له ښاغلي ایوبي سره د لوی افغانستان اوونیزې مرکه

رحمت الله امرخېل: ايوبی صاحب د کومې اړتیا له مخې مو پرېکړه وکړه چې ګوند جوړ کړئ؟

عبدالرحيم ايوبي: د افغانستان د متحد ګوند په نامه ګوند د وخت ډېر اشد ضرورت وه، او دليل دا وه چې، د افغانستان ولس غوښتل چې په يو داسې ټغر راټول شي، چې د هغه ټغر يا سياسي حرکت سرتاسري وي، چې په هغه کې د ټول افغانستان استازي شتون ولري او خصوصاً د ځوان نسل په هغه کې مهم او اساسي رول وي، چې هغه د قومي او ژبني تعصب پر خلاف وي او هغه غواړي چې د افغانستان د وروڼو توکمونو تر منځ ورولي وي، اتفاق او اتحاد وي، چې دا هم په افغانستان کې د ميشتو قومونو لپاره او د وخت دېر سخت  ضرورت دی او هم په افغانستان کې د ملي يووالي، امن، سوله ټينګښت او د افغانستان د ورونو قومونو تر منځ چې کومه بې باوري را پيدا شوې ده، چې د ځينو سياسي او مذهبي ډلو له لاسه او د هغو د غلطو سياسي حرکتونو له لاسه د افغانستان په خلکو کې او بيا د ورونو قومونو تر منځ په سونو کلونه يې په افغانستان کې ژوند کړی، چې د افغانستان ملي ګټو لپاره يې د خپل وخت او خپلې خاورې څخه دفاع کړې ده، زه په ډېر تاسف سره ووايم، چې  د ۲۰۱۳ په وروستيو کې تاسو شاهدان هستی د رسنيو له لارې د ملي شورا او د مشرانو جرګې او د حکومت ځيني چارواکي قصتاً کوښښ کوي، چې په افغانستان کې د قومونو تر منځ تعصب او ستونزې رامنځ ته کړي، نو په همدې موخه موږ اړينه وبلله چې په افغانستان کې د هغو قومونو زيات شمېر هغه ځوانان، علماء دي او هم سابق د افغانستان په ناموجوده ۳۵ کلنه قضيه باندې خبر دي د هغو سره او په داخل او خارج کې چې افغانان دي د هغو سره په ګډه مشوره، موږ د افغانستان متحد ملت ګوند تاسيس کړ.

د افغانستان متحد ملت ګوند د تاسيس، عمومي، اساسي او مهم ټکي تاسو ته وويل، مګر موږ په زرګونو افغانانو سره اړيکه ونيوله، چې په افغانستان کې د مېشتو ورونو قومونو تر منځ بېل والی ممکن دی که نا ممکن، خوشبختانه په سلو کې سلو کسانو وويل چې په هېڅ صورت باندې د افغانستان ورونو قومونو تر منځ بېل والی ناممکن دی او نفاق بې باوري د ټولو افغانانو په زیان ده، نو موږ دلته اړينه وبلله په افغانستان کې د يو داسې سرتاسري سياسي حرکت بنياد کېږدو، تر څو په ګډه د افغانستان د ملي ګټو څخه دفاع وکړو او دافغانستان وروڼو قومونو تر منځ چې په خپلو کې بې باروي لري دغه بې باوري په راکمولو کې يا حد اقل د يوه مثبت پيام په رسولو کې مرسته وکړو.

رحمت الله امرخېل: له نورو ګوندونوسره به ستاسې توپیر څه وي، که يې مهم ټکی راته ووایې؟

عبدالرحيم ايوبي: د لوې جرګې په تاريخي تالار کې د افغانستان د متحد ملت ګوند د موجوديت رسمي اعلان په ورځ تاسوبه ليدلي وي، چې په هغه کې د افغانستان له ټولو قومونو څخه علماوو، سياسي کارپوهانو، ځوانانو، خويندو او ورونو ګډون کړی وه، او زه په دې باور يم، چې دا ريکاډ لرو چې د افغانستان له ټولو وروڼو قومونو استازو پکې ګډون کړی وه، تر ټولو مهمه اساسي خبره دا ده، چې دا ګوند د افغانانو په مرسته جوړه شوی دی او شخصاً ما پر خپله د نوموړي ګوند ټول مصارف تر دې دمه چې له تاسو سره ناست يم په غاړه اخيستي، تر څ�� هېڅ نوع بهرنی سياسي، استخباراتي کړۍ چې غواړي په افغانستان کې د خپلو شومو اهدافو ته د رسېدو لپاره د ګوندونو په جوړېدو کې رول ادا کړي  او هغوی د خپلې برنامې له دې ليارې پر دوی تدبيق کړي او کوشش مې کړی دی او د دې مخه مې نيولې ده او خپل ځان مې د دې لپاره وقف کړی دی، چې مالي مرسته مې چې له وسې پوره وه هغه مې په دې کې نه ده سپمولې او بله مهمه خبره دا ده، چې موږ ۸۸ موسسين د افغانستان له ۳۴ ولاياتو څخه لرو، چې هغه کې تاجک، هزاره، ازبک، بلوڅ، پشه يي، قزلباش، نورستاني، عرب او ایماق يعني ټولو قومونو او حتا د اهل هنود ورونو هم په دې ګوند کې ګډون کړی دی  او تر دې دمه له ټولوڅخه موږ د څلوېښتو زرو څخه زيات رسمي غړي لرو او موږ ستاسې له اونیزې (لوی افغانستان) له لارې ټولو افغانانو ته وعده ورکوو، چې موږ به قومي، ژبني، سمتی او د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کوو او د افغانستان له ملي ګټو څخه به دفاع کوو او په افغانستان کې د مېشتو قومونو تر منځ د باور فضاء د راپيدا کولو لپاره کوښښ کوو او موږ به په سياسي جرياناتو کې د خلکو دخل اندازي ته موقع برابرو او په خلکو به دا غږ کوو چې د دې پر ځای چې ټوپک را واخلي او يا په کورونو کې کېني بلکې په پراخو سياسي حرکتونو کې ګډون وکړي دا چې له موږ سره ملګرتيا کوي او که یا زموږ نظارت کوي او موږ ته په د يوه مېلمه، مشاور او يا د يوه افغان په توګه موږ ته خپلې نېکې مشورې راکړي، چې تر څو موږ په ګډه وکولای شو چې يو داسې حالت رامنځ ته کړو چې هغه د هېڅ يوه د اعتراض قابل نه وي.

رحمت الله امرخېل: هر ډول کړنه چې رامنځ ته شوې، ده مدني ټولنو په ځانګړي توګه ځوانانو په تیرو لسوکنلوکې غږ پورته کړی او لاریونونه یې کړي غونډې یی جوړې کړي دي، چې تاسې هم شاهیدوئ  ستاسې ګوند به هم لکه د نورو ګوندونو غوندې وي که څنګه؟

عبدالرحيم ايوبي: زموږ پاليسي دا ده چې، موږ د يو چا پر کړنلارو يا کارونو باندې تنقيد وکړو نه غواړو چې خپل ځان د هغوی مقابل کې مواجه کړو، بلکې موږ غواړو چې په عملي توګه باندې د افغانستان خلکو ته خپل کار او زحمتونه په کار واچوو تر څو د افغانستان ولس  یې له نيږدې څخه څارنه وکړي او افغان ولس زموږ د په پروګرام په هکله خپله قضاوت وکړي او په داوطلابانه زموږ سره مرسته وکړي، البته د غونډو او سياسي جرياناتو په هکله چې په افغانستان کې د ۱۲ کلونو راپدېخوا ورته زمينه برابره ده، زه دا مثبت حرکتونه د هېواد په ګټه بولم دا يو سياسي حرکتونه دي او دا سياسي حرکتو د هرچا له نظريې سره برابر وي او يواځينۍ هيله مې دا ده، چې د افغانستان د ملي ګټې دې په پام کې ونيسي او د افغانستان قومونو تر منځ نه بېلېدونکې ژوند چې په افغانستان کې کړی دې ته زيان ونه رسوي او د يوه محدوده حرکت ته دې کوښښ نه کوي، بلکې د سرتاسري افغانستان د اقوامو تر منځ د يوالي لپاره دې کوښښ وکړي نه خدای نا خاسته، چې يو بل ته دې د دښمن په سترګه وګوري او يا دې بل ته د دې په تمه کښېنی چې ګواکې دی په دې خاوره يو اضافي بوج دی دا يو حقيقت دی چې د افغانستان ټول ورونه قومونه د دې خاورې بچيان دي او د دې خاورې لپاره يې قربانيانې ورکړي دي چې دا قرباني په ګده روانه ده تاسې ته معلومه ده چې د افغانستان ټول قومونه په تاريخ متحد او يو پاتې شوي دي او هېڅ کله هم د افغانانو تر منځ کوم کش مکش نه دی پيدا شوی او نه يې جنګ کړی دی، د پرديو استخبارتي کړيو تحميل شوي جنګ د افغانستان ولس اخري کندې ته رسولي دي، چې متاسفانه په دې کې زموږ د ځينو سياسي او مذهبي ډلو مهم رول دانيسته يا غير دانسته رول لوبولی دی او موږ به ددې پر وړاندې مبارزه کوو او زه د هغو ټولو سياسي جرياناتو چې د افغانستان ملي ګتې په پام کې نيسي او د افغانانو لپاره د ملي يووالي لپاره لاره برابروي او د فساد، قومي، سمتي او ژبني تعصبونو پر وړاندې مبارزه کوي او د افغانستان له سرحداتو څخه دفاع د خپل ننګ او ناموس دفاع بولي موږ د هغوی  ملاتړ کوو او د هغوی ملګرتيا ته تيار يو او هر هغه څوک چې په افغانستان کې قومي، سمتي او ژبني تعصب ته لمنه وهي او د افغانستان ورونه قومونه په خپلو کې په جنګ اچوي او په افغانستان کې د افغانستان د تجزيې خبرې کوي او يا د افغانستان د ملي ګټو پر خلاف حرکتونه کوي، موږ به يې ډېر سخت او شديد قوت سره مبارزه کوو او زموږ مبارزه به د عدم تشدد مبارې په پاليسي ولاړه وي او موږ د هر نوع تشدد مخالف يو او د هر نوع د تشدد لاره خپلوي پر وړاندې به يې مبارزه کوو، موږ غواړو چې د دموکراتيک سياسي حرکت له مخې فعاليت وکړو.

رحمت الله امرخېل: په داسې حال کې چې تېرو ګوندونو په هېواد کې د ښو پایلو د نه لرلو پر وجه هغه اعتبار چې په یوګوند باندې باید وشي خلک یې اوس نه لري تاسې په دغه شان وخت کې څنګه کولای شی دخلکو اعتبار او ملاتړ ترلاسه کړی؟

عبدالرحيم ايوبي: موږ په دې موضوع باندې ډېر بحث کړی دی، اوس مجبور يو بله لاره نه لرو څه بايد وکړو، که چيرې پخوانيو ګوندونو يا قصتاً پر هغوی باندې تحمل شوي حرکتونو د افغانستان ولس ژوند له ګواښ سره مخ کړی و  او تقريباً ميلونونه افغانان قرباني شوي دي دا بايد نوي شوي موږ پر دې باندې خواشيني يو او له دې هخوا بله لاره نه لرو لاس تر ځنې هم نشو کېناستی، که يو سياسي سرتاسري حرکت رامنځ ته نه کړو د قومونو تر منځ د تفاهم او په افغانستان کې د سولې لپاره زمينه برابره نه کړو، د افغانستان ولس دوې لارې لري يا خو به د يوه سرتاسري حرکت تر شا درېږي او يا به جنګېږي تر هغې چې ستړي شي او بېرته د يوه سياسي حرکت سره ودرېږي ځکه له دې بله لاره نشته، که پخوانيو ګوندونو ښه يا که بد کړي دي، د افغانستان ولس هغوی ښه پېژني او د هغوی په هکله پوره معلومات لري، نو موږ بله لاره نه لرو، ایا جنګ ته دوام ورکړو او که دغو غلو ته او يا هغو د قومي، سمتي او ژبني ډلو پالونکو ته نوره هم زمينه برابر کړو ترڅو د افغانستان ولس نور هم سياسي اختيتاف کړي، موږ ډېرو معلوماتو او فکر څخه وروسته دې پايلې ته ورسېدو چې بله د حل لاره نشته که بله د حل لاره وی نو حتماً به مو هغې لارې ته مخه کړې وی، خو د افغانستان د خلکو د راټولېدلو لپاره د قومونو د راټولېدو لپاره موږ اړينه وبلله چې حزب جوړ کړو، نو موږ د  افغانستان متحد حزب د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې د عدليې وزارت سره ثبت او راجستر کړ، او د دوی څخه مو رسمي جواز تر لاسه کړی دی.

رحمت الله امرخېل: ځوانان نن سبا ډير فعال ښکاري او ډېر ې ټولنې جوړې شوي دي تاسې سره دغه ټولنې همغږي دي او که نه دی او د راټولولو هڅه موکړې ده کنه؟

عبدالرحيم ايوبي: په افغانستان کې لويه بدبختي دا ده چې باور خلکو د لاسه ورکړی دی، خو کله چې موږ د لېندۍ پر ۱۹ نېټه د لويې جرګې په تاريخي تالار کې یوه ستره  غونډه جوړه کړه، چې د افغانستان ټولو قومونو پکې ونډه اخيستې وه له هغې ورځې  نه وروسته د ۷۵ ټولنو له موږ څخه خپل ملاتړ وکړ او له موږ سره يو ځای شوې، او هغو خلکو چې په دې غونډه کې ګډون کړی وه هغو هم زموږ څخه ملاتړ اعلان کړ او ويې ويل چې واقيعاً د يو داسې ګوند جوړول د وخت اړتیا وه، هغ ورځ به تاسې ليدلي وي، چې ډېری ځوانانو او پېغلو  په دې غونډه کې ګډون درلود او د قومونو مشرانو هم په ډېره ولوله د خپلو ځوانان تر شا ودرېدل او هغه يې وستايل او يوې خور له بدخشان څخه په دې غونډه کې داوطلبانه ګډون کړی وه او هغې وويل چې موږ به د خپلو ورونو تر شا درېږو او تاسو د ۱۲ ټولګي يوه ماشومه نجلۍ هم وليده چې د هزاره ورونو څخه ده او هلته يې په افتخار سره يې خپل شعر وويل چې که له تاسو پوره نه شوه اوس به يې موږ افغانستان جوړوو، او هلته تاسو د ټولو قومونو استازي وليدل او زه بايد تاسو ته ووايم چې کله زه خپل فيسبوک او ټيليفوني اړيکې تاقيبوم نو ټولو زه ډېر اميدواره کړی يم ټول راته وايي چې د افغانستان په ستحه به يوازينی سرتاسري ګوند همدا وي زموږ ددغه حرکت ستاینه یې وکړه

رحمت الله امرخېل: په اوسني حکومت کې دځوانانو ونډه خوره کمه ده ستاسې ګوند په ځانګړې توګه د ځوانانو په هکله څه پلان لري؟

عبدالرحيم ايوبي: ډېره مهمه  پوښتنه مو وکړه، موږ تل په دې ټينګار کړی دی، که ځوانانو ته ټوپک په لاس ورکوي، راکيټ په لاس ورکوي په هغه وخت که له ځوان څخه دا نه پوښتل کېږي، چې ته تجربه لرې که نه لرې او دا د مذهب پر نامه چې سياسي ډلې دي ځوان ته يې همېشه ټوپک په غاړه وراچولی دی هېڅ کله يې د ځوان څخه د تجربې پوښتنه نه ده کړې، خو کله چې زموږ ځوانان د ډېرو ستونزو سره سره د پوهنتونونو فارغيږي او به بدبختانه د افغانستان دولتي ادارو لخوا ورته ويل کېږي، چې ته تجربه نه لرې او زموږ ځوانان نه پرېږدي چې دلته کار وکړی نو د همدې له امله زموږ ځوانان اړ کېږي چې د هېواد څخه فرار وکړي او د قچاق له لارې نورو هېوادونو ته د کار لپاره ځي او له نورو بد بختيو سره مخ کېږي او يا د دښمن سره په يوه صف کې ودېږي او يا په مخدره توکو باندې روږدي شي، نو زموږ پلان دا دی چې د ځوانانو لپاره به مبارزه کوو او موږ د هغو ډلو په خلاف ودېږو چې زموږ ځوان ته ټوپک په لاس کې ورکوي د تجربې پوښتنه نه ترې کوي او کله چې ځوان له پوهنتون څخه فارغېږي بيا په دولتي ادارو کې هغه کاغذ دښمنه کابينه، چې زه يې د سپين کاغذ دښمنان بولم او هغه اداري مامورين چې له پخوا يې حکومتي ادارې يرغمل کړي دي د هغو په مقابل کې به موږ د ځوان نسل څخه دفاع کوو، تر څو حکومت دې ته اړ شي چې ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي او په دولتي ادارو کې ورته دندې ورکړي، زموږ اوسني ځوانان ډېر تکړه دي او ښه لياقت لري تاسو وګورئ چې د ايسا اداره يو کاميابه اداره ده وګوری مشر يې ځوان دی، د پاسپورت اداره وګورئ چې له ځوان سره ده څومره پرمختګ يې کړی دی او همدا رنګه ډېرې هغه ادارې چې پرمختګ يې کړی مشر به يې ځوان وي او هغه پخواني مامورين دي چې عمرونه يې که ۶۰ اوښتي دي او ادارې يې یرغمل کړي دي د هغوی کار يوازې کاغذ پراني ده او قصتاً ځوانانو ته ستونزې راپيدا کوي او د ريس جمهور او وزيرانو شورا ذهنيت په دې دليل خرابوي چې ګواکې دوی تجربه نه لري که خبره د تجربې خبره وي، زموږ مشرانو موږ ته څه په ميراث کې راپريښي، قتل ، چورچپاول، د ځمکې مافيا، اردو په قومونو باندې تقسيم پوليس په قومونو باندې تقسيم دولتي ادارې په قومونو باندې تقسيم کار احل کار ته نه ورکول کېږي، چې د دې پر وړاندې به ډېره سخته مبارزه کوو، په دې نيږې وخت کې به موږ به د ټولو ولاياتو ځوانان لپاره يويه لويه غونډه جوړوو چې د ځوانانو ټولې ستونزې اوارې کړو او همدا رنګه به  علماوو  او قومي مشرانو ته هم يوه غونډه جوړه وو.

رحمت الله امرخېل: د افغانستان او  امريکا تر منځ د ستراتيژيک تړون په هکله ستاسې د ګوند دریځ څه دی

عبدالرحيم ایوبي: د افغانستان متحد ملت ګوند په دې هلکه باندې تر اوسه پورې کومه رسمي اعلاميه نه ده وړاندې کړې، خو زما شخصي نظر د افغانستان د ولسمشر د نظر تاييد دی، ځکه چې موږ سولې ته اړتيا لرو او سوله پرته له امريکا په افغانستان کې بل څوک يې نشي راوستی، ټول ولس په دې اند دی چې سوله د امريکا او د هغو د ملګرو په لاس کې دي، ځکه ۳۵ کلن جنګ افغان ولس ته معلومه کړه، چې تر اوسه په افغانستان کې جنګ څوک کوي او د هغوی تر شا د چا لاس دی، موږ ټول بايد د افغانستان د منتخب ريس جمهور تر شا ودرېږي او د هغه څخه ملاتړ وکړو او زه د ولسمشر خبرې د دې وطن په خير بولم. تېره ونۍ ما په خپله له ولسمشره سره وکتل او د مشر ټول دليل منطقي وه او هغه غوښتل چې امريکا سره ستراتيژيک تړون لاس ليک کړي البته کوم ډار او وهم چې ولسمشر سره وه هغه دا وه چې ويل يې پرما باندې يې ډېر فشار راوستی دی او حتا د ملا عمرپه نامه يې يو جعلي ليک هم ماته رالېږلی وه چې په هغه کې ويل شوي وه چې د افغانستان بعضې سيمې د طالبانو په لاس کې ورکړو تر څو هغوی هلته حکومت وکړي خو په افغانستان کې هېڅ کله دوه حکومته حکومت نشي کولای خوشبختانه ولسمشر د دې پر وړاندې ډېر ښه دريځ اختيار کړی دی.

رحمت الله امرخېل: يعني تاسو د ولسمشر له اوسني دريځ ملاتړ کوی او ورسره همغږي ياست.

عبدالرحيم ايوبي: په هر صورت يې ملاتړ کوم، ځکه چې دا د ده دريځ نه بلکې د ټول افغان ولس غوښتنه ده، خصوصاً زه په هيڅ د يوه ولس د استازی په توګه زما غوښتنه د رسنيو او  د ولسي جرګې له لارې د ولسمشر څخه همدا وه.

رحمت الله امرخېل: خپلو هېوادوالو ته مو څه پيغام دی؟

عبدالرحيم ايوبي: خپلو هېوادوالو ته مې پيام دا ده، چې سره يو شی، متحد شی، په سياسي جرياناتو کې ګډون وکړی، د انتخاباتو کارتونه واخلئ او په ټاکنو کې ګډون وکړی، خپل ځان قابل د حساب کړې، زده کړو ته دې مخه وکړي خپلو اولادونو باندې زده کړه وکړي او بیا هم وايم چې په سياسي جرياناتو کې دې په مستقيمه توګه ونډه واخلي او دا چې بعضې خلک وايم چې فلانی د فلاني په خوښه ولسمشر کېږي دا خبره غلطه ده هر څوک چې راځي ستاسو په رايو باندې به راځي نو ټاکنو کې ونډه واخلی د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړی او د افغانستان راتلونکی جوړ کړی.

رحمت الله امرخېل: ايوبي صاحب ډېره زياته مننه چې له ډېرو بوختياوو سره سره مو زموږ بلنه ومنله او څو قيمتي شېبې مو زموږ په اختيار کې راکړې.

عبدالرحيم ايوبي: ډېره مننه امرخېل صاحب تاسو څخه هم ډېره مننه کوم چې په دې سړه هوا کې مو زحمت وکاږه او راغلئ او د لوی افغانستان ښايسته اونيزه لپاره موږ لومړی مرکه له ماسره وکړه، الله (ج) دې افغانستان لوی افغانستان کړي که موږ مبارزه وکړه او موږ ځوانان کوښښ وکړو او د تشدد لاره خپله نه کړو او په اوسني حالت کې يوازينی سياسي فعاليت کولای شي چې موږ خپل مرام ته وروسوي نه د تشدد او نه د قومي تعصوبونو لارې.

رحمت الله امرخېل: دېر زياته مننه.

دا وه د دې اونۍ مرکه چې له ښاغلي عبدالرحيم ايوبي سره مو کړې، قدرمنو لوستونکو تر بلې ګڼې د خدای په امان

ژوند ژوند لوی افغانستان

9 thoughts on “د ولسې جرګې غړي او د افغانستان د متحد ګوند مشرعبدالرحيم ايوبي سره مرکه”
  1. توبه خدایه سیاست څومره وشرمیدی، مبارزه څومره وشرمیدله ، یو بیسواده رحیم جان پکښی ګوند جوړوي بیا يي مصرف هم له خپله ځانه ورکوې
    اول خو خبریال باید دا مالومه کړې وای چه تا دادومره پیسې له کومه کړي ته هغه بله ورځ دغزني په قره باغ کي داکرو ځنګله دپوستې قوماندان وي پوډر اوتاریاک دي کښته پورته کول
    زه دپوهنتون هغو استادانو اوهغو روشنفکرو ته حیران یم چه په دغه بیسواده پسې دي

  2. د تاند محترمې ویب پاڼې ټه یو سالم وړاندیز!
    د ستاسې محترمه ویب پاڼه ډیر لیدونکي او علاقه مندان لري، مګر په تاسف باید ووایم چی د تاند ویب پاڼه باید له عالمو او په کارپوه او حداقل له یوه باسواده سړي سره چې کم ترکمه یې تر لسم او یا دوولسم ټولګي پوري درس ویلی وي. رابه شو دیته چې د تاند ویب پاڼه د عبدالرحیم ایوبي سره چی تر پنځم ټولګي پور ي درس ندې ویلی او اوس راته حزب جوړوي. هغه کله ادبي او یا کلتوري او یا دیپلوماتیکه ژبه لري چې په سیاسي ، دیپلوماتیکو او یا کلتوري موضوعاتو باندي وغږیږي. دستاسو له محترمې ویب پاڼې څخه په درنښت هیله کوو چې خپله ویب پاڼه پداسې بیسوادانو او ناپوهو او غلو خلکو مرداره او خرابه نکړئ.
    په درنښت
    نصیر خیال

  3. ای خدایه !
    افغانستان کې اوس سياست دارزالو،بدکارو اوبېکارو په لاس کې لوېدلای دی.

  4. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    کله چې د افغانستان د متحد ګوند د بنسټ اېښودلو غونډه د فرمايشي لويو جرګو په تالار کې رابلل شوې وه، نو يو دوست ما ته هم بلنه راکړه، چې په هغه غونډه کې لکه د دين خادم ګډون وکړم، نو ما ورغبرګه کړه، چې د دغه ايوبي د تحصيل په باره کې لږ معلومات راکړي، خو راته يې کړل، چې ښوونخی يې ليآ په تمبو او ټېلو هم پای ته نه دی رسولی او اوس د سياف په پوهنتون کې د حقوق په برخه کې زده کړې کوي، نو يو بل بيا وويل، چې دی خو فاکولتې ته نه خي، مګر ديپلوم به يې کورته راشي.
    ما ورته وويل، چې دلته په دې خاوره قحطالرجال راغلی که څنګه، چې په داسې يو چا پسې درېږي، نو يو يې ويل د ننني سياست تقاضا ده او بل يې ويل د پيسو زور دی، چې تر ۲۵۰ لکه او که سلهاو ميليونونو ډالرو خاوند همدا ايوبي دی او د غونډې ټول لګښت چې تر ۱۱۷ـ۱۲۰ زره ډالره کېږي او د ماسپښين مجلله ډوډۍ هم پکې شته ده، نو د ايوبي لخوا ورکول کېږي، خو تر شا يې ډېر سابقه منصبداران او روشنفکران درېدلې دي، نو ما ورغبرګه کړه، چې کله يې د حقوق ديپلوم واخيست او د خپلو شتمنيو حساب يې ملت ته ورکړ، نو زه به يې بيا غونډې ته ورشم، خو تاسو ي، شي ته پام کوی، چې ستاسو له نامه سؤ استفاده و نه شي او بس!
    هغه ورځ زه په خپلو نورو کارونو او خټو آخته شوم، خو په ښار او ګودر کې مې ډېر موټر او تېزرفتارونه وليدل، چې د ايوبي او دوو تنو نورو عکسونه يې په ښيښو سرېښ شوي ول او يو اخبار يې هم راوتلی وو، چې د ګڼشمېر خلکو عکسونه پرې انځور شوي ول.
    د يو نوي ګوند جوړول د افغانستان د ادارې لپاره يو اړين او نېک کار دی، خو ايوبي بايد په دې پوه شي، چې خاکساري په دې که نه ده، چې يو پوهاند، يو مسلکي منصبدار او يا مسلکي حقوق پوه د ده (ايوبي) تر لاس لاندې کار وکړي او د ده بېسواده خولې ته وګوري! نو مېړانه به هغه وی، چې د يو ملي خوځښت، چې بنسټ يې افغاني پوهانو له علمي کچې او يا لږ تر لږه د مسلکي زده کړې د اشخاصو له ډلې جوړه او ملت ته د منلو وی، نو د نا مشروع پيسو په مټ قدرت ته رسېدل په امريکا کې د ۱۹۳۰-۱۹۶۰ کلونو د مافيايي سيستم انځور په افغانستان کې ترسيمېږي، ځکه ښه ويل شوي، کوږ بار تر منزله نه رسېږي، نو اوس هم ليا وخت شته دی، نو ايوبي دې هڅه وکړې او يوه د خپل ګوند کنګره دې راوغواړي او مسلکي اشخاص دې د دغه ګوند د چارو مسؤلين د آزادو ټاکنو په ترڅ کې وټاکي او په اقتصادي مرسته کې دې خپله وسه نه سپموي او نورو ته دې هم د ګډون او غړيتوب د ورکولو ذهنيت او د ملي اهدافو لپاره د پانګونو مرستې وکړي، نو بيا کېدلی شي، چې زموږ او تاسو ماته بېړۍ تر ساحله ورسېږي، مګر پرته له دې به زموږ د ژغورنې ټولې بېړۍ د بې اعتمادي او بېسوادي په سمندرونو کې لاهو شي!
    معه سلاموکوم الاهلول افغانيون و الاهلول سياسيون
    ملا ميوند آخوند

  5. سلامونه
    زموژ ستر لارشود محمد ص اومي (بيسواد) وو. خو نن سبا ١.٥ ميليونه انسانان د هغه په دين او په لاره روان دي.

    خبره د افغانستان په سر ده كه چيري يو نالوستي يا په بل عبارت بيسواد زموژ د بدبختيو ته د پاي تكي كيدي له د بل خدمت فكر نكوم چه يي.
    شاغلي ايوبي چه دا گام پورته كراي دي چه يو گوند جور كي او تول افغانان په كي كدون يا عضويت ولري دا دير شه أقدام دي.
    موژ په افغانستان كي له سمتي او شخصي گوندونو تر پوزي راغلي يو.
    گرانو هيوادوالو لژ له حوصلي او صبر نه كار واخلي او خپلو هيوادوالو ته چانس يا شانس وركي او عاجل په خپل هيوادوال باندي تاپه جنگسالار مافيا مرتد كافر او داسي نور مه وهي.
    (ما په خپله تر ٤ تولكي شونزي ويلي او نور تول عمر مي په مسافري او غربت كي تير كراي دي او زه بخشنه غوارم چه زما املايي غلطي به ديره يي)

    په هيله د يوالي او سمسور افغانستان

  6. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ښاغلي تور جان ته بايد په ګوته شي، چې رسول اکرم محمد (ص) له نامه سره لوبې و نه کړي، ځکه هغه د خدای رسول دی او د امانت داري پر بنسټ يې د امين نوم کټلی او په اللهي وحې مشرف شوی او پوهه يې له خدايه او ملايکو ترلاسه کړی وو (اقرا باسمه ربکه الذي خلقالانسانه معلق!) . ته کولی شې خپل ايوبي له دسوتم، محقق، عطا جان او داسې نورو سره مقايسه، مګر نه د خدای له رسول سره.
    ما مخکې په خپله تبصره کې د دغه متحد نومي ګوند مخکنۍ غونډې او د ګوند د محرکو فکري قوتونو نه نومونه ياد کړي دي او نه هم د دغه ګوند ديوي سياسي لوبې او د راتلونکو ټولټاکنو په درشل کې د ييو شمېر سياسي کړيو او يا سياسي لوبغاړو د مطرح کولو په موخه جوړ شوی دی، مګر زه يې د مرکزي کومېټې ګڼشمېر غړي له نيژدې پېژنم او ليا د لويې جرګې په تالار کې د غونډې له انډو خر او د دغه ګوند له مرکزي څېرو سره د ايوبي ماشومانه حرکات مې ليدلي دي او بيا يې وروسته د معذرت غوښتنې بې ځايه هلې ځلې هم ما ته معلومې دي، خو زه صرف وخت ته منتظر يم، چې دغه د پښتني احساساتو په مټه جوړ شوی ګوند څه کوي او بيا به ګورو، چې څه ترې جوړېږي!
    ډېرو نورو پښتني ژبو د ګوندونو د جوړولو هڅې کړې دي، چې ښه بېلګه يې د ودان افغانستان، پښتون خوځښت، ځوان افغان، ويښ افغان او يو شمېر ادبي کړۍ دي، مګر ټول ځکه ناکام دي، چې نه يې باسواده او نه هم بېسواده د افغانستان د ادارې او دونېشن سيستم څخه د افغانستان اړول په يو توليدي مملکت باندې د رشد او پرمختګ نسخې نه لري، نو يوازې په اوټو بوټو اود ملي شتمنيو په چور وچپاول او ځان ته تجارتي بنسټونو جوړول، څه نه کېږي او زما او ستا د ملت په ګټه نه دي!
    افغانستان مسلکي ټيم او ملي زعامت ته اړتيا لري، مګر نه دولتي مافيايي سيستم ته، چې بنسټ یې صرف ډالري مافيا وي، مګر نه مسلکي پوهه، ځکه زموږ ملت د سازشونو، سليقو او تنظيمي يا سيمه ييز ذهنيت قرباني دی، نو زموږ ملت د افغانستان د امنيت، زراعت ميکانيزه کېدلو او د ژوند چارو صنعتي کېدلو، چې الکتروفيکېشن (برېښنايي بنسټونه) يې شمزۍ ده، نو د دغو موخو لپاره د پلېکېدونکو پروګرامونو د مسلکي اداري جوړښټ اړتيا لري، مګر نه دا چې د شهرت، خودنمايي او د دونېشن له شتمنيو د غلا لارې چارې، چې ايوبي او داسې نور يې هم ښه ګډونکوونکي ول او دي! ځکه داسې سرمايه په معاش او مشروع تجارت نه جوړېږي، کله چې د نويو ميليونرانو پروني ژوند ته وروګورې، نو هر څه به ړرته روښانه شي!
    په پای کې بايد ياده شي، چې د اسلام د مقدس دين پيروان ورځ تر بلې زياتېږي، چې اوس يې خبره تر ۲،۴ ميليارده رسېدلې ده او له عيسويته وروسته دويم نړيوال دين دی!
    معه سلاموکوم الاهلول مسلمين
    ملا ميوند آخوند

  7. ګرانه ورره (ملا ميوند اخونده ) موږ ټول ملت په محترم ايوبي صاحب (وياړ) فخر کهو. موږ ټولو ته معلومه ده چي ايوبي زموږ لپاره سومره خدمت ګړي دي او بل خبره ده چي ده ايوبي صاحب غوندي خدمت ګاره په ټول افغانستان کي نسته موږ په دي ښه پو يو چي ده ستا غوندي هر اغه سړي چي په خپل ژوند کي پاته راغلي وي او ناکم ژوند کوي نو اغه دغه کار کوي پر بل ښه شخستونو نيوکي کوي ….. او ده اندړ خو موږ ټولو ته معلوم دي چي څومره عقل لري ….ذه خپله ده ايوبي څخه ډيره مننه کوم چي خپل کار ته دوام ورکړي او ده ملت خدمت وکه…..که په امله کي غلطي وي نو وبخشي زکه ذمه په تليفون کي پښتو سمه نه ده مننه…. او هر سړي که شه دي که بد خو وس دي خدمت وکي وه خپل ګران وطن ته ….
    ايوبي ژوند ژوند ژوند ژوند ژوند
    سليم خان
    ايوبي صاحب که ده هر اغه سړي په خبرو په سي ګرذيدي چي ستا کاميابي نه غوړي. نو دغه خلګه به تا ته ډيره مشکېلات جوړ کي او ده خپلا کاره به دې زړه در تور کي دغو خلګو خو خپله په ټوله ژوند د وطن او خپل ځان لپاره سه نه دي کړي نو به ته سو پريږدي.دغو خلګو خو خپله سه نه دي کړي په ژوند کي بس په بل په سي ګرزې چي خبري په سي وکي. خپل کار ته دوام ورکه موږ ټوله ستا په هيله يو….ښه ژوند دي غواړو مننه

  8. اسلام اعليکم و رحمت الله وبرکاته واما بعد!
    سليم خانه وروره مننه، زه به داسې وايم، چې ستا خبره به درنه وګڼم او خپله بېباکه، وايي چې (آش مردان دېر پخته مېشه!)، نود ژبې زخمونه او ټولنې پرهارونه صرف وخت جوړوي! او يا يې نور شړېدل پسې ښيي!
    ستاسو د بري په تمه
    معه سلاموکوم الاهلول صادقين
    ملا ميوند آخوند

ځواب ورکول نصیر خیال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *