د غزني والي موسي خان اکبر زاده

تاند- په ولسي جرګه کې د غزني ولایت یوه غړي د خپل ولایت والي له ترهګرو ډلو سره په همکارۍ او په ناامنیو کې په لاس لرلو تورن کړ.

د محور ورځپاڼې د راپور له مخې د ولسي جرګې یوه غړي علي اکبر قاسمي وویل چې د غزني سرپرست والي له طالبانو او نورو ترهګرو سره مالي او پوځي مرسته کوي.

خو د غزني سرپرست والي موسي خان اکبرزاده دا تورونه بې اساسه وبلل.

ښاغلي اکبرزاده وویل، قاسمي دا تورونه د دې لپاره لګولي چې ده یې د لرغونو اثارو او کانونو د لوټلو او د دولتي مځکو د غضب مخه نیولې ده.

غزني د افغانستان تر ټولو په نارامو ولایتونو کې شمېرل کېږي. پخوا په دغه ولایت کې د طالبانو پر ضد پاحونوالو شکایت کړی وو چې د ولایت له لوري یې ملاتړ نه کېږي.

په وروستیو ورځو کې ځیني راپورونه وايي چې په دغه ولایت کې د داعش یا اسلامي دولت ډله په زیاتېدونکي ډول د طالبانو ځای نیسي.

د داعش د فعالیتونو زیاتېدا د غزنيوالو اندېښنې لا زیاتې کړي ځکه چې داعشیان په افراطیت او سرزورۍ کې تر طالبانو هم څو ګامونه وړاندې دي.

2 thoughts on “د ولسي جرګې یوه غړي د غزني والي د ترهګرو په ملاتړ تورن کړ”
  1. نه پوهیږم چی د وکیل قاسمی خبري به ترکومه اندازی رښتیا وي . خودکندهار کابل پرلویه لاره امنیتی پوستی ورته ګوري طالیبان خلک له موټروښکته کوي اوتلاشي کوي . په دي کی به هرومرو یاوالي اویاهم قوماندان امنیه ورسره لاس وي که نه وي بیا ډیر بی . کفایته دي . هغه دځان امنیت یی نیولي اوناست دي .

  2. دیوی خوا دولسی جرګی يو غړی دغزنی والی په شوراکی ترهګر معرفی کوی
    دبلی خوا دافغآن جرمن ورځپانه چه په فسبوک کی خپريزی ليکی.
    ۲۴/۱/۲۰۱۵
    روزجمعه ګذاشته کميسون امنيت داخلی جلسه داشتندو يک تعداد اعضای بلند پايه دولتي را متهم به جاسوسی کردندولی به نام کسی اشاره نکردوخواهان شناسآئ ومجازات انها شدند .ما مقامهای بلند پايه حکومتی،دولتی،ومعين های داريم که ميدانم جاسوس هستند اما ما نميتوانم که انهارا افشآ کنيم به خاطريکه اين وظيفه ما نيست ووظيفه حکومت است که انها را افشا بسازد .
    زه ديوه مسلکی غړې په توګه غواړم په لاندی توګه تبصره وکړم.
    مخکی له دی چه خپل نظر وړاندی کړم بايد ووايم چه دامنيت دولتی سره اړيکی نيول مخکی داجرا دجرمه هر نوع راپور اوسګنال ورکول اوجرمی اسناد رسول دوقوع دجرمه څخه مخنوی کول دملت دټولو اطباعو ايمانی او وجدانی اودوطن فرستی ډنډه ده.
    راشم اصلی مطلب ته؟
    عزتمندو وکيل صاحبانو.
    ۱/داچه محترم وکيل صاحبان وائ دجاسوسانو افشا کول ځمونز نډه نه زه فکر کوم دابه يوه لوړه ا
    اشتباه وی دوطن دګټو په مقابل کی.
    ۱/داچه دولت ددری قواوو په اساس قوه( مقننه، قضآېه،او اجرایوی)منځ ته راغلی دادری واړه قواوی دېو بل سره تړلی لازم او ملزوم وظيفوی او يو بل ته درهنمائ ،مشوری او هداېاتو صادرولو هم اهنګی او مساعی مشترکه اړيکی لری او دری واړه قواوی په يوه کشتی کی ناست او کشتی دمرام او هدف دلاس ته راوړلو په خاطر رهنمائ کوی هرخه چه دکشتۍ دپر مختګ خنډ او عامل ګرځی ديو بل په کمک او همکاری خنډونه دمنځه وړی او خپل سفر ته ادامه ورکوي .دکشتۍ منځل ته رسيده اونه رسيده په دری واړو قواوو مثبت او منفی اثر لری .
    ۲/امنيت دولتی سره کمک او همکاری کول دخپل ځان او فاميل سره همکاری کول دی .دامنيت سره کمک اوهمکاری کول په وخت او زمان سره راپور او يا سګنال ور کول مخکی دوقوع دجرمه او دهغی څخه مخنووی دملت داطباعو او دوطن دنجات دبدبختيو او غيری مترقبه حوادسو څخه ژغورل دهر فرد ايمانی او وجدانی ډنډه ده.
    ۳/جاسوس ېعنې خاين ملی دملی خاينانو په هکله تحمل او حبصله دنظام سره خيانت دی هر څوک چه په دی باره کی اسناد خو څه کړی چه يو عادی سګنال ولری هم ئ باید مسولو اورګانو ته دبعدی اجراتو په خاطر ورکرل شی .
    ۴/امنيت دولتی سره کمک او همکاری جاسوسی نه بلکه دوطن دارآمۍ او ابادۍ دپاره خدمت کول دی.
    ۵/وکيل صاحبان په دی هکله چه فردی مسوليت لری ،اجتماعی مسولیت هم لری ځکه دوی ديوې اجتماعې تولنی نما يندګان او هغو ته هم مسوليت لری.
    که چيری دملت ټول اطباع پورتنيو ټکو ته متوجه شی او لاس په اقدام شی زه دصلحی او ارامۍ اود وطن دابادۍ متضمين يم.
    استخبارات دی چه وطن هم ابادوی او هم ئ ورانوی.نو ځکه په قدرونو کی لوړه او دقيقه څيړنه هم پکار ده.
    استخبارات سترګی،غوږونه او زبه ديوه حکومت او دريس جمهوردی.

ځواب ورکول Bador khan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *