د افغانستان ملي اردو

خبرپاڼه

نيټه١٣٩٢،٨،٢٠

کندهار افغانستان- د ٢٠٥ اتل قول اردو د ځواکونو له خوا د تېري اوونۍ په اوږدو کي د يو لړ عملياتو په ترڅ کي د ٣٧ وسلوالو طالبانو د وژلو او ٢١ تنو نورو د زخمي کېدو تر څنګ ١٣٩ حلقې ماينونه او څلوېښت کيلو چاودېدونکي توکي کشف او تر لاسه کړي دي.

ياد عمليات چي د مستحکمو پولو په نوم نومول سوي وو او د کندهار تر څنګ د ارزګان او زابل په ځينو سيمو کي تر سره سول يوه اوونۍ يې دوام وکړ او په ترڅ کي يې د دښمن ٣٧ تنه وسلوال وژل سوي ٢١ زخميان سوي ١٣٩ حلقې بېلابېل ډوله ماينونه، دوه ميله کلاشينکوفونه، د کلاشينکوف١١٠ فيره مرمۍ، ٤٠ کيلو چاودېدونکي توکي او ځيني نور مهمات د افغان ملي اردو د ځواکونو لاس ته ورغلي.

د يادو عملياتو په ترڅ کي د افغان ملي اردو ځواکونو ٤ تنه سرتېري ژوبل سوي او تمه کېږي ډېر ژر به يې يو ځل بيا روغتيا په برخه سي.

بل خوا د ٢٠٥ اتل قول اردو د ځواکونو له خوا د تېرو څلورويشت ساعتونو په اوږدو کي د زابل ولايت په سيوري او اټغر ولسواليو کي دوه تنه وسلوال طالبان وژلي او تر څنګ يې د راکټ ٧ مرمۍ، ٤٥٠ فيره د پيکا مرمۍ، يو دوربين او دوې حلقې ځای پر ځای سوي ماينونه کشف او تر لاسه کړي دي.

او همدارنګه د ٢٠٥ اتل قول اردو د ځواکونو له خوا د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کي د عملياتو په ترڅ کي ٨٢ملي متري هوان، ٩٠ فيره د پيکا مرمۍ او ٣٥ د کلاشينکوف مرمۍ د ژړۍ ولسوالۍ په اکاخان، جان ګل، ميراب اکا، بابا غونډۍ، چهار ښاخه کليو کي د تصفيوي عملياتو په ترڅ کي کشف او تر لاسه سوي دي.

3 thoughts on “د ٢٠٥ اتل قول اردو ځواکونو ٣٧ وسلوال وژلي او ډېرې وسلې نیولي”
  1. ګرانو تاند والو سلامون

    خدای منئ که به دا ډول خبر پاڼي خپري کړۍ، موږ تاند بې پري بولو، ځکه یې لولو. هم حکومتي
    کسان او هم مخالفین په دا ډول
    خبرپاڼو له تاند څخه د خپل ځان په ګټه د یوي تبلیغاتي
    وسیلي په توګه غواړي ګټه پورته کړي او دا خبره کیدای سي د تاند مینه وال پر تاند شکمن کړي

    بس همدومره

    1. موږ چې په کوم خبر پوره باور ونه لرو یا یې څو سرچینې تایید نه کړي په خبرونو کې یې نه خپروو. پاتې شوه خبرپاڼې. عنوان یې څرګند دی. دا په تاسو پوري اړه لري چې منئ یې یا یې نه منئ. لوستل یې بد کار نه دی حتمي نه ده چې تل دې په خبرپاڼو کې مبالغه وشي.

  2. روغ لیوانی صا حب حقیقت ته اشا ره کړیده بعضی مطا لب نه خپر یږی زما هم زړه ده چه نور هیڅ مطا لب نه ولیکم او نه خپا ره شی.

ځواب ورکول سید الرحمن زیارمل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *