د ويښ ځوانانو د غورځنګ غړو او ېو شمېرځوان  فعالانو په کابل کې د افغان ملي امنيتي ځواکونو په ملاتړ،  د پاکستان د لاسوهنو او په ملي اردو د طالبانو د بريدونو په غبرګون په کابل کې د پاکستان د سفارت مخته لارېون وکړ.

لاريون کوونکو د ژوندی دې وي افغانستان، ژوند ژوند افغان ملي ځواکونه او مرګ په پاکستان او جاسوسانو یې شعارونه ورکول.

لاريون سهار لس بجې د کارته پروان له بره کي څلورلاري پېل او له کلکو امنيتي تدابېرو لاندې لاريون کوونکي د پاکستان د سفارت تمخته راغونډ شول.

د ويښ ځوانانو د غورځنګ مشر اسرار احمد خان  په غازي اباد کې په ملي اردو د طالبانو برېد وغانده، وېې ویل چې پاکستان هر وخت د خپلو لاسپوڅو په لاس په افغانستان کې لاسوهنه کړې او نه غواړي چې  په افغانستان کې سوله او سوکالي راشي.

نوموړي ووېل چې پاکستان  په دې باور دی چې په خپلو پښو درېدلی افغانستان د پاکستان شتون له ګواښ سره مخ کوي.

ښاغلي اسرار خان له افغان رسنېو وغوښتل چې د ملي ځواکونو سرتېرو ته د وژل شوي په ځای د شهيد کلمه وکاروي.

د غونډې بل وېنا وال مجيد قرار په خپله وېنا کې ووېل چې نور ولس  زموږ  �� ملي امنيتي ځواکونو  او دښمن تر منځ بې تفاوته نه پاتې کيږي.

نوموړي ووېل هغه چې په ګوشته کې په ملي ځواکونو بريدونه کوي او یا په غازي اباد کې ېو دښمن دی او همدا دښمن د پاکستان پوځېان او اجېرې ملېشې دي.

د لاريون پريکړه ليک د ايمل هدايي لخوا ولوستل شو  چې په کې یې له حکومته غوښتي وو چې د غازي اباد د پېښې په اړه کلکه پلټنه وکړي او هغه چارواکې چې په خپلو دندو کې غفلت کړی وي له دندو ګوښه کړای شي.

په پريکړه ليک کې راغلي وو چې (پاکستان د ترهګرۍ ملاتړۍ دولت دی، موږ له نړېوالې ټولنې غواړو چې د پاکستان دننه د ترهګرۍ ځالې له منځه يوسي).

د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې په ملي اوردو د کورنېو او بهرنېو ترهګرو په برېد کې ۲۱ سرتيري شهيدان شوي وو چې دې پيښې په ټول هېواد کې د ملي امنيتي ځواکونو په ملاتړ او د طالبانو او پاکستان په خلاف غبرګونونه راپورته کړيدي.

One thought on “د ويښ ځوانانو غورځنګ د پاکستان د سفارت مخته لاريون وکړ”
  1. په واقعاُ چې د سړی بچيان دی. الله دی ورته په ژوند کې برکت واچوی او یو مشوره ورته ورکوم او هغه دا چې کچیرته دا ځوانان په اینده کې د پاکستان سفارت مخی ته کوم د لاریون پلان لری نو د پاکستان سفارت ته دی له مخي خبر نه ورکوی کنه نو کوم حرامونی ناځونه ځانچونکی به به ورته راپیدا کړی او خدای ناخواسته دا ویښ ځوانان به راته په ابدی خوب بیده کړی.

    مرګ د پنجاب په دلالانو او د هغوی په لاسپوڅو.

ځواب ورکول Zek Pakhtoon ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *