عشق يو ناپايه راز دى، موږ يې د روښانولو لپاره هېڅ هم نه لرو

ټاګور

    يادونه: دلته ځينې پېښې او موضوعات د لوستونکو لپاره د غورچاڼ په توګه بيا هم راغلې دي چې تکراري به وي،  خو د کتاب په بېلابېلو څپرکو کې يې تفصيلې معلومات او جزييات شته دي.

     ټاګور برهمنه کورنۍ ميراثي شتمن وو، د انګريزانو لخوا د هند له نيولو شاوخوا شپېته کاله تېر شوي وو، ددې کورنۍ د يوه مشر دبندررانات ټاګور په کور کې له ١٣ اولادونو وروسته يوه بل ماشوم ستر وغړولې، دا د ١٨٦١ کال د مې مياشتې په شپږمه يا اوومه نېټه سهار مهال و.

  د ټاګور بخت په دې بيدار و چې په کورکې يې داسې څېرې وې چې د ژبو د فهم وړتيا، فلسفي او منطقي پوهه او علمي وړتيا يې درلوده . دوى  دا هر څه يې د خپل کشر ورور د روزنې او هڅونې لپاره وکارول، دى يې بېلابېلو روزنيزو مرکزونو او ښوونځيو کې شامل کړ، خو له ټولو په تېښته و او د زندان په سترګه يې ورته کتل.

   کورنۍ يې هغه ته د رابي نوم اخيسته، په وړوکوالي کې يې په انځورګرۍ، موسيقي، شعر ، ليکوالي او فسلفه کې دهغه نبوغ حس کړ، کورنۍ زده کړه يې ورته پيل کړه او ان له اته کلنۍ نه يې په شعر ليکلو پيل وکړ.

  دده په ژوند کې تر ټولو مهمه پېښه هم په ١٣ کلنۍ کې له خپل پلار سره د هماليا د غرونو او طبيعت د پرانيستي نندارتون ننداره وه  چې وروسته يې بيا خپل پوهنتون (ويشوبهارتي) هم پر هغه ازاده ځمکه جوړ کړ چې په دې سفر کې يې ليدلې او خوښه کړې وه.

   دې خاورې سره خاوره درلوده او پلار  يې د مراقبې او  مذهبي رياضت په موخه پخوا پېرلې وه، يو کور او يو بڼ يې په کې جوړ کړ چې وروسته  بيا د شانټي نيکټن( ارامځي) نوم ورکړ ل شو، دې پېښې نوموړى له طبيعت سره محکم کړ، پلار يې د سانسيګريت، انګليسي او بنګالي ادب زده کړه ورکړه.

     ټاګور د خپل عمر په ديارلسم پسرلي تازه پښه اړولې وه چې مور يې له نړۍ سترګې پټې کړې، خو دا چې پلار يې د بنګال لوى ځمکه وال او مذهبي مشر و، ډېر عمر يې په سفرونو تېرېده، نو ځکه  خو ټاګور د پلار له مينې او مهربانۍ يوازې د خپلو وروڼو ترڅنګ ژوند کاوه.

    د  مور له مړينې وروسته يې له ښوونځي سره هم اړيکې پرې کړې، د خپل ورور  جويتيندرانات کور ته لاړ او خپلې وريندارې کادامبري ترې د خپل نازولي زوى په څېر په مورنۍ مينه ساتنه کوله، خوکله يې چې وريندارې په ١٨٨٤ کال کې د نامعلومو لاملونو په سبب ځان وژنه وکړه، نو دې پېښې يو ځل بيا ټاګور ته د مور د مړينې شېبې وريادې کړې او داسې ورته ښکارېده لکه مور يې چې يو ځل بيا مړه شوې وي.

    پلار يې د خپل زوى ساتيندرانات په وړانديز نوموړى د زده کړې او تحصيلاتو لپاره انګلستان ته واستولو، د ١٨٧٨ کال په سپټمبر کې له خپل همدې ورور سره انګلستان ته ورسېد، خو په خپل مسلک کې له زده کړې ناکام  او بې سنده راستون شو.

      له دې وروسته يې ژوند له عجيبه لوړو  ژورو سره مخ و، دې پېښو نوموړى د هندوستان په ستر  او ملي متفکر بدل کړ، هغه خپل هند ته شعرونه ويل، مقالې يې ليکلې، د انګلستان پر استعماري سياست يې نيوکې کولې، غير محسوس سياسي خوځښتونه يې کول.

    د هغه ګڼې ليکنې د همدې ځانګړتياوو په سبب د هندي پر ملي مکتوبونو بدلې شوې چې له دې ډلې يې د (ملي خوځښت) په نوم رساله د ځانګړې يادونې وړ ده چې په ١٩٠٤ کال کې خپره شوه.

له دې پرته د ټاګور په ټولو نورو اثارو کې دا ډول فکر او موضوعات نغښتي دي، يا په بل عبارت فکري زاويه يې د خپلواک هندوستان او خپلواکۍ د مبارزې فکري پياوړتيا ده.

    نوموړي ٢٢ کلن شو، د خپل پلار په غوښتنه يې د برهمنانو له ډلې د يوې ماشومې نجلۍ سره چې بهاوتاريني ري چودري( Bhavatarini rai  Chowdhry) نومېده، واده وکړ، خو له واده وروسته به ټاګور ورته د مرينا ليني نوم اخيسته.

    د ١٩٠١ کال د ډسمبر په ٢٢مه شانټي نېکټن ته ولاړ، هلته يې يو ښوونځي يا روزنيز مرکز جوړ کړ چې په پيل کې يې پنځه زده کوونکي درلودل چې يو يې خپله د ټاګور مشر زوى و، پنځه ښوونکي يې ورته وګومارل.

     له دې روزنيز مرکز سره ځينې دين پاله هندوانو له دې امله مخالفت څرګند کړ چې د ښوونکو له منځه يې پنځه مسيحان وو، خو ټاګور د خپل عمر تر پايه ځان هلته په ښوونه او روزنه بوخت کړ،  خو تر څنګ يې د يوه هندي متفکر په توګه د نړۍ ګڼو هېوادونو لکه  انګلستان، ايران، امريکا، فرانسې، روسيې، جاپان او نورو هېوادونو ته سفرونه وکړل.

  د ځينو ټاګور پېژندونکې په اند چې نوموړي ددې هېوادونو له منځه، له ايران سره زياته لېوالتيا درلوده چې په وينا يې د ايراني او هندي کلتور رېښو له يوې چينې اوبه څښلې وې، ځکه خو يې د زوکړې اويايمه کليزه په ١٩٣٢ کال کې په ايران کې ونمانځل شوه.

  په ١٩٠١ کال کې يې خپل ښوونځي په پوهنتون بدل کړ، خو دا مهال يې مېرمن مرينا ليني سخته ناروغه وه، هغه يې کلکتې ته ولېږدوه، د دوه کاله وروسته (١٩٠٣ ) مړه شوه او پنځه اولادونه  ودر غاړې شول.

  د ټاګور زړه لا د خپلې مېرمنې له وير او غمه نه و خلاص شوى چې دويمه لور يې رنوکا هم ناروغه شوه او د خپلې مور له مړينې ٩ مياشتې وروسته په ديارلس کلنۍ کې مړه شوه. څه وخت وروسته يې د زده کوونکو په منځ کې کومه ساري ناروغي خپره شوه چې امله يې ښوونځى د شليدا په نوم ځاى ته انتقال کړ.

   دوه کاله وروسته (١٩٠٥) کې يې پلار د ٨٨ کلنۍ په عمر ومړ. د ١٩٠٧ کال د نومبر په ٢٣مه يې ١٣ کلن زوى ساميندرا مړ شو او د خپل پلار په زړه يې تازه داغ کېښود.  ټاګور پنځه اولادونه لرل چې درې يې نجونې او دوه هلکان وو. له نجونو يې رنوکا په ١٩٠٣ کال کې او له زامنو يې ساميندرا په ١٩٠٥ کال کې مړه شوي دي.

د هغه اولادونه له  مادوري لاتا(نجلۍ)، راتيندرانات يا راټي(هلک)، رنوکا(نجلۍ)، ميرا(نجلۍ) او ساميندرا (هلک) نه عبارت دي.

  ټاګور په ١٩١٢ کال کې په ژورو فکرونو او مراقبه کې ډوب و، همدا مهال ورسره دا فکر پيداشو چې  ګيتانجلي(Gitanjali) شهکار اثر له بنګالي نه انګليسي ژبې ته واړوي. په همدې کال د مارچ په ٢٧مه  له خپل زوى تيندرانات او د هغې له مېرمنې سره لندن ولاړ او د ګيتانجلي ژباړه يې خپره کړه.

  په انګلستان کې د ټاګور دا شعرونه په پراخه کچه له سخت هرکلي سره مخ شول، وروسته امريکا ته ولاړ او په ١٩١٣ کال کې بېرته لندن ته راستون شو، له څه وخت تېرېدو وروسته يې بېرته خپل اصلي ټاټوبي ته راغى.

   په شانټي نېکټن کې د ښوونې او روزنې په چارو بوخت و چې ګيتانجلي ته د نوبل له ورکړې خبر شو او د لومړني اسيايي په توګه يې دا جايزه خپله کړه. نوموړي ته نوبل او د سويډن فرهنګي نښان  يو کال وروسته په ١٩١٤ کال کې د بنګال د انګليسي واکمن (لرد کارمايل) په لاس ورکړل شوه.

   له دې وروسته يې د امريکا او جاپان په څېر هېوادونو ته مکرر سفرونه يې وکړل، په ادبي غونډو کې يې ګډون او ويناوې وړاندې کړې. په ١٩١٥ کال کې انګريزانو د ښاغلي لقب ورکړ، خو دا لقب يې څلور کاله وروسته بېرته ځکه ور مسترد کړ چې انګريزانو په پنجاب کې بې ګناه لاريون کوونکي په ډزو ووژل .

   په ١٩٣٢ کال کې د خپلې بلې مېرمنې پراتيما ديوي او په هند کې له يوه ايراني تبعيدي دين شاه سره د ايراني دولت په بلنه ايران ته روان شو. د زوکړې اويايمه کليزه يې په ايران کې ونمانځل شوه او د ايران د هغه د پاچا رضاشاه پهلوي نه يې غوښتنه وکړه چې د هغه پوهنتون(ويشوابهارتى) کې دې د فارسي د تدريس لپاره يو استاد ور واستوي. رضاشاه ددې کار لپاره ابراهيم پورداوود انتخاب کړ  بېرته د بغداد له لارې هند ته ستون شو.

    ټاګور له دې سفر وروسته اېتاليا ته هم رسمي سفر ورکړ. د ١٩٤٠ کال په سپټمبر کې يو ځل پيا د هماليا غرونو ته روان شو ، له هغه ځاى يې ليدنه وکړه چې په ماشومتوب کې يې پلار د معرفت په لټون ور وستلى و، خو سفر ناسم اغېز ورباندې وکړ، په ناروغ ځان  بېرته کلکتې ته ستون شو او له درملنې وروسته شانټي نېکټن ته ورسېد.

بېرته بيا پرې ناروغي راغله، کلکتې ته يې يووړ، ډاکټرانو يې د عمليات وړانديز وکړ، خو ده نه غوښتل چې عمليات شي، ويل چې نه غواړي خپل وجود په درملو او طبي توکو چټل کړي، ددې ټينګار سربېره هم عمليات شو، ګټه يې ورته نه وکړه او حالت يې لا خراب شو.

    بالاخره د ١٩٤١ کال د اګسټ په ٧مه نېټه، د ٨٠ کلنۍ په عمر ومړ، مړى يې د ګنګا سيند پر غاړه وسوځول شو او ايرې يې خپل ښوونځي (شانټي نېکټن) ته ولېږدول شوې.

   د هند پياوړي عالم او پخواني لومړي وزير جواهر لال نهرو د نوموړي له مرګ وروسته د خپلو خاطراتو په کتابچه کې وليکل:((روحاني مشر[ګورودو] له نړۍ رخصت شو، عصر پاى ته ورسېد.))

———————-

د دې لړۍ تېرې برخې او ټاګور په اړه نورې لیکنې

د ښاغلي رحماني نورې لیکنې

One thought on “د ټاګور د ژوند ځينې لوړې ژورې/ ګل رحمن  رحماني”

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *