موږ هر وخت ملي سرتېري او خپله اردو ستايلې خو دوی ولې زموږ له خوار ولس سره دښمني کوي. موږ پر دوی باور کړی، هر وخت مو د دوی ستاينه او ملاتړ کړی، ځکه چې همدوی ته مو د هېواد، خلکو او ناموس د ساتنې هيلې دي. که چېرې دوی زموږ په خوار ولس ټوپک پورته کوي، ښکنځل ورته کوي، بد رد ورته وايي، په کليو کې هر کس ته د طالب په نامه ښکنځل کوي، د ګلي په کلي کې د سپين ږيري لاس پرې ماتوي. ټولو کليوالو ته د مور، خور او مېرمنې ښکنځل کوي. آيا دا به د دولت، خلکو او ملت په ګټه او که په زيان وي.

ډېر وخت  کېږي د حالاتو په اړه مې څېړنه او ليکنه نه ده کړې خو دا ليکنه نه بلکې د چک له ولسوالۍ څخه د يوه اوسېدونکي پيغام چې د فېسبوک په مټ يې ماته رالېږلی، کټ مټ د هغې په خپله ليکنه تاسې درنو لوستونکو ته وړاندې کوم:

((تاسې ته سلامونه وړاندې کوم،! د انتخاباتو د مرکزونو په اره می پوشتنه په دي خاطر وه چي راته معلوم شي چي په چک ولسوالۍ کې څو مركزونه لرو ځكه عامي روغتياخو رخصت نه درلوده روغتون ته روان وم داسي کراره كراري وه لكه ملي ماتم چي وي كه څه هم پرون زمونز د ملي اختر ورځ وه كله مي چي د١٩٠ شميري نه وپوښتل راته يي ويل چي ٢٥ مركزونه لري خو د دي تولو نه يوازي د ولسوالي په بازار كي په نامه صندوقونه وو، زه باورلرم حتي په دي عقيده يم چي بيله د بازار د امنيتي خلكو نه هيچا رايه نه ده وركري حتي هغه په سلگونه امنيتي ځواكونو چي پدي وخت كي ولسوالي ته را وستل شوي وو د امبوخاك نه نيولي تر ولسوالي پوري كوم چي په كليو او شاوخوا غرونو كي ځاي په ځاي شوي وو. خو د ولسوالي نه د يوه ملگري له خولي چي ټول صندوقونه ډك شول او ويل كيدل چي ديري پيسي پري اخيستل شوي وي دا چي د چا په گته صندوقونه تر خولي شول وروسته به څرگنده شي خو احتمال د زلمي رسول ډير وو پرون وروسته د هغه مسيج نه چي تاته مي وليژه شبكه خرابه شوه كه نه مابه دا حالت حتمي له تاسې او بعضو رسنيو سره شريك كري واي خو افسوس چي اوبه تر ورخ تيري شوي. زمونژ څخه د رايي اخيستني حق واخيستل شو، مونژ اصلا د ژوند كولو حق نه لرو، مونژ د دي حق نه لرو چي ولايت كي مو د بيارغوني كارونه مخ ته ولار شي………….مونژ دير بدنصيبه يو خداي دي په دي خوار او مظلوم ولس رحم وكري دلته څوك د رحم نشته هغه زمونژ د اميد سترگي چي ملي اردو دي هغه هم زمونژ څوانان، ماشومان او سپين ژيري وځورول حتي د يوه سپين ژيري خو يي په گلي كي لاس پري مات كري وو. سپين ږيري ته يې ويلي و چې طالبان څه شول، ولي ډوډي وركوي، پلاني عسكريې ولي وواژه ، توپك يي را پيداكري، د طالب ښځه غيم بي ادبي معاف، د طالب د پلار ښځه غيم، چا چي ډوډي وركړي ښځه يي غيم او په اخر كي ستاسو تولو ښځه غيم، په مخابره كي يي همدا چيغي وهلي «قريه ها را بزنين كل شان طالب هستند زن شان…..» چي دا يوه عادي عسکر نه ويل، باور ورکره چی دا خبری می د دوی د مشر قوماندان چي داود نوميده د هغي د خولي نه وارويدي او زمونژ لالاگانو د امنيي قوماندان حاجي محمود او د اربكيانو مشر نوراغا او په سلگونو نورو ورته كتل. زره مي دير دك وو تا ته مي لژ تش كرو هغه چي مونژ داكترانو ته يي ښكنځل وكرل هغه خو نه درته وايم ښځينه بسترونو ته ور دننه تل قلفونه يي مات كرل د روغتون نه د سنگر كار اخيستل، د مزايل، هاوان، راكيت او په زرګونو خفيفه فيرونه د روغتون له څنگه كول. چي حتي د موتر هارنگ په شفاخانه كي بند دي. خو دوی دا خپل ريښتينی حق باله او كه به د څه وويل د كنداغونو به نوبت نه درته کيده. په شفاخانه كي يي بنديان كري وو. كورونو ته يي نه پريښودلو. زما كور كي ميلمانه وو عسکرو ته مې عذر وكر، چي ماته کور پېښه شوې ده خو اجازه يي رانكره تر ښكنځلو وروسته يي راته ويل: «اگر طالب برايت بگويد تو تا دوساعت برايش به يک پا ايستاد ميشي.» نوردي سر نه خوږوم تر دي لا زياتي کيسي وشوي بښنه كوه مبايل دی ليکنه به املايي خطاوي به لري.))

نو اوس موږ چاته وژاړو او له چا وژاړو، ملی اردو ته کوم نوم ورکړو، د خلکو ځوروونکي او که اتلان؟ يوه ورځ يو کس په فيسبوک کې ليکلي، چې نن په غزني کې جګړه وشوه، کوم چا ترې وپوښتل چې مرګ ژوبله يې لرله کنه، هغه په ځواب کې ويل هو ولې، لس کسه طالبان شهيدان شول، پنځه د ملي اردو شهيدان شول، دوولس کسه امريکايان شهيدان شول او درې کسه عام خلک پکې مردار شول. مانا دا چې هغه هم شهيد کېږي دا هم شهيد کېږي، الله دې د خوار ولس چاره وکړي چې هره خوا د مردار نوم ورکوي، هره خوايې په قنداغونو وهي، هره خوا يې مور، خور او مېرمن په بدو نومونو او ښکنځلو يادوي.

عام ولس څه وکړي، دوی خو د امنيت راوستو له طالب او يا هم له اردو سره د جګړې لپاره کوم توان او کوم ځواک نه لري، ولې دوی خپل عادي ژوند ته نه پرېښودل کېږي. ټاکنې مو هغسې له درغليو ډکې دي. امنيت مو هسې خراب هسې او په نشت حساب دی. لږ تر لږه خو دا عام ولس خپل ژوند ته پرېږدئ. تر څو به له هرې خوا ځورېږو او رټل کېږو.

يادونه: د ټليفون پيغام مې تاسې ته کټ مټ وړاندې کړ، يوازې څو ځايه مې د څ، ښ او داسې نور توري د لوستو لپاره جوړ کړل او فاصلې مې يې سره بېلې کړې.

پای

۱۳۹۳/۰۱/۱۷

۲۰۱۴/۰۴/۰۶

0 thoughts on “د ټاکنو په ورځ په چک ولسوالۍ کې، هغه څه چې د ويلو نه دي!!! حبيب”
  1. گرانه دي كي خو شك نشته چي وردگو ولايت
    د سرزورر يوازي پلوي ندي بالكي كه د سرزورجمهوريت ورته ووايم بيا به مي هم مبالغه نه وي كري
    ثبوت يي له رايو مركزونو مالوميگي چي سومره پكي خلاص وو او سومره پكي بند.
    پخو به مونگ پدي ويارل چي چيرته خه نطاق و چي چيرته خه انجينر وو مطلب د باسيوادانو ولايت وو
    خو اوس كه غواري چي چيرته ژوبن ته چاته كوم پنجابي او سرزوري
    پكار وي نو د وردگو د پختنو په حجرو كي ميلاويگي
    د ملي اردو د زوان خبره مي ديره خوخه شوه چي”تاليب سرزوري ته به په يوه پخه ولار يي “” سوك چي سرزور ته په حجرو كي دودي او پلو وركوي هغه هيس حق نلري چي ١٩٠ نمري ته زنگ ووهي زكه دا زما د وطنپالو حق دي نه د پنجابپالو!

  2. ای وروره قسم به الله داسی حال دی چه تر د هم بدتر خو دا مزدوره میدیا یی نه خبروی هلته شیرولی او کلیمزی تول وردک به زلمی رسول خرخ کردوی دملت درد نه بیزنی فقط چه ددوی تجارت او شرکتونه چالان وی او بس

  3. Che baad na we pana na khore, la lekane yee malomege che pa post pak na da, taso yee da hal lara paida karai, sanga bayad washe, sanga da maydan wardago na jang warak she, wali da jang pa bamyan ya pa shamal da afghanistan ke nashta, hela da poh shawai ba we

  4. حبیب صیب
    وردګ پخپله په ځان دا بلا راوستلې ده، همدا ځایي خلک دي چې له ځانه یې طالب جوړ کړی او هم خلک ځوروي، هم ملی اردو او پولیس د کافر په نامه وژني او هم یې ستا د ولسوالۍ او ولایت د بیارغونې او پرمختګ مخه ډب کړي
    پخپله نران شی او دا د مدرسو چړیان مه پرېږی چې په سر مو ولاړ وي، بیا به نه ملي اردو درځي او نه به مو لاسونه در ماتوي او نه به ښکنځل درته کوي
    په یاد ولری چې ډک له یوه لاسه نه خېږي

ځواب ورکول Macho ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *