عبيد الله ځدراڼ – د ولوله په نوم نوې مجله، چې خپلواکه-کلتوري، سياسي او ټولنيزه درې مياشتينۍ خپرونه ده، له خوست ولايت څخه يې تازه په خپرېدو پيل وکړ او لومړۍ ګڼه يې تازه له چاپه راووته، چې اوس د مينه والو په لاسونو کې ده او خپله تنده پرې خړوبوي.

ولوله مجله، چې ٦٢ مخونه لري، پر سياسي، کلتوري، معلوماتي، علمي او نورو ليکنو سر بېره نورې تفريحي، سپورتي او هنري برخې هم لري، چې کېداى شي، په دې سره په ياده مجله کې هر څوک خپل ځان وګوري او د خپلې پوهې په کچه خوند ترې واخلي.

په دې مجله کې، چې د هېواد او سيمې د ليکوالانو ګڼ شمېر په زړه پورې ليکنې او مطالب ځاى پر ځاى شوې دي، د امتياز څښتن يې د (( غازي ببرک خان اجتماعي او کلتوري ټولنه )) ده، د ليکوال او شاعر رفيع الله زيار تر مسؤل مديريت لاندې چاپ کېږي او مرستيال يې استاد عيسى خان تسل دى.

د ولوله مجلې د مارکېټينګ مسؤل کريم الله ګوهر او کتنپلاوي يې فولکلور پوه عبدالکريم پتنګ، تکړه ژورنالېست نجيب الله الوخېل، شاعر نورشاه نوراني، شاعر او ژورنالېست نورا جان بهير، ژورنالېست عبدالقادر ځدراڼ او شاعر طالب منګل دي.

د مجلې مطالبو ته په کتو سره داسې ښکاري، چې د لوستونکو د خوښې لپاره ډېره هڅه شوې ده او دا په داسې حال کې ده، چې هره رسنۍ بايد د خلکو له ذوق سره سم خپل نشرات وکړي، تر څو هر څوک په رسنۍ کې خپل ځان وويني، نو کله چې ټولنه په رسنۍ کې خپل ځان وويني، نو کېداى شي، چې د هغې رسنۍ عمر اوږد او د ټولنې د توجه پر مټ خپل فعاليت ته دوام ورکړي. ځکه هره رسنۍ د خلکو لپاره مطالب او خپرونې چمتو کوي، نه د ځان ښودنې لپاره.

ولوله مجله، چې د منځ پاڼو او پښتۍ ډيزاين يې ډېر ښه شوى دى، د يوه ځوان ټيم لخوا په خپلواکه توګه چاپ کېږي، چې په دې ټيم کې د غازي ببرک خان اجتماعي او کلتوري ټولنې با احساسه ځوانان او همدارنګه په خوست ولايت کې نور فرهنګيان دي، چې ددې مجلې سره يې خپل زړه تړلى او د معنوي لاسنيوي تر څنګ يې مالي لاسنيوى هم کوي. په دې اړه د يادې مجلې مسؤل مدير رفيع الله زيار وايي، چې: (( موږ له پخوانه يوې د داسې مجلې چاپولو ته اراده وه، تر څو يې له چاپه راوباسو او زموږ هڅه دا هم وه، چې دا مجله بايد داسې مجله وي، چې له يوې خوا په پوره ډول خپلواکه وي او له بلې خوا د هر چا په خوښه مطالب په کې خپاره شي، خو ددې تر څنګ به زموږ د ټيم هڅه دا هم وي، چې يوازې تش په نوم مجله نه وي، بلکې د معيار له مخې هم بايد يو څه چاته ورکړي.))

دا په داسې حال کې ده، چې په خوست کې نورې مجلې، مياشتينۍ او اونيزې هم خپرېږي، چې خلکو ته په بېلابېلو برخو کې خپل مطالب وړاندې کوي، خو ولوله مجله پر دې سر بېره يو بل ګام دى، چې نه يوازې د خوست بلکې د ټول افغانستان لپاره يې يو ښه ګام بللى شو او بايد زياته کړو، چې په اوسنيو حالاتو کې افغانستان دا ډول مجلو او خپرونو ته زياته اړتيا لري، چې دادى په دې بهير کې ولوله مجلې خپل مقام خپل کړ او مينه وال ورته په دې هيله دي، چې تر پايه خپل يون همداسې وساتي.

One thought on “د ((ولوله)) په نوم نوي مجله تازه له چاپه راووته”

ځواب ورکول شیرین محمد سیدی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *