان پر اساس شوی دی.»

ده دغه راز وویل چې ۲ کاله پخوا همدغو کسانو په همدې ځای (لویه جرګه خیمه) کې د پخواني جهادي مشر صبغت الله مجددي سپکاوی وکړ او پرون یې حامد کرزی سپک کړ.

د جمعیت او شورای نظار ځیني غړي باور لري چې د پخواني جمعیتي مشر برهان الدین رباني د وژلو په دسیسه کې حامد کرزی لاس لري.

رباني په ۱۳۹۰ لمریز کال په وزیراکبرخان مېنه کې په خپل کور کې په انتحاري حمله کې ووژل شو. ځانمرګي، چې ځان د طالبانو مرکچي استازی ښودلی و، چاودېدونکي مواد په خپله لونګۍ کې پټ کړي ول.

2 thoughts on “د ولسي جرګې ځینو غړیو حامد کرزي ته سپکاوی تنظیم شوی وباله”
  1. دشورا نظار به هم دپاکستان په شان ځان رسوا کړى که چيري دبى سواد جنرالان خپل دخبرو اصل اوتفسير اوګټه اوتاوان اوهدف او اشاره چاته اودچا په ګټه به تماميږى که چيرى دخپلو آستادانو دامر داجراکيدو ثواب اوعذاب معلومات وکړى

  2. هو! دا کار د سلطان اریانا شیخ الحدیث نور العلما والصالحین والصادقین والمجاهدین جلالاتماب عالیقدر خادمادین داعشیان همانروز جناب امیر شهید حبیب الله کلکانی دا د شرق ستوری او نړیوال رهبر د د مدرس شاکردان پلان شوی کار و او دی او وی به خو!
    سیاف صاحب!
    د رشقی پتی(د ځمکو غصب) خو یی ټول وخوړ اوته یی لاهم مږه(مجاهد) بولی
    سیافه!
    ورشه او غیرت وکړه!

ځواب ورکول ميراجان بارګزى ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *