د ټاکنو بې واکه کمیسیون ته پرانیستی لیک!

د ټاکنو بې واکه کمیسیون د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړي او دویم پړاو که وښوده چې د دغې بې واکه کمیسیون رییس او کمیشنرانو یانې( کمیشنکارانو) د خپل افغان ولس پر وړاندې خپله ژمنتیا، وجدان او خپلواکي تر پوښتنې لاندې راوړې ده ځکه چې دا څوځلې ددې بې واکه کمیسیون ویاند، رییس او کمیشنکارانو ددې زوریدلي افغان ولس سره ژمنې وکړئ خو بیا په لنډ وخت کې له خپلو ژمنو په شا شول او بهانې کوي چې دومره محلونه بیاځلې شمیرل کیږي او داسې نورې انې بانې، چې زه د یوه لیکوال په توګه اړ شوم چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د ټاکنو بې واکه کمیسیون او کمیشنرانو ته يي کمیشنکارانو نومونه وکاروم.

مونږ چې په کوم هیواد کې اوسیږو دا د ویاړونو ډک هیواد دی او افغانان تل په خپلو ژمنو ولاړ خلک دي، زه نه پوهیږم چې دوې افغانان نه دي او که یې د کمیسیون معاشونو او ډالرو سترې ړندې کړئ دي او خپل افغانیت یې په ډالرو خرڅ کړئ، ددې کمیسیون لوړپوړي چارواکي اوس کمشینکاران نه بلکه د جلابانو دنده په غاړه اخیستې دغه ګړیدلي او زوریدلی ولس هره ورځ په یوه بهانه او بله بهانه غولوي زه ددې کمیسیون ډالري رییس او ډالري کمیشنکارانو ته وایم چې تاسې یوځل له خپلو کورنو راووځې او د روژې په مبارکه میاشت کې د خلکو ژوند وګورئ که تاسې د وجدان په نامه یوڅه پیژنې خپلو خلکو ته وګورئ چې دغه بې وزله ولس چې د روژماتې لپاره یو مړۍ ډوډۍ نه لري او ټوله ورځ په چوک کې ولاړوي څو یوکس پیدا شي چې دوې مزدورۍ ته بوځي.

خو داچې ستاسو د بې ژمنو او بې واکه خلکو له لاسه په ټول هیواد کې کار او بار په ټپه ولاړ دی هغه بې وزله او مسکین مزدورکار مازدیګر مهال بیرته خپل کور ته له ګټې وټې پرته راستون شي او هغه بې وزله کورنۍ یې چې د خپل پلار، ورور، مور او تره ته یې په تمه ټوله ورځ روژه نیولې او په دې تمه دي چې پلار به یې اوس راشي او له ځانه سره به یوه یا دوه سړې ډوډۍ راوړي څو دوې پرې روژه ماتې وکړي او تاسې بې واکه او بې ضمیره چې په ډالرو معاش اخلې اوددې ولس درد او غم درسره نشته او ټوله ورځ د یوه شمیر بې وجدانه او بې ضمیره سیاستوالو د شخصي ګټو لپاره د ټاکنو پایلې په هغه او دغه بهانو ځنډوې خپل وجدان ته حجالت نه باسئ او د خلکو شته اندیښنې تاسې ته نه ښکاري تاسې خو په همدغه ولس کې لوی شوي یاست لږ ترلږه له خپل ضمیره او وجدانه و شرمیږئ او په دې زوریدلي ولس زړه ودردوئ او نورې ټاکنې مه ځنډوې.

اوس بیا هم داسې ګونګسې ترغوږ رارسیږي چې د ټاکنو د بې واکه کمیسیون د مشر له خولې چې په رسنیو کې ویلي دي چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې به د دوشنبې په ورځ د چنګاښ میاشتې په ۱۶ مه نیټه اعلان کړي خو زه چې ددې بې واکه کمیسیون مشر او کمیشنکارانو او جلابانو ته ګورم فکرنه کوم چې په خپله ژمنه ودریږي او په ټاکلي نیټه پایلې اعلان کړي ځکه چې دوې خپل افغانیت، وجدان او ضمیر په ډالرو پلورلې دی.

له کله مې چې په طلوع پردي پالي ټلویزیون کې د ټاکنو د بې واکه کمیسیون د بې ضمیره مشر مرکه لیدله په والله اوباالله چې زه پرې خجالته شوم زه ددې بې واکه کمیسیون نورو کمیشنکارانو ته وایم چې تاسې هم دغه مرکه ولیدله او که نه؟ او ددې بې ضمیره رییس سره مه څه وکړه که زه خو ستاسې په ځای وای په خدای باور وکړئ که راڅخه ژوندی پاتې شوی وای که بل واک راسره نه وای نو له خپلې دندې مې خو استعفا کوله خو زه په دې ښه پوهیږم چې تاسې په څومره خوارې ددې کمیسیون کمیشنکاري ترلاسه کړئ تاسې دا ډالري معاشونه هم کله پریږدې او استعفا کوی؟ فکر نه کوم که دا بې وزله ولس له تاسې بې ضمیره افغانانو داسې یوه هیله ولري. زه تاسې ته په زغرده وایم دا څه چې لیکم دا مې ددې زوریدلي ولس غږ دی. او دا پرانیستې لیک مې ځکه تاسې در واستوه چې د یوشمیر پردې پالو رسنیو له لارې بیا داسې اوازې او ګونګوسې دي چې ټاکنې به بیا هم وځنډول شي او که دا کار وشي زه تاسې په جرائت سره وایم که په ټاکلي وخت پایلې اعلان نه شي نو زما مشوره لومړۍ د ټاکنو د بې واکه کمیسیون رییس نورستاني صیب او ټول کمیشکاران داده چې یوکس بازار ته ولیږي او یوه کیلو زهر واخلې که زهر مو پیدا نه کړه نو د پل خشتي مسجد سره نیږدې د مچانو او مګکانو ملتین پیدا کیږي هغه واخلۍ او بې ضمیره نورستاني صیب ته دوه کپې او تاسې بې ضمیره کمیشنکاران یوه یوه کپه وخورئ او ځانونه مردار کړئ ځکه چې ددې ژوند او ددې حرام معاش اخیستو نه درته مرګ ښه دی که نور څه ونه شي دومره خو به وشي چې په تاریخ کې خو به مو نوم پاتي شي.

په خدای باور وکړئ چې زه به ورسته له دې ستاسې په کلیمه هم باور ونه کړم ماته ستاسې په اسلام کې هم شک پیداشو لږ څه ناڅه د خپل وجدان سره فکر وکړئ چې ددې ولس سره ژمنې کوئ او له خپلې ژمنې یوه ورځ بیرته په شا کیږئ لومړی ژمنه مه کوئ او کله چې ددې ولس سره ژمنه کوئ بیا يې پلې کړئ، د څو بې ضمیره او بې وجدانه سیاستوالو د شخصي ګټو پسې مه ګرځې او ژر تر ژره د ټاکنو لومړنۍ او وروستۍ پایلې اعلان کړئ نور دا زوریدلې او کړیدلې ولس مه دردوې د خلکو او ولسو ټول کاروبار په ټپه ولاړ دې او دغې بن بس ته د پای ټکې کیږدې، که نه دا ولس به هیڅ کله هم تاسې ونه بخښي او خپل وجدان ته به هم د عمر ترپایه حجالت اوسئ.

په درنښت

سعیدي

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

0 thoughts on “د ټاکنو بې واکه کمیسیون ته پرانیستی لیک/ سعیدي”
  1. سعيدي صاحب: خداي شته چى دا سرى خو د ملتينو ارزش هم نه لري. دوي تول د ورشي او د كابل خاوري خپل په دي مردارو او دروغجنو خولو دومره تخنه كري چى مرو

  2. نه شوم پوه چه لیکنه د سعیدی ده او که جبارخیل او لیکوال د انځور له مخی نه پیژنم خو لیکنه پرځای ده د خلکو اندیشنی یی د یو لیکوال په توګه منعکسه کړی دی او غوشتنه یی د پراخو پرګنو او اولسونو غږ دی هو موږ هم په خپل وار د تاکنو د خپلواک کمسیون څخه ارزو ده چي خپله خپلواکی وساتی او د وعدی سره سم د دوشنبی په ورځ لومړنی پایلی اعلان کړی نور د هیڅ کوم نوماند په خوشحالولو پسی ونه ګرزی ملت له دغه سرګردانه حالت وباسی دا دملت حق دی چه تاسی یی غوشتنو ته مناسیب او پر خپل وخت جواب ووایی ملت خپل سرنوشت د رایه له لاری ټاکلی او نه غواړی چه د سیاسی جوړ جاړیو قربان یشی او کمسیون هم دا حق نلری چه د خلکو رایه قید کړی او جوړ جاری ته لاره خلاصه کړی کمسیون که دا ځل وعده خلافه شی نور نو خلک ورباندی باور نکوی او بل ځل به رایه هم ورنکړی او کمسیون غړی او ریس ملت ته د خاینینو د کمیټی معنی لری او رشتیا به د کمیشنکارانو نوم وکټی مګر افسوس چه پدی وطن کی اوس دا د خاین او کمشنکار د لقب اخستلو په قیصه کی هم ندی او شرم هم ورته نشکاری همهغه خبره ده : وای بحال ملتیکه بچه سقاو را به امانالله خان ترجع داد

  3. ګرانو دوستانو فکر کوم چی د بی واکه کمیسیون کمیشنکاران ډیر هوښیار خلک دی . دوی غواړی د ټاکنو د پایلو په اعلان سره له ناکام کاندید نه لږ نور څه هم بود کړی او حد اقل دغه تفاوت چی اوس له یو میلیون رایو زیاته ده یو څو لکو ته راکمه کړی . دوی ملامت نه دی . هغوی د سلطان محمود غزنوی ټګان دی . له تندی به مری خو څنګ ته ناست سړی ته به وایی چی دا زما ترڅنګ یو بوتل اوبه خو می په خوله کی راوڅڅوه.
    له دوی سره یو غښتلی او پیاوړی شخصیت جوړیږی چی له هریوه نه یی د هری ورځی د کار او معاش پوښتنه وشی. د دوی یی څه که دلته چلیدل ښه او که نه ایران یا بل ځای خوشته .
    نور غفلت نه دی پکار . نور صبر او سړه سینه هم بی ارزشه کار دی منظم او هراړخیز پلان جوړ کړی او له مظاهرو نیولی تر مصاحبو او هرڅه مو چی په وس وی سره راټول او منظم شی . د خپلو رایو دفاع وکړی او د سیاسی ارادی د تمثيل لپاره له ګران او محبوب مشر دکتور محمد اشرف غنی احمدزی سره ودریږی. د ملی زعیم تر لارښوونی لاندی د هیواد دښمنانو او ملی خاینینو ته خپل زور په قانونی ، ملی او افغانی شکل سره وښایاست . البته په خپلو صفوفو کی وران کارو او داړه مارانو ته ځای مه ورکوی . هرڅه باید د قانون او ملی منافعو په چوکاټ کی تر سره شی.

ځواب ورکول Fahim ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *