هر ځلې چې ټاکنې کېږي نوماندان داسې ښکاره کوي لکه دوى چې هېڅ دې نوماندۍ ته اړتيا نه وي لرلي، بلکې يوازې د ولس غم ليوني کړي وي، ترڅو ځان دې پوست ته ورسوي او د خپلو خلکو خدمت وکړي، خو د هرې دورې په تېرېدو وکيلان د ملت او ولس حق ته سترګې سپينوي او غواړي چې له دې لارې ځانونو ته امتيازات واخلي او ولس ترې هېر شوى دى يوازې ځانونه يې په ياد دي چې څه ډول له بيت المال څخه پيسې په خپلو نومونو راوباسي.

څو ورځې وړاندې ولسي جرګې د يوې طرحې په وړاندې کولو وروسته له وکالت د ځانونو لپاره يو شمېر امتيازات غوښتي وو چې د مشرانو جرګې او ډېرو مدني بنسټونو د خندا او رد وړ وګرځېده، خوتر دې دمه په هغه طرحې چا څه نه دي ويلي په کومه کې چې بيا هم د ولس اړتياوې تر پښو لاندې شوي او ټولو وکيلانو ورته داړې سپينې کړي دي.

په هېواد کې امنيتي شرايط او د عام ولس امنيت هغه ننګونه ده چې ښايي هر افغان ورته اندېښمن وي خو وکيلان صاحبان يوازې ځانونه ګوري او کوښښ کوي چې په شکل د اشکالو امنيتي ځواکونه يوازې له ځانونو سره وساتي، هغه په دې چې موږ د ټول هېواد د ساتنې لپاره ټول ټال درې لکه نظاميان لرو چې دا شمېره نظاميان بايد له سرحدونو واخله تر لارو او افرادو پورې له ټول هېواد څخه ساتنه وکړي، خو د وکيلانونو د وروستۍ طرحې په اساس دوى غواړي په زرګونو تنه سرتيري يوازې د خپلو ځانونو د مفاد لپاره استخدام کړي، د بېلګې په توګه په حاضر وخت کې د ولسي جرګې هر وکيل تر پنځلسو پورې ساتونکي لري، همدا ډول د مشرانو جرګې غړي له څلور ډېر او د ولايتي شوراګانو غړي دوه دوه ساتونکي لري.

راځئ د يوې تخميني محاسبې له مخې دا معلومه کړو چې څومره ځواک به له دې دريو ارګانونو سره مصروف وي او تر کومې به يې له ځانونو ور سره ساتلي وي؟

د ولسي جرګې غړو شمېره دوه سوه نهه څلوېښت تنه ده چې د هر يوه لپاره د دوى د قانون په اساس پنځلس ساتونکي ځانګړي شوي، که چېرې ساتونکي او د ولسي جرګې غړي په خپلو کې سره ضرب کړو نو د ساتونکو شمېره به ٣٧٣٥ تنه شي، دې سره خوا کې د مشرانو جرګه چې يوسلو دوه تنه غړي لري او د هر غړي لپاره که څلور ساتونکي شي نو څلور سوه اته تنه به له دوى سره مصروف شي، که له هغې را تېر شو نو د وکيلانو يو ډېره لويه کتله په ولايتي شوراګونو کې راټوله ده هغه په دې چې هر ولايت له شلو واخله تر لسو پورې وکيلان لري چې که چېرې د دې شمېرې اوسط پنځلس کسان ونيول شي او په څلور ديرشو ولايتونو کې يې ضرب کړو حاصل به يې پنځه سوه لس تنه راشي چې دا هم هر يو دوه ساتونکي غواړي چې د ساتونکو شمېره به يې يو زرو شل تنه راشي، که اوس دا ټول ساتونکي سره را جمع کړو نو حاصل به څلور زره شپږ سوه درې پنځوس تنه راشي.

د هغو معلوماتو له مخې چې تر موږ رارسېدلي له دې ساتونکو به نه يوازې په خپله وکيلان بلکې د دوى پلاران او وروڼه به هم استفاده کوي او دا به د عمر تر اخره پورې له دوى سره ورسره وي په داسې حال کې چې معاش به ورته دولت ورکوي کار به د وکيلانو کوي، او دا به د ساتونکو وروسته استخدام نه وي په هر پنځو کلونو کې به دومره ساتونکي استخداميږي.

دا خبره هر چا ته ښکاره معلومه ده چې ډېرى وکيلان اوس هم ډېر داسې ساتونکي لري چې نومونه يې شته خو وجود نه لري او معاشونه يې د وکيل صاحب جېب ته ورځي، په داسې حال کې چې د هر نظامي د معاش لپاره افغان دولت مجبور دى د بهرنيانو زنه ونيسي او دې ته يې راضي کړي چې زموږ ملت دې نظاميانو ته اړتيا لري.

موږ که ملي شورا غواړو او که ولايتي شوراګانې يواځنۍ موخه ترې په دې هېواد کې د قانون حاکميت او د دې ځورېدلي ولس هوساينه ده، نه دا چې د ونې په شان په خپلو څانګو کې د تبر لپاره لاستي تيار کړو.

په دې وروستيو کې داسې ويل کېږي چې وکيلان په ډله ييز ډول کار کوي او د خپلو غوښتنو لپاره يې ډلې جوړې کړي او له خپل ډوله ييز ځواک څخه په استفادې په وزيرانو او نورو اشخاصو خپلې غوښتنې تپي او د خپلو سليقو سره سم ځيني کسان مقرروي او ځينې له دندو لرې کوي.

دوى که د ولس په غم کې وي او اصلي هدف يې د ولس خير او سعادت وي، بيا دې خپلو مسايلو ته د ولس له عينکو وګوري او هغه لار دې د ځانونو لپاره انتخاب کړي چې له دوى سره يو ځاى ټول ولس د کاميابۍ او برياليتوب مقام ته رسوي.

دوى ته دا واک او ځواک دې ولس ورکړى او دوى ته يې سترګې دي ترڅو د يوه مقننه ځواک په توګه داسې قوانين جوړ او تصويب کړي چې هغه د دې هېواد او ولس واقعي غوښتنو ته ځواب وويلى شي، نه دا چې دوى په خپلو قوانينو په ولس پورې دا څو تاره پاتې غوښې راوشپېلي.

هره پديده چې د ولس په زيان شي هغه په ټولنه کې د نفرت وړ ګرځي، هېڅکله متنفر جسم د هضم سبب نه دى ګرځېدلى، څومره چې په حتياط وخوړل شي بيا هم قى کېږي.

سپين روان نورزى

0 thoughts on “د ولس استازي د ځان په غم کې دي، که د ولس؟!!! نورزی”
  1. دافغانستان د اردو ددير قديم خخه خبلو صاحب منصبانو ته يو خاص امتياز قائل وو هغه داجه هر صاحب منصب ته يو نفر دنفر خدمت به توكه وركول كيده دا يو فوق العاده امتياز وو داردو منصوبينو دباره
    كله جه به ١٣٥٧ كال د ثور به مياشت كي دولتي نظام تغير وكر او به خلقي نظام تبديل شو داردو با شهامته منصوبينو ديته حاضر شو جه دنفر خدمت به نامه بايلي ته خاتمه وركره دا يوه لويه قرباني وه دولت به مقابل كي فردي استعمار سره ي خداي با أماني وكره
    مكر نن زمونز بيسواده وكيل صاحبان راجيكيكيزي ديو بر خاي بنخلس نفره خانته به خدمت كي نيسي بي كفايته دولت هم دا ورسره منلي دا عصر او دا زمان او دائً كار رواءي ددي دباره جدي مبارزه به كار ده مو كراسي ده او كه سوته كراسي دا بايد واضح شي كه سوته كراسي وي دا إيجاب كوي مكر دموكراسي دا أصل ردوي
    داجه أفراد وزارت داخله او معاشات وزارت ماليه وركوي دواره وزارتونه به ي جواب وركولر ته به اينده كي اما دكي ونيسي

ځواب ورکول سید الر حمن زیار مل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *