بسم الله الرحمن الرحيم

د افغانستان د  ملي تحريک او يو شمېر نورومدني، کلتوري او ټولنيزو خوځښتونو په بلنه د (۱۳۹۵) ل کال د (دلوې) پر (۱۶)مه نېټه د اساسي قاون او متمرکز نظام د ملاتړ لپاره يوه پراخه غونډه رابلل شوې وه، په دې غونډه کې د هېواد د يو زيات شمېر ځوانانو استازو، قومي مخورو، ديني عالمانو، د مدني او کلتوري ټولنو غړو، د ملي حرکتونو استازو او خپلواکو ملي شخصيتونو ګډون کړی و. دوی د خپلو خبرو په ترڅ کې په هېواد کې د ملي وحدت پر ټينګښت، د مرکزي رياستي نظام پر پياوړتيا د سولې، امنيت او عدالت پر ټينګښت او د اساسي قانون پر تطبيق ټينګار وکړ او دغه لاندې پرېکړه ليک يې صادر کړ.

۱- د افغانستان اساسي قانون د افغان ولس يوه ملي وسيقه ده، دا قانون د افغان ولس استازو د اساسي قانون په لويه جرګه کې تصويب کړی او نړيوالو هم منلی، تطبيق يې د حکومت اساسي وظيفه ده او نه عملي کول يې له ملت سره يو ستر خيانت.

۲- نامتمرکز، فدرالي، پارلماني او يا نور هر ډول نظامونه اوسمهال په افغانستان کې مشکلات لا پسې زياتوي، د قدرت بېلابېلې جزيرې رامنځته کوي او په پای کې د افغانستان وېشنې ته لاره اواروي. په کار ده چې د ټولو هغو عناصرو مخه ونيول شي چې د اساسي قانون خلاف دا ډول غوښتنې لري.

۳- اوسنی نظام متمرکزه بڼه لري، خو د قانون خلاف په کابل او د هېواد په يو شمېر نورو سيمو کې د يو شمېر تنظيمونو او اشخاصو له خوا د قدرت ناقانونه جزيرې رامنځته شوي او له همدغو موقعيتونو څخه د هېواد ټول جوړښت او ملي يووالی ګواښي، دا ضرر، خطر او ګواښ بايد ژر تر ژره له منځه يوړل شي.

۴- له اروپايي اتحاديې، امريکا، روسيې، ايران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه په جدي ډول غوښتنه کوو چې افغانستان کې له اساسي قانون سره سم د مرکزي نظام له ټينګښت سره مرسته وکړي. مختلفو جنګي تنظيمونو، حکومتي او ناحکومتي جنګسالارانو څخه خپل ملاتړ پايته ورسوي او هغوی سره له پټو او ښکاره ملاقاتونو ډډه وکړي.

۵- له جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني څخه په جدي ډول غواړو؛ لکه څنګه چې يې په ملي شورا کې د دوست او دښمن تعريف وکړ، دغسې ولس ته د پوزېشن او اپوزېشن تعريف هم څرګند کړي، موږ په جدي ډول د حکومتي اپوزېشن د ړنګېدو غوښتنه کوو او دا په ډاګه وايو چې سياسي اپوزېشن بايد له حکومت څخه بهر وي، اپوزېشن د ولس د رښتينو استازو حق دی، نه د حکومت د يوې يا بلې برخې د فسادګرو.

۷- جمهور رييس د ولس د پراخو لاريونونو په غبرګون کې دا ومنله چې له اساسي قانون سره سم به د هويت په تذکرو کې د (افغان) او (اسلام) کلمې درجوي او په دې اړه يې په کابينه کې يوه پرېکړه هم وکړه، چې د تقنيني فرمان په چوکاټ کې يې ځای کړه، خو دا پرېکړه تر اوسه عملي شوې نه ه، دا پرېکړه بايد ژر تر ژره عملي شي.

۸- جمهور رييس دې غټو او وړو جنګسالارانو ته د سياسي مشارکت تر نامه لاندې د نورو نامشروع امتيازاتو له ورکړې ډډه وکړي او تر دې زيات دې د ملت حق پر هغوی نه خوري.

۹- جمهور رييس او نور اشخاص دې د نويو ناضروري قوانينو د رامنځته کېدو پر ځای په هېواد کې سولې، امنيت، خدماتي چارو، د مواصلاتي لارو مصونيت، اقتصادي ودې او نورو برخو ته پاملرنه وکړي او له هېواد څخه دې د خپلې واکمنۍ په پاتې لنډه موده کې د نويو قوانينو د مشق تخه نه جوړوي او د ولس پام دې له خپلې دندې او مسوليت څخه بلې خواته نه اړوي.

۱۰- له عدلي، قضايي ارګانونو، د اساسي قانون پر تطبيق د څار کمېسيون، د انتخاباتي چارو له اړوندو کمېسيونونو او نورو مقننه ارګانونو څخه غوښتنه کوو چې يو ځل بيا ولس ته دا خبره سپينه کړي چې اوسنی ولسمشر د اساسي قانون له مفرداتو سره سم ولسمشر دی او که نه؟ که دا خبره سپينه شي، نو د هېچا ناقانوني غوښتنو ته ځای نه پاتې کېږي.

۱۱- که جمهور رييس او نورو اړوندو ارګانونو زموږ قانوني غوښتنې ونه منلې او جنګسالارانو ته يې د نورو لا زياتو امتيازاتو د ورکړې له لارې معامله وکړه، نو موږ به پر پراخو مدني حرکتونو او لاريونونو لاس پورې کړو، هغه مهال چې هره ستونزه پيداشوه مسوليت به يې د معامله ګر جمهور رئیس او معامله ګرو جنګسالارانو پر غاړه وي.

و من الله التوفيق

د ولس غږ غونډې برخوال

2 thoughts on “د ولس غږ غونډې د برخوالو پرېکړه ليک”
  1. غونډې او خبری کول اسان کاردی .هروخت که مو دشفع عیار دخولې ډیران دپختنو پر ضد بند کړ بیانو دوطن او پختنو ریختنی بچی یاستی، او زه هم دخیره وطن ته روان یم هلته به په ګډه ورسره مبارزه کو زیاتی بس دی. اوس معلم عطاګک هم لوړی څوکی ته زان جوړهوی

  2. سلام
    ملي وسيقه بايد ” وثيقه” باندې وليکل شي
    ولس مشر بايد د پاو، چارک،، من، او خروار پټکه کوونکو، لاف زنو او دروغجنو ته ځانګړئ تګلارئ غوره کړي ا و د کرزي په شان ېې نورو د نازونو او خيالونو او ملوک الطوايفي له سوچه وباسي

    ولس مشر بايد د بهرنيو سفارتونو، کونسلګريو غم په جدي توګه وخوري او په عين زمان کې هغه چاپلوسان، بې کفايته محافظه کاران چې تل د ملي حاکميت،د هېواد په لارو چارو کې ناکم راغلي نور له کتاره وباسي چې ساتنه ېې په درد نه خوري

ځواب ورکول . ع.شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *