د دویم پړاو ټاکنو وروسته کله چې د دواړو مخکښو نوماندانو ترمنځ شخړې او لانجې ډیرې شوې او د اصلاحاتو او همپالنې ټاکنیزې ډلې یو شمیرغږونه خپاره کړل چې ګواکې د ټاکنو کمیسیون او حکومت په ټاکنو کې لاسوهنه کړئ چې ددغو شخړو څخه څه باندې لس ورځې تیریږې او د هرې ورځې په تیریدو سره د اصلاحاتو او همپالنې ټاکنیزې ډلې انې بانې ډیرېږې او د دویم ځل لپاره یې هم د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سره خپلې اړیکې پریکړې او غوښتنه کوي ترهغه وخت چې ددې ټیم ټولې غوښتنې نه وې منل شوي ددوې دغه دریځ به په خپل ځای پاتې وي چې د همدغو شخرو په لړکې د ټاکنو خپلواک کمیسیون قیسمي پایلې د یوناما په منځګړیتوب و ځنډولې څو له دې لارې د دواړو ټاکنیزو ډلو ترمنځ د باور فضا رامنځ ته شي خو په خواشینې سره چې د اصلاحاتو او همپالنې ډلې له دې موکې ناوړه ګټه واخیسته او خپل شرطونه یې نور هم ډیر کړل چې په ورته وخت د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور د رسنیو له لارې اعلان وکړ چې په هیڅ صورت به د ټاکنو لومړنۍ پایلې و نه ځنډیږي خو اوس مهال داسې ګونکسې دي چې کیدای شي د ټاکنو لومړنۍ پایلې وځنډیږي چې دغه کړنه به د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي ځکه چې د څو ورځو راهیسې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ټینګارکوي چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به په هیڅ حالت کې و نه ځنډول شي خونن بیا د ټاکنو خپلواک کمیسیون په خپله ژمنه ټینګار نه کوي او داسې ښکاري چې له خپلې هغې ژمنې په شا شوي چې په تیرو څو ورځو کې يي په وار وار له رسنیو سره کړي دي. که نن د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا د یوه سیاسي جوړجاړې له لارې د ټاکنو لومړنۍ پایلې ځنډوي نو د یاد کمیسیون خپلواکي به څه چې ددغه کمیسیون شتون به هم تر پوښتنې لاندې راشي.
زه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته خبردارې ورکوم که د ټاکنو پایلې داځل هم وځنډیږې ډاډمن اوسئ چې هیواد به د یوه لوی ناورین سره مخ شي چې بیا به يي مسوولیت د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د شته حکومت په غاړه وي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید د لوړ چپ اکثریت له چوپتیا ناوړه ګټه پورته نه کړي تاسې ډاډمن اوسئ چې دلته اولسونه ژوندي دي او که چیرې د اصلاحاتو او همپالنې ډله د یو شمیر وګړو له رایو ساتنه کوي ترڅنګ یې یو ډیر شمیر وګړي نورهم شته چې د خپلو رایو په ساتنه کې له خپل سر او مال څخه هم تیردي د همپالنې ډلې خو د سلګونو کسانو پرمټ په لاریونونو لاس پورې کړی. تاسې ټول سیاستوال ډاډمن اوسئ که که دغه شته چپ اکثریت خپله چیغه پورته کړه هغه به بیا د زرګونو او میلیونونو کسانو د حق غوښتنې چیغه وي چې بیا به یې نه پولیس د سمبالولو وس ولري او نه هم ملي اردو چې بیا به ددغو ټولو چارو مسوولیت د ټاکنوخپلواک کمیسیون او د ولسمشرکرزي او د نوموړي د شته حکومت په غاړه وي، نور په دې ولس ملنډې مه وهې او د خپلو شخصي او سیاسي ګټو لپاره د ولس رایو ته پلمه مه جوړوئ که نه له دې وروسته به خلک په ولسوالۍ او ټاکنو خپل باور له لاسه ورکړي او هیواد به یوځل بیا لسمې لسیزې ته ولاړ شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته مې یادونه داده چې د خلکو رایو ته درناوې وکړي او په دې پوه شئ چې خلکو خپل راتلونکې ولسمشرټاکلې دی، نه دلته نورو پلمو ته ځای شته او نه هم ایتلافي او سهامي حکومت، تاسې په خپلو ژمنو ټینګ ودریږې او څنګه مو چې له خپل ولس سره ژمنه کړئ په ټاکلي وخت چې د چنګاښ ۱۱ مه نیټه ده د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړئ ځکه چې اوس مهال تاسې هم پوهیږې چې هیواد په یوه سیاسي بن بس کې دی او له دې سیاسي بن بس څخه د هیواد راویستنه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ، افغان حکومت او په ځانګړې ډول د ولسمشر کرزي مسوولیت دی که دغه مسوولیت په ښه ډول ترسره نه شي او د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې په ټاکلي وخت اعلان نه شي ډاډمن اوسئ چې ولسونه به په لاریونونو لاس پورې کړي او د خپلو رایو د خوندیتوب غوښتنه به وکړي. زما یادونه داده چې ترکومه به د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یو کس د شخصي غوښتونو لپاره د ټاکنو پایلې ځنډوي او د هیواد سیاسي وضعیت به په بن بس کې ساتي نه کمیسیون د خلکو او ولسونو استازيتوب کولای شي او نه نوماندان خلک په کلکه په تمه دي چې باید په ټاکلي وخت لومړنۍ او وروستۍ پایلې اعلان شي څو هیواد له شته بن بس څخه خلاص شي.
د ټاکنو مهندسي شده او مزدور ټېم به دا ځل څه ډول فرمایشي آزموینه ور کړي ؟؟؟!!!!……..