راشن ،کومک ،مرسته،فنډ ،ډونیشن،چنده،خیرات،زکات او وظیفه.

دا درې لسیزې همدا شپږ اووه ټکي دي چې اوروو. درې لسیزې، څه د پاسه دیرش کاله، نه مو فصل ریبلی دی، نه مو ماشین چلولی دی، نه مو کولنګ وهلی ،نه مو چرته خزانه موندلې ده.

بس ډالر دي ،روبل دي. درهم دینار، کالدارې او تومن دي. چې کله په یو نوم کله په بل نوم را وریدلي،را غورځیدلي او را اچول شویدي.

هر چا چې څومره زور وهلی،شور کړی، سپین سترګی شوی او بد سترګی شویدی. هغه ډیر راشن اخیستی.ډیر ېې کومک وړی دی. زیات ېې زکات اخیستی او بیسار ېې خیرات اخیستی.

بیا راشه ګوره د ملنګ دې نشې ته. د دې سوالګر تماشې ته. دې موټرو اوپلازې ته . دې قلقلې او دبدبې ته. ګوره دې خان ته ،د وچې دې خان ته.

چې یو لاس کې کومک او بل کې کوتک ګرځوي. د راشن په پیسو هره شپه جشن کوي. د خیرات په پيسو خرابات کوي. د کافرو په پیسو حج او عمرې کوي. بیا په لوړ غږ د میلنو میلنو دعوې کوي . د غریب وطن خان ته مو پام دی . د وچې دې خان ته مو پام دی.

د مرستو په پیسو مست . د فنډ په پیسو پنډ. سفر د خیرات په تکل کې .شپه د خرابات په بغل کې . په سوال او ځار ېې را غونډوه او په دوست او یار ېې مصرفوه. داسې ځوان مو چرته لیدلی .دا د وچې خان مو چرته لیدلی.

. مدرسه په وظیفه، جومات په چنده. بیا پکې غږ پورته شي. د قربانۍ څرمنې راوړې. خپلې وریژې او درمنې راوړئ. همدې وظیفو باندې بیا جنګ شي. چنده ورکونکي په جومات کې په وینو رنګ شي. د څاریو د څرمنو په پیسو د انسان نه څرمن وباسي. عشر ورکونکي په حشر مبتلا شي. خیرات نه شر پورته شي. زکات نه محشر پورته شي.   داسې ګټه او تاوان مو کله لیدلی . داسې بیان مو کله اوریدلی. دا د وچې خان مو پیژندلی؟

د وینا په سر کې احتجاج ،د تقریر په اخر کې محتاج. د هر مرض بس یو دی علاج. خرچه به کله راځي. پروژه به کله راځي. د تنخا بودیجه به کله راځي. د دې کال حصه به کله راځي.

بیا چې راشي. وار پار ورنه خطا شي. بیا نه پوهیږي چې دا د سوال پیسه څنګه وخوري. دا د غریب حصه څنګه وخوري؟ دا کتابونه څنګه خرڅ کړي؟ دا حسابونه څنګه خرڅ کړي؟ داسې چور او تالان مو کله لیدلی؟ داسې احساس او وجدان مو چرته منلی؟ دا د وچې خان مو چرته کتلی؟

د وچې خان همدا دی کنه؟ چې جنګ کې ورته

ګټه او سوله کې تاوان ښکاري ؟ همدا دی کنه چې شر کې ورته خیر او شر کې زیان ښکاري . دا چې هر څه کې ورته د وینو ویالې ښکاري. دا چې ورته هر وخت سازش او دسیسې ښکاري. دا چې بیلچې نه ډاریږي او تمانچې خوښوي. دا چې قلم نه ویریږي او برچې خوښوي. تل د وطن د ورانیدو خبرې کوي. غره ته د ختو خبرې کوی. د قیامت د راتلو خبرې کوي.

د ژوند نه ډاریږي. مړو سره نڅیږي. په خپل اصل باندې شرمیږي. په حًق خبره را پاریږي. خپلو سره په جنګ،پردیو نه قربانیږي. دلیل نه لري،ځکه خو ډیر غوریږي. شور کوي، زور کوي او اور کوي.

همدغه دي وطن اباد نه غواړي، وطنوال ښاد نه غواړي. خښته اوبنیاد نه غواړي. بس غواړي چې پټي شاړ وي، قات وي ،هاړ وي، مزدور نهار وي، انسان بیمار وي. نه د زمکې پټې خزانې په ټولو تقیسیم شي. نه کونډه شي ښاده او موړ کوم یتیم شي. نه غواړي چې دا جنګ تمام شي. بس ختم شي ،انجام شي. بیا به د ده خاني ختمه شي. د وچې خاني ختمه شي.

بیا به ورسره به حساب کیږي. د هرې غلې، دانې پیسې، او قطرې حساب کیږي.

زه یم خان د زمانې

نه مې مال شته نه دانې

5 thoughts on “د وچې خان/ مطیع الله عابد”
  1. سلام عابد صاحب
    که سیالان وی همدا شرم یی بس دی . وایی هوښیارانو ته یوه اشاره ده .
    په دری کی یو متل دی چی وایی : نان ګدایی ، ګوز برنجی

  2. محترم عابد صاحب دیره شایسته لیکنه ده خو دچا خبره چه خوک یی و منی دا خبره می په دی خاطر وکه چه نن سبا غل په دی وطن کی د قدرت خاوند دی خاین او رشوت خور د فیصلی او قضا په چوکی ناست دی چرسی بنگی او د کلی غل او لوچک جنرال او والی دی نو چه حال مو داسی وی نو ته د دوی نه خه غواری ته غواری چه هغه کار وکی او وطن اباد کی . زه یو مثال درته وایم په یو ملک کی چه 70 فیصده خلک یی دفقر په مرض اخته وی هلته تقریبا 600 کس په نوم د مشرانو او ولسی جرگی په نوم امپراتوری ته خه ضرورت لری دلته یوه مثبته دیکتاتوری په کار ده دلته د انجوو او د بشر د حقوقو تیکه داری او دوکانداری هیخ درد نه شی دوا کولی . په در ناوی

  3. ګران عابد صیب سلامونه ډالۍ کوم الله پاک دی وکړی چی په بدن روغ او رمټ یاست
    الله دی نور هم ستا په قلمی مبارزه کی برکت واچوی او الله پاک دی په دی لار کی بریالی لره
    ډير ښایسته موضوع دی لیکلی دی ډير می خوش شو البته که وګورو دا ستاسو موضوع زمونږ په دی ننی حکومت کی سل په سلو کی صدق کوی، په ټاکنو کی عبدالله څه نخری ونکړی ترڅو چی د ملت په ستونی خپه کیښودله او نیمایی برخه یی واخیسته خو اوس چی کتل کیږی ماته دا برخه ۸۰ سلنه ښکاری ځکه هر څه د ګلمرجان په خوښه ده نه د اشرف غنی، د عبدالله کسان په اسانی سره له پارلمان څخه هم تیریږی او اشرف غنی هم موافقه ورسره کوی او د اشرف غنی کسان له پارلمان څخه هم په مشکله تیریږی او بیا عبدالله هم ډيری وخت موافقه ورسره نه کوی
    بله دا چی دغه مافیایی کړئ چی د ملت برخه یی غصب کړیدی هیڅکله هم نه غواړی چی دا هیواد آرام شی ځکه ستاسو د تبصری سره سم که ملت آ رام شوی نو بیا به ددوی څخه پوښتنی او ګرویزنی به کیږی، یو ورځ ددی په پلمه ولس راوپاروی چی مجاهدینو ته په دی حکومت کی ځای نه دی ورکړ شوی بله ورځ په دی خلک را ولمسوی چی په دی کار کی د مجاهدینو سره مشوره نه ده شوی په والله قسم چی دی خلکو ته مجاهد ویل ګناه دی دا خلک چی د مظلوم ولس پر ستونی خپه ایښی څنګه زه ورته مجاهد ووایم، تراوسه خبره د کمونست او کافر کوی خو ناست په پارلمان او حکومت کی له همدغو خلکو سره دی نو چی ته ځان ته مجاهد وایی نو بیا ولی غره ته نه خیژی اوس خو هم امریکایان او ۳۴ نورو ملکونو کفار راغلی دی پخوانی کفارو وطن اشغالوو او اوسنی سره اوږه په اوږه ناست یی الله پاک دی له دی اوږدو ږیرو سره د هلاکت کندی ته واچوی چی د خپل ځان منفت لپاره تر اوسه د جهاد په نوم له دی مظلوم ولس څخه باج اخلی
    عابد صیب: زړه می ډیر ډک دی خو وسه می نشی ددی مافیایی کړیو په مقابل کی یو ملی قیام ته ضرورت دی خو زه پوهیږم چی نه کیږی دوه وجهی دی یو دا چی خلک نور د جنګ نه ستړی شویدی او بل دا چی هیڅ داسی یو همکار نه لری چی په مالی او نظامی چارو کی دوی سره مرسته وکړی که پاکستان مرسته وکړی نو خپل مقصد دپاره د یو خاصی ډلی سره به مرسته وکړی او که ایران وکړی په همدی ډول او نور هیوادونه همداسی نو په دی ډول مرستو کی بیا هم افغانان منسجم کیږی نه بلکه د دی پلیدو هیوادونو د مقاصدو لپاره به جنګیږی، نوره لاره نشته بس همدا چی الله پاک مو دعاګانی قبولی کړی او زمونږ دغه غټ خیټی او شپږ ګزی ږیرورو هلاک او تباه کړی چی نور دا هیواد او مظلوم ملت ددوی له ستمه خلاص شی
    آمین ثم آمنی

ځواب ورکول Hazrat Sahaak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *