د جهاد په دوران کې یوه ډریور قصه راته کوله چې : د شوراب په سیمه کې دغلو داسې ډلې پیدا شوې د کندهار هرات په سرک موټران دروی او مسافر له موټرانو څخه ښکته کوی او مالونه او پيسې یی ورڅخه اخلي خو یوه ځوانی پکې ده بیا یې لیکه لیکه دروي چې تر کور د رسیدو کرایې پيسی بېرته ورکوی او هغه وخت کې ورته وایی چې ټول  په لوړ اواز ووایی ( مرګ په شوروی او خلقیانو، مرګ په امریکا او مجاهدینو، ژوندی د وی د شوراب غله)

د قصې له اوریدلو وروسته مې ور غبرګه کړه ، او و مې ویل چې دوی څومره ظالمان دی پيسو په اخیستنه بسنه نه کوی سربېره پردې په داسې بدو ویلو یې هم مجبوره کوی، دخدای قهر د پرې و شی.

وخت په تېریدو وو  چې دری کاله وړاندې مې ۲۰۱۱ – جون میاشت کې مې له دغه بدتره ولیده،  د وردګو ولایت  په یوه لرې غرنۍ سیمه پراته کلي کې وسلوال حاکم وو او دغه کلی یې تر ټولو غوره پټنځای ګرځېدلی  وو، کلی ته به طالب وسلوالو د سرک څخه لوټ  شوی او چور شوی مالونه لکه د مهاجرو بړستنې، ترپالونه، غنم او نور شخصی توکي را غلا کول او پلورل به یی لدې سره کلی په لوی بازار بدل شوی وو، موټر او ډرېور به کله کله بیرته په څښتن پلورل کیدل او کله به بیا په بې رحمی سره وژل کیدل او سوځېدل، پدې بدبخته  کلی کې د وسلوالو دغه کړنو ورځ په ورځ زور اخیست او کله به د خلکو تر شخصی حریمه رسېدلې لکه: کفری درس وایی، جامې د کفری دی، پیسی د له کومه کړې ، کابل ته تګ راتګ کوی، جاوسوس یی او داسې نور……

۱ د وسلوالو له دغه عمل سره ځينې عکس العملونو ورځ په ورځ زور اخیستلو نو وسلوالو ته لومړنۍ وسیله دا وه چې خلکو په منځ کې نفاق او بد بینی رامنځته کړی څه وخت دغه پالیسي مؤثره وه او ولس یې تر یوه وخته مصروف ساتلی وو، بلاخره  یوه کورنۍ مجبوره شوه چې په  ډاګه ورته ووایې چې  ستاسو دا ناروا کارونه  نور د زغملو وړ ندی.

طالبانو ددغه کار په  وړاندې په یو لوی عکس العمل لاس پورې کړ ترڅو دغه خوځښت سخت و ځپي،  ټولې جنګې ډلې ټپلې د سپکو او درندو وسلو سره را ټولې کړل شوې  او د دغه کورنۍ  پنځه اړوند کورونه لومړی تر خپلې محاصرې او وروسته تر برید لاندې ونیول، دغه حالت یوه شپه او ورځ دوام وکړ، او  وروسته د یو شمېر خلکو لخوا د وسلوالو طالبانو په ګټه یو لنډمهاله اوربندمنځ ته راغی او ترځ کې یی مړی سره تبادله شول، ۲۴ څلور ویشت ساعته  ورسته سهار وخت  امنیتی قواوې د امریکایي قواوو په مرسته کلی ته ننوتلې، او وروسته معلومه شوه چې  دغه حرکت د د مافیایی کړیو او قومی ټېکه دارانو په اشاره تر سره شوی وو، او ګټه یی دا وه چې   تر جګړې لاندی ولسی وګړیو څخه ټول شته دری میله سلاح واخلي دهغه پښتو متل په شان  ( تېږی و تړي او سپی خوشي کړي)  چې په دغه کړنه سره دغه مظلومه کورنۍ په مکمل ډول خلع سلاح شوه.

امنیتي ځواکونو د وسلوالو سره تر لنډې نښتې وروسته بې له دی چې د وسلوالو په وړاندې کوم عکس العمل تر سره کړی په یوه نامعلومه تلیفونی اړیکه له کلی بهر او خپلو ملګرو امریکایی ځواکونو ته چې د کلی په دری کیلومتری کې قرار درلود ځان ورساوه، ولسی وګړو چې خپل بې وسه خلع سلاح حالت، او د ژوندی نه پاتې کېدلو خطر ولید په ډېره بیړه ، پلی او لوڅو پښو یی ښځو ماشومانو او سپينږیرو په امنیتی قواوو پسې ځانونه رسول او بلاخره په ډېره سختی سره و توانیدل چې کابل ته ځان ورسوي.

ورځې وروسته د وردګو ولایت قومی ټيکه دارانو او ښکېلو مافیایی کړیو  په خپلو نویو پلانونو پیل وکړ، لومړی یې جنګ ځپلي او بې ځایه شوی  سپین ږیری را وغوښتل  او د فاتحې لاسونه یی پورته کړل، خبری ډېری وشوې طرف معلوم نه وو چې ته څوک یی او څه کوې،  چا په زخمو مالګی دوړول کول  او چا پټۍ لګول کول، غونډه پای ته په نېږدې کیدو شوه ، تصمیم ونیول شو عریضه ولیکل شوه، د عریضه په جریان کې لور له لوري ویل ډېر کیدل چې پلانی وزیر زما خپل دی پلانی وزیر سره ما خبرې کړې، له یتیمانو سره به مرستې وشی بې ځایه شویو ته به ډاډ ورکړل شي، خو خبره تر ارګه ورسیده مکتوبونه او امرونه واخیستل شول د مرستو درک ورک شو، او په پای کې څرګنډه شوه چې: ( مونږ په یوه داسې ځمکه باندې ژوند کوو چې مظلومان د قومی ټيکه دارانو او ښکېلو مافیایی  کړیو د جیبونو ډکولو وسیله ده او دوینه یې تر هرڅه بې ارزښته ده).

بې ځایه  شوی خلک تر لوی امنیتی ګواښ لاندې وو او تر شپېتو زیاتو ښځو ماشومانو د کابل په یوه لرې څنډه کې په یوه نا امنه سیمه کې ژوند پیل کړی وو، په پرایوت تلیفوني نمبرونو د مرګ اخطارونه ورکول کیدل،ماشومانو او ښځو یې شپې یې په ویښه تېرولې.

سپين ږیرو له له ځنډ فکر وروسته تصمیم و نیو، چې د وخت والی ته مراجعه وکړي، والی  د خپلی اسلحې د بیرته ورکولو  امر ورکړ، خبره قومندان ته ورسیده د عریضو په لیدو سره قومندان په غضب شو د خلکو مشکلات یی تر شا شول  په والی انتقادونه پیل شول سکرتر ته غږ کړل شو د عریضی پوتو کافی واخیستل شوه، ډېر بد بد وویل شول لکه:   والی حق نه لری چې د له دوی سره مرسته وکړی…. او داسې نور، بې ځایه شویو  ته اخطار ورکړل شو ( که بل ځل دا شانته حرکت ولیدل شی د بند تر خونو به ورسول شی نور اسلحه هیره کړی)، تر ځنډ بحث وروسته قومندان رحم وکړ، بې ځایه شویو ته ډایاک شوی ښکاری ټوپک بیرته ورکړل شو، او له پاتې اسلحې خدای خبر ……………..

د شهیدانو کورنی په نا هیلې ډول له قومندانی بهر شول یو نفر ور په غوږ شو  او ویې ویل (که غواړی چې خپل ځان او مال ساتنې په خاطر د نورې اسلحې امر واخلی نو لومړی د قوماندان جیبونه ور ډک کړی هر څه به سم شی)،  خو دغه بی وسه خلکو څه نه لرل، قوماندان سره یی د ښکاری ټوپک په ورکړې چې آتیا زره افغانی قیمت یی درلود هوکړې ته ورسیدل، او تر څو ورځو یو ها خوا دا خوا  لیږلو وروسته د اسلحی د امر  په خوب بدل شول، هر څه لاهو شول………………….

نو له دغه مظلوم او ځوریدلی سپينږیو او یتیمانوسره د دغه چټلو چارواکو، قومی ټیکه دارانو، ښکېلو مافیایی کړیو او تروریستانو د اسلام او شته انسانی قوانینو خلاف کړنو سره راته د شوراب د غلو قصه یاد شوه او ځان سره مې وویل:

((ژوندی د وی د شوراب غله ! هغوی خو به مسافرو ته  تر کور رسیدلو پیسې بیرته ورکولې.))

ج. مهرووال

نېټه : ۲۰۱۴- جولای  دیرشمه

ځای : کابل افغانستان

0 thoughts on “د ولس مجبوریت – ژوندي دې وي د شوراب غله”
  1. مهرووال صایب،‌په ګوتو مو برکت، سخت تریخ حقیقت مو بیان کړی دی، هماغه کړی چې تر ډیره یې ټالیب ترهګر حمایه کول یو وخت لږ د هغوی لخوا و هم چیچل شول، یادیږي مې چې چا به موټرسایکلونه ورلیږل، چا به مالي ملاتړ ورکولو،‌چا به مخابرې ورکولې،‌او دغو ټولو کسانو ځانته د وردګو مشران هم ویل، غونډې او ټولنې یې جوړې کړې وې،‌تل به مې سو کاوه چې دا څومره احمق خلک دي،‌ولې داسې کوي،‌ایا دوی فکر کوي چې دغه ماران چې دوی یې پړسوي یوازې به د دوی تربوران او نور عام خلک خوري که به یوه ورځ خپل زهر د دوی خواته هم وشیندي. د سید اباد په ولسوالی کې د فضل کریم مسلم ولسوال کیدل د ښاغلي جناب ډاکټر صایب فاروق د نیغ په نیغه ملاتړ په مرسته او ډیر داسې نور کارونه هغه څه دي چې همدغو مافیایي کړیو د خپلو شخصي ګټو لپاره ترسره کړي خو فکر نه کړم چې ګټه د ترې پورته کړي.

    مونږ به هم په تمه وو چې مشران لرو،‌مشران مو ولا د پنشیر د یوه لنډغر هومره هم نه احساس لري او نه ننګ. کشرانو خو هغه دي چې یو او بل په تیږو سره ولي.

ځواب ورکول Maiwand ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *