د ټاکنو او شکایتونو کمیسیونونو ته د نږدې سرچینو له خولې خبر شوم چې د نظار شورا او د ډاکټر عبدالله عبدالله پورې اړوند مشهورو کسانو د دواړو کمیسیونونو په چارواکو او کارکوونکو فشارونه زیات کړي، څو هغه رايې چې په اړه يې ښکاره شواهد موجود دي قرنطین یا هم باطلې نه کړي.

د ټاکنو کمیسیون کې د ډاکټر عبدالله پلوي دوه تنه کمیشنران په ډېرې سپین سترګۍ ددغه کمیسیون د کمیشنرانو په جلسه کې د تقلبي رایو نه دفاع کوي او د هغو رایو د باطلیدو مخه نیسي، چې په اړه يې ښکاره اسناد او شواهد موجود دي. که د کمیسیون کمیشنران داسې شخصي، عقدیي، ژبنیو او تنظیمي مسالو ته کش ورکړي دا اداره به دمسلکي توب پرځای په یوې تنظیم پلوې ادارې بدله شي.

ویل کېږي دا کمیشنران د مارشال په فرمایش مقرر شوي و، چې یو يې برمک او بله يې لیلا احراري نوميږي. دوی حتا په داسې حال کې لیدل شوي چې د کمیشنرانو د غونډې پر مهال يېډاکټر عبدالله سره مسیجونه تبادله کول او ددغې مهمې ادارې له رازونو او هلته د نیول شويو تصامیمو نه يې شیبه په شیبه خبر ساتي.  دا د ټاکنو کمیسیون په څير یوې ملي ادارې ته چې د اوسني نظام او ډیموکراسۍ ممثله اداره ده د شرم ځای دی او په دې خبره د کمیسیون اکثره لوړ پوړي چارواکي او کمیشنران خبر دي.

سیستماتیک تقلب:

د افغانستان غوندې د درېیمي نړۍ په هیوادونو کې ټاکنې اکثره د تقلب سره ملګري وي، خو دا تقلبونه او درغلۍ کاندید ته د وفاداره افرادو، وړو ډلو او نږدې پلویانو له خوا کېږي. چې د افشا کېدو په صورت کې يې عاملان د قانون منګولو ته سپارل کېږي. خو سیستماتیک یا سازمانی شوی تقلب بیا یو ګوند، سازمان او خپله کاندید لاس لري په حکومتي اداره او د ټاکنو په کمیسیون او نورو اړونده ادارو کې د خپلو مشخصو افرادو په ګومارنې او هغوی د پیسو او نورو لارو دې ته اړباسي چې ددوی په ګټه تقلب وکړي. د سازماني یا سیستماتیک تقلب سزا په قانون کې ډېره درنه ده او که ثابته شي حتا هغه کاندید چې دا کار کړی وي محاکمې ته راکش کېدای شي. د باوري سرچينو د معلوماتو له مخې د عبدالله د تقلبي رايو شمېر تر يو ميليون اوړي.

 په اوسنیو ټاکنو کې د عبدالله په ګټه د سازماني تقلب مشري د ټاکنو د پخواني رییس فضل احمد معنوي په غاړه وه. مولانا معنوي د خپل شناخت او رسوخ له امله د ټاکنو د کمیسیون په کارکوونکو فشارونو راوستي او د شمالي ولایتونو ولایتي مسولین چې تر ډيره د معنوي د بانډ خلک دي د هغوی په مرسته یې پراخ تقلب ته لار اواره کړې ده. ښاغلیمعنوي چې په تقلب او ټاکنو کې تجربه لري دا ځل یې د ټاکنو ډيری مامورین په پيسو اخیستي دي. هغه اکثره پولیس، ملي امنیت او ملي اردو کسان چې د پنچشیریانو پورې تړلي په دیری ولایتونو کې مستقیما دعبدالله په ګټه صندقونه ډګ کړي دي او د کمیسیون کارکوونکي یې ګواښلي چې ښه ثبوت یې په میدان وردګو کې د هزاره میشتو په ځایونو کې د کمیسون کارکونکو وهل دي. دغه شان په ننګرهار او کنړ کې هم د ملي اردو افسرانو له خوا د تقلب پیښې ثبت شوي دي چې د عبدالله په ګټه يې کار کاوه. حتا د کابل په ځينو ناحیو کې د ملي امنیت کارکوونکي لیدل شوي او د ټاکنو مشاهدینو او ناظرینو يې په اړه رپوټونه ورکړي چې هڅه يې کوله د عبدالله په پلوۍ تقلب وکړي یا د ټاکنو په ورځ به يې په محلونو کې په خورا سپین سترګۍ له خلکو غوښتل چې عبدالله ته رایه ورکړي.
په دې اړه د ټاکنو او شکایتونو له کمیسیونونو سره ګڼ شواهد هم شته، زموږ هیله له ولسمشر کرزي داده چې د ټاکنو کمیسیون پريږدي چې د قانون سره سمې خپلې رايې وشماري او هغه چې د تقلب رايې دي که هغه د هر کاندید وي باطلي دي کړي. د مدني ټولنې له فعالانو او نورو مستقلو اشخاصو هم هیله ده چې دا مساله جدي ونیسي. ځکه زموږ خلکو په ډېرو سختو شرایطو کې خپله رایه استعمال کړه اوس چې د هغې ځای خیالي او تقلبي رايې نیسي دا به په هیواد کې یو لوی بحران ته لار هواره کړي.

3 thoughts on “د ټاکنو کمیسیون باندې شدید فشارونه/ نورمحمد ضیا”
  1. Noor Mohammad Khan !
    Molana Manawi pa teer Intihabatoo ki Rayees wa pa hagha ki Abdullah Nakam waa,
    pa hagha kee Taqaloob wa naka oos cha pa Kamisoon ki nashta no takalob ba sanga waki???

ځواب ورکول gul mohammad wafa ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *