زما یو نژدې دوست لیکلي ول:

     « په حقیقت کې وروستۍ ټاکنې له تلوسې او ولسي هیجانه ډکې خو کاملآ بې معنا وې.»

   برعکس، همدا تلوسه او ولسي هیجان دی چې، ټاکنو ته کاملآ معنا ورکوي.

ټاکنې، مانا د خلکو له خوا راتلل او د خپلې خوښي کاندید ته رایه ورکول او په مجموع کې مشر ټاکل، که خلک دا کار ونکړي، ټاکنې به کاملآ بې معنا وي خو که خلک په تلوسه او هیجان رایي واچوي، نو د ټاکنو معنویت په یوه ټولمنلي وزن بدلېږي.

  دحمل د۱۶- مې ټاکنو خاصه معنا درلوده او دا معنا په کور دننه، سیمی او نړۍ کې، له ټیټې څخه تر لوړې کچې، په یوه ږغ خورا سنګینه وارزول شوه، د دغو انتخاباتو د تعبیر او تفسیر لپاره ډېرې معناداره څېړنې او څرګندونې وشوې او دغه معنا یې نوره هم معناداره کړه.

ډېر نور به هم په دې باور وي او ما هم  څو واره ویلي دي چې په دمګړۍ شرایطو کې له ټاکنو څخه د متمدنې دنیا د انتخاباتو نتیجه او معنا غوښتل کاملآ یوه غیرواقعي توقع ده. ایډیال نتیجه د واقعیت تقاضا نه ده، خو دا چې افغانستان ته د نړیوالي ټولنې توجه پیکه شوې وه. امکانات محدود شوې ول او نړیوال ځواکونه د تېر په نسبت بې صلاحیته ول او ټول مسؤلیت د افغان ځواکونو پر غاړه و. هغه هم له داسې مسلسلو اند ېښنو سره چې، نه په وسایلو تجهیز دي او نه هم په لوړ ملي مورال او ځواکمنه انګېزه او بلا نورې اندېښنې.

هو! یو بل لوی تشویش چې مرتجعو او ورستو افکارو او د ډیموکراسۍ پر ضد  بوینو ارشاداتو ټوله ټولنه پر سر اخیستې وه او بله لویه د نه باور خبره دا چې همدا اوس- اوس هم زموږ د لوړو زده کړو په تعلیمي مؤسساتو او پوهنتونو کې ډیموکراسي له کفر سره معادله تدریسيږي او په خورا روښانه توګه دغه د افغانستان له اساسي قانون او اسلامي اساساتو سره په مخامخ ټکر کې طرزفکر د تحصیلات عالي د نصاب حتمي برخه ده او زر نورې ناخوالې…

خو د شاوخوا اووه نیم میلیونه رایې اچول، د زیات و کم اووه نیم میلیونه انسانانو تلوسه او هیجانات، د اووه نیم میلیونه وګړو سوله یېز او ډیموکراتیک ملي قیام، د اووه نیم میلیونه افغانانو ویښ او روښان هماهنګ حرکت، د اووه نیم میلیونه په کمیت ولسي کتلې باکیفیته او هدفمند انسجام چې په سیمه او نړۍ کې یې د بېسارۍ هیجان څپې راپورته کړې او د افغانستان په تاریخ کې یې کاملآ د یوې لویې معنا نوی فصل پرانیست.

مګر ها! دا واقعیت پر خپل ځای دی، چې د ارګ په رهنمای معاملات کې د سترو ولسي ټاکنو له لویې معنا سره به ناروا معامله کېږي، د نړۍ او سیمي استخبارات به سو استفاده ځنې کوي. کاندیدان او د کاندیدانو د نامتجانسو ټیمونو، قاتل، خاین، وطنفروش او معامله ګر ترکیبونه به یې د ائتلافو، سهامي شرکتو او ناقانونه جوړ جاړیو په غوبل کې د پیکه توب هڅې کوي، خود افغان ولس د دغه شاندار شهامت دمشترک شهکار، مشهوره معنا نه شي سپکولای.

   د تاریخ محاسبه به د ولس د سربازیو لپاره بېله وي او د سپکو سیاستوالو د پستو معامله ګریو لپاره بېله.

   چاره څه ده؟

موږ یوازې د احساساتو په څرګندولو، دعامه ذهنیت په مغشوشولو،  د ځینو ناروا معاملو له مخه د پردې په پورته کولو او دستونزو په بیانولو سره، د خپل وجدان له اوږو د انساني رسالت بار نشو سپکولای.

د ولس هغه کارنامه هم یو واقعیت دی او د حکومت او کاندیدانو د پردې شا ته او بالاخره مخته معامله هم؛ موږ نه باید د هغې ولسي کارنامې د لمانځنې په جشن کې، د قدرت د لېونیو له چټلو بازیو څخه   غافل واوسو او نه هم ښایې د خود غرضه معامله ګرو د خیانتو په توپان کې د ولسي احساس حیثیت ته صدمه ورسوو.

 د امیدوارۍ ټکی دا دی چې موږ له ۲۰۰۱ څخه تر۱۴ پورې کافي مزل وهلی دی. له ولسواک تګ سره روږد شوي یو، پردې لاره مو وارخطایي کمه شوې ده، د ډیموکراتیک حرکت پوره تمرین مو کړی، وړاندې د نورې ځمکې د پرې کولو پر فکري-فزیکې پوتانشیل مو کور، سیمه او نړۍ ډاډ لري، بیا نو په دې حساب ما ته خو ډېر څه معنادار ایسي او هغه څه چې بې معنا پاته دي، دا نو اوس په ما، په تا معنادار لوستونکي او هرهغه افغان انسان پورې اړه لري چې د معنویت تندې پسې اخیستی وي او د معنادار حقیقت لټون کوي.

زه زیری درکوم چې د دغسې حقیقت ادرس نه ورک دی او نه لېرې«ودان افغانستان ګوند» یې ښه سم څرک لګولی دی، تاسو هر یو یې په ملګرتوب لوی ملي اطمنان ترلاسه کولای شئ او که کوم بل دغسې ملي خوځښت  وینئ، نو د یو سترګو رپ انتظار مه کوئ، ملګري یې شئ او خپله څرګنده ورکه را  پیدا کړئ.

راځئ چې د خپل ژوند لوښی پخپله له معنویته لبرېز کړو.

مخ دولسواکۍ پر لور

One thought on “د ټاکنو معنا/ محمدیار- یار”

ځواب ورکول speen ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *