د ازادي راډیو راپور:  د ولسي جرګې یوشمېر غړي وايي؛ د نا امنیو رامنځ ته کول، د یوه کاندید په ګټه تبلیغات او له یوه کاندید سره په ملیونونو ډالره مرسته کول؛ په لومړي دور انتخاباتو کې د ایران او پاکستان د ښکاره لاس وهنو بېلګې دي.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې نسیمه نیازۍ وايي؛ ایران او پاکستان په ځینو ولایتونو کې د یوه ځانګړي کاندید په ګټه په خلکو پیسې ویشلي دي.

نسیمه نیازۍ وایي، ایران په دې هڅه کې دی چې، د خوښې کاندید یې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې بریالی شي:

“ایران او پاکستان د یوه کاندید په ګټه ډېرې پیسې رالیږي؛ ترڅو هغه وتوانیږي بریالی شي، دغه مرستې تر ډیره په هغو سیمو کې چې ایران ته نږدي وي او ایران زیات نفوذ ورکې ویشل شوې دي.”

خو د ولسي جرګې غړې نسیمې نیازۍ دا ونه ویل چې؛ ایران او پاکستان په افغانستان کې د جمهوري ریاست د کوم کاندید په ګټه هلې ځلې او مداخلې کوي.

د ولسي جرګې بله غړې آرین یون هم وايي؛ دواړه هېوادونه کوښښ کوي چې؛ د جمهوري ریاست په دویم دور انتخاباتو کې هم د خپلې خوښې کاندید د بریا لپاره ډیرې هڅې وکړي.

هغې د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل؛ اوس مهال په افغانستان کې د ایران سفارت او په ولایتونو کې د هغه هیواد قونسلګرۍ په یو شمېر قومي مشرانو باندې د یوه ځانګړي کاندید په ګټه پیسې ویشي:

“په ځانګړې توګه دوه ګاونډي هېوادونه ایران او پاکستان له ځانګړیو کاندیدانو سره مالي او هرډول مرسته کوي؛ په لومړي دور کې یې هم مرسته کړې او هغه معلومات چې موږ یې لرو؛ د ایران سفارت او قونسلګرۍ عملاً د یوه ځانګړي کاندید په ګټه قومي مشرانو ته پیسې ورکړي.”

ځینو حکومتي سرچینو هم ازادۍ راډیو ته تایید کړې چې؛ ځینو ګاونډیو هېوادونو د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي دور په انتخاباتو کې لاس وهنې کړې.

د ولسي جرګې غړي له حکومت نه غوښتنه کوي؛ هغه اسناد چې په دې برخه کې موجود دي باید له خلکو سره شریک کړي او په دویم دور کې د ګاونډیو هېوادونو په تیره د ایران او پاکستان د لاسوهنو مخه ونیسي.

په ولسي جرګه کې د کابل استازې شکریه بارکزی هم تاییدوي چې؛ ایران په افغانستان کې له لاس وهنو لاس پرسرشوی نه دی.

میرمن بارکزۍ سپارښتنه کوي چې؛ باید بهرني هیوادونه پرې نښودل شي چې؛ په دویم پړاو انتخاباتو کې د کوم ځانګړي کاندید په ګټه کار وکړي.

“زما هیله دا ده، چې افغانانا په واقعیتونو ځان پوهه کړي او بهرنیان ته اجازه ورنه کړي چې؛ په افغانستان کې د بهرنیانو ګوډاګۍ نظام جوړ کړي چې؛ په هغه کې د افغانستان ملي ګټو ته زیان ورسیږي او د افغانانو په تاوان وي.”

په همدې حال کې په ولسي جرګې کې د کندهار د خلکواستازی محمد نعیم لالی حمید زي پر ولسمشر او ملي شورا غږ وکړ چې؛ ژر ترژره دې د ایران ښکاره لاس وهنې په دویم دور انتخاباتو کې بندې کړي.

“ولسمشر باید مستقیمه مداخله وکړي او هم د افغانستان ملي شورا مسوولیت لري؛ باید په دې برخه کې چوپه خوله پاتې نه شي.”

د آزادي راډیو له ډیرو هڅو سره سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی دور انتخابات د حمل په شپاړلسمه ترسره شول او یو کاندید هم ونه توانېد پنځوس جمع یو رایې پوره کړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ چې؛ د جمهوري ریاست دویم دور انتخابات به د جوزا په څلوریشتمه د دوو مخکښو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ وشي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي؛ ایران او پاکستان تل د ګاونډيو هېواد په توګه له ټولو نړیوالو قوانینو او اصولو څخه سرغړونه کړې او د افغانستان په چارو کې یې په ښکاراو پټه لاس وهنې کړې.

راپور: رحمت الله افغان

0 thoughts on “د ولسي جرګې ځیني غړي وايي: ایران او پاکستان یوه کاندید ته پیسې ورکړي”
  1. عزتمندو خوياندو او داولسي. جركي با غير تو خوياندو.
    مخكي له هر خه خما ا حترامات به ورين تندي قبول كري ستاسي دملي غروربه هكله سر دتعظيم ستاسي حضور ته وراندي كوم زه تولي خبري به لا ندي مصري شروع او ختموم.
    كه دزلمو نه بوره نه شوه. ———– دبولو دكه لمن زه دكر ته خمه
    رحمت دي وي به تاسي دري وارو ،ستاسي به ملي غوروراو وطن برستانه أحسا سا تو .
    جلالزوي

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *